بسم الله الرحمن الرحیم. دافغانانو ویني په هره وسیله هر ځاي زبیښل کیږي. چیرته چې کاڼې لویږي، دافغان په سر لګیږي.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

و.افغان –سعودي عربستان

محترمو وروڼو:
په وطن کې دجګړو، ناخوالو، نا امنيو، او اقتصادي مشکلاتو له وجهې ډیر افغانان دخپل عزت دساتلو لپاره مجبور شو چې له وطن څخه بهر مختلفو ځایونو ته دمهاجرت کوچونه شروع کړي، څوک پاکستان ته ولاړل، څوک ایران ته، او څوک عربي هیوادو ته، او څوک آن تر امریکا او اروپا ورسیدل.
دغربت په دې ویرجنې څپیړه وهل شوې افغانان په هر ځاي کې له قسماقسم ناخوالو سره مخ شو، دجګړو له امله ډیرو کورنیو خپل دسر سړي له لاسه ورکړل، او ډیرو کنډو او یتیمانو کورونه ډک کړل، په پاکستان او افغانستان کې میشت ډیر افغانان چې لويي کورنۍ ورپه غاړه شوې، وطن کې يي کاروبار ، ځمکې، او کورونه، له مینځه تللي وو، مجبور شو چې دخپل عزت ساتنې لپاره ځینې عربي هیوادونه دکار روزګار لپاره مسافر شي، ډیر يي په کې سعودي ته دتګ زړه ښه کړ.
خو څنګه چې افغانانو خپل دولت نه لرلو، وطن کې ګډوډي روانه وه، او دسعودي او افغانستان تر مینځ دکارګرو کومه معاهده نه وه موجوده، نو افغانان مجبور ول چې پاکستاني پاسپورټونه جوړ کړي، په لومړیو وختونو کې دپاکستان حکومت خپله هغوي ته ورکول، او بیا ایجنټانو او ځیني افسرانو دا کار دپیسو په مقابل کې شروع کړ، په دغو پاسپورټ جوړولو به هم له دوي څخه په زرهاوو پیسي رشوتخورو اخیستلې، له ډيرې سختې وروسته به يي پاسپورټ جوړ شو، او دسعودي طرف ته به راغي، دلته به هم کله چې پاسپورټ تمدید ته ضرورت شو، نو دپاکستان سفارت او قونسلګرۍ به له هغوي څخه له زرو ریالو څخه نیولې تر لس پنځلس زره ریالو پورې پیسي اخیستلي.
ددې له پاسه به چې کله دپاکستان په آیر پورټ تله او راتله، نو په آیر پورټ کې به هم له هغوي څخه په زرهاوو پیسې اخیستل کیدي.
سږ کال دسعودي حکومت مهر بانه شو، او اعلان يي وکړ چې هر افغان کولاي شي خپل پاکستانۍ پاسپورټ په افغاني بدل کړي، او ویزه به يي افغاني پاسپورټ ته انتقالیږي.
دا کار دسعودي حکومت، دپاکستان حکومت، او دافغانستان حکومت په ګډ توافق تر سره شو.
قانوني کار خو دا وي چې کله سړې دبل وطن پاسپورټ اخلي نو لمړۍ مخکینۍ پاسپورټ کینسلوي، او بیا نوې واخلي، نو افغاني سفارت هم ټولو افغانانو ته وویل، چې تاسو لمړۍ پاکستاني سفارت ته ورشۍ، چې پاسپورټ مو کینسل کړ، نو بیا به افغانۍ پاسپورټ درکړو.
خو کله چې افغانان دپاکستان سفارت او قونسلګریو ته ورغلل، هغوي انکار وکړ، او دځینو پاسپورټونه يي دډیرو پیسو په مقابل کې کینسل کړ.
همدا وو چې دافغانستان سفیر عزیز الله کرزي صاحب امر وکړ، چې ټولو افغانانو ته مستقیما دپاسپورټ ورکړه شروع کړۍ، او په پاکستانیانو يي دغه دروازه وتړله.
دافغانستان په سفارت او قونسلګرۍ دومره بیروبار جوړ شو، چې په سلهاوو افغانان به دورځې راتلل، او سفارت او قونسلګرۍ به هغوي ته کم نه کم دشلو ورځو نه نیولې تر یوې میاشتې وخت ورکاوه.
داسې هم ډیر وشول چې دسفارت او قونسلګرۍ ځینو کارکنانو دغه دلاین نمبرې په پنځه سوه او شپږ سوه ریاله رشوتانه په خلکو خرڅې کړې.
په هر حال دسعودي حکومت هم تعاون وښود، او دا يي ونه ویل چې مخکینۍ پاسپورټ کینسل کړې، ویزه به يي له پاکستاني پاسپورټونو څخه افغاني ته نقلوله، او پاکستاني پاسپورټونه يي له ځانه سره جمع کول.
ورونو: دا لړۍ اوس هم روانه ده، خو اوس لوي بل مشکل پيښ شو، هغه دا چې هغه ورونه چې له سعودي څخه افغانستان ته ځي او مجبور دي چې په پاکستان لاړ شيڼ په پاکستاني هوايي ډګر کې يي حکومتي چارواکي نیسي او ورته وايي چې تاسو ولې مخکې جعلي پاسپورټونه جوړ کړي دي، او دفي نفر څخه د دیرش زره کلدارو نه نیولې، تر پنځوس زره کلدارو پورې ظلما پیسې اخلي.
آخر دا دومره ظلم ولې؟ او په کوم بنیاد؟؟
قانوني خو دوي هیڅ حق نه لري چې دیو افغان څخه ددی پوښتنه وکړي، ځکه چې دا کار په سعودي کې ددې دریو دولتونو په توافق وشو، او که دپاکستاني پاسپورټ جوړیدنه یو جرم وبولو، نو هغه افغانانو خو له دغه پاسپورټه ځان خلاص کړې، او اوس ترې استفاده نه کوي، بلکه دپاکستان حکومت ترې استلام کړل، خپل افغانۍ پاسپورټ لري، نو په کوم حق او قانون دوي له افغانانو څخه دا پیسي اخلي، او په هوايي میدانونو کې شکنجه کوي.
ددې غریبانو خو مخکې هم حالت خراب وو، او امید يي لره چې مشکلات به له دې کار سره ختم شي، خو ختم نه شو.
مخکې به ځیني افغانان له ویرې په پاکستان نه تلل، افغاني ویزو ته به يي ضرورت وو، په هغې ویزه ورکولو کې به دافغانستان سفارت او قونسلګرۍ تکلیفول، بیا به له سعودي څخه دوبۍ ته ولاړل، او دآریانا تر ټولو قیمتبها ټیکټ به يي تر لاسه کړ، او طیاري يي تر ټولو زړې او بیکاره وې، ساعتونه ساعتونه انتظار به يي وویست.
او دکابل په هوايي ډګر به ورته هم وږی سپي ولاړ وو، چې ويي داړي، ځکه چې څنګه دوي افغانان دي، او پاکستاني پاسپورټونه لري؟؟

نه غواړم چې لیکنه اوږده کړم، او باعث ددې لیکنې دا وو چی له پاکستان څخه ددوستانو بې شماره ټلفونونه را روان دې چې دغو پاکستاني چارواکو خو مونږ سره داسی لوبه شروع کړي.

نو په آخر زه دافغانستان له حکومت څخه عموما، او په ریاض کې دافغانستان دسفارت څخه خصوصا غوښتنه کوم چې ددغه مشکل حل راوباسي، او دپاکستاني چارواکو سره اړیکي ونیسي، همدارنګه دسعودي چارواکو ته دا خبره رسما ورسوي، چې هغوي په پاکستاني اړخ فشار واچوي، چې له دغو مرداریو څخه لاس واخلي، ځکه چې دغه کار خو رسما ددی دریواړه دولتونو په توافق سرته رسیدلې دې.

په مینه
و.افغان –سعودي عربستان.