دامن که دډيورنډ جرگه؟ رښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب الله غمخور

همدا اوس يې وخت دی چي حق حقدارته ورسېږي سبا ناوخته دی




اومه برخه
له ماشوم توب نه مي پياد دی کله چي دښوونځۍ په پنځم ټولگۍ کښي وم دتاريخ ښوونکی ويل عبدالرحمن خان ستر خيانت وکړ او دانگريزانوسره يي دډيورنددکرښي په لاسليک کولوسره دزموږدخاوري لويه اوآباده سيمه جلاکړه،بيابه هغه نقشي ته ولاړ چي دتاريخ ددرس په ساعت کي ښونونکی له اداري نه له ځانه سره راوړل اومخامخ يي دتورې تختې بغل ته پر دېوال ځړول ورنژدې شواوداشارې په گوته به يې هغه سيمي موږته په گوته کولې چي په ۱۸۹۳ کال دامير عبدالرحمن خان په لاسليک زموږدخاوري نه جلاشوی وې . دالړۍ چي داکرښه څنگه ولي تر کوموشرايطولاندي له امير عبدالرحمن خان بياتر امير امان الله خان پوري راوغځېده ډيره کړ کېچنه اودډيروناحل شويو سوالويا کله کله دشخصي سمپتيو په تاريکو کي تر اوسه تاريکه درومي .
مادخپلي ليکني په تيروبرخو کي زيار ايستلی په لنډه توگه دهغو اسنادوپر بنياد چي زما پلاس کي وه دمسلې په اړه ټول اړخونه روښانه کړم ،تر کومه ځايه چي تر هرڅه افغانستان راته گران دی تلاښ مي کړی خپل نظر بې پرې اوحقيقت په څرگندولوکي روښانه کړم . زه کاملأ دداسي تاريخی مسايلو چي زموږ دولس ته حياتي اوملي ارزښت لري په سر سری توگه څېړل اوياددغه ياهغه پاچا ،واکدار،جمهوررئيس ياگوند دگټودساتلوپر بنياد دموضوع په هکله دڅرگندونوسره کلک مخالف يم ،دافغان ولس پر پاکو احساساتو لوبي اوتجارت هم دافغانيت له روحي سره برابر نه بولم . دا(( ۱۱۴ ))کاله شف شف ويلوموږ اودکرښي هاخوا پښتنو اوبلوڅوته هيڅ ورنکړه اوکه دالړئ دوام ولري نور به هم هيڅ پلاس ورنشي .يوازي دکرښي شمالي خوا چي (افغانستان ) تل دپاکستاني ميجرانو اوجرنيلانو دحوسونوقرباني وي ، ديوبندی بنسټپال هلته دپنجاپ لپاره دآئين خبري کوي اوپر ما دتاريخ هيرشوی رژيم تپی، داله افغانانو اوهيواد سره جفابولم،خپله داټم بم په بغل کي دتمدن په لور درومي ،ولي افغانستان ته دجهادپه نامه درالېږلو لپاره تروريستان په مدرسو کي روزي،دلته خپلو پلويانوته وايي دښوونځۍ او ښوونکی رېښې وباسۍ ،دوي فضا ته دپورته کېدولپاره تلاښ کوي ،مگر افغان ته دهغه په هکله دخبرو اوفکر کولو اجازه نه ورکوي اوگناه يي بولي،دپاکستان په اوسنی سياسي جغرافيايي چاپيريال کي انجوني اوهلکان نه يوازي هلته په ښوونځۍ اودعالي تحصيلاتوپه مډرنوبېلگو اومېتودودرسونه لولې بلکه اروپا ،امريکا اودنړۍ نورو هيوادو ته يې هم دتحصيل لپاره لېږکيږي ،خوپر افغان قدغن کوي اوورته وايي گوره که غواړې پاک اوسپېڅلۍ مسلمان مړ شي اولاد دي مکتب ته پرې نږدې . دخداي قربان شم داڅنگه يو اسلام او دوتعبيرونه دي ؟ حقيقت دادی چي دپاکستان په نامه اوسني هيواد کي هم داسلام ټيکدار دپنجاپيانو په چوپړ کي دي اودهغه هيواد ټولواستخباراتي سازمانوارمانونه پلي کوي .
حقيقت خو دادۍ چي دډيورنډ دکرښي دمنلو اوياپه راورستوکي په هغومعاهدوکي ددې کرښې څخه يې يادونه شوې افغان چارواکۍ مجبور شوۍ داياهغه معاهده لاسليک کړی .له حقو قي اړخه ددې کرښي پر سر لوي جنجال تر اوسه پر خپل حال پاته دی . متاسفانه تير يوه واکدار داجرأت ونکړ اويا يې ممکن نه غوښتل پاکستان خفه کړي چي دډيورنډدکرښي ،دپښتنو اوبلوڅو دبرخه ليک ټاکلو درواحق دترلاسه کولولپاره له نړيوالو سازمانو، څخه مرسته وغواړي او ياد۱۹۶۹کال دويانا دکنوانسيون دمختلفومادوپر اساس د بین المللی عدالت نړیوال دیوان اونورو نړيوالو محکموته دحق ترلاسه کېدو په خاطرخپله غوښتنه وړاندي کړي .
دډيورنډکرښي په هکله مادخپل توان له مخي کتابونه ،مجلې ،رسالې اوپه انترنت پاڼوکي دټولو ليکوالو ليکنې لوستي اودهغوي نظريات پرڅو برخو وېشل کيږي :
۱ . يوشمير ليکوالوپه ليکنو کي ملي تعصب اوله کرښي نه بې زارتوب ئې نه دملي گټوپر بنيادنه بلکي دپښتنوسره ددښمنۍ په خاطر له ورايه ليدل کيږي ،پدي ډله کې په تنظيموپوري ښکاره اوپټ ليکوال يادولتي چارواکي هم شامل دی . لکه دمزار والي عطامحمد خان پر خپل سره بېله دېنه چي دافکر وکړی چي ددې خبرو صلاحيت لري اوکه نه وايي : (( موږ بايد د ډيورنډ معما او ډرامې ته د پاى ټکى کيږدو . د همدې له لاسه هره ورځ زموږ بچي قرباني کيږي د دې مسالې په حل به افغانستان او پاکستان وکولى شي چې د گاونډيو په توگه سوله ييز ژوند سره وکړي . )) ښاغلي عطا زياته کړه افغانان بايد د دۀ په وينا عاقلانه فکر وکړي چې د ډيورنډ له پولې ها پلو له پاکستان څخه د خاورې ترلاسه کول عملي نه دي . دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دډیورن کرښه یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي .داکرښه په ۱۸۹۳ کال کې دانګریزانو اوامیر عبدالرحمن خان ترمنځ دیوه تړون له مخې وکښل شوه . تاسو خپله قضاوت وکړۍ داښاغلی ورته ډرامه وايي مگر دپشتنو لپاره دايو ملي مسله اودملي افتخاراتو خبره ده ،دده په فکر موږ ټول ليونيان يو يوازی دده عقل کارکوي . 2007 , جنوري 25 bbc . داډله دپښتنو له يوځاي توب نه بې ځايه ډار لري .
۲ . بل شمير ليکوال يوازي دامسله له سياسي دربچې نه گوري دمرحوم غبار تاريخ اويوڅونوري ليکني را اخلي اومقاله ځينې جوړوي ،لوستونکی ته حقايق نه ښکاره کوي ،ممکن دايي له مسلکي صلاحيت نه اوچت وي ،ځکه تاريخ هم علم اومسلک دی ،متاسفانه زموږ په هيواد کي يوشمير دعلوموپه ټولوبرخو کي ځانونه برلاسي بولي . چي له دينه بل څه جوړ نشي زما موخه هيچاته گوت نيونه نده ،دا دهرچاخپل کاردی ،دمسلې د روښانتيادثبوت لپاره مي ورته ايشاره وکړه ،داډول ليکني تاريخي اسناد نشي کيداي ،ځکه نوی شۍنلری ،دزړوتکرار داسي دی چی هغه تحليل شوی اوڅېړل شوی هم نه دی ،يوه دخپل تعصب دڅرگندولو لپاره يوپارگراف را اخيستۍ اودتاريخ ليکونکی ټول دلايل يې ندي رانقل کړې ځکه که رانقل شي بياتعصب نشي پکښي څرگنديداي اوبل بياپه احساساتي شکل چي دځان شهرت ياډلي گټي پکښی خوندي کړی پر هرڅه سر سری تير شوی اودپکټوپه يادونه يې خپل احساسات څرگندکړی اوداحساساتي لوستونکی پاملرنه اوعلاقه يې ځانته را اړولې ده .
۳ . دريمه ډله نه پوهيږم چي ولي اودچاپه گټه په خپلو ليکنو کښي هر څه يوارام سباه ته پرېږدي چي ددې سبا لپاره خو دادی دا (( ۱۱۴)) کاله دا توره شپه سباه نشوه ؟ داگرنټي شته چي راتلونکي چارواکي به دپاکستان تر تاثير لاندي نه وي؟ اوپه خپلواکه بڼه به ددې ستونزي دحل لپاره ملاوتړئ ،زه خو پدې هکله زياته اميدواري نلرم .متاسفانه زمور دهيواد تاريخ ته که نظر واچودديورنډدکرښيتر لاس ليک لا ډير وختونه پخوا هم ددي هيواد چارواکي په شکل دشکلونودپردوپه حمايه اوملاتژ واک ته رسېدل .په شاته پاته هيوادو لکه افغانستان داپروسه به تر ديره دوام ولري . داډول ليکوال جالبي طرحي کوي ، دوي واي اوس دډيورنډپر سر دخبرو وخت نه دي کله چي په افغانستان کي سوله تامين شوه په هغه وخت کي به بيادپاکستان سره پردغه مسله ددواړو خوا په خوښه خبري کوو. يعني دوي خو له پاکستان سره موافق نه دي چي داسرحد دی ،مگر اوس بې وسه دې ځکه څه نشي کولاي ،کله چې يې وس پيداکړ هغه وخت به دپاکستان سره حساب کوي .دا ښه خبره ده ؛اودايو حقيقت دی چي داکرښه تر اوسه بې سرنويشته پاته ده . دوي ليکی افغانان دپاکستان سره دښو مناسباتوغو ښتونکى دي اود پاکستان ددولت څخه هيله کوي چي داغزن تار اوماينونوپه عوض خپل نيت بدل کړي اودافغانستان دامنيت په راوستلوکي په رښتيا مرسته وکړي .هغه متل دی وايي ((سل يې مړه کړه دئ يې لابسدي نه بولي)) په ليکنوکي داهم څرګنديږي افغانستان چي کله دسولي اوثبات پښه مځکي ته ورسوي په مناسب فرصت کي به دپولي دحل دپاره دافغانستان دخلکو په اراده او دپرتو سيمو دخلکوپه خوښه اقدام وکړي . خوپه اوس کي دي دپاکستان دولت ددي يواړخيزاقدام څخه چى عملا يوکورپردووبرخوويشي پر کرښه دممانعتونودجوړېدونه ډه ډه وکړي اودافغانستان ددولت اوخلکو دغوښتنو درناوى دي وکړي . هغه متل دی وايي ((چاپه کلي کې ځاي نه ورکاوه دهويل زماآس وملک کره وتړۍ )) . مگر دابايد هيره نشي چي ايا پاکستان افغانا ن دې ته پرېږدي چي دحساب کولو توان پيداکړئ ؟ ولي ځان اويانور تيرباسو؟ټول وايي دپاکستان دجوړېدوڅخه بيا تر ننه يې افغانستان پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ .پاکستان تل ځانته داحق ورکړئ چي په افغانستان کي دولتونه دځان په گټه وڅرخوي . دداودخان دکودتانه وروسته پاکستان له همدغه ډارنه چي ممکن داودخان دکرښې دمسلې سرنويشت دزورپه استعمال وټاکي ،څنگه چي يوځل يې دخپل صدارت په وخت کي دغه کارته ملاوتړل ،دعمومي سفربرۍ خبري پيل شوې اوپدې هکله دهغه وخت زبرځواک شوروي يوڅه دهمکارۍ سرهم ورسره ښورولۍ ؤ،خوبيا وروسته پرشاولاړل او دپردوشاته دامريکاسره پدې موافقه ورسېدل چي دپاکستان پر خلاف دافغانستان دپوځی حمايي نه لاس په سرشي ، البته نورملحوظات به هم وه . ځکه نوپاکستان له هغه اولې ورځې کله چي مرحوم داودخان دجمهور رئېس په توگه واک ترلاسه کړ،دهغه درژيم پر خلاف يي تبليغات پيل ،اوپه وروسته کي يې دجمعيت اسلامي ديوشمير غړو احمدشاه مسعود ،رباني ،گلبدين حکمتيار او يو شمير نورو پوسيله دداودخان پر خلاف په پنجشير اودمشرقي په سيمو کښي مخالفتونه راوهڅول . دالړۍ دامريکا اوغرب په لمسون دثور تر کودتا وروسته نوره هم غښلې شوه . له افغانستان څخه فرار ته هڅونه ،په پاکستان کي دمهاجرو روزنه اوپه وسلوسمبال افغانستان ته رالېږل تر اوسه دوام لري .دنړۍ ديوشمير هيواد و په سر کي دامريکا او شوروي اتحادتر منځ له ساړه جنگ نه پاکستان په تودې استفادې سره وتو انيد نږ دې يونيم ميليون افغانان قرباني اويوميليون معلول اومعيوب شي . په ۱۹۹۲کي ېې دمرحوم ډاکتر نجيب الله قانوني حکومت دسياسي دوکه بازيواودخپلولاس پوڅوپوسيله ديوې سياسي کودتا په پايله کې نسکور اوله پاکستان څخه دجنرال حميدگل په بدرگه مجددي ،رباني ،گلبدين ،سياف اونوروته دولتي واک پلاس ورکړه شو،داچې بياداختلافونه درباني ،گلبدين ،رباني اومجددي اونوروترمنځ څومره او ولې ژورشوه ؟پايله يې څه شوه؟دابله مسله ده چې هلته هم پاکستاني استخبارات بې برخي نه وه ليکل يې تکرار بولم ،دغې لړۍ د طا لبا نوترواکداری اودهغوي تر نسکورېدو دوام پيداوموند .پاکستان دخپل ژور،دقيق اوغښتلي سياست په پايله کي دعيني اړتياو له مخې داومنل چي خپل روزل شوئ وټکوي او د امريکا،انگليستان اواروپايي هيوادو شا ته دتروريزم سره د جگړې تر نامه لاندي ودرېږي ،ترڅوپه سيمه کې تر هندوستان او ايران شاته پاته نشي اوله بلي خوا دافغانستان په راتلونکې سياسي برخه ليک ټاکلوکي ديومطرح هيواد په توگه پاته شي . همدا اوس هر وخت چي پر پاکستان دافغانانودگوت نيونو په پايله کي سياسي فشار راغلئ پاکستان داسي يوه نوې طرحه وړاندي کړې چي متاسفانه افغاني چارواکي اوسياستوال يې دجواب جوگه نه دي گرځېدلي .
داسي لېوني اوبې عقل سياست وال چا ليدلي چي دښمن يې ورته ووايي ته اوس په ماکار مه لره ،ما ارام ته پرېږده ،کله چې زه پر پښوودرېږم بيابه ستا سره حساب کوم ؛اوهغه دي هم داوړانديز ومني .
دافغانستان اوپاکستان تر منځ ددوستۍ داسي تړون چې هغه دي ددواړو هيوادوتر منځ تاريخي اختلاف پاي اوددوستۍ دپيل سندوي هيڅ يوافغاني واکدارندۍ لاسليک کړۍ . ماته خندا راشی کله چي په سپين بولدک کي يوخټين دروازه لرونکی دالان باندي ولولم ددوستۍ دروازه ! ايا داپه رښتيا سره ددوستۍ دروازه ده؟ ترڅوددې کرښي سرنويشت ددواړو خواوپه خوښه دڼړيوالوپه مرسته حل نه وی ټاکل شوی دا دښمني به دوام ولري .
۴ . څلرمه ډله ليکونکی هغه دچاخبره هغه کسان دي وچ يې پر ملا مټ ورنيسي او ليکې چي هيڅ دليل نشته بس دا خبره پرحق ده،کله کله په خپله ليکنه کي دومره احساساتي وي چي دخپل مخالف تبر ته لاستۍ ورکوی . پداډول ليکنوکي معمولأ له تاريخي اسنادو اوشواهدونه کمه ياهيڅ استفاده نه کوي . داډول کسان د پاکو احساساتوخا وندان له خپل هيواداوملي افتخاراتوسره پدغه ډول کولاي شي خپل احساسات څرگند کړی زما لپاره داډول کسان دوياړوړ کسان دي ،هغوي ته که پاملرنه وشي کيداي شي زموږ دهيواد راتلونکی ملي شخصيتونه،پوهان اووياړلي څېرې وگرځی .سره لدې چې زياتوهغو تاريخي اسنادونه چي ديوه افغان تاريخ پوه لپاره به هغوته لاس رسۍ مشکل وي دوي داستفادې حق اوتوان لري ،مگر تراوسه ددغې مسلې په هکله داسي ليکنه چې دواړو خواته دقبول اوقناعت وړوي چانده ليدلې .دوي هم لکه دخپل هيوادسياست مداران دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دلانجې د اسا سي مسلې په هکله چوپه خوله دی .
يوازي دنيويارک پوهنتون دنړيوالو مرستودڅېړنودمرکزمدير پروفیسر بارنت روبین په خپله هغه مقاله کي چي د۲۰۰۶ م کال داکتوبر دمياشتي په وروستی اونی کښي په ((وال ستريت )) مجله کي نشر شوه ليکې : ((دافغانستان اوپاکستان دتاريخي اختلافاتو دحل لپاره ترهغه يوڅه زيات شيانو ته اړتياشته کوم چي تيره مياشت په سپينه ماڼی کي دکرزي اومشرف گډون تر سره شول )) . دهغه په وينا بيله هغو پنځوکالو چي پر کابل طالبانو حکومت کاوه دافغانستان اوپاکستان تر منځ دا شپېته کاله اړېکي دښمنانه وې .حتي دطالبانوپه وخت کښي هم هيڅکله افغانستان په پاکستان پوري دپښتنواوبلوڅوتړلوسره موافقه نده کړې .
همداکار پوه د"برنارد گیرتمن"دژورناليست سره په يوه مرکه کښي دد ي وسوال په جواب کي : تاسوپه امريکا کې ديوه افغان پېژندونکی په توگه څه فکر کوی چي افغانستان دطالبانودحاکميت تر ړنگېدو وروسته په کوم حالت کي قرار لري ،ايادنيمه پياله ډکه اونيمه خالي ده ؟ داسي بايد وويل شي؟ وايي : لومړی بايد څرگنده کړم چي تر نيم گيلاس لږ ډک دي اوډير يي خالي دی ،ولي اساسي خبره داده چي داګيلاس پر داسي يولړزېدلي ميز پروت دی چي هرگړی دا امکان شته ټول هغه څه چي پر ميزپراته دی ولوېږي، زماپه نظر داحالت دافغانستان اوسني حالت ته ورته والی لری چې په حساسه مرحله کي واقع دی ،په هرلحاظ دهغه دسقوت امکانات ليدل کيږي .ځکه دخلکو اونړيوالو غوښتني په ډراماتيکه توگه تغير کړی،ځيني واقعأ هم خپلواهدافوته در سيد و دوسيلې په توگه له طالبانو استفاده کوي .
ددي سوال په جواب کي چي تاسوواياست افغانستان دسقوط په حالت کي قرار لري ، اياددغي حادثې دمخ نيوي لپاره کومه چاره شته ؟ وايي : زما په عقيده يوسلسله ډراماتيکوکړنو ته اړتيا شته چي يوازي نه بايد امريکا بلکه نور يې هم سرته ورسوي ؛که څه هم زه داسي بيلگې چي ددي کړنودسرته رسېدو بېلگه وي نه وينم .لومړی بايد پر پاکستان زيات زور واچول شي تر څوپه خپل هيواد کي دطالبانودرهبری مرکزونه وتړې ،څرنگه چې پخوا مي هم ويلي دي حتا دغه خبره دواشنگتن دجگپوړو مقاماتو لخوا پاکستان ته نده شوې .. ..
پاکستان ديو جاه طلب په څير غواړي هغه ته ديواټومي ځواک په سترگه وکتل شي ،سره لدې چو يو فقير اوتر ډيره بريده دسلودترلاسه کولوپه برخه کي په امريکاپوري تړیلی دی او دسړې جگړې په دوران کي دامريکاډير نږدې دوست هيوادپاته شوی دی .
دبوش اداره نده توانيدلې دخپل نفوذ څخه دپاکستان په هکله گټوره استفاده وکړی. . زه پدې عقيده يم چي تر هرڅه وړاندي بايد په خبرو کي دپاکستان سره هغوي ته دوسلې دورکولو مسله مطرح شي اوهغوي ته وويل شي ،موږنور نشوکولاي تاسوته تر هغو پوري ستاسو داړتيا نوري وسلې درکړوتر څوچي تاسو د امر يکايانو ،ناټو اوزمږدملگري افغانستان دسربازانواوبېگانه خلکو دقاتلانو له ميزبانئ نه مو لاس نه وي اخيستۍ. اوهغوي ته وويل شي چي موږ پوهيږو چي تاسو داکار زموږسره ددښمنی په خاطر نه بلکي دده په وينا په افغانستان کي دهندوستان داغيزې اونفودزياتيدوپه خاطر دخپلو امنيتي اندېښنوله امله کوی . . امریکايي افغانستان پیږندونکی بارنت روبین په دې عقيده دی چي دافغانستان اوپاکستان داوږدې مودې لانجه به هله غوڅه شي چې دډیورن کرښې په اړه ستونزې لرې شي .
ښاغلی په خپله دغه مرکه کښي بې له کوم دليل اوبرهان څخه دافغانستان حکومت ته مشوره اودرس ورکوی چي بايد دډيورنډ کرښه بېله دېنه چي دکرښې هاخواپرتو خلکو چي تر سل کاله يې زياته موده حق ترپښو لاندي شوۍنظر وپوښتل شي په رسميت وپېژني .
زه فکر کوم سره لدې چي نوموړې ته دافغان پېژندونکي خطاب کيږي ،مگر دتحليل اوډيورنډدکرښي اوپردې کرښه دافغانستان اوپاکستان تر منځ اختلاف يي دروست ندی لوستی ،ځان يي يا ښه په پوه کړی ندي اويانه غواړي ټول حقيقتونه ووايي ،هغه خپله هم پدې باوری دی چي افغانستان ته دورپېښو دټولوبدمرغيو سرچينه پاکستان دی ،اوپاکستان ولي داکارونه کوي ،مگر دومره ژربې دليله پرېکړه کوي چي افغانان بايد دډيورنډ کرښه دسرحد په توگه په رسميت وپېژني .
ښاغلی روبين اودده هم نظره بايد يوه بل ټکی ته هم پاملرنه وکړې چي پاکستان پدې بسينه نه کوي چي افغانستان ددوي په خوښه دکرښي برخليک وټاکی .
يوبل امريکا يي چارواکئ دنيس كوك وكارل فوردپه جنوبي اسيا کي دامريکا پخواني ديپلوماتانو دافغانستان دبحران په هکله په خپل گذارش کي ليکې چي امريکااومتحدين يې بيادکابل پدې پوه کړی چي دډيورنډ کرښه دافغانستان او پا کستان تر منځ په رسميت وپېژني .
۱ / لدي نه سترگي پټول چي دډيورند دکرښي دبرخليک دټاکلولوي صلاحيت دولس اوپه ځانگړې توگه دکرښې سويل ته پرتو پښتنو اوبلوڅو سره دي لويه تيروتنه بولم .
۲ / پاکستان په سيمه کښي نور ستراتيژيک اهداف لري ،زما اويوشمير زياتوافغان روڼ اندوپه عقيده پاکستان غواړي په هر ډول چي کيږي پر ټولو پښتنو خپل حاکميت ټينگ اوداسيمه لکه چي کوزه پښتونخوالومړئ انگريزانودخپلي اغېزې سيمه وگرځول او بياراوروسته يې ظالمانه پاکستان ته وبخښل ، اوس دادی پاکستان پر هغو قدموپښه ايږ دی ،غواړی داوسني افغانستان دپښتنوداوسېدو سيمي هم تر خپل سياسي نفوذ لاندي راولي . افراسياب ختک ددويچه ويلي له خبري اژانس سره په مرکه کي وويل : فکرنه کوم يوازي دډيورنډ کرښي مسله وي ،دلته دپاکستاني هژمونيزم مسله هم مطرح ده، هغه سياست چي پخوا هم ناکامه و اوهيڅ آينده نلري ،پاکستان غواړي په افغانستان کي نفوذولري .مگر بايد داعتمادمسله حل شي ،که دوستی او ورورگلوی وي ،فکرنه کوم هيڅ پرابلم اومسله نشته چي ددواړوهيوادوتر منځ دي حل وفصل نشي . خومهمه مسله دپاکستاني هژمونيزم ده دا هيواد غواړي افغانستان دهمسايه تر تاثير اوتسلط لاندي وي . دا دافراسياب خټک صاحب نظردی خوهغه ونشوه کولاي داتشريح کړی چي دپاکستاني هژمونيزم دا اشتها څه وخت اوراپيداشوهاودپيدايښت اصلي لامل يې څه شی دی .دخبره سريودی هغه دډيرندکرښي منل اوبس . دغې موخي ته درسېدولپاره پاکستان دخپلوټولوامکاناتو اودسيسونه استفاده کوي . دډيورنډ دکرښي په هکله مختلف نظريات شته چي زه يې يوشمير دلوستونکو دخبرېدو لپاره راوړم :
رابرت بيرسل درويترخبرنگارله کابل نه گزارشي لري وايي : يوشمير تحليل کونکی وايي دپاکستان دمرستودجلب لپاره بايددډيورنډ دکرښي هغه معضله چي دپاکستان دجوړېدودپيل نه يي ددواړو هيوادوپر مناسباتوسيورۍ اچولی حل شی .
ښاغلی ودير صافي وايي : "پاکستان به افغانستان اعتماد ندارد زيرا اين کشورتاکنون خط ديورند را به رسميت نشناخته است . اين تنها معضله با پاکستان است ... اين مسئله کليدي بايد حل شود ... تازماني که روي اين مسئله گفتگو صورت نگيرد ، تازماني که شما(افغانستان) ازادعاي تان منصرف نشويد، پاکستان کمک نمي کند ." .
محمود خان اچکزی دپښتونخوا نشنل عوامي گوند مشر ددلوي په ((۹))نيټه دخپل گوندپه پنځم کنفرانس کي ديوه ځانگړې ايالت غوښتونکۍ شو،هغه وويل پښتانه بايد جلا ايالت ولري اودغه ايالت بايد دپښتو نخوا ، افغانيه يا پښتونستان په نامه ونومول شي . هغه وويل دپښتنوحق په دوامداره توگه پايمال شوی دی ،پښتانه چي کلونه يي حکومت کړی،متاسفانه اوس دغلامانوپه شکل ژوندکوي ،هغه خبرداری ورکړکه دپښتنوحقوق دوباره ورنکړه شي دعدالت ونړيوالي محکمې ته به مراجعه وکړی . ښاغلی محمودخان اڅکزی دنشنل عوامي گوند څخه هم وغوښتل چي ددوي سره دپښتنودحقو قودتحقق په لارکي ددوي سره همکاري وکړي . محمود خان وايي ، پښتونخوا زمونږ خاوره ده ، افغانستان زمونږ پلارنی هيوا د دی ... که حقيقتونو ته ، ملي هيلو ته پام ونشي ، سيمه په اور کې ډوبيږي . افغان دښمنه ځواکونه د افغانستان د نورو تباهۍ پلانونه جوړوي 10دلو۱۳۸۵هندوکش
ماروين واين باوم ، دمنځني ختيځ په چاروکي دامريکاپېړندل شوی عالم په واشنگتن کي وويل: پاکستانيان افغانان ځانته دجنجال پېښونکی بولي ،چي غواړي چي دبلوچستواوپښتنو سيمي خپلي اوپاکستان تجزيه کړي. هغه وايي تر څوچي سرحدي مسله حل نشي پاکستانيان خپلوموخوته درسيدو لپاره دطالبانوڅخه دبېمې په توگه استفاده کوي .
اسفنديارولي وايي : دپښتنو ملي گراگروپونو داکرښه دجلاوالي په مفهوم نده پېژندلې،هغوي هيڅ وخت دهيوادونودبيلتون خبره نده کړې تل يې غوښتي چي ددوي ترمنځ تگ راتگ موجود وي .
مند خيل صاحب څرگندوي : پشتنوته هيچا دا اختيار ندی ورکړۍ چي تاسو په خپله پرېکړه وکړۍ .
افضل لالاوويل : ټولو پښتنو گوندونه ته پکاردي چي قومي يووالي ته کار وکړي ،مور ددواړو حکومتونونه داغوښتنه کړېده چي دپښتنودتجارت لاره خلاصه پرېږدي. که کشمير نه غواړي جلا شي پښتانه هم بايد جلا نشي. دپښتنودقوم له يووالي سره بايد امريکا مرسته وکړي .
کاکړصاحب : دپاکستان تر تشکيل دمخه پښتنوته دوه انتخابه وه نه اختيار . پاکستان دانگريزانو ځاي ناستی نشي کيداي . ددې لپاره چي افگانستان داحتمالي مصيبت څخه وساتل شي بايد داکرښه په رسميت ونه پېژندل شي.
ژوبين امريکا يي بيا وايي : امريکا دکرښي په هکله کوم پلان نلري دلته داکرښه دجنگ تر پيله چانه پيژندل دوي (امريکا) پدي هکله فکر کوي چي افغانستان بندرته لار پيداکړي اودتروريستانو مخه ونيول شي .
گريک سولي بن وويل :امريکا غواړي چي پاکستان اوافغانستان وهيڅوي چي دداسي مسلې په هکله په خپلوکي دمخامخ خبروله لاري دا مسله حل کړي .او دوي پدې هکله يودبل سره خبري وکړي .
جلالي صاحب څرگنده کړه : اوس بايد په سيمه کي ثبات راشي . دډيورنډ کرښه اکثير (داسي دواچي هر څه يودم جوړکړی )ندی چي هر څه حل کړی . لانجه هوارېدل غواړي اودامسله بايد ددواړو هيوادو دخلکوتر منځ اوددوي په خوښه حل شي.
مجددي صاحب : د نوازشريف دحاکميت په وخت هم زمانه ژورنالستانو (دډيورنډ دکرښي دبرخه ليک)په هکله پوښتنه وکړه ما ورته وويل دا دملت کاردی . ((داپورته نظرونه دديورند دکرښي په اړه د بي بي سي له دريو پروگراموڅخه په لنډه توگه را اخيستل شوی ))

۳ / دکرښي د برخه ليک ټاکلوسره دپردې شاته ايران هم مخالفت لري ،ځکه هغه نه تنها چي گټه نکوي بلکه تاوان کوي ،يعني په هغه صورت کي دروسې او انگلسانودتوافق له مخي ايران ته دبلوڅووربخښل شوو سيموله ايران څخه دبيلتون اوخپلو ورڼوسره ديوځاي والی مسله هم مطرح کيږي ،چي ايران ددې سره علاقه نلري ،يوله عمده لاملو څخه هم همدادی چي ايران په ښکاره اوياپټه غواړي په افغانستان کي غښتلی نفوذ اوتاثيرولري . که يووخت روسانو غوښتل تر هندوکش پوري ددوي داغېزې سيمه وي اودپښتنوسيمه ديوه عايل سيمي حيثيت ولري اوس پاکستان غواړي دخپل نفوذسيمه دهندوکش تر سويلي برخو وغځوي . ډير پدي باور دي که دايران گټوته په سيمه کي کوم زيان متوجه شی نړی به يي ننداره وکړې چي هغوي په څه ډول اوپه کوم ځواک دخپلو گټونه دفاع وکړي . همدا اوس خپلو ملي گټوتر نامه لاندي زموږ تر زنه لاندي يوبل اټومي هيواد (ايران ) دجوړېدوپه حال کي دی اوپه خپل ټول طاقت له خپلو موخو نه دفاع کوي .مگر يوشمير نړيوال دافغان بېچاره ولس دفرېشانه حالت نه گټه اخيستلوسره پر خپل سره هرڅه خپل ستراتېژيک انډيوال پاکستان ته بخښې .طبعې ده چې دمسلې دا ډول حل به هيڅ وخت دهيچالپاره دمنلو وړ نه وي .
له هغه لومړۍ ورځې چي دعبدالر حمن خان اوبرتاني دبهرنيو چارو دوزير هنري مارتيمور ډيورنډتر منځ په ۱۸۹۳کال دنومبر په ۱۲ مه په ((۷))مادوکي لاسليک شوه ،بيا تر اوسه دکرښې دواړو خواو دپرتو ولسو نو مخالفت اوغوښتنوته چا غوږ ندی نيولی .شمالي اوجنوبي يمن يوځاي شول ،دبرلين ديوال گرباچف په خپل لاس ونړاوه ، دشوروي سوسيالستي نظام په نامه جوړ شوې روسي امپراطوری ړنگه شول دتزار لخوا نيول شويو هيوادوآزادی تر لاسه کړې،يتنام خولاڅه موده پخواسره يوځاي شو، په ۱۹۴۷ کال دپاکستان اوهندوستان دجوړېوپه وخت لکه پښتانه اوبلوڅ اوسنۍ بنگلديش چي هلته داوسيدونکو ۹۸په سلو کي بنگاليان جوړوي د۱۹۷۱م ک ل داکتوبردمياشتي په ۱۶نيټه پاکستاني پوځ پرگونډو کړ او دبنگله ديش خپلواکي يې په رسميت په وپيژندل . متاسفانه پدغه وخت کښي چې پاکستان په جگړه کې مصروف ود پښتنو اوبلوڅودسرنويشت دټاکلوخبره چاراپورته نکړه ،او دافغانستان حکومت دبېطرفی په غوره کولو سره دډيورنددکرښې پر سرلانجه لاينحله پرېښودل . دا هغه چانس و چي دپاکستان تر جوړېدو وروسته دلومړی ځل لپاره پيدا شو.
په سيمه کي يوشمير نوري داډول ستونزي تر يوحده هواری شوې . مگر دافغانانوداتاريخي غوښتنه تراوسه دزبرځواکو دمنلو وړنده گرځېدلې اونه هم افغاني چارواکوددې تاريخي لانجې دحل سره په عملي توگه علاقه ښودلې ده. تل مدام دواړو غاړو د ډيورنډ کرښه ديوه سياسي تاکتيک په ډول کارولې ده.
دډيورنډدکرغېړني کرښي لاسليک نه دولس اراده ملگرې وه اونه هم دولس لخوامنل شوې ده،يوه بېلگه يي انگر يز ا نوپر خلاف دافغانستان دخپلواکۍ په ترلاسه کولو کښي دکرښي هاخوا دټولو قومونووسله واله ونډه ده ،دانگريزانو پر خلاف په لسهاو زره ځوانانومخالفت ،مقاومت اوپاڅون دخپلواکی په ترلاسه کولوکښي ستر رول ولوباوه ،دکرښي دهاخوخلکوقربانی اوسرښندني هېرول اوياهغوي ته په کمه سترگه کتل تاريخي جفاده . که تاريخ ته نظر واچوودشاشجاع نه بياتر وروستی پاچا پوري ټولوا فغا نانو دخپلو پاچاهانو نه سرټکاوه دنوروناخوالو اونابرابريو په څنگ کښي ئې دپښتنواوبلوڅو پر حق سترگی پټولوگرم گڼل . له دغه محکوميت څخه يوازي امان الله خان دغوڅ اکثريت په اند ځکه خلاص دی چي پدغه وخت کې دافغانستان دخپلواکۍ مسله مطرح وه، او انگریزانو د نړیوالو حقوقي اصولو پر خلاف، د افغانستان خپلواکي، د افغاني لوری له خوا د ډیورند کرښې د منلو سره وتړله ، درې کاله پردغه مسلۀ چنې رواني وې تر څو انگريزانو د افغانستان بشپړي خپلواکۍ په رسميت پېژندلوتړون په ۱۹۲۱کال لاسليک کړ . ددغه سند لاسليک دانگريزانوسره دامان الله خان ددوستۍ اوقناعت بېلگه په هيڅ صورت نشي بلل کېداي ،هغه دانگريزي ښکېلاک گر پرخلاف په لوي هندوستان کې دهنددآزادي بخښونکی جنبش سره مرسته کول په مطبوعاتو کي چي کاملأدپاچاتر نظارت لاندي خپرېدل دانگريزانو ددسيسواوزبېښاک گرخصلت پرخلاف ليکنو اومحافلو جوړولودوام پيداکړ . يوله همدغولاملوڅخه و چي انگريزانو ډير ژر دامان الله خان دسلطنت دړنگلو لپاره لاس په کار شول .
يوټکی په تکرارديادولووړدی چي هيڅ افغان پاچاله پاکستان سره دډيورنډدکرښي په رسميت پېژندوپه خاطر يوکرښه هم نده لاسليک کړې . بل مقابل دپاکستان تر جوړېدو وروسته په ۱۹۴۹ م کال دجولاي دمياشتي په ۲۶ دافغانستان پارلمان د۱۸۹۳ کال دډيورنډکرښه ،دافغانستان اوانگليس د۱۹۰۵کال تړون ،د۱۹۱۹کال دراولپنډۍ قرارداد،دډيورنډ دکرښي دمشروعيت په هکله د۱۹۲۱کال ژمن ليک ټول له يوه سره بې اعتباره اعلان شول،دټولو حکومتونو اوسياسي گوندونوپه کړنلاروکي دپشتنو اوبلوڅودسرنويشت ټاکلومسلې دلومړی توب حق پيداکړۍ و.
دپاکستان پر دښمنيو اولاس وهنوراشئ قضاوت وکړو چي دملگرو ملتودامنيت شوراد۲۰۰۱ م کال ددسمبر دمياشتي په ۲۰ نيټه په ۱۳۸ نمبر پرېکړه کي فيصله وکړه چي نړيوال سوله ساتی ځواکافغانستان ته ولېږل شي. سوله ساتی ځواک وظيفه لري دکابل اودهغه داطرافو امنيت خوندی کړي ،تر څو دافغانستان حکومت ،دملگروملتودسازمان اونورومرسته رسونکوسازمانودکارمندان وکولاي شي خپلي دندي سرته ورسوي .
دپرېکړي له مخي سوله ساتي پوځ ته واک ورکړه شوچي داړتيا وړ له ټولو امکاناتو څخه دخپلو دندو رسولو لپاره دوسلې داستعمال تر کچي صلاحيت ورکړه شو. په لومړي سر کي دسوله ساتوځواکونو دماموريت موده يوکال وټاکل شوه ،دسوله ساتي پوځ په چوکاټ کي دانگليستان تر رهبری لاندي نږدې ((۴۰۰۰)) سربازانو له (۱۸) هيوادوڅخه گډون درلود. مگر اوس دپنځو کالوپه تېرېدوسره دورستۍ احصائې له مخي((۳۷)) دهيوادودسربازانوشمير ((۴۳))زروته رسېږي اوټول ټال همدا اوس په افغانستان کي دافغانستان ددفاع وزارت دويانددرپوټ له مخي (( ۱۱۹))زره کورني اوبهرني پوځی ځواکونه په مډرنو وسلوبار په جنگ کي برخه لري . مگر دهيوادپر زياته برخه تر اوسه مرکزي حکومت واک نلري ،هغه دچا خبره دارگ چارچاپير امنيت نشته نورخو پرېږده !
دافغانستان اوپاکستان تر منځ داختلاف اساسي خښته اوبنياد دډيورنډ کرښه ده ،نور مسایل چي کله ناکله پاکستاني چارواکي مطرح کوي هغه ټول دپاکستان دسياست ستراتيژيکي موخوته درسيدولپاره نوي تاکتيکي حرکتونه اوميتودونه دي . دبېلگې په توگه ،دبې بي سي دهغه خبر له مخي چي دروان کال دفبروري په دوهمه خپور شو جنرال جان کرادوک له يوې برتانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي : افغانستان تل دا شکايت لري چې د ډيورنډ له کرښې وسله وال طالبان ور اوړي . ايساف په دې برخه کې پلانونه جوړوي .اسلام اباد دا خبره تر يوۀ ځايه مني خو وايي د دوى له هڅو سره جوخت بايد افغانستان او هلته مېشت نړيوال ځواکونه هم د پولې د کنټرولولو هڅه وکړي .د پوځي کارپوهانو په وينا په دې مهمې دي چې د وسله والو طالبانو له خوا د ممکنه پسرلنيو بريدونو په مخنيوي کې ښايي مرسته وکړي . په رښتيا ناټو پياوړى سياسي ، اقتصادي او پوځي ملاتړ لري دغه راز پرمختللې تيکناوژي ورسره ده . که دوى د يوې پريکړې عملي کيدۀ وغواړي بې له شکه چې کولى يې شي . خو يوه خبره د يادولو ده چې په پوله د تگ راتگ د مخنيوي لپاره د دوو هيوادونو ترمنځ تر همکاريو هم دا مهمه ده چې پر دغې موضوع دواړه غاړې سره همنظره وي .
د۲۰۰۷ م کال دفبروري په ۱۲ ورځ د امريکا د دفاع وزير رابرب گېټس له پاکستاني ولسمشر جنرال پروېز مشرف سره د طالبانو د ماتولو پر لارو چارو خبرې وکړې . رابرت گېټس وويل پر دې يې خبرې کړي چې څنگه پاکستان کولاى شي په افغانستان کې د متحده ايالتو له قوماندانانو سره کار وکړي چې د پولې دواړو غاړو ته پر او رپکو زورواچوي . مگر مشرف دا نه ده منلي چې د دوه نيم زره کيلومتره اوږ دې پولې ټول مسوليت دې يوازې د پاکستان پر غاړه وي .جنرال مشرف ويلي د پولې امنيت بايد يوه گډه هڅه و اوسي چې دواړه غاړو ته يې ځواکونه تر سره کړي .
پاکستان اوس غواړي پدې ډول د امريکا او اروپايي ټولني دسربازانودځاي پر ځاي کېدو په پلمه دا لعنتي کرښه سرحدوگرځوي . پدې باورلرم کله چي پاکستان پردې بريالۍ شو چي ناټو اودامريکاپوځيانو دکرښي پر غاړو پوځی پوستې جوړې کړې دا پلمه هم ډيره ساده پيدا کولاي شي چي دافغانستان اوپاکستان تر منځ به کوم ډول قراردادلاسليک شي چي که څوغواړي يانه داکرښه به اتومات ډول سرحدوگرځیي،داچي کومه بهانه به پيدا کړی نه غوا ړم دوخت له مخه يې ووايم، ولي يوماشوم هم پدې پوهيږي چي په هغه صورت کي داکار ډير ساده اوسانه کېد اي شي . داچي په امريکا ،انگلستان اواروپاکي څومره هيوادونه ددې سره علاقه لري چي دډيورنډ دکرښي برخه ليک دپاکستان په گټه وټاکل شي فکر کوم ترډيره بريده ټول په پوهيږي . ځکه نواړينه برېښي چي افغانان اودکرښي هاخواپراته پشتانه اوبلوڅ داچانس چي همدا اوس يي لري له لاسه ورنکړۍ .
پدې هکله دکرښي هاخوا پښتانه اوبلوڅ قومونه ،دهغوي قومي اوسياسي مشران منځ مهاله مذهبي ډلي هم داملي دنده لري چي دملي گټوپر بنسټ ديو واحد اوټولوته دمنلووژ ارمان پر شاوخوا سره راټول شي ، اوپه افغانستان کې دپاکستاني استخباراتواوپوځی جنرالانو دلاس وهنوپه پايله کي دبهرنيو ځواکو اونړېوالو سازمانو دشوتون څخه دخپل سرنويشت دټاکلو لپاره په ملي غرور اوزړوړرتياسره گټه پورته کړی ؛دخپل روا اودپنجاپيانو لخواتر پښو لاندي شوی حق دترلاسه کېدو غوښتنه وکړی . په شعارو چي دا منم او هغه نه منم هيڅ مشکل نشي حل کيداي اونه دوي خپل حق ترلاسه کولاي شی . داددوي ملي دنده ده چي خپل حق وغواړئ اودادافغانانووظيفه دچي دهغوي په بغل کې ودريږې . په يوه خبره همدا اوس يې وخت دی چي ټوله نړئ دپاکستان دتجاوز،لاس وهنواومداخلوشاهده ده ،دډيورنډدکرښي پر سرتارخي پرابلم اودهغه پايلي ،په پاکستان کي دپشتنو اوبلوڅودسرنويشت ټاکلو خپلواکه حق مسله دنړی والو خبرو اجندأ وگرځی ،دکرښي کوزه خوا پښتانه اوبلوڅ اړتيا لري خپل دقيق اوټولوته دمنلووړ طرحه اودريځ همدا اوس اعلان کړی ،اودخپل حق غوښتنه وکړي ،دايومنل اصل دی (( حق ااخيستل کيږي ورکول کيږي نه )) .
دا نږدې شپېته کاله پاکستان په افغانستان کي دلاس وهلوحق ځانته ورکوي غواړي سياسي نظام يې دپاکستان په خوښه جوړ شي ،له يوه حقيقت څخه سترگي پټول له هيواد اوهيوادوالوسره ستره جفا اوخينت دی هغه داچي همدا اوس پاکستان تر بل هر سياسي ځواک دافغانستان په مختلفوسياسي ،مذهبې او توکمی کړيو ډير پلويان لري ،تنها هغوي ته هدايت دادی چی چوپ اوسی ،دپاکستان استخبارات پدې پوهېدل چي داړتيالپاره ټولوهغوکسانوچي دوي ورته په يوه اوبل نام خپل اوياپردئ ډالرونه ورکول خپل تاثير داسي وساتي چي داړتياپه وخت کي هيڅ ډول سرغړونه ونکړی . دپاکستان په داخل کي هم داسي سياسي حلقې شته چي دژوروستراتيړېکي اهدافو له مخي نه غواړي دډيورنډ دکرښي سرنويشت روښانه اوڅرگندوټاکل شي . که دافغانستان اوپاکستان تر منځ دکرښي مسله عادلانه حل نشي ،اوامنيتي حالت په همدي ډول دوام ومومي داحتمي ده چي بهرنيان له افغانستان څخه وزي داچي دوتلولپاره به کومه اوڅنگه ،په عاميانه اصطلاح دوړوپوزه جوړوي دابله خبره ده ،خوملک به يوه بل ناورين ته ورټيل وهل کيږي ،په هغه صورت کښي به د پا کستا ني جنرالانو پلويان يوځل بياپر افغان ولس دمنځنيوپېړيوپه دودحکومت کولوامکانات پيداکړی . هغه کسان چي اوس غواړي لوټه په اوبوکښي کښېږدي او پرتير شي دغوکسانو تل دخلکوله پاکو ملي احسا سا تواوغرورنه دځان دشهرت اويابل چالپاره گټه اخيستې ،فکر کوي ديوڅه مودي لپاره به نور هم وواک کښي پاته شي. دا تر لمر روښانه خبره ده چي په اوسنيو شرايطو کي بېله بهرنيوځواکو يوساعت هم دادولت دمقاومت توان نلري ،اونه به د ملي حاکميت اوځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړاي شي . دنړيوالوځواکونو دوتوپه صورت کښي به په هيواد کي يوځل بياکورنۍ جگړه پيل اودډير وخت لپاره دغه نيم بنده اوتر انتقاد ونولاندي دموکراسۍ اوټولنيزوازاديوسره به هم مخه ښه وشي . که داځل په افغانستان کي بنسټپال واک تر لاسه کړي ،داډرشته چي هيوادپر شمال اوجنوب وويشل شي . همدا اوس بايد دنړيوالو په موجوديت کښي دکرښي برخه ليک،دسپښتنو اوبلوڅودسربويشت ټاکلومسله دټولونړيوالومنل شوواصولواوپرنسيبونوپر اساس حل شي . داچي يوشمير روښانه آيندې اوخپلواکه دولتي اداري جوړېدوته انتظار باسي فکر کوم چي دا انتظار به ډير وخت ونسي ،پر دغه مسله دهرڅومره زيات وخت تيرېدل په هيڅ صورت دکرښي جنوبي پلو پرتوقومونوپه منځ کي دملي احساس اوحق ترلاسه کولولپاره مرسته نشي کولاي . معکوس همدا اوس ډير ددې سره ممکن علاقه ونلري چي دخپل پلارني ټاټوبي افغانستان سره يوځاي شي ؟پاکستاني واکداران نه يوازي په افغانستان اودکرښي هاخواپرتو قومونو کي دخپلواکی احساس نه ټکوی بلکي دخپلو تبليغاتي کړيو اوشبکو له لاري دځوان نسل په مغذوکې دوطن سره مينه اودخپلواکی احساس مينځې ،دهغوپه فکرونو کښي دافغانستان اوافغانانو سره کينه روزي . زماددې خبري دثبوت لپاره زياتي بېلگې شته که څوک علاقه لري زماسره دي تماس ونسي زه کولاي شم دوي ته يې تشريح کړم .
په يوه ټکي بايد ټول ليکوال اوسياسي څېړونکي پوه وي تر کومه ځايه چي دپاکستان توان رسيږي ، او د نړيوالو اړيکو اوامکاناتوڅخه استفاده کولاي شي ،پاکستاني چارواکي به په خپله خوښه ،دافغانستان ديوحکومت په غوښتنه هيڅ کله حاضر نشي چي څوک دډيورنډدکرښي برخه ليک ،دپښتنو اوبلوڅو دسر نو يشت ټاکلو مسله داسي مطرح کړی چې دپاکستان گټوته زيان ورسېږي . دا نږدې شپېته کاله پاکستان په افغانستان کي دلاس وهلوحق ځانته ورکوي غواړي سياسي نظام يې دپاکستان په خوښه جوړ شي. دپاکستان په داخل کي داسي سياسي حلقې شته چي دژوروستراتيړېکي اهدافو له مخي نه غواړي دډيورنډ دکرښي سرنويشت روښانه اوڅرگندوټاکل شي. که دافغانستان اوپاکستان تر منځ دکرښي مسله حل نشي ،اوامنيتي حالت په همدي ډول دوام ومومي داحتمي ده چي بهرنيان له افغانستان څخه وزي داچي دوتولپاره به کومه اوڅنگه ،په عاميانه اصطلاح دوړوپوزه جوړوي دابله خبره ده خوملک به يوه بل ناورين ته ورټيل وهل کيږي ،په هغه صورت کښي به په پاکستان کي دپاکستاني جنرالانو پلوياله افغانستان څخه خپلي گټي ترلاسه کوي ،اوهغه کسان چي اوس غواړي لوټه په اوبوکښي کښېږدي او پرتير شي هغوي تل دپاکوخلکوله ملي احسا سا تواوغرورنه دځان دشهرت اويابل چالپاره گټه اخلي . ځکه بې بهرنيوځواکو يوساعت هم دادولت په اوسنيو شرايطو کي دمقاومت توان نلري چي د ملي حاکميت اوځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړی . دنړېدوپه صورت کښي يې په هيواد کي يوځل بياکورنۍ جگړه اودډير وخت لپاره دغه نيم بنده اوتر زياتوانتقادونولاندي دموکراسۍ اوټولنيزوازاديوسره مخه ښه وشي . زه داډول موقف نيول دهيواد اوخلکو سره جفابولم . که داځل په افغانستان کي بنسټپال واک تر لاسه کړي ،داډرشته چي هيوادپر شمال اوجنوب وويشل شي . همدا اوس دنړيوالو په موجوديت کښي دکرښي برخه ليک دهغوي په مرسته اومنځگړيتوب بايد وټاکل شي . د پورتنیو واقيعتونو پر بنسټ په اوسنیو حساسو نړيوالوشرايطوکې دا لازمه ده چې د افغان ولس استازي او سیاسي کارپوهان اوگوندونه خپل ټول ځواک پکار واچوي چې د ټولو هغو سیمه ایزو او نړېوالو سازمانو پام دې خبرې ته راوګرځوي چې دغه کرښه د افغانستان د خلکو پر ځیګر تېره شوې او هغه یې پر دوټوټووېشلی دی .باید دننه په هېواد کې په دې باب دملگرو ملتوپر سازمان .اروپا پارلمان ،اسلامي کنفرانس سازمان اونورونړيوالو سازمانو سیاسي را شي ،تر څو هغوي مجبورشي دمسلې دعادلانه حل په منظور ديونړيوال کنفرانس جوړېدو ته غاړه کښېږدی .
زماپه عقيده دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دکرښې،پښتنواوبلوڅوته دسرنويشت ټاکلوخپلواک حق ورکولو پر سر راپيداشوي (( يوسل اوڅورلس )) کلنه ستونزه په تشو تبليغاتونشي حل کېداي .
که بهرني هيوادونه لکه ( دامريکا متحده ايالات ،انگلستان ،کاناډا ،هند،روسيه او اروپايي هيوادونه ) په رښتيا غواړي چي :
۱/ په سيمه اونړی کي دنړيوال تروريزم اوهرډول بنسټپالودفعاليتونو مخه ونيول شي .
۲ / په افغانستان کي دهمېشنۍ سولي اوددې نړېدلی هيواد بيارغوني لپاره عيني اوحقيقي لاره هواره شي .
۳/ په افغانستان کي ددمکراسۍ،ټولنيز عدالت ،جنسي ،مذهبي ،ژبني،قومي اونوروتوپيرونوله منځه وړو امکانات راڅرگند شي .
۴ / د ټولو وسله والو ډلوڅخه چي يوازي دنړيوالو لخوا ثبت شوډلوشمير ((۱۸۰۰)) اودوسله والو شمير يې ((۱۲۵۰۰۰)) زره ته رسيږي ، وسلې راټولې او د دغه پروسې دمخالفينو سره غوڅ چلند وشي .
۵ / که په افغانستان کي دنماينده مسلکي اوقانون پلي کوونکي دولتي ادارې اوعدلي سيسټم مسلکي کېدواودولت له دغه فساد څخه چي همدا اوس ترخولې پکښي غرق دی دخلاصون سره رښتياني علاقه وي .
۶ / په افغانستان کي دملي اردواوپوليسودجوړيدوپروسه چټکه اوافغانستان په رښتياسره ديوه غښتلي ملي اردواومسلکي پوليسوڅښتن شي .
۷ / په افغانستان کې چي دنړی تر ((۹۰))په سلو کي زيات تارياک اوله هغونه هيروئين توليدېږي دکرلو،توليد،سوداگرۍاوترانسپورټ مخه ونيول سي .
۸ / تر ټولو مهم اوحياتي دا چي دافغانستان اوپاکستان تر منځ د(( ۱۱۴ )) کلو راپاته تاريخي لانجه حل ،پښتانه اوبلوڅ دخپل رواحق څښتنان شي .
روبين خو وايي يوازي په سپېنه ماڼی کي ددريو جمهور رئيسانو ناستي اويوڅه زيات حرکت ته اړتياده مگر دومره ساده هم نده ،نړيواله ټولنه په ځانگړې توگه پورته ياد شوي هيوادونه دملگروملتودسازمان اوامنيت شورا بايد دملتونودسرنويشت ټاکلو دحق دپرنصيبونو له مخي دانسانيت اوبشرته دنجات ترنامه لاندي ددغو گامونوصادقانه اوچتولوته اړتياليدل کيږي :
الف : تر لمر روښانه حقيقت دي چي دافغانستان اوپاکستان تر منځ داختلاف اساسي بنياداوخښته دډيورنډدکرښي دبرخه ليک ټاکلو،پښتنو اوبلوڅوته دسرنويشت خپلواک حق ورکولومسله ده .همدا اختلاف ددي باعث گرځېدلی چي دافغانستان اوپاکستان تر منځ مناسبات دبې باوری اويودبل په مقابل کي ددښمنۍ تر سيوری لاندي راغلي . البته پدي کښي نړيواله ټولنه هم ملامته گنل کيږي ځکه دوي هيڅ وخت داختلاف واساسي ټکو اوددواړو هيوادوتر منځ ددښمنيودحل لپاره نه داچي تلاش ندۍ کړی بلکه دساړه جنگ په دوران کښي له همدغه اختلاف څخه دخپلو گټو په خاطر ناوړه استفاده شوې ده .
ب : دپورته حقيقت او واقيعت په منلو سره اوس چي نړيواله ټولنه په سر دامريکا متحدا ايالات عملأ دهمدغه اختلاف اوپاکستاني جنرالانو دهژمونيستي اشتها له مخي په افغانستان کي د۴۳ زره بهرنيومجهزوسرتيروپه شتون کي چي تر غاښوپه مډرنه وسله باردي ،پدي هيواد کي نه يواي دا چي سوله تامين نشوه ،مرکزي حکومت تر کليوونه غځېد،دهري ورځی په تيريدو سره کلي اوښارونه ورنيږي ،ښونځۍ دماشومانوپرمخ تړل کيږي .بنسټپال ،جنگسالار،محلي اوتنظېمي قوماندانان زوراخلي ،دولتي اداره جوړه خودفساد اوشرارت نه يې خلک وطن پرېښودلو اوياددولت مخالفوسره يوځاي کېدوته مجبور کړه .دښځواوماشومانو دحق مسله يوداستان شو،دهيوادټوله دکرهڼې وړ مځکه دکوکنارودکښت لپاره ځانگړې او افغانستان دنړۍ يوازنۍ ترنوروډير تارياکو اوهيروئينو دتوليد کوونکو هيوادوپه نوم ياد شو،دافغانانوملي غرورته نه داچي سدمه رسېدلي بلکي سپکاوی هم شوی دی .
ت : نه پوهيږم چي ولي يوشمير سړه جگړ ه ختمه بولي زما په نظر دشوروي سيستم په ړنگېدواوپه نړيواله کچه امريکاته دسياسي اوپوځۍ زبرځواک په توگه ميدان پاته کېدل ددې لامل شوه چي دساړې جگړې پروسه يوڅه کنده او آهسته شول ،نړۍ دکمونيزم په يودم نړېدو سره گيچ شو،مگر دوخت په تيرېدو ،په نړيوال ډگر کي دامريکا اوانگليستان تيروتني اويکه تازيو نور ملتونه په حرکت راوستل اوهغه يې وهڅول يوځل بيا رابيدارشي اودغو دو يادشوو هيوادوته گوت څنډنه وکړي ،همدا اوس په نړيواله کچه دگټوپر سر په نړېوال ډگر کي دامريکا ،انگليستان ،اروپا ،امريکا او انگليستان سره داختلافاتو بېلگې راڅرگندېږي .داچي له بدمرگه له دغو اشتباهاتو اوزورازماينو څخه يوي بلې ډلې ددمذهبونو(اسلام اوعيسويت ) تر منځ دزورازمايني مرحله غښتلې پر مخ بيا يي دابله نړيواله غميزه ده چي ډيري ناوړي پايلي لري . همدا اوس په سيمه کي دامريکا ،شانگهاي تړون غړې هيوادو،امريکا ،ايران ،روسيه ، اودپردي شاته دامتيازترلاسه کولوپه خاطردپاکستان غوښتني له امريکا اوناټونه اودهغوپرسر اختلافات هغه څه دي چي په حقيقت کښي يې دافغانستان اوسنۍ ناخوالي تر سيوري لاندي راوستلي اودپاکستان تبر ته يي دافغانستان په مقابل کي لاستی ورکړۍ . پاکستان اوس تر بل هر وخت پخوا خپل موقف احساسوي اوپدې ښه پوهيږي چي دامريکا اوناټو لپاره دپاکستان خوابدی کول په گټه ندي ،پدغه پېچلو شرايطو کښي چي له يوې خوا هند،چين،ايران اوروسيه تلاښ لري امريکا اوناټو په افغانستان کي نوره هم شکيل اودسترولگښتونوغوښتونکی شي ،اوبل طرف ته امريکادايران سره چې اوس عملأ په سيمه کي ټاکلی نفوذ لري په مشکلاتواخته دی . پردغو ټولو سربېره حقيقت دادی چې دافغانستان دمسلې حل په زيات کچه دنړيوالومسايلودحل اونړيوال تروريزم دجرړو په ايستلو کي مرسته کوي .دغو اساسي ټکوته په پاملرني سره زه په دغه سيمه کي دحل ديوازنی لاره د لاندي ټکو په پلي کېدو کښي وينم ،خوپر خپل نظر ټينگار نه کوم کېداش نور پوهان اوسياسي څيړونکی بور وړاندېزونه ولري چي تر دغه به ښه اوگټور وي :
اول : تر کومه ځايه چي دکړکيچ دواړه اړخونه مستقل هيوادونه دي اوله بلې خواپدي مسله کښې تر ډيره حده انگليستان دمسلې ددريم اوپه خپل وخت کې داساسي کړۍ په توگه مطرح دی اړينه برېښي ددغی تاريخي مسلې ددايمي حل اواختلافاتودهوارۍ په خاطر دنړيوالو اصولواوپرنصيبونوپر اساس نړيوال کنفرانس راوبلل شي .

داکنفرانس بايد دملگروملتو ،امنيت شورا،ناپېيلو هيوادو دسازمان ،داسلامي هيوادو دکنفرانس دسازمان تر مستقيمی سرپرستۍ اونظارت لاندي جوړشې .

په کنفرانس کي دافغانستان اوپاکستان له لوري داسي ټاکل شوي ستازي چي علمي صلاحيت ولري ،ددواړو هيوادوددرو گونو قواو رئيسان ،دمحکوم اوازادپښتونستان اوبلوچستان ،دټولوسياسي گوندونو اوقومونومشران ((شمير يې بايد له مخکي نه ټاکل شوی وي)) ،په افغانستان کي دټولو سياسي گوندونو،اوميشت قومونواستازي دخلکو په انتخاب اوخوښه ، داروپادپارلمان ،دناټو، عربی هيوادو،د نړ يو الوعدلي محکمواوحقوق دانانودسازمانو استازوته دگډون لپاره بلنه ورکړه شي .

دکنفرانس دجوړېدو اساسي موخه ددواړو هيوادو تر منځ دتاريخي لانجې حل (پشتنو اوبلوڅودعادلانه اوددوي به خوشه سرنويشت ټاکل) اعلان شي ؛ په کنفرانس کي دگټونکی اوبايلونکي مسله اوروحيه به دکنفرانس کارونه له ستونزوسره مخامخ کړي ؛ځکه لازمه ليدل کيږي چي دکنفرانس کارديوې ستونزي دحل په مفهوم پر مخ ولړ شي . داډيره مهمه اوآړېنه دچي هيڅ يوه پرېکړه داکثريت اوقليت داصل پر بسټ ونشيدکانسيسيوم يامتقابل تفاهم اصل ته درناوی وشي ،دپرېګړی په وخت کې يوازي اويوازي بايد حق ،عدالت ،اومنطق حاکم وي .

دکفرانس په اجندا کي پردومسلوباندي بحث اړين برېښي :





الف : دډيورنډ دکرښی سويلي طرف اوسېدونکو( پښتنو اوبلوڅو)ته دخپل سرنويشت ټاکلولپاره دازاد اختيارورکول ،چي تر نړيوال نظارت لاندي به دټول پوښتني په شکل پلي کيږي .

په ټول پوښتنه کې بايددرې سوالونه واضح اوڅرگندو ليکل شي او جواب ئې د((هويا نه )) کليمې وي





اول : غواړۍ يو ديوخپلواک هيواد په توگه په نړۍ کي په رسميت وپېژندل شی ؟
دوهم : غواړۍ دوباره له خپل پلارنی هيواد افغانستان سره يوځاي شی ؟
دريم : غواړی دپاکستان دهيوادپه چوکاټ کي ديوې خودمختاره صوبې په توگه پاته شی ؟
ب : دافغانستان اوپاکستان تر منځ راتلونکی مناسبات او اړېکي . تر ټول پوښتني وروسته د ډيو رنډدکر ښي برخه ليک په اتوماتيک ډول څرگندېږي ،تر هغه وروسته دافغانستان اوپاکستان تر منځ مناسبات اواړېکو په هکله بايد پرېکړه وشي ،دواړه هيوادونه پدي مکلف شي چي يو دبل هيواد په کورنيو چاروکي دهرډول مداخلواولاس وهنوڅخه لاس په سرشی . دنړيوالو نورومونو له مخې تيری کونکی هيواد بايد مجرم وگنل شي . د پرېکړو پر پلي کېدو نظارت اوکنترول دامنيت شوراته وسپارل شي .
دابه تر ټولوښه او افغان ولس په گټه وي چي افغانستان په سيمه کي ديوناپېيلي هيواد په توگه لکه ژينو په رسميت وپېژندل شي اودبې طرفئ درناوۍ يې وشي .
نوربيا