دروسیې سره داقتصادی همکاريو په هکله دافغانستان دبهرنيوچارود وزير څرگندونې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

ريانوستی - رو . ۲۰۰۸.دجنوری ۱۳ مه

دافغانستان دباندنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا دريانوستي دخبري اژانس سره په مطبوعاتي مرکه کښې څرگنده کړه،چې روسيه او افغانستان کولاي شی دنفتو اوگاز،ساختماني (تعميراتی) ،اود اوبو دبرېښنا د انرژی دتوليد په برخه کې دوه اړخيزه گټوري اقتصادي همکاری وکړي .
دافغانستان دبهرنيو چارووزير سپنتاددوه اړخيزه اقتصادي همکاريودراتلونکی په هکله په خپله تبصره کې وويل : (( زه فکر کوم ددوه اړخيزوگټوروهمکاريوپه برخه کښې کولاي شودنفت اوگازدرا اېستلو اوهمدا ډول نوروسترو پروژولکه دلارو اوبرېښنادتوليد لپاره دبندونوجوړول نومونه دبېلگې په توگه ياد کړو. داقتصادي همکاريودگټور راتلونکی په هکله په خبروکې واضح کړه چې په اوسنيو شرايطو کې دواړه دولتونه کولاي شي پدغو يادشوو برخو کې اقتصادي همکاری وکړي .))
دسپنتا په عقيده دافغانستان او روسيې تر منځ دمتقابله همکاريواندازه ددواړو خواد ډيرو ښو امکاناتوتر کچی ډير ه لږ ده .
هغه څرگنده کړه : متاسفانه زموږ دهيوادوتر منځ دراکړې ورکړی ، په اقتصادي اودسوداگری په برخه کې دهمکاريوسطح زموږ تر هغو امکاناتو چې لروئې کښته ده ،پداسي حال کې چې ددواړودولتونوتر منځ اړېکی ددوستۍ ، ښه گاونډيتوب اومتقابلي همکاری او درناوی پر بنياد جوړي شویدي ،کولاي شو هغۀ برخليک جوړونکي وبولو. ( ٭) 1
روسيې دطالبانودرژيم تر را پرزېدو وروسته په نړيواله کچه دافغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دغه هيواد (روسيه ) دملگروملتودسازمان دامنيت په شورا اونورونړيوالوسازمانو کښې زموږ له موقف نه مالا تړ کړئ ،اوروسيه دافغانستان په اړوند دلندن دکنفرانس دلوزناموپر پلی کېدوباندي دکنترول اونظارت دشورا غړيتوب لری .
دبهرنيوچارودوزير ډاکتر سپنتاپه خبره ،داهمکاری کولاي شو ډيري ښې وبولو،سپنتاهمدا ډول څرگنده کړه : روسيې دملي اردو دبياجوړونې اوپه يوشمير نوروبرخوکښې دافغانستان څخه ملاتړ کړئ دی .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير په عقيده روسيه دافغانستان په هکله زيات معلومات لري ،چې دهغه په نظر له همدغو معلوماتوڅخه دافغانستان په بياجوړونه کې بايدلازمه استفاده وشي .
ډاکتر رنگين دادفرسپنتا څرگنده اوپه گوته کړه چې : (( د روسيې فدراسيون دافغانستان او دهغه جملې زموږ دهيواد دملي شتمنيو په هکله ډير پراخ اوهر اړخيزه معلومات لري،چې سرچينه ئې زموږ دپخوانيو مناسباتو نه پيل کيږي . دداسي برترۍ ياگټورتوب څخه بايد دافغانستان په بياجوړونه ،ددواړوهيوادوتر منځ ددوه اړخيزو گټورواقتصادي اوتجارتی مناسباتودپياوړتياپه برخه کښې پراخه استفاده وشی . ))
دافغانستان دبهرنيوچارو وزير ددواړو هيوادونوتر منځ داقتصادی اوسوداگريزو همکاريودموافقتنامي ياپروتوکول د لاسليک په اړوند څرگنده کړه ، ((موږ کولاي شوداکار وکړو اوبايد وئې کړو.))
له دې خبري نه دښاغلي سپنتا هدف دادی چې موږ (افغانستان اوروسيه ) کولاي شوددواړو هيوادوتر منځ د اقتصادي اوتجارتي گټورومناسباتودپراختياپه هکله نوی پرتوکول لاس ليک کړو اوبايد داکاروکړو،يعني ښاغلی ډاکتر سپنتادروسيې اوافغانستان تر منځ ددوه اړخيزه اقتصادي گټورومناسباتو دټينگېدواو پرا ختيا سره علاقمند ی لري . ژ
ښاغلي سپنتا ددې سوال په جواب کې چې داسي پروتوکول به کله ددواړو هيوادوتر منځ لاسليک شي څرگنده کړه : ((داکار تر هر څه وړاندي ددواړو هيوادونو ددولتي ارگانوپه جدي کارپوري اړه لري . هغه زياته کړه متاسفانه ماتر اوسه دا امکان ندی موندلۍ چې زه زموږدسوادگری له وزير نه ددوي دامکاناتوپه هکله پوښتنه وکړم ،مگر کولاي شم په غوڅه توگه اعلان کړم چې موږکاملأ دداسي يوې موافقې دلاسليک څخه ملاتړ کوو،اودهغه په اړوندبه کارونه پرمخ بوزو.))
په خپلو خبروکې سپنتاڅرگنده کړه : ((روسيه يوله هغو مهموهيوادوڅخه دی چې زموږ پر سيمه تاثير اچوي ،
که څه هم موږ يودبل نېغ په نېغه گاونډيان نه يو،ولی بياهم گاونډيان يو .))
دافغانستان دبهرنيوچارو وزير پدي باورلري چې په افغانستان کې داسي ډير خلک ژوند کوی چي په روسيه کښې ئي تحصيل کړئ دی ،ډير زيات افغانان په روسی ژبه خبري کولاي شي ،له دې کارنه ( امکاناتو) څخه بايد ددواړو هيوادوترمنځ دگډوهمکاريودغښتل تيا اوپياوړتياپه لاره کښي پراخه گټه واخيستل شي . (٭) ۲
ښاغلي سپنتا وويل : موږ بايد دپخوانيو اړېکوداعتبارڅخه چې دشوروی اتحاد له ميراث نه سرچينه اخلي استفاده وکړو،اوهغه دوستي اوسنی زمانې ته را انتقال کړو، همدا ډول موږ بايد هرو مرو راتلونکي ته ځير شو،تر څودنوو همکاريولپاره پراخ ميدان پرانيزو.
دښاغلي سپنتا په وينا هغه تل دخپل روسی سيال سرگې لاوروف سره په بربنډه توگه دټولوحياتي ارزښتمنو مسائيلو اوپرابلمونوپه هکله بحث او خبري کړې دي .
ښاغلي سپنتا وويل : زه فکر کوم په روسيه او افغانستان کې دتروريزم سره دبرخورد په اړوند چې دواړه هيوادونه ئې له گواښ سره مخامخ کړی دي ورته نظر موجود دی .زمورپه هيواد کې داحرکت طالبان دي اوپه روسيه کښي چېچن دي .

دژباړونکي يادونه اولڼده تبصره :
داولنو (پخوانيوخلکو) يودير ښه متل دي وایي : ((په څا (کوهی ) کې مه توکه ممکن يوه ورځ له همدې څانه اوبه وڅښې ))
زه ددې پلوی يم چې افغانستان دنړی له ټولو هيوادودهغه جملې دروسيې سره دوستانه اودمتقابله همکاريو گټور اورغنده مناسبات ولري ،ځکه داسي بهرنی سياست به زموږ په هيوادکې دسولي اوافغانستان دبيا جوړونې دپروسې دپياوړتيا سره مرسته وکړي ،متاسفانه دمختلودلايلو اوعلتونوپر اساس زموږ بهرنۍ سياست هم همداسي ضعيف اونيمگړی دي لکه کورنۍ .
دروسيې سره زموږ دمناسباتو دوستانه کول اوله دې هيوادسره چې په رښتياهم په هر لحاظ زموږ په هيوادکې برلاسئ دی ددوه اړخيزو ښومناسباتوداسي يوپل جوړېدل چې دهغۀ څخه په استفادې سره وکو لاي شو زموږ دهيوادد سياسي ،پوځی اواقتصادي بيا جوړونې په مختلفوبرخو کښي رغنده اومحسوسي گټی ترلاسه کړوحياتي ارزښت لري . متاسفانه همدا اوس په سيمه کښي دزبر ځوا کونوداقتصادي اوپه سيمه کې دتاثير ښندنې دسيالوډگر بياهم افغانستان گرځېدلئ دی ،پداسي حساسو اوبرخليک جوړونکو شرايطو کښې زموږ هيواد يوې غښتلي ديپلوماسی ته اړتيالري ،داچې يوغښتلې ديپلوماسي دچالخوا اوڅنگه جوړه شي متاسفانه پدې برخه کې زه مسلکی نه يم بهتره به داوي چې دمسلکی کسانوڅخه مرسته وغوښتل شي . دومره پوهېږم په هره اندازه چې دافغانستان مناسبات له شرقی ،شمالی شرقي ،شمالی گاونډيانواوروسيې سره دوستانه کېږي اودوي ته دافغانستان په اقتصادي برخوکې دسرمايه گزاری زمينه برابره شي ، په هغه اندازه زموږ په هيواد کې دسولې دپروسي دتامين سره مرسته کوي . البته دوستانه پدې مفهوم نه چې هر څه تر دوي قربان شي ،بلکه پدې فهوم چې دهرچاسره په اړيکو کښې بايدملې گټې تل په نظر کې ونيول شی .
(٭) ۱ – داچې ښاغلی سپنتا په خپله تبصره کې دروسیې سره ښه مناسبات زموږ دهيواد لپاره سرنويشت جوړونکی بولي ،زه خپله پوه نشوم چې دده هدف ددې جملې داستعمال نه څه و؟ کيداي شی ددوي ددې ديپلوماتيکي جملې تر شا نور څه پراته وي . خو هيله مند يم چې دافغانستان بهرنۍ سياست دشخصي حوسونو اواحساساتو قرباني نشي ،اوځينې بې مسؤليته خبري ددي لامل ونه گرځي چې پدې کرپنده اوباريکو شرايطو کښې چې دروسیې ،امريکا اواروپايي نړئ ترمنځ دسړې جگړې بادونه چلېږي يوځل بياهم دافغانستان دويجاړه او وچ شوی باغ دونوپاڼی ورژوی . زه له دې نه ډارلر م ، اوفکر نه کوم چې آمريکا او اروپايي نړی دې تر ميليارډوډالرو مصرفونو وروسته يوځل بياداومنې چې دروسیې اوافغانستان مناسبات دې بيا دومره تاوده شي چې ورته برخليک جوړونکی وويل شي .
که د افغانستان دنړيوالو مناسباتو تاريخ ته يولږ څه هم نظر واچو نوزماداتشو يش به پرځاي اودا به دتعجب وړوي چې غربی نړی دي داومنی ترڅوروسيه دافغانستان په شمال کې دنفت اوگاز پر پروژوکاروکړی . پدې هم ټول پوهېږي چې دروسيې لپاره دعلاقې وړسيمه همدا شمالي سيمه ده ،دوي دافغانستان په نوروسيمو کښي چندان علاقه نلري . دروسيې په تاريخ کې دجنوبي اوجنوب غربی افغانستان ته زړه نه دی ښه کړی ،په ننگرهار کې زراعتي پروژه دهلمند دپروژې اودکندهار هرات لويه لار دکندهار کابل دلويي لاري دپروژې سره دسيالي په موخه جوړ ې شوی دي .
ددوو ابرقدرتونوترمنځ په له غباره ډکو مناسباتو کې افغانستان ديوه غريب اومحتاج هيوادپه توگه بايدله ډير احتياط اوسياسي هوښياری نه کار واخلي . خوکه ښاغلي سپنتا دکاري امکاناتونه په استفادي سره پدي پوه وي چې افغانستان يوځل بيا دنړيوالوگټوپرسردسياليوپه ميدان کې تبادله کېږي اودکومي بلې سيمي اولويي گټې په خاطر روسیې ته پرېښودل کيږي ، دابله خبره ،غير له هغه فکرنه کوم آمريکا اواروپاته به دادمنلو وژوی چې يوځل بياروسيه په افغانستان کې اقتصادي اوسياسي نفوذ پيدا کړی .
(٭) ۲ - ښاغلي سپنتا په خپلوخبروکې ويلې چې په افغانستان کې ډير دروسیې فارغان اوهغه په چې په روسي ژبه خبري کولاي شي ژوند کوي ،له دې امکاناتوڅخه بايد ددوستانه مناسباتوپه ټينگولو کې گټه واخيستل شي .
مگر هغه په خپلو څرگندونوکې داتوضح نکړه چې ددغو امکانا توڅخه به په افغانستان کې چې ټول دولتی واک د ((دونر هيوادو)) اودهغه په سرکې دآمريکادمتحده ايالاتو او انگلستان پلاس کښې دی څنگه گټه واخلی ،له بلې خوادادئ په همدې ورځوکې دښاغلي کرزی په وينا دملگرو ملتو نوی استازي دډيرو غټو صلاحيتو سره په نوې دنده گمارل شوی دي چې اوس ئي هغه دولت چي دبن دکنفرانس دپرېکړو له مخې دهمدې ملگروملتودسازمان تر سرپرستی لاندي جوړ شوی اوتر اوسه هم دزياتو کاروسر پرستی کوي دغه استازی دزغملو وړ نه دی . داچې ولې دملگروملتودسازمان سرمنشی په دومره غټ صلاحيت خپل استازی افغانستان ته رالېږلی چې آن حامد کرزی ته هم د منلو وړنه دی ،ممکن دادې بېلگه وی چي نور نړيواله ټولنه هم ستړې شوې ده ،داوسنیو چاروا کو لخواداوطن خراب شو،خوجوړنشو . زه اوس پدې خبره بحث نه کوم . خبره داده پدې حالاتو کې چې دروسيې او آمريکا ،انگلستان اوځينو اروپايي هيوادوتر منځ مناسبات يوڅه خړپړ دي ،دابه څنگه ومنل شي چې دپخواني شوروي اتحاد اونوروشرقی هيوادو فارغانوته دي په دولت کې لازم ځاي ورکړه شي . داتر لمر روښانه ده ،له هغې ورځې چې موقتي اداره جوړه شوې ده بياتر اوسه پوري دهغو کدرونوسره چې په پخوانی شوروي اتحاد اوشرقی هيوادوکښې ئې تحصيل کړی دميرېزی برخورد شوئ دی، اوپه دولتي څوکيوکښي دوي ته لازم اوددوي دپوهنيز اومسلکی توان سره برابر ځاي نه ورکول کېږي .
پدي هر دسالم عقل خاوند پوهېږي چې په افغانستان کې دهغه وخت دولتونو له شوروي سره دوستانه مناسبات درلوده ،ځکه هغوي دخپلو تحصيلي مؤسسو دروازې دافغانستان دځوانانو پر مخ پرانيستي وې ، دافغا نستان دخپلواکۍ د پيل نه تر ۱۹۹۲ م کال پوري يوزيات شمير ځوانان دعالي اومسلکی تحصيلاتو لپاره شوروي اتحاد اودشرقي اروپا نورو هيوادوته ولېږل شوه ،تحصيل ئي وکړ اوخپل وطن ته راستانه شول .
اوس دوجدان له مخي ددومره بې انصافي په هکله قضاوت وکړی ، ده تبه وايي دوي گودړان ولي اوپه غرب کې یې کتابونه .
دمرحوم نجيب الله درژيم تر ړنگېدو وروسته پدغه هيوادکې روزل شوی بې شميره پوځی اوملکی کدرونه له هيوادنه وتلواوکډوالۍ ته مجبور شوه ،په يوه اوبل نامه ددوي په ادرس نارواتورونه اوټاپې ولگېدې .
دمؤقتي ادارې په جوړېدوسره دآمريکا يانو او اروپايي نړی لخواددموکراسی ،بياجوړونې اوټولنيز عدالت خبرې ډيري په خرپ کېدلې ،مگر په عمل کښي بل ډول ثابته شول ،هر څه دسياسي تعصب له مخې پر مخ درومي .
که موقتي ،عبوري اوپه اصطلاح انتخابي ادرو ته له بهرنه کدرونه راوستل کېده نو يوازي هغو ته لار خلاصه وه اوده ، کومو چې په غربی نړی کې تحصيل کړی وي اوله . . . . .
همدا دليل دی چي تر اوسه په خپل ټول قوت داچارواکي اوددوي بهرني پلويا ن ونه توانېدل يوه وړه اردو جوړه کړي،اوداچې دولت په اداري فساد کې تر ستوني ډوب دی زه هيڅ نه وايم . ددفاعي وزارت اونوروسازمانونه وايي دملي اردو شمير ۴۷ زره تنه ،خو ولسمشر بيا وايي ((۵۸)) زره نفروته رسېږې , داچې په واقعيت کې به څونفره وی يو خداي ښه پوهېږي .په هر حال دا ايله جاری اردوچي په ژمي ئې شمير ډير اوپه دوبي کمېږي ددې توان نلري چې دملي حاکميت نه دفاع وکړي اويادي سوله تامين کړي . په ټولو امنيتي ځواکونوکې (اردو،پوليس او دملي امنيت اداره ) کې مسلکي کسان څخه دسياسي تعصب له مخې له کاره گوښه شول ، همدا اوس دکابل اوټولوولاياتوپه لويو ښاروکې دروسيې فارغان ،داردو اوپوليسو افسران جوالي گری کوی ،خودغه ښاغلو دتنظيمي اړيکوپر بنياد له غرونه په راکښته شوو اودسوادنه حروم کسانودمملکت امنيت ساتی . والله عالم
نه پوهېږم چې ښاغلي سپنتا اوس له چاسره دتوافق له مخې دهغوافغانانو څخه چې په روسيه کې ئې تحصېل کړي دهغه پله يا اړېکو دپياوړتيا لپاره کار اخلي کوم چې دده په وينادافغانستان لپاره سرنويشت سازه ارزښت لرونکی دي ؟ متاسفانه تر اوسه لاخپله ښاغلي سپنتا دپارلمان لپاره دمنلووړنه دی نوهغه به نوروکسانوته څنگه په دولت اواقتصادي پروژوکې دکار زمينه مساعده کړي ؟
يوه خبره ديادولو وړده چي ،په روسيه اويابل بهرنی هيوادکې تحصيل يوه اصيل افغان ،هغه افغان ته چې افغاني غيرتی مور دنياته راوړئ وي ، په هيڅ ډول دمنلو وژنه ده چې تر خپل مورنی هيواد دی دتحصيل کولوهيواد ورته گران وی . دبهرنيو سره په اړيکو کښي تل بايد داصل په نظر کې ونيول شي چې دهيوادونو ترمنځ دوستي يوازي دامعنالري چې څنگه خپلې گټې تر لاسه کړي اويا هغه وساتی ،په ساده جمله دوستي نشته خوگټې مطرح دي .
دابه ډير پرځاي کاروی چي په داخل اوبهرکې دتحصيل يافته کسانوبېله سياسي ،ژبنی اومذهبي تعصب څخه په دولتي اداروکې کار واخيستل شي ،مگر په عمل کې متاسفانه تر اوسه داسي نه معلوميږي .
خلک وايي په دولتی څوکيو کې په کار گمارل ،ډبلې واسطې ته اړتيا لري اوکه مقام يوڅه غوښن وي بايد رانيول شي ،چې له نيکه مرغه دپخواني شوروي اتحاد اوشرقي هيوادوفارغين ئي د څوکيو اومقامونو درانيولوسره هيڅ ډول علاقه نلري . هغوي پر خپل وخت چي ټول قدرت ئي پلاس کښي وو رشوت و نه خوړئ اوس هم نه غواړي خپل وجدان او وطن وپلوري ، په غربت کې په پاکی ،صداقت او ايماندارۍ ژوندنسبت هغه ته ډير وياړن دی چې لاسونه ئې دغريب ملت په وينو سرۀ ،درشوت په پيسوځانوته بلډينگونه اوتجارتي مرکزونه جوړکړی .
ددې لپاره چي دليکنې دنشر سره سم کوم متعصب اوياافراطي بنسټپال بې ځايه نيوکه ونکړی ، دابايد په ډاگه کړم هر چيرې ښه اوبد شته . خوزه دښو اوهيوادته دصاقو اودملت دخدمتگارو پلوئ،دخائينينو،رشوت خورو اوسياسي سوداگروسره هر څوک چې وي نه پخلا کېدونکی مخالف .وسلام ۲۰۰۸دجنوري ۲۳ مه نېټه







a