داپرېکړه دکوم قانون له مخې ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حبيب الله غمخور

افغانان ملي دنده لري چې دايران دفرهنگی يرغل په مقابل کې ودرېږي

دفبروري دمياشتي پر ۱۹ نېټه دافغانستان دپار لمان په دولسي جرګه کې دفرهنګي اوديني،اموروکميسيون. يوه عجيبه غوندي پر ېکړه وکړ ه،هغه داچې پسله دېنه به په ټول افغانستان کې ددولتي ادارو نومونه پر لوحو په دواړو ژبو(پښتو اودری) ليکل کېږي .
خو داېې سپېنه نه نکړه چې ولي به په دواړوژبو ديوې دولتی ادارې نوم ليکل کېږي ؟
ايا کېداي سي پدې ډول دژبو دانډول اوتفوق مسله حل شي؟ اوکه په حقيقت کې داکا رپخپله دژبوتر منځ اختلاف ته لمن وهل دي؟ دنړی په يوه کنج کې څوک داسي يوهيوادنشی راښودلاي چې هلته ئې دولتي اوياغير دولتي لوحې په څوژبو ليکل شوی وي .
دمعمول سره سم په ټوله اروپا کې سره لدې چې مختلف قومونه اوژبو ويونکی اوسېږي ، ټولې لوحې دهغه هيواد داکثريت په ژبه دي ،يعني په جرمني کې په المانی ،په سويډن کې په سويډني ،ناروی کې نارويجې ،ډنمارک کښي ډنمارکی ،پولنډ کې پولنډي ،روسيه کې روسی ،ايران کې ايرانی (فارسي ) اوداسي ټول هيودونه . جالبه خوداده چې محقيق صاحب اوپلويانو ئي ولې پر عادې مسايلو دواړې پښې په يوه موزه کي اچولي دی ؟
په ټول افغانستان هغو ته چې دخپل هيوادسره بېگانه ندی په هرقوم اوژبه چې خبري کوي وايي دلته دژبو تر منځ جگړه نشته اونه هم يو دسالم عقل خاوند افغان دژبوتر منځ اختلاف ته پکۍ وهی .خبر لمر غوندي روښانه داده چې ايرانی ترمينالوژی په افغانستان کې دافغانانو لپاره دمنلو وړنده .افغانان ملي دنده لری چې دايران دفرهنگی يرغل په مقابل کې ودرېږي . داچې دغه مقاومت ته يوشمير پردی پلوه اودايرانی اخوندانو لاس پوڅی قومی اوژبنۍ رنگ ورکوی داپه دوي پوري اړه لري ،پښتانه لدېنه بايد ډار ونلري .
راشی چې ددې مسلې دحل اساسی لاري ولټوو. که پر اصطلاحاتو دسياسي سوداگرئ مسله مطرح نه وي ښه داده چې دملي يو والي دساتلو په منظور په افغانستان کې دژبوتر منځ داړيکو او انډول دمسلې دحل هغې برخی ته راوگرځوکوم چې يوشميرځېنې وېرېږی . يعني زموږ په هيوادکې دژبو تر منځ دملي انډول مسله بايد يوه ورځ حل شي . دابايد سپينه شی چې په دولت کې کومه ژبه حاکمه وی ،يعني کومه ژبه تر نوروډيره دولتی بڼه ولري . ددې مسلې دحل لپاره کېداشي له نړيوالو تجاريبو څخه په ډير ساده بڼه استفاده وشی . داخبره چې ډير خلک په دري خبري کوی ددې لامل نشی گرځېداي چې دپښتو کمبله دې ټوله شی . پښتانه په هيڅ ډول دې ته نه دی تيار چې خپله مورنۍ ژبه دلاسه ورکړی،داېې مسلم حق دی ځکه يوملت هغه وخت ژوندی دی چې ژبه ئي ژوندۍ وي .که پدې هوښياری سره چې ټول په دری ژبه پوهېږی پدې ملک کښي دپښتنواوپښتوژبې فاتحه اخيستل کېږي فکرکوم دابه يونه رښتياشوئ خوب وي . پښتنو ځکه دری زده کړې چې يو خوپه حقيقت کې ژبنۍ تعصب نلري ،اوبل پدې پوهېږي چې واړه قومونه بايد په خپل بغل کې وساتي ،اوتر دې لاهم که ئي ورزياته کړم پښتانه دری ژبه دخپل هيواد ديوشمير وگړو مورنۍ ژبه بولی اوداژبه په همدې افغانستان کې پيدا اولويه شوې ده .پښتانه لکه يو شمير تنگ نظره اوله ملي تعصب نه ډک کسان افغانستان پر جنوب او شمال نه وېشې پدغه جغرافيايي موقعيت کې پرته خاوره خپل وطن بولی ، اوهيڅ يوپخوانۍ تاريخي افتخار يا وېاړنه پردو ته نه بخښی . داپدې معنا چې دري ژبه زموږ دولس ژبه ده اوټول تاريخ ئې په موږ پوري اړه لري .
داخبره چې گويا پښتانه ددری سره دښمنی کوی کاملأ درواغ اوله حقيقت نه ليري ايرانی توطيه ده . اوله بلې خوا دنړی په تر ۱۹۲زياتو هيوادو کې دنفوسوداکثريت ژبه رسمی دلوړ ملي اوبين المللي اعتبارلرونکې ده .
بلې هو ۱ فکر کوم اوس آهسته اهسته ددې وخت رارسېدلۍ دی چې ايران پلووته داپه گوته شي چې پر خپل ځاي کښېنۍ ، اودايرانی فرهنگی يرغل په مقابل کې دملي مقاومت سره يوځاي ددې غوڅ اکثريت ولس دمورنۍ ژبې حق تر لاسه شی .
نور په پښتو ژبه ملنډی وهل اوپه افغانستان کې دايرانی فرهنگ دپراختياپر خلاف بايدملي قيام اومقاومت ترسره شی .
دډله ايزو رسنيو ددورستيوخپرو شويو معلوماتواوليکنو له مخې داسي څرگندېدږي چې په افغانستان کې دژبو مسله حاد ه شوې ده .
د اساسي قانون په ۱۶ ماده کې دژبو درسمي کېدو په هکله مسله په گونگه بڼه ليکل شوې ده دامسله روښانه نده چې کومه ژبه تر بلې اولويت لري .که په قانون کې دې مسلې ته جدې او اساسي پاملرنه شوې واي اوس به موږ له دې ستونزوسره نه مخامخ کېداي .
بلې ! په يوه هيوادکې کېداي شي ابتدائيه تعليمات په مورنۍ ژبه وشی اوياهر څوک حق لري ،په خپله مورنۍ ژبه خبري وکړی ،په مختلفو ژبو کېداي شي کتابونه وليکل شی واړه تصويري اوچاپي سيمه ايزنشرات وسی ،مگر په دولت کې دامسله بايد حل وی چې په کومه ژبه دولتي کارونه تر سه شی ،اوهمدا ډول په کومه ژبه له متوسطو تعليماتو نيولې تر عالي اومسلکی تحصيلات تر سره شی.
زموږ په هيوادکې له ډير پخوا داسي راغلې چې پښتو اودری دواړي دولتي ،تعليمی ،تحصيلی اومطبوعاتي ژبې دی . دغه کشماکش چې له بهره دنوروموخولپاره راوړل شوی اوپيدا شوی دی ،پخوا ولی نه وو؟ ولی ددې خبري په مقابل کې حساسيتونه را پارېږي کله چې پښتانه خپل حق غواړی ،پښتوته حق ورکول اويادهغې دپياوړتيالپاره دپښتنو لخواتلاښ په هيڅ صورت دبلې ژبې دکمزوری لامل نشی کېداي .

محقيق صاحب ! داويش مو له چانه زده کړ؟

داپر ځاي خبره ده چي وايي (( ترکاڼي دبيزوکارنه دی)) رښتيا هم ستاسو اوستاسو پلويانو لپاره دژبې دمسلئ حل گران کاردی ،ځکه تاسو نه اديبان اونه هم حقوق دانان ياست ،جگړمار ياست اوپه جگړه رښتياهم تر هرچا ممکن ښه پوه شی ،حيف چې ښاغلی کرزی صاحب ديوې فرقی قوماندانی نده درکړې ،کاشکی داکار ئي کړی واي ،ښه قوماندان به واي ،داچې فرقه به موبياپر چاخرڅولاي دابله خبره ده .

محقيق صاحب ! که دادرسره ومنوچې لوحې به په دواړو ژبو ليکل کيږي ،په هغه صورت کې به نوزموږ وړانديز داسي وی : تر هغو چې داشميره معلومېږي چې دکومی ژبې خاوندان ډيردی ،محقيق صاحب خاوندان مي وويل نه ويونکی ،ددې لپاره چې ښه پرې پوه شې يعنی چې مورنۍ ژ به ئې وی ،پدې هيواد کې ټول کارونه بايد په مساويانه توگه په دواړو ژبوترسره شی .
په ټول افغانستان کې دامساوات بايد عملي شي .دا تر ((۳۵۰ )) زيات چاپی نشرات ،راډيوگانی اوټلويز يونونه ،ترجمانان اوټول هغه څه چې دژبې په استعمال پوري اړه لري هم بايد په مساويانه ډول د دواړو ژبو په وسيله تر سره شی.

اود اخبره دا معبنالري چې :

۱ / دولت بايدمکلف وگڼل شی چې سرله همدا ستاسو دفيصلې نه په ټول افغانستان کې دافغان ماشومانو اوځوانانو لپاره په دوژبودتعليم اوتحصيل امکانات ژر تر ژره برابرکړی .
۲ / ټول مطبوعات (دولتی اوشخصی )مکلفيت لري چې په خپلو ټولونشراتوکې دژبوداستعمال دقيق اوجدی انډول په نظر کې ونسي ،له دې امرنه سرغړونکې خپرونه سمدلاسه بايدمصادره شی،تر څودنورولپاره عبرت وگرځی . داخبره چې آزادي ده شخصی نشرات حق لري هغه څه وکړي چې زړه ئي غواړي بايد تحليل اوبرسی شي ،بلې هر څه ليکلاي شي ،ويلاي شی،مگر ملي گټوته دتاوان رسولوحق څوک نلري ،دژبو مسله دملي ارزږښت اوگټولويه برخه ده له همدې امله ټول بېله استثنا هغې ته په درناوی مکلف دي .
۳ / په ټولو دولتي اوغيري دولتی ادادرو کې اسناد (مکتوبونه اونورکاغذونه ) په دواړو ژبو د استفادي وړوی،هغه چاته بايدجزاورکړه شی چې وايي زه پدې ژبه نه پوهېږم .
۴ / دافغانستان ټول دولتی مامورين اوپه بهرکې ديپلوماتان دپارلمان وکيلان اوسناتوران مکلفيت ولری چې په پښتو اودری ژبو روانی خبري ،ليکل اولوستل وکړاشی .
دغه ډول پروگرام به ټول درسره ومنې . مگر که تاسوپه زيات مهارت اويوشمير رټل شووکسانوپه وسيله دپښتنو ژبه ورکوی اوټول هڅوی چې په دري خبرې وکړی اوهغه هم په ايرانی فارسی داخبره څوک درسره نه منې ،دا افغانستان دی ،ايرانستان نه دی .
موږ همدا اوس گورو اواحساسووئې چې ايراني اخوندان زموږ دهيوادپر کورنۍ اوبهرنۍ مډيا اودډله ايزي خبرونې پر رسنيو باندي خېټه اچولې اودخپلو نوکرانو په مرسته ايرانی فارسی رواجوی دغې موخې ته درسېدولپاره ايراني اخوندانوپه افغانستان کې دخپلو امکاناتو څخه په استفادې سره وکولاي شول په ټولومطبوعاتي اونشراتي موسسوکې په ايران کې روزل شوی اويا ايران پلوه کسان په کار وگماري .
که تاسودانترنت هغو سایټو ته چې په فارسی نشرات کوی سر وښکاره کړی له ورايه معلومېږي چې پدې ورستيوکې دا ښاغلی چې دوطن پرستی اوافغانيت ډبره پر ټټر ټکوی په څومره مهارت دخپل ايراني بادارد خوشحالی اوخدمت لپاره ددرې ژبې دمروجه لغاتونوپرځاي چې هر عادي افغان پرې پوهېږی ايرانی لغاتونه استعمالوی .
زه اوس نه غواړم دهغو نمونې راواخلم ،ځکه له يوه سره داپاڼې دايرانی فرهنگ اوايرانی فارسی په چوپړ کې دي . البته څودگوتوپه شمير درې پانې شته چې خپل ملي رسالت ئي ساتلی دی . همدا ډول په افغانستان کې تلويزيونو،راديوگانو اوچاپي طبوعات لخوادشخصې ملکيتو ترنامه لاندي دافغانی دری سره څومره جفا کيږي ؟
محقيق صاحب ! که دايران په چوپړ کې نه ياست بيانو ولی ملي غرور تر پښو لاندي کوی ؟په پايز ،مرداد خرداد ،پزشک ،اسفند اوبهمن اوبې شميره ايراني اصطلاحاتو چې دا بې وطنه ئي په دري ژبه کې پکار وړی ،همدا ستا هزاره وروڼه چې ايران ته نه وی تللی نه پرې پوهېږي . اوله نیکه مرغه هغه عوام خلک چې ايران ته تللی اوهلته ئي څه موده تيره کړې ده دايرانی چارواکودنوم له اورېدوسره حساسيت لري ژبه خوئې پر ځاي پرېږده . ځکه هم ايرانی اخوندان مجبور شول معين کسان وروزی اودافغانستان سره دفرهنگی مرستوتر نامه لاندی خپل تور اوکرغېړن لاسونه زموږ خاوری ته راداخل کړی .
هغه لغاتونه چي له پښتو ژبې نه په دری ژبه کي منل شوی دي دهغوي پر ځاي په ايران کې مروجه لغاتونو استعمال پخپله ملي نفاق ته لمن وهل اودملي تر مينالوژی نه سر ه دښمنی ده .
ښاغلی محقيق صاحب ! تاسو پخپله دې نا عاقبت انديشه پرېکړه ممکن پښتانه دې ته وهڅوی چې پسله دېنه يو پښتون هم په بله ژبه خبري ونکړي . تاسوکورنۍ ،کلي اوښارونه سره ويشل غواړی،موږ افغانان يوملت يو اودپردوپرستو لپاره بايد په افغانستان اودافغانانوپه منځ کې ځاي نور تنگ شی .

دخوست دغيرتی خلکو دقومی جرگې دپرېکړي پدې مادو به ئي پاي ته ورسوم :
۱ : موږ په هېوادكې ملي يووالي ته اړتيالرواوهېچاته به ددې اجازه ورنكړوچې دپرديودخوشحالولولپاره زموږملي يووالي اوشتمنيوته تاوان رسوي .
۲: موږدسيمې له هېوادونوسره دكلتوري اړيكيوپلوي كوو،خودكلتوري يرغلونوپروړاندې يې هرډول مبارزې ته تياريو . پاي