پرانستی ليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لمرشريف

ډيرو ګرانو سلام

اوبه له پاسه خړې دي د هرې ژبې او ملت د فرهنګيانو، د قلم د خاوندانو او دولت تر منځ د اړيكو پُل، د هماغه هېواد د فرهنګي چارو سمبالوونكې او څارونكې موسسې او ادارې وي، چې دغه ادارې بيا د دغسې يوه پُل درول تر سر ته رسولو برسېره په خپل ملك كې د ټولو ژبو د قلم د خاوندانو، هنرمندانو او ليكوالو د پالنېو، له بېلابېلو لارو د هغو د هڅونې او په فرهنګي چارو د بوختو ځوانانو د روزنې لپاره ځانګړي پروګرامونه لري. خو په افغانستان كې دغه چارې په ټپه ولاړې دي، د اطلاعاتو او كلتور وزارت چې دغه كار ته ګمارل شوى او يوه دنده يې دا ده چې په دغه هېواد كې د ژبو د پراختيا او متوازنې ودې لپاره كار وكړي په دې برخه كې يو د پام وړ ګام هم نه دى اوچت كړى، او لا هغه په لسګونو دولتي ورځپاڼې، جريدې، مجلې او تر هغو برسېره راډيو او ټلوېزيون، چې د همدې وزارت تر څارنې لاندې خپرونې كوي، په ښكاره په خپلو نشراتو كې د نورو د ژبو پر حق سترګې پټوي. د همداسې يوې ناڅرګندې پاليسۍ نتيجه ده چې نن سبا په ټولو دولتي مطبوعاتو، ورځپاڼو، مجلو، اوونيزو او راډيو- ټلوېزيون كې د پښتنو برخه دومره خواره ده، لكه د اطلاعاتو او كلتور د وزارت په لوړوپو ستونو كې چې ده. تر دې برسېره د اطلاعاتو او كلتور وزارت هغه اداره ده، چې د اديبانو، فرهنګيانو، د قلم د خاوندانو او هنرمندانو كور بلل كېږي. ان په نوروهيوادونوکې چې ديوه ليکوال پوښتنه کېږي نو خلك يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته مراجعه كوي. د دې خبرې مانا دا ده چې دغه وزارت بايد د شاتو د مچيو د ملكې په شان وي، چې ټول فرهنګيان او د قلم خاوندان پرې راټول وي. خو په افغانستان كې خبره سرچپه ده؛ د اطلاعاتو او كلتور وزارت، له فرهنګيانو، په تېره بيا پښتنو فرهنګيانو څخه دومره بې خبره دى، لكه هندو له لمانځه نه. كه داسې يو څوك، چې د افغانستان له شرايطو سره بلد نه وي او د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته ورننوځي، نو ګومان به يې ونه شي چې دا د افغانستان يوه دولتي اداره ده. دا ځكه چې له ښاغلي وزير نه نيولې، بيا تر يوه عادي رئيس پورې ټول د يوې ژبې او فرهنګ استازي ګمارل شوي او دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د اوسني دولت له اولويتونو څخه يو دا دى، چې ټولې دولتي ادارې بايد ملي شي. خو عجبه دا ده چې د اطلاعاتو او كلتوروزارت لا تر اوسه له دا ډول ټولو اداري اصلاحاتو او بدلونونو نه ګوښې پاتى دى. د دې خبرې مانا دا نه ده چې خداى (ج) مه كړه موږ له كومې بلې ژبې سره رخه او كينه لرو، بلكې باور مو دا دى چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ كور دى، چې د هر قام او هرې ژبې په منفي كولو سره به مو د خپل ګران هېواد د ګډ وجود يو كاري غړى له لاسه وركړى وي، ځكه تجربو ښودلې چې د تاريخ په اوږدو كې د خپلو او پردو په لمسون د دغه هېواد د اوسېدونكو بېلابېلو قامونو، ژبو او فرهنګونو د وركاوي لپاره ډېرې هلې ځلې وشوې، چې ګردې ناكامې وې. د همدې ترخو تجربو په رڼا كې د سالم عقل خاوندان دې پايلې ته رسېدلي چې د افغانستان د عظمت او له وياړه ډكو فرهنګي ارزښتونو ساتنه يوازې له دې لارې ممكنه ده، چې ټول افغانان، په تېره بيا د فرهنګ په چارو بوخت هغه دا هېواد خپل وګڼي، د يو بل عقيدو، بېلابېلو كلتوري ارزښتونو او فرهنګي وياړونو ته، كه څه هم د دوى په ګړونج برابر نه وي، درناوى وكړي او په دغه هېواد كې شته هرې ژبې او فرهنګ ته د برابرې ودې حق وركړي. دغسې هدف ته تر اوسه د نه رسېدلو يو لامل زموږ په باور دا دى چې اوبه له پاسه خړې دي. دا ځكه چې كه د يوه هېواد د دولتي مطبوعاتو او فرهنګي چارو د څارنې تر ټولو لويه اداره پر دې حال وي، لكه زموږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې دى، نو په داسې يوه ملك كې د ملي دولتي مطبوعاتو د رامنځته كېدو او له اساسي قانون سره سم د ټولو ژبو د متوازنې او برابرې ودې هيلې بېځايه دي. په دې هيله چې يوه ورځ په خپل ګران هېواد افغانستان كې د ملي دولتي مطبوعاتو او د دولتي مطبوعاتو د څارونكې يوې سالمې ادارې د ليدو شاهدان واوسو. په ډيرهدرناوي لمرشريف