پاکستان په افغانستان کی دهند حضورخپل ستراتیزیک خطر بللی دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان

پاکستان له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کوي د سیاسی څیړونکو د څرګند ونو په اساس، چې اسلام اباد اوس ښه پوهیږي چې لویدیځ دا نه شي زغملای چې پاکستان د طالبانو حمایت ته دوام ورکړي. د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت د دې هڅې ملاتړ کړی دی، چې وسله والو طالبانو ته د سولې په خبرو کې برخه ورکوي. خو پاکستاني چارواکي دا غوښتنه لري چې په افغانستان کې باید د هند اغیز کمزوری شي .


د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت کمیټی په افغانستان کې د هند د حضور پر زیاتیدو له هندوستان سره او د امریکا د ملکي اتومي همکارۍ پر ډېرېدواندېښنه ښکاره کړه او د پاکستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې دا مسایل په نړیواله ټولنه کې راپورته کړي

دپاکستان دپارلمان داځرګند ه ونی په داسی حال کی کړي دي چي هند د بهرنیو چارو وزیر ( ایس. ایم. کریشنا ) وایی چی هندوستان به شاید وغواړی چی د افغانستان د طالبانو سره خبري وکړی

هغه په هغه مرکه کی چی د د شنبې په ورځ د هند د ټایمز په ورځپاڼه کی خپره سوې دی ویلي دي چی هند به شاید دافغانستان دطالبانو سره مذاکراتو کیدو ته زړه ښه کړی

هغه دا تبصره وروسته له هغه وکړه چی په دې هفته کی په لندن کی د افغانستان په باب یوه نړۍ واله غونډه وسوه چی په کی تقریبا اویا ملکونو هغه پلان منظور کړ چی غواړي طالبان دي د پیسو په ورکولو سره پخلا او بیرته دي ټولني ته را ستانه کړای سی

کریشنا وویلی دی چی هند د طالبانو سره په درو شرطو معامله کولای سی: یو داچي هغوی د افغانستان اساسي قانون ومني، بل دا چی د القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره اړیکي وشکوي او دریم داچي د تشدد او حملو نه لاس واخلي

هغه دا هم وویل چی دده په هیواد کی تجربې دا ښئي چی دا سخته ده چی دده په قول ، ښه او بد طالبان دي سره بیل کړای سی

هند په تیرو اتو کلونو کې د افغانستان یو لوی مرستندوی هیواد دی چې په څه باندې دولس سوه ملیون ډالرو یې په افغانستان کې ډېرسړکونه، ښوونځي ،کلینکونه او نورې ټولګټې پروژې بشپړې شوې دي .

پاکستان فکرکوي چې د افغانستان پر حکومت هند پلوې عناصر مسلط دي او هند د افغانستان له لارې په بلوچستان ایالت کې له بیلتون غوښتونکو بلوچانو سره مرسته کوي .

هند د افغانستان سره ددې دپاره په ملیارډو ډالره بشري او پرمختیایي مرستي کړي دي چی د هغه ملک د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی او د اسلامي یاغیانو د فعالیتونو چی د هند امنیت هم تهدیدوي،مخه ونیسی

د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت ځانګړې کمیټی په داسې حال کې په افغانستان کې د هند د حضور پر زیاتیدو اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه له طالبانو سره خبرواترو ته چمتو شوي او طالبانو هم خبرو ته څه نا څه لېوالتیا ښوولې ده .

دغه ټکی د پاکستان د استخباراتو یوه عالي رتبه پخواني مامور سلطان امیر ترارچی په کرنیل امام شهرت لری وروسته تر هغه وکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلي ځلي په دې ورستیو کې ګړندۍ شوي دي.

بریګیډر ترار (کرنیل امام) وویل چې ملاعمر د سولې لپاره له القاعدې سره د اړیکو شلولو ته سل په سلو کې چمتو والی لري.

نوموړي زیاته کړي چې ملاعمر دمګړی په دې کار کوي چې څرنګه کولای شي خپل طالبان د القاعدې له جال څخه خلاص کړي او که چیرته نوموړی په دغه کار بریالی شي دا به طالبانو ته د غرب سره د اړیکو په نوي احتمالي فصل کې ډیر قوت ورکړي.

ښاغلي ترار چې په راولپنډې کې یې له یوې غربي رسنۍ سره خبري کولي یو له هغو کسانو څخه دې چې د ملاعمر اصلي ښونکی بلل کیږي او په افغانستان کې یې د طالبانو د حکومت پر مهال له طالبانو سره نږدې اړیکي لرلي او یو وخت په هرات کی دپاکستان دقنسل په توګه هم دنده اجراکړی ده.

نوموړی وایې چې دی په دې ډاډه دی چې ملاعمر له القاعدې سره د جلاوالي لار لټوي او په دوبۍ کې څو اونۍ دمخه د عالي رتبه طالبانو او د ملګرو ملتونو د خاص استازي کې ایډې تر منځ خبري هم شوي دي.

د جمعې په ورځ د پاکستان حکومت د دغه هیواد د پارلمان د ملي امنیت د کمتي هغه اته سپارښتنې ملي جرګې (قومي اسمبلۍ) ته وړاندې کړې چې د جنورۍ په اته ویشتمه د لندن د کنفرانس په اړه د پاکستان د باندنیوچارو وزارت کړي وې .

په دغو سپارښتنو کې ویل شوي چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره لازمه ده چې په افغانستان کې امن راوستل شي او د دې هدف لپاره پاکستان باید هلې ځلې پیل کړي .

د پاکستان د ملي امنیت کمیټی د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د اعتماد رامنځته کولوغوښتنه کړې چې پر اساس یې دواړه هیوادونه د یوبل خپلواکي ومني او د یوبل پرضد تبلیغات پای ته ورسوي .

خو دې کمیټی ،د هغې په وینا ،په افغانستان کې د هندوستان زیاتیدونکی حضور د پاکستان لپاره ستراتیژیک خطر بللی دی .

افغان حکومت طالبانو ته بلنه ورکړې ده، چې د سولې په جرګه کې برخه واخلي او په دې برخه کې د لندن په کنفرانس کې ولسمشر کرزي وویل، چې د سعودي عربستان له پاچا عبداله ابن عبدالعزیز څخه هیله کوي، چې له طالبانو سره د روغې جوړې په خبرو کې مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي همداراز له ګاونډیو هېوادو په ځانګړي ډول له پاکستانه هیله وکړه چې په دې خبرو کې مرسته وکړي:

پاکستان، عربستان او عربي متحد امارات هغه یوازیني درې هیوادونه و، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و.

رویټرز اژانس لیکي، چې اسلام اباد په کابل کې داسې حکومت غواړي چې د پاکستان دوست وي او پاکستان د هند په مقایسه ډیر نفوذ پرې ولري.

اسلام اباد همداراز غواړي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې په کابل کې داسې حکومت وي چې د هند او پاکستان په شخړه کې بې طرفه پاتې شي.

پاکستان دا وېره لري چې د خپل سیال هند او هغه افغانستان تر منځ چې د هند ډېر دوست وي، تر ډیر فشار لاندې رانه شي. دغه اوس پاکستان تور پورې کوي، چې هند په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو بلوچو ملاتړ کوي. البته د رویټرز اژانس په وینا پاکستان له دې هم ویریږي چې یو دم امریکایي عسکر له افغانستانه ونه وځي او په افغانستان کې ګډوډۍ ډيرې نه شي، ځکه چې د اسلام اباد د چارواکو په باور ښایي دغه بحران بیا پاکستان ته هم رخنه وکړي. بلې خواته پاکستان دې ته هم اندېښنه لري چې د افغانستان اوسنۍ جګړه که دوام وکړي او له طالبانو سره روغه ونه شي نو ممکن وسله وال پاکستان ته په شا شي، چې بیا ښایي په قبایلي سیمو، سرحد ایالت او بلوچستان کې شخړې ورسره ډېرې شي.

دبله طرفه د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو لپاره هم شرایط وړاندې کړی دی. هیلرې کلنټن ویلی دي، چې له یو شمیر طالبانو سره باید خبرې ونه شي. د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې په دې کې شک څرګند کړی دی، چې افغان مشران یا نړیواله ټولنه به د ملامحد عمر په څیر له افراطي کسانو سره د سولې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د جمعې په ورځ په لندن کې پر دې ټینګار وکړ چې موږ د طالبانو له ناوړه کسانو سره له هغو سره چې کله یې هم د القاعده افعال او اعمال نه دې رد کړې، له تشدده یې لاس اخیستنې ته دې تیاری نه دې ښوولی او دې ته نه دې اماده شوې چې بیا د ټولنې برخه شي، کله هم خبرې ونه کړو.
هیلاری کلنتن چې د ښځو د حقوقو له مدافعینو څخه هم ده، په خپلو خبرو کې یې دې ته اشاره کړی ده، چې یو شمیر افغان میرمنې له طالبانو سره د روغې جوړې مسالې ته اندیښمنې دي، خو میرمن کلنټن څرګنده کړه چې داسې فکر نه کوي چې اوسنی افغان حکومت یا راتلونکی یو به بیرته په شاوګرځي او هغه بندیزونه به پر افغانو نجونو او میرمنو ولګوي چې د طالبانو پر وخت لګیدلي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې بیا په خپلو خبرو کې افغان میرمنو ته ډاډ ورکړی دی، چې واشنګتن به کله هم پرې نه ږدي چې طالبان په حکومت کې دومره واک خپل کړي چې خپلې غوښتنې پر افغان میرمنو وتپي.
د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتیژي په برخه کې دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې رد کړه، چې واضح نه ده، دې وویل چې د سیاسي هلو ځلو ترڅنګ باید پوځي فعالیتونه ملګرې وي او دغه دوه له یوه بل سره تړلي دي چې په افغانستان کې له دغو دواړو لارو یوځای موږ کولای شو مخالفان وځپو.

دبله طرفه ولسي جرګې څو غړیو وویلی دی چې دوی اویوشمېرنوروافغان سیاستوالوپه افغانستان کې د سولې اوپخلاینې لپاره د دولت له وسله والومخالفانوسره مخامخ خبرې کړي دي

هغوی وویل پر یوې طرحې کار کوي چې پراساس یې د افغانستان د دولت له وسله والومخالفانو سره د حکومت د سولې د خبرو لار اواره شي

د ولسي جرګې څو غړیو وویل چې په وروستیو کې دوی او یوشمېرنورو سیاسي شخصیتونوپه مالدیپ کې د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو له استازو سره خبرې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه کمیسونونه جوړ شول چې یو یې د دولت له وسله والومخالفانو سره او بل له دولتي چارواکو په تیره بیا له ولسمشرکرزي سره خبرې وکړي

د ولسي جرګې غړي او په دغوخبرو کې برخوال حاجي اقبال صافي ،چې په یوه نوي جوړ شوي کمیسون کې غړیتوب لري، وویل :

«د بین الافغاني مجلس په نوم غونډه جوړه شوې وه چې په هغې کې ملي شخصیتونو او د ولسي جرګې غړیوګډون وکړاو په دې یې خبرې وکړې چې د افغانستان مسلې افغانان په خپله حل کړي او ابتکار په خپل لاس کې واخلي چې ډېرې ښې نتیجې یې لرلې . هلته دوه کمیسونونه جوړ شول چې یو به یې له ولسمشرسره ګوري اوبل د پېښور لورته روان شو چې له طالبانو او حزب اسلامي سره وویني.همداراز د اوس لپاره په دوبۍ کې یو سکرتریت جوړ شو چې له خپلو غړیو سره پر له پسې کتنې وکړي او د افغانستان د سولې پر مسایلوکار وکړي .»

د مالدیپ په غونډه کې د ولسي جرګې ګډون کوونکوغړیو وویل چې په دې غونډه کې د ګلبدین حکمتیار د زوی فیروزحکمتیار په شمول د افغانستان د دولت د وسله والومخالفانو یوشمېراستازو برخه لرله او دوی هیله لري چې دا هلې ځلې به یې په هیواد کې د سولې لار اواره کړي .

په همدې حال کې د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر ډاکتراشرف غني احمدزی وايي چې له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې لپاره خبرې اترې دوام لري .

د الجزیرې تلویزیون د راپورله مخې ،داکتراحمدزی ، چې حاضردمه د واشنګټن د بروکینګزانستیتیوت غړی دی، وايي چې له طالبانو سره په روانو خبرو کې سعودي عربستان فعال رول لري .

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ وروسته له دې چې ولسمشرکرزي په لندن کې د سعودي عربستان پاچا ته بلنه ورکړه چې د طالبانو او د ده د حکومت ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب وکړي ، د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر سعود الفیصل وویل ترڅو چې طالبانو د القاعده له ملګرتوبه لاس نه وي اخیستی دا هیواد به له دې ډلې سره تماس ونه نیسي .

خو ډاکتراشرف غني احمدزي الجزیرې تلویزیون ته وویل چې سعودي عربستان او د دغه هیواد پاچا د منځګړتوب په پروسه کې شامل دي .

د شرق الوسط ورځپاڼې یوه محررحسین شوبوکشي ،چې په سعودي عربستان کې دېره دی،الجزیرې تلویزیون ته وویل چې د طالبانو په منځ کې ځینې ډلې باور لري چې اوس په افغانستان کې له سوله ییزې لارې د ستونزو د پای ته رسولو لپاره د جدي خبرو وخت دی . پای رحمت اله روان