نور بايد په افغانستان کې ځوانې وينې توى نه شي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

(د ولسمشر له سلاکار او ننګرهار والي سترجنرال ګل اغا شېرزي سره ځانګړې مرکه )
لکه څنګه چې په دې وروستيو کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ حکومت او د هغه د مخالفو وسله والو ډلو په ځانګړي ډول طالبانو سره د سولې او روغې جوړې د خبرو په اړه بېلابېلې خبرې کېږي، ځينې دا خبرې شونې بولي، خو ځينې نور بيا وايي چې له هغوى سره سوله ناشونې ده، د دغې موضوع او د افغانستان د نورو روانو چارو او پکې د شته ستونزو او کړکېچونو د هواري د لارو چارو په اړه د ولسمشر له سلاکار او ننګرهار والي ګل اغا شېرزي سره ځانګړې مرکه په لاندی برخه کی ولولی . "
سر کې مو ترې د هغه راز په اړه پوښتنه کړې چې په افغان ولس کې يې د ده محبوبيت زيات کړى دى؟
شېرزى: لومړى خو زه په دې ډېر وياړم چې مسلمان او بيا افغان يم، پر افغانستان زما پلار، دوستانو او نورو افغانانو قربانۍ ورکړې او د خپلو دغو قربانيو په برکت يې خپل ګران هيواد افغانستان د پردو له منګولو ازاد کړى دى. الحمد لله ما د خپل هيواد د سرلوړۍ، ترقۍ او خپلواکۍ لپاره جهاد کړى، افغانستان ته که هر بهرنى راغلى، که کمونيستان راغلي، که القاعده راغلې او که نور راغلي، موږ يې پر ضد جهاد کړى او له خپلې خاورې مو ايستلي دي. دا زموږ وطن دى او پر موږ حق لري، چې خدمت يې وکړو، که وخت د وينو د تويېدو راغى وينه تويوو، که د خولو د تويولو وخت راغى خولې تويوو او که د جهاد وخت راغى جهاد به کوو. ما تر خپله وسه د هيواد د جوړولو لپاره کار کړى، سره له دې چې زه بايد د خپلو کارونو يادونه ونه کړم، بلکې ولس يې بايد وکړي او خوښ يې کړي، شپه او ورځ مې پخوا هم د خپلو خلکو خدمت کاوه، اوس يې هم کوم او دعا کوم چې په راتلونکي کې هم لوى خداى (جل جلاله) وس راکړي چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړم، خو زه سره له دې هم نه يم توانېدلى چې خپلو خلکو ته لکه څنګه چې ښايي کار وکړم، زه له خپلو خلکو څخه مننه کوم چې زما کارونه خوښوي او زما سره له همدې امله مينه لري.

پشتنه: لکه څنګه چې تاسو د افغانستان د يوې سياسي څېرې په توګه په جريان کې ياست چې افغانستان د تېرو درېيو لسيزو جنګ جګړو او ناخوالو له کبله سخت ځپل شوى، په هره برخه کې وران شوى او همداسې په هره برخه کې بيارغونې او کار ته اړتيا لري، نو تاسې ولې يوازې پر بيارغونه تکيه کوئ او کړې مو ده، ولې په نور برخو د بېلګې په توګه د امنيت په تامينولو او د سولې په ټينګښت کې هم هلې ځلې نه کوئ؟
شېرزى: انشاالله دا به ټولو افغانانو ته معلومه وي چې لومړنى کس، چې د ننګرهار او ټول شرقي زون د قومي مشرانو په مشري يې د امن جرګې وړانديز وکړ، زه وم. موږ د سولې کاروان تر نامه لاندې ولسمشر کرزي صاحب ته ورغلو او له هغه څخه مو وغوښتل چې د افغانستان او ګاونډي هيواد پاکستان د ولسونو تر منځ د امن جرګه جوړه کړي او په دواړو هيوادونو کې د پولې د ها خوا او دې خوا ولسونو د يو کولو او د هغوى په سيمو کې د تاوتريخوالي او بدمرغيو د له منځه وړلو په موخه کار وکړي. موږ په امن جرګه کې برخه واخيسته، نو دا درته ويلاى شم چې ما يوازې د هيواد د بيارغونې لپاره کار نه دى کړى، بلکې تر څنګ يې ما هڅه کړې ده چې په هيواد کې د يوه ډاډمن امنيت او سولې تامينولو ته زمينه برابره کړم او انشاالله په دغه لار کې به خپلو کوښښونو ته دوام ورکړم. په ننګرهار ولايت کې مې د نوموړي ولايت د والي او د چارو د مسوول په توګه امنيت راوستلى، د کوکنارو کرکيله مې له منځه وړې او صفر کړې او د هيواد د ټولو بچيانو، هغوى که په کندهار کې دي، که په ننګرهار کې او که د هيواد په نورو ولايتونو کې د هغوى د علمي کچې د لوړولو او هغوى ته د زدکړې د زمېنې په برابرولو کې مې هلې ځلې کړې او دا رنګه ما په نورو برخو کې هم کار کړى دى. زه نه غواړم چې د خپلو کارونو يادونه په خپله وکړم، خو دا چې تاسو پوښتنه وکړه ځکه مې لازمه وبلله چې ځينې يې د بېلګې په توګه ياد کړم. تر ټولو لومړنى او مهم څه چې زه غواړم، سوله ده، ځکه سوله لوى خداى (جل جلاله) هم خوښه کړې او بله دا چې ټولې نېکمرغۍ په سوله کې نغښتې دي. زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) هم فرمايلي دي چې تر غچ يا کسات اخيستلو عفو يا بخښنه ښه ده. زه له ټولو هغو افغانانو وروڼو سره، چې دا مهال د حکومت مخالفين دي، د سولې او روغې جوړې پلوى يم او زه نور نه غواړم چې په افغانستان کې ځوانې وينې توى شي، ځکه دواړه لوري، چې له بده مرغه په دغه بدمرغه جګړه کې مري افغانان او يو د بل وروڼه دي. ما په هره غونډه او هر مجلس کې پر خپلو طالب وروڼو او نورو باندې ږغ کړى چې راشي، د سولې خبرو اترو ته کښېنې او نور له مخالفته لاس واخلي. موږ بايد نور د جنګ پر ځاى سولې ته مخه کړو، د سولې بيرغ په ګډه واخلو او ټول افغانان د يوه بيرغ تر چتر لاندې ګډ ژوند وکړو.

پشتنه: ښاغلى شېرزى! که د ولسمشر کرزي د تېرې اووه کلنې واکمنۍ په اوږدو کې د بيارغونې کارونو ته ځېر شو، نو ويلاى شو چې په دې برخه کې ستاسو رول او تګلاره د پام وړ ده، د دې لامل څه دى او تاسو څنګه توانېدلي ياست چې د نورو په پرتله ډېره بيارغونه وکړئ او په دې برخه کې ښه لاسته راوړنې ولرئ !
شېرزى: زه خپله د خپل ګران هيواد له بياودانولو سره زياته مينه لرم، ما که د هيواد په هره سيمه او هر ولايت کې کار کړى، که مې په کندهار کړى، که مې په کابل کې او که په ننګرهار او نورو ولايتونو کې دا مې د خپل خوږ هيواد لپاره، چې پر ما ډېر ګران دى او له بيارغولو سره يې ځانګړې مينه لرم، کړى دى. زما سره د ننګرهار شريفو خلکو او نورو افغانانو مرسته کړې، نړيوالې ټولنې په خاص ډول د امريکا خلکو او حکومت راسره مرسته کړې ده ‎ ، عربي اتحاديې راسره مرسته کړې، جاپان، اروپايي اتحاديې او د نړۍ ګڼو نورو هيوادونو راسره د خپل هيواد په جوړولو کې مرسته کړې. خو تاسې پوهېږئ چې د هر کار د تر سره کولو لپاره يوه پلان او ستراتيژۍ ته اړتيا ده او پرته له پلان او ټاکلې ستراتيژۍ څخه د يوه کار تر سره کول کومه ګټه نه لري او که يې لري هم، نو د هغه په پرتله چې د يوه پلان له مخې تر سره کېږي، کمه وي. زه خو چې هر کار تر سره کوم، هغه که د بيارغونې په برخه کې وي، که د امنيت او که د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې، نو د هغه لپاره لومړى يو پلان جوړوم، پر پلان غور کوم او وروسته تر هغه يې عملي کوم، چې په دې توګه تر ډېره د کار پايله او نتيجه ښه وي، خو که دا ټکي په پام کې ونه نيول شي، نو فکر کوم خوند به يې نه وي.

پشتنه: ښاغلى شېرزى! موږ د هيواد په ځينو ولايتونو کې د دې لپاره چې څرګنده کړو، چې څوک د خلکو په منځ کې ډېر محبوبيت لري او په راتلونکو ټاکنو کې چاته رايه ورکوي، نو په هغه نظرپوښتنه کې مو د ځينو وتلو څېرو نومونه، چې ښايي ډېرى يې په راتلونکو ټاکنو کې ځانونه کانديد کړي، نومونه وليکل چې يو پکې ستاسو نوم و، نو د هغو رايو اکثريت يې تاسو وړې وې او په لوړه فيصدي خلکو ويلي وو چې که ګل اغا شېرزى ځان کانديد کړي، نو دوى به رايه ورکړي، نو د دې لپاره چې د خلکو په ذهن کې پاتې پوښتنه ځواب شوې وي، تاسو راته ووياست چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د کانديدېدو تکل لرئ او که نه، په داسې حال کې چې ډېر هيوادوال مو د کانديدېدو غوښتونکي دي؟
شېرزى: دا خو د خلکو شرافت او پېرزوينه ده چې دوى زما سره دومره زياته مينه لري او زما ملاتړ کوي، زه خبر يم چې په ځينو کورنيو او بهرنيو اخبارونو او ټلوېزيونونو کې د خلکو نظرونه پوښتل شوي، د هغوى اکثريت ماته رايه راکړې، د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا هم په ټول افغانستان کې دا سروې شوې، چې څوک بايد ستاسو راتلونکى ولسمشر وي. په دې اړه زه څه نه شم ويلاى دا د خلکو او ولس په اراده اړه لري او دا د هغوى اراده ده، زه تر اوسه د ځان کانديدولو او نه کانديدولو په اړه څه نه شم ويلاى، دا تر وخت مخکې بولم، هر وخت چې يې وخت راورسېد، هماغه وخت به په دې اړه خبرې کوو. د اوس لپاره په دې اړه څه نه شم ويلاى .
سورغر: د سياسي چارو ځينې شنونکي په دې اند دي چې د امريکا نوى ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د يوه پياوړي حکومت د جوړولو لپاره خپل ټېم او يا په بله معنى ډله لري او تاسې د دغې ډلې تر ټولو کليدي غړى بولي، هغوى استدلال کوي چې د دوى د دې ادعا د ثبوت تر ټولو ښه بېلګه افغانستان ته د اوباما د راتګ پر مهال تر ټولو لومړى له تاسو سره د هغه ليدل دي، تاسو په دې اړه څه واياست او دا انګېرنې تر کومه پر ځاى بولئ؟

پشتنه: زه په دې اړوند ډېر څه نه شم ويلاى، خو دومره ويلاى شم چې نوموړى چې افغانستان ته راغى او لومړى يې زما سره وکتل، هدف يې دا و چې يو خو زما د کارونو ستاينه وکړي او بل دا چې دى کانديد و، نو زما سره يې مشوره کول چې زه ولسمشر شم، نو په افغانستان کې بايد څه وکړم، تر څو په دغه هيواد کې ارامي راشي او اوسني کړکېچ ته د پاى ټکى کښېښودل شي. هغه له دې کبله چې زه د بيارغونې اتل شوم، خلکو د کال د غوره شخصيت په توګه وټاکلم او ګران ولس مې راسره مرسته وکړه او زما ملاتړ يې وکړ، نو دا د دې لامل شو چې اوباما راشي، زما سره وګوري او د امنيت او د افغانستان د نورو چارو په اړه مشوره راسره وکړي. ده زما څخه د افغانستان د امنيت، بياودانولو او سرحدي سيمو او هيوادونو په اړه زياتې پوښتنې وکړې، چې څه بايد وکړو او څنګه بايد وشي. اوباما ماته وويل چې زما ډېرو نږدې ملګرو ماته ويلي دي چې ګل اغا شېرزى د پلان له مخې کار کوي، نو زه په همدې خاطر راغلى يم چې لومړى ستاسو نظريات واورم، نو ما بيا خپل نظريات ورسره شريک کړل، څه چې زما په فکر او وس کې وو هغه مې ورته وويل. ده بيا زما څخه هيله وکړه چې زه بايد دا ټول نظريات په ليکلې بڼه ده ته ورکړم، نو ما د ده دا هيله هم ومنله او خپل نظريات مې په ليکلي ډول هم ورکړل. البته دا بايد ووايم چې ما يوازې پر خپلو نظرياتو بسنه نه ده کړې او نه مې يوازې له خپله فکر مشوره ورکړې، بلکې د هيواد له ډېرو علمي، فرهنګي، سياسي څېرو او د نظر له خاوندانو سره مې خبرې وکړې، د هغوى ټولو نظريات مې هم واخيستل او پر دې مو يوه غونډه وکړه چې څنګه په افغانستان کې سوله راتلاى شي، څنګه امنيت تامنېدلاى شي او څنګه بيارغونه کېداى شي، نو تر ډېر غور او بحث وروسته مو د هيواد د ستونزو د هواري لپاره طرحه جوړه کړه او په ليکلې بڼه مو ورواستوله. خداى (جل جلاله) دې وکړي چې دى زموږ له دې طرحې څخه کار واخلي او هغه مثبت او ګټور اړخونه يې عملي کړي.

پشتنه: تاسو په خپله دغه طرحه کې پر کومو ټکو ټينګار وکړ، يا په بله بڼه که د دغې طرحې ځينې مهم او د سر ټکي راسره شريک کړئ، چې هغه څه او کوم، کوم وو، نو مهرباني به مو وي؟
شېرزى: موږ په دغه طرحه کې اوباما ته وليکل چې بايد په افغانستان کې، چې يو جنګ ځپلى هيواد دى، اوږدمهاله پروژې پيل شي، خلکو ته کار پيدا شي، ځکه په هيواد کې د اوږدمهالو پروژو پيلول او د وزګارو افغانانو پر کار کول خپله د امنيت او سولې په تامين او د جګړې په ختمولو کې مرسته کوي. موږ خلکو ته د کار پر پيدا کولو ځکه ډېر ټينګار وکړ چې زموږ يوه جګړې ځپلې، وروسته پاتې او بې سواده ټولنه ده او زموږ ډېرى هيوادوال يا خو د نه څه پيسو په بدل کې کار کوي او يا خو بېخي کارونه نه لري، بېکاره دي، نو د داسې يوې ټولنې د خلکو لپاره د کار زمينه برابرول ډېر مهم دي. دا رنګه موږ په دغه طرحې کې د دولت له مخالفينو سره، چې زموږ افغانان او وروڼه دي، د سولې او روغې جوړې پر خبرو هم ټينګار وکړ او وړانديز مو وکړ چې بايد نور بېځايه او بې ګټې د افغانانو په ځانګړي ډول ځوانانو وينې توى نه شي. موږ ورته وويل چې نور بايد بېځايه زموږ د عالمانو او طالبانو د نيولو لړۍ ودرول شي، د افغانستان له حکومت سره بايد د هغوى سوله وشي او نړيوال او افغان ځواکونه بايد عمليات په ګډه او همږغۍ وکړي. همدارنګه موږ ورته وليکل چې لومړى خو بايد د خلکو د کورونو تلاښي کول ودرول شي، که بيا هم په ځينو حالاتو کې اړتيا وي، نو بايد هغه کور د خپلو افغانانو له خوا تلاښي کړل شي، نه د بهرنيانو له خوا. باالاخره د افغانانو له کلتور او هر هغه څه څخه مو دوى خبر کړل چې د افغانانو له کلتور او عنعناتو سره په ټکر کې دي. ما دا هم ورته وويل چې بايد هڅه او کوښښ وشي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او ولسونو تر منځ اعتماد راشي او پر يو بل دا د بې اعتمادۍ او نه باور فضا له منځه ولاړه شي.

پشتنه: که د ولس او ګوندونو له خوا له تاسو غوښتنه وشي چې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړئ، نو ستاسو ځواب او غبرګون به څه وي، ځان کانديدوئ، که څنګه؟
شېرزى: کارونه ټول د لوى خداى (جل جلاله) په واک او اختيار کې دي، دا د افغانستان په ولس او د هغوى په خوښه او انتخاب اړه لري، خو زه اوس په دې اړه څه نه شم ويلاى، يوازې دومره ويلاى شم څه چې د افغانستان د ولس غوښتنه وه، پر هغه لار به ځو.

پشتنه: شېرزى صاحب! چې اوباما د افغانستان په اړه ستاسو نظر اخيسته، نو طبعا به يې خپله هم د افغانستان په اړه يو نظر او ستراتيژي لرله، که يې لرله نو څه او مهم ټکي يې څه و، د اوسنۍ تګلارې، چې ولسمشر بوش غوره کړې، خلاف وه او که کوم توپير پکې نه تر سترګو کېده؟
شېرزى: د اوباما هغه پاليسي، چې د افغانستان په اړه يې جوړه کړې، تر اوسه معلومه نه ده، زما نظريات يې اخيستې، د ښاغلي جمهور رئيس حامد کرزي نظريات يې اخيستي، طبيعي ده چې د نورو افغان او بهرينو سياستوالو نظرونه به يې هم پوښتلي وي. د بوش دوره خو تېره شوه او د ده دوره راتلونکې ده، نو به وګورو چې ده د افغانستان لپاره کومه تګلاره او پاليسي جوړه کړې او کومه هغه پلې کوي ‎ ، دا قضاوت او پرېکړه خو نو يوازې راتلونکى کولاى شي چې د ده پاليسي به ښه وي او که د پخواني ولسمشر بوش.

پشتنه: تاسو خو د ولسمشر کرزي د حکومت او کابينې له کليدي غړو او که په بل ډول ووايو د نوموړي د حکومت له بنسټ ايښودونکو څخه يو ياست، نو تاسې د ده د حکومت د يوه غړي په توګه د ده کارونو ته په کتو د تېرو اوو کلونو په لړ کې د ده حکومت څه ډول ارزوئ، ښه او که د ښه مقابل؟
شېرزى: لومړى خو تاسې خپله پوهېږئ چې هغه حکومت ډېر اوږدمهاله او پياوړى وي، چې خپل انقلابيون ولري، په هره برخه کې او د هرې چارې لپاره خلک ورسره وي. کرزى صاحب، چې زموږ ولسمشر دى، په داسې يوه دوره کې راغى چې افغانستان په يوه کړکېچن حالت کې قرار درلود. بېلابېلې سياسي ډلې او رهبران فعال وو، بهرنۍ لاسوهنې وې، چې تر اوسه پورې دوام لري. ورانکارو ته په بهر کې پيسې ورکول کېږي چې په افغانستان کې د ورانۍ لپاره کار وکړي. نو دى دغه حالت ته په کتو له ډېرو ستونزو سره مخ، د پښتو او فارسي خبره وه، نو ده چې به د خپلې کابينې غړي لکه وزيران او نور ټاکل، نو کوښښ يې کاوه چې بيلانس وساتي او ټولو ته يو ډول ونډه ورکړي، ده ته تر اوسه داسې زمينه نه ده برابره شوې چې دى خپل يو ځانګړى ټېم او ګروپ جوړ کړي، داسې ګروپ چې هغه د ده د خوښې له خلکو جوړ وي او د ده په خوښه باندې کار کوي. ځينو وزيرانو کارونه وکړل، خو ځينو نه وکړل، ځينو واليانو وکړل او ځينو نه، داسې پوليس قوماندانان او نور هم. د ده په دوره کې به ښايي داسې کسان هم وو چې نه يې غوښتل دى په خپلو چارو کې بريالى شي، ځکه افغانستان کې هم بهرنۍ لاسوهنه وه او هم کورنۍ ستونزې وې، نو دغو ټولو ټکو ته په کتو چې ځينې خلک د ده د دورې په اړه شکايتونه کوي، د ځينو شکايتونه پر ځاى دي. خو دا ويلاى شو چې کرزى صاحب د يوه ګروپ يا يوه حزب له لارې نه دى راغلى. که تر ده وروسته ولسمشر راځي، نو هغه به هم ښايي څه ستونزې په مخ کې ولري. د دې ټولو سره سره د کرزي صاحب په حکومت کې ځينې ستونزې هوارې شوې، بيارغونه وشوه، د خلکو اقتصاد پياوړى شوى دى، افغانستان کې د يوه ملي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې وشوې، خو بيا هم برياليتوب او نه برياليتوب د لوى خداى (جل جلاله) په اختيار کې دى. زه دا ويلاى شم چې ده تر خپل وس او توان پورې کار کړى دى، دا چې د ده د کار پايله څنګه ده، مثبته ده او که منفي دا په خلکو او نړيوالو اړه لري چې ارزيابي يې کړي.

پشتنه: تاسو خو د ډېر وخت لپاره په سياست کې ښکېل پاتې شوي ياست او د افغانستان په سياسي چارو کې مو ونډه د پام وړ ده، نو طبيعي خبره ده چې د افغانستان په روانو چارو به تر يو بريده پوهېږئ، ويلاى شئ چې ولې يوازې د هيواد په هغو سيمو کې چې پښتانه مېشت او يا د پښتنو سيمې دي، ناارامې ده، جنګونه دي او تاوتريخوالى دى، که ځير شو نو ويلاى چې د کرزي صاحب د واکمنۍ په اوږدو کې پښتني سيمې د نورو پرتله زياتې او نه پرتلې په کچه وځپل شوې، يا ځپل کېږي، دا ولې او د کومو لاملونو له مخې؟
شېرزى: تاسې پوهېږئ چې د طالبانو تحريک چې لومړى منځ ته راغى، نو د پښتنو له سيمو څخه راپيدا شو. دا تحريک له سوېلي ولايتونو په ځانګړي ډول کندهار څخه پيل شو. طالبان اکثريت د پښتنو له سيمو څخه وو او بله دا چې د پولې ها خوا د پاکستان په خاوره کې هم پښتانه مېشت دي. د بېلګې په ډول درته وايم د پولې ها، چې موږ معلومات لرو، ديارلس زره مدرسې جوړې شوې دي. هلته د طالبانو او القاعدې مشران سره يو ځاى شول او بيا يې د افغانستان د اوسني حکومت پر ضد مبارزه پيل کړه. دا چې ولې په پښتني سيمو کې جګړه ده، ولې هلته تاوتريخوالى دى، لامل يې دا دى چې يوه ستونزه رامنځ ته شوه او هغه دا هغه عالمان او طالبان، چې بايد بلنه ورکول شوې واى، هغوى پر ځاى د دې چې بلنه ورکړل شوې واى، بنديان کړل شول. د بېلګې په توګه د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل، چې ما راوست او بلنه مې ورکړه، داسې نورو ته مې هم بلنه ورکړه، هغوى راغلل، خو بدبختانه هغوى بنديان کړل شول. همدا و چې د حکومت پر ضد مخالفت زيات شو. زما سره د دې لويې ستونزې يا په بله معنى غميزې د ليرې کولو لپاره ډېرې طرحې شته، زه باور لرم چې که هغه عملي شي، نو بېرته به ارامي شي او جګړه به پاى ومومي. له افغان طالبانو سره بايد خبرې وشي، هغوى ته بايد بلنه ورکړل شي او يوازې هغه ډله بايد وځپل شي او له منځه يووړل شي چې د اسلام له مبارک نامه څخه ناوړه ګټه اخلي او افغانستان ورانوي. مطلب مې له دغو کسانو څخه د القاعدې ځينې مشران دي، لکه الظواهري چې د افغانستان د خاورې دعوه کوي او خپله يې بولي. تر دې چې دى افغانستان خپله خاوره او ملکيت بولي، يوه بېلګه درته وايم. څه وخت مخکې هغه د امريکا له نوي ولسمشر څخه غوښتي وو چې له افغانستان څخه دې خپل پوځونه وباسي، دا په ده څه اړه لري، افغانستان خو د افغانانو دى او افغانانو بايد داسې غوښتنه کړې واى. دا زموږ په چارو کې د نوموړي د مداخلې معنى لري، دى که له امريکا سره ستونزه لري، نو خپل هيواد لري، هلته دې ولاړ شي.

پشتنه: ښاغلى شېرزى! که د افغانستان اوسني کړکېچن حالت، د بهرنيو لاسوهنې، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شتون، د تاوتريخوالى زياتوالى او داسې نور اړخونه په پام کې ونيسو، ايا شونې ده چې له طالبانو سره، چې د حکومت تر ټولو پياوړې سياسي ډله بلل کېږي، سوله او روغه جوړه وشي، که شونې ده، نو له کومې لارې؟
باالکل شونې ده، خو په دې شرط چې د دې لپاره ځانګړي تدابير ونيول شي، ځانګړې طرحه جوړه کړل شي او دا طرحه د افغانستان د ديني عالمانو، سپين ږيرو، قومي مشرانو، روحانيونو، سياستوالو، پوځي چارواکو او متنفذينو له خوا عملي کړل شي. د دغو کسانو يوه لويه غونډه راوبلل شي. دا رنګه دا موضوع بايد له نړيوالې ټولنې سره شريکه کړل شي او نړيواله ټولنه دې ته وهڅول شي چې د دغې طرحې ملاتړ وکړي او په عملي کولو کې يې مرسته وکړي، خو که دا موضوع لکه څنګه چې ما وويل مطرح نه شي، د سولې خبره له نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول زموږ له ګاونډيانو سره شريکه نه کړل شي او د هغوى موافقه وانه خيستل شي، سوله او له طالبانو سره روغه جوړه ناشونې ده. له پلان پرته د هر ډول غونډو، جرګو او نورو هلو ځلو په تر سره کولو څه نه شي کېداى، بلکې ستونزې به نورې هم زياتې شي. زموږ هيله ده چې د ځوانانو، سپين ږيرو او ماشومانو د وينې تويول بايد ودرول شي، جګړه ختمه شي او سوله او ټيکاو راشي.

پشتنه: خو شېرزى صاحب ځينې سياستوال ستاسو سره همږغي نه دي، هغوى د بهرنيو په شتون کې په افغانستان کې د جګړې ختمول او له طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره خبرې او روغه جوړه ناشونې بولي، تاسو د کوم دليل له مخې د هغوى د دې نظر خلاف ياست؟
شېرزى: نه، داسې نه ده، که دا اوس بهرنيان زموږ له هيواده ووځي او موږ سره پرېږدي، نو موږ خپل تر خپله سره وژنو. هر څوک چې په دې اند هغوى هغه کسان دي چې د دغه تاوتريخوالي په دوام کې خپلې ګټې ويني او نه غواړي چې افغانستان ارام شي، دا بالکل ناسمه خبره ده. دا هغه کسان دي چې غواړي اوبه خړې کړي او کبان پکې ونيسي، داسې خلک هم شته. خو دا درته په واضح ټکو کې ويلاى شم چې نړيواله ټولنه افغانستان ته د دغه هيواد د جوړولو په نيت د اوږدمهال لپاره راغلې، تر هغو نه ځي چې خپل هدف ته يې ځان رسولى نه وي. تر ټولو مهمه دا ده چې موږ (افغانان) بايد خپله لاس په کار شو، د خپل هيواد د کړکېچ د ختمولو لپاره يوه طرحه جوړه کړو او دا طرحه په نړيوالې ټولنې هم ومنو، ځکه د نړيوالې ټولنې مرسته راسره نه وي، موږ يوازې د ستونزو د هوارولو جوګه نه يو.

پشتنه: ځينې څېړونکي بيا په دې اند نه دي، هغوى په دې عقيده دي چې بهرنيان، چې افغانستان ته د سولې او ټيکاو په نامه راغلي، په افغانستان کې د يوې تلپاتې سولې پر ځاى د تاوتريخوالي د دوام پلويان دي او همدې کې د دوى ګټې دي؟
شېرزى: نه، افغانستان چې جوړ شي، خپل پوځ، خپل پوليس، خپل ملي امينت او نور پيدا کړي، د قانون حاکميت راشي، ټوپک سالاري او پاټک سالاري ورکه شي، له ټوپک سالارانو څخه مې هدف مجاهدين نه دي، ځينې کسان مجاهدين هم ټوپک سالاران بولي، خو دا قضاوت سم نه دى، نو که دا کار وشي نړيوال خپله له افغانستان څخه وځي. زه په ټينګار درته وايم تر هغو چې په افغانستان کې يو قانوني پياوړى حکومت رانه شي له افغانستان څخه د بهرنيانو وتل د افغانانو لپاره زهر دي. يوه لويه تېروتنه مخکې وشوه، چې نړيواله ټولنه يې هم مني. کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل، د ډاکټر نجيب حکومت ړنګ شو، بيا نړيوالې ټولنې له افغانستانه پام واړاوه، يوازې خپل هغه هدف ته يې ځان ورساوه چې له افغانستان څخه د روسانو وتل وو. همدا و چې افغانان په خپلو منځو کې سره وجنګېدل او له افغانستان څخه په اصطلاح د قورمې دېګ جوړ شو. د ګاونډيو مداخلې ته هم زمينه برابره شوه او هغوى هر يوه کوښښ کاوه چې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت واک ته ورسوي. تاسې کورنۍ جګړې وليدې او تاسې يې ورانۍ هم وليدې چې کابل او د هيواد ځينې نورې سيمې يې څومره ويجاړې او خرابې کړې. نو هماغه افغانان دي اوس هم او هماغه کسان اوس هم دا دي په هيواد کې دي. تاسې څه فکر کوئ، که نړيوال په افغانستان کې نه واى، نو زموږ ولسمشر به اوس په ارګ کې ناست واى.

پشتنه: لکه څنګه چې تاسو خبر ياست په هيواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو وخت د رارسېدو په حال کې دى او د دغو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه له وړاندې پيل شوې او د هيواد په ډېرى سيمو کې خو بېخي بشپړه شوې ده، خو په سوېلي ولايتونو کې دا پروسه تر خپل ټاکلې وخت وځنډېده، تاسو د دغو ولايتونو امنيتي اوضاع ته په کتو په سوېل کې د نوم ليکنې د پروسې په وړاندې د احتمالي خنډونو په اړه څومره اندېښمن ياست او که اندېښمن ياست، نو د دې لپاره مو تر اوسه څه کړې او يا هم څه کول په پلان کې لرئ؟
شېرزى: موږ د دې ستونزې د هواري لپاره ډېرې خبرې او هلې ځلې کړې، خو لومړى بايد د ټاکنو دقيق وخت معلوم کړل شي، دويم بايد نړيواله ټولنه د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، په هغو سيمو کې چې ناارامي ده امنيت تامين کړي. نړيواله ټولنه بايد د دې لپاره پيسې هم ورکړي، تر څو په افغانستان کې نوم ليکنې او بيا ټاکنو ته زمينه برابره شي. ما د ايساف ځواکونو له قوماندان سره څو ورځې مخکې وليدل، هغه راته وويل په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته زموږ پنځه ويشت زره نور سرتېري او ځواکونه راځي، چې د دغو سرتېرو ډېرى به يې په سوېلي ولايتونو او په ځانګړي ډول سرحدونو کې مېشت شي، تر څو امنيت تامين او د ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي. زه فکر کوم چې دوى به زموږ له ولسمشر او ولسي جرګې سره د ټاکنو نېټه معلومه کړي، ځکه نړيواله ټولنه دنده لري چې بايد د افغانستان له اساسي قانون سره سم د انتخابانو تر سره کېدو ته زمينه او شرايط برابر کړي.

پشتنه: تاسې په څه اند ياست، د ټاکنو د ځنډېدو پلوي کوئ او که پر وخت تر سره کول يې تائيدوئ؟
شېرزى: ستونزې خو شته، لکه امنيتي او نورې، يو خو دا چې يو سلو شل ورځې بايد کمپاين وشي. د دې ستونزې د هواري لپاره بايد يوه لار وسنجول شي، ما خپله د دغې ستونزې پر هواري، چې بايد وځنډول شي او که ونه ځنډول شي، دومره فکر نه دى کړى، ځکه د اساسي قانون درناوى هم لازم دى او د شرايطو سمېدل هم تر ټولو سخته اړتيا ده.

پشتنه: يوه پوښتنه د کندهار په اړه ده، داسې ګنګوسې دي چې له کندهار څخه ستاسو تر ليرې کېدو وروسته تاسو ته څو ځله وړانديزونه شوي، چې بېرته کندهار ته ولاړ شئ او د هغه ولايت د والي په توګه دندې ته دوام ورکړئ، که دا ګنګوسې رښتيا وي، نو تاسو ولې دغه وړانديزونه دي منلي او د کندهار د والي په توګه د دندې تر سره کولو ته چمتو شوي نه ياست، په داسې حال کې چې ډېرى کندهاريان ستاسو له ادارې او کارونو څخه خوښ دي؟

پشتنه: زما څخه غوښتنه نه ده شوې، چې ته ولاړ شه کندهار ته او بېرته د هغه ولايت د والي په توګه کار وکړه. خو په دې وروستيو کې چې کله د محبس موضوع پېښه شوه، نو جمهور رئيس صاحب وروغوښتلم او زما څخه يې وپوښتل چې بايد د کندهار د ستونزې د هواري لپاره څه وشي، بيا ما يوه طرحه ورته جوړه کړه او ورمې کړه. دا يې هم راته وويل چې امنيتي کسان او نور خلک ټول راته وايي چې ګل اغا بېرته راواستوه، نو زه په دې اړه فکر کوم چې تا واستوم او که کوم بل څوک. بيا يې زه وروغوښتلم او راته ويې ويل چې ته جنرال روفي صاحب پېژنې، ما ورته وويل چې نه يې پېژنم. نو وروسته يې راته وويل چې زه به دى درواستوم، ته خبرې ورسره وکړه، بيا ما خبرې ورسره وکړې. بيا يې راته وويل چې ننګرهار يو سرحدي او د هيواد مهم ولايت دى، نو ته بايد هلته پاتې شي.

پشتنه: تاسو په خپلو څرګندونو کې وويل چې تاسو د کندهار د ستونزو د هوارولو لپاره ولسمشر ته يوه طرحه وړاندې کړه، د دغې طرحې مهم او د پام وړ ټکي څه وو؟
شېرزى: ما ورته وويل چې لومړى بايد په امنيتي اداره کې بدلون راشي، دويم ښه تکړه والي ورته وټاکل شي، دريم دا چې بايد د کندهار خلک راوبلل شي او د هغوى په وسيله د کندهار د ستونزو د هواري او د دغې طرحې د عملي کولو لپاره يو پلان جوړ شي. ما ډېر نور څه هم ورته ليکلي وو چې بايد عملي شي. .
دښاغلی شیرزی سره دغه دلچسپه مرکه چه دافغا نستان په باب ډیر عمده او غوره ټکی په کی شته دی دانترنیت په دیوی معتبری پاڼی په مر سته په دغه نژدی ورځو کی تر سره شوی ده هیله لرم چه دنورو لوستونکو دخوښی سبب وگرځی .پای رحمت اله روان.