طالب جانه غوږشه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر سراجي
د پاڼي محترمو چلونکو ته سلام او درناوی !
دډاکټر سراجي صاحب دغه وطنپاله ليکنه د اهميت له کبله ما د تل افغان د پاڼي نه بيا د سره ټايپ او ستا سو په پاڼو کې مې د خپراوۍ لپاره در ولېږه . لطفاً که هغه خپره کړی نو مهرباني به مو وي .
د ډاکټر سراجي صاحب د نورو ورته ليکلو په هيله !
په درنښت
هـ . سپېڅلی

هـ . سپېحلی ته سلام او نيکې هيلې !
ستاسې له غوښتنې سره سم دادی ستاسې را استول شوی مطلب خپروو. ستاسې د نورې همکارۍ په هيله.
سپرغۍ ويب پاڼه



طالب جانه غوږشه



دا درې لسيزي کيږي چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د ورور وژني جګړه روانه ده . د جګړې هر لوری ځان وطنپال ، اسلامپال او ولسپال بولي . خو د هغوی د کړو وړو عيني پايلې ؛ دوطن ورانول، د اسلام بدنامول او د خلکو وژل دي . په دې اور کې زموږ د وطن او خلکو مادي او معنوي شتمنۍ و سوځېدې او لا سوځي . ددې ناخوالو دروند بار د هيواد د مېشتو ټولو قومونو او په تېره بيا د پښتون قام پر اوږو پروت و او لا دی . دغه قوم د نورو قومونو په پرتله هم د سړې جګړې په اورکې وسوځېد او هم په فرهنګي ډګر کې تر پښو لاندي شو .

د غميزي په پيل کې لومړنۍ وژني دانقلاب ضد عناصرو تر نامه لاندي په ختيزو، سهيلي او سهيل لوېديزو سيمو کې پيل شوې او د سرو لښکرو له يرغل ورو د سته « د بانډيسټانو » په نوم و ټکول شو . د رباني – مسعود د واکمنۍ په ټوله موده کې پښتانه په « دويمه درجه » خلکو و نومول شول او پښتو ژبه د وحشيانو ژبه شوه او د ورځي شعار دا و چې « آن وقتی راميخواهيم که دروازۀ کسي را تک تک کنيم از پشت دروازه نشنويم که بګويد : څوک يې ؟ »

خو طالب جانه !
ستا په راتګ د « کفن کش او بچۀ کفن کش » کيسه رشتيا شوه . تا داسي کارونه وکړل چې د پښتون نوم ، فرهنګ ، او شوکت دې له خاورو سره برابر کړ او لوړه شمله دې ورته په ځمکه را وويشته .
لومړی تا خپله وژنه ، سوځنه ، د ښونځی بندونه ورانۍ د پښتون د کور نه ر ا پيل کړه ، بيا دې د افغان په کورکې د وړونو مېشتو قومونو تر مينځ د نفاق اور بل کړ . په ټول وژنې ، کور سوځونې ، په زور لېږدوني دې لاس پورې کړ . د نجونو ښونځۍ دې و تړلې ، ښځينه کارکوونکې دې په کور کښېنولې ، د افغانستان تاريخي اثار چې ددې خاورې د تېر نسل د پرتمين تاريخ او وياړنښه وه، په توپو وويشتل . په شلمه پېړۍ کې دې د وحشت او غضب توره دوره راوسته . زموږ د ملي عنعنو پر خلاف دي پر ښځو لاس پورته کړ . د خلکو لاڅه چې حتی د ماشومانو له خولې دې خندا او خوښي واخيسته ، وطن دې په لوی زندان بدل کړ او په دې توګه دې د پوهې فرهنګ ، او پښتنولۍ ضد خپله توره څېره و ښودله .
کابل په راننوتلو سره دې د خپلو پاکستاني بادارانوپه دستور د هېواد پخوانۍ جمهر رئيس خو ستا د راتګ پر مهال د ملګرو ملتوپه دفتر کې بې دفاع پناهنده ډاکټر نجيب الله د افغاني، ملي او پښتني عنعنو پرخلاف وواژه او مړی دې په ډېر سپکاوي د خلکو نندارې ته و ځړاوه .

طالب جانه !
ته ګرم نه يې ، ځکه چې نه له تاسره د وطن د « مور» مينه شته او نه له تا سره د قام زړه سوی . ته نه د خپل وطن له تاريخ نه خبر يې او نه د پښتنولۍ له ماهيت څخه . ته د بل په لاس جوړه شوې « مصنوعي نانځکه » يې چې هغه هر څه درته وايې ، ته يې ور سره کوې . اوس دې هم د ټوپک خوله و پښتون ته نيولې او هره ورځ د پښتون بچي د وينو په څښلو خپله تنده ماتوې .
تا د پښتون قام فزيکي او معنوي نابودۍ ته ملاتړلې ده . ښوونځي سوځوې ، ښوونکي، علما، او د قوم مشران و ژنې او بيا د جهادنوم ورباندي ږدې .
ستا د کړو وړو اوجهاد تر منځ ډېر لوی واټن دی . په جهاد کې د خپل ځان ، کور، کلي ، قوم او ولس د پت ، عزت او ناموس ساتنه ده . خو ستا په کړو وړوکې څه ليدل کيږي ؟

طالب جانه ! ولي دومره تميز نه لرې چې دشوروي له منګولو څخه په وينو ژغورل سوی هيواد ، خلک ، پت ، عزت او وياړونه دي د بن لادن په سرکې سودا کړل او زموږ په پتمنه خاوره کې دي بيا د بهرنيانو شتون او د ورور وژني ادامې ته زمينه برابره کړه .

طالب جانه ! داسي ښکاري چې تا په رښتيا سره د پاکستاني پوځيانو په تېره بيا د آی . اس . آی په دستور په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو پر ضد « جهاد» په پلمې د افغان کور ورانولو ته ملا تړلې ده . بهرني پوځيان هم ستاپه پلمه پښتني سيمي بمباردوي او هرځل په لسګونوکورنۍ د غم او وير پر ټغر کښېنوي .
نن سبا د هيواد په نورو سيمو کې ښونځي جوړيږي، د لوړو زده کړو موسسې پرانيستل کيږي او هر ماشوم دليک او لوست نه برخمن کيږي ، داځکه چې (شکردی) هلته ستا وطن دښمنه څېره نشته . خو د پښتون په سيمه څه تيريږي ؟ د زده کړي او پوهي نه محروم پښتون په افغاني ټولنه کې څه رول لوبولای شي ؟ په سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې څه دنده تر سره کولای شي ؟ سبا به موږ په سوله ايز افغانستان کې د خپلو نورو مېشتو وړونو قومونو سره د وطن د بيا رغونې ، پر مختګ او په سياسي واکمنۍ کې د برخي اخيستو سيالۍ ته روان يو، آيا له زده کړې او پوهې پرته، دغه سيالي ګټلای شو ؟ نه! نه!
بيا هم نه !

طالب جانه!
د افغانستان د ټولو ورانکاريو ريښې د پاکستان آی . اس . آی ته رسيږي . پاکستان تل کوښښ کوي چې په افغانستان کې ناپوه، بې کفايته، وروسته پاتې مذهبي ډلې واکمنې وي، داسي ډلې چې د نني عصري علومو او ټکنالوژۍ سره مخالفې وي، ښوونځي د الحاد ځای و ګڼي، ښوونکي شهيدان کړي او لنډه داچې د افغانستان د سياسي استقلال او نړيوال هويت بنسټ وران کړي او دغه وطن د منځنيو پېړيو دورو ته، شاته و غورځوي . آيا ستا کړه وړه همدا نه دي ؟
پروېز مشرف په خپلو و يناوو کې وايې: قبايل (پښتانه) قاتلان او ترهګر دي . خو ته دا په عمل کې نړيوالو ته ښيې چې ته څوک يې او د کوم فرهنګ خاوند يې؟ د کړو وړ دې مالوميږي چې ته پښتون نه يې . خو څه وکړو چې د پښتنو دښمنانو ستا نوم د پښتون سره يو بولي او په دې توګه ستا ټول غير انساني، غير اسلامي او غير افغاني کارونه په پښتون قوم پوري تپي .

طالب جانه !
که ته پښتون يې او د پښتنې مور شېدې دې رودلې وي نو راشه د پښتون قام د نابودۍ او بدنامۍ نه لاس واخله او په پښتني عزم سره ددې ځورېدلي ولس د سولې، آرامۍ، سوکالۍ، خوښې او نېکمرغۍ لپاره ملا و تړه ! پښتني جرګې ته کښېنه ! د ټوپک په ځای د پوهي او قلم په ډګر کې مبارزه وکړه !
خدای (ج) مکړه هغه وخت را نه شي چې پښتون قام په خپله خاوره کې پردي وي او د لږکي کوچني وړوکي قام په توګه و پېژندل شي .
لنډه دا:


چې ګوناهو ته دې نظر کړم
طالبه ځای دې په وطن کې نه وينمه

وړانديز:
له ټولو ړوښان اندو وطنوالو،ديني علماؤ، قومي او ملي مشرانو، سياسي او ټولنيزو سازمانونو څخه هيله کوو چې د طالب ناورين مخه ونيسي، مخالف لوری د خبرو اترو د مېز تر شا کښېنوي . د باور او اعتماد فضا را مينځته کړي، د ملي روغې جوړي په رڼا کې د آرام او سوله ايز، يو موټي، پر مختللي نوي افغانستان پاڼه پرانيزي او د دې خاوري د هر بچي پت، عزت او حيثيت و ساتل شي .
ومن الله توفيق



د تل افغان د پاڼي نه په منني سره