افغانستان ته داضافی فوځونو لییږل لویه اشتباه ده ! 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت الله رحمت

د اولسمشر بارک اوباما پوڅي او د بهرنیو چارو سلاکار وایې چې ممکن ښاغلی اوباما افغانستان ته د زیات شمیر ځواکونو د لیږدولو له پریکړې تیرشي څکه د افغانستان جګړه له پوڅي لارې نه شي حل کيدای. د ولسمشر اوباما حکومت غواړي افغانستان ته زیاته پاملرنه وکړي.

دهغه مرستيال وايي افغانستان ته دنورو امريکايي پوځيانو له استولو سره به د امريکايي پوځيانو تلفات زيات شي مرستيال ولسمشرجوبايډن ديکشنبې په ورځ وويل افغانستان ته دبارک اوباما له لوري دنورو عسکرو له لېږلو سره به په دغه هيواد کې دامريکايي پوځيانو تلفات زيات شي ولس مشراوباما غواړي چې له عراق څخه پام افغانستان ته واړوي اودا هيواد له تروريزم سره دمبارزې په مرکزي جبهې بدل کړي.

دفرانسې دخبري اژانس په حواله ، دناټوقواوودقومندان (بانتز كرادوك) له قوله ويل شوي : ګرانه ده چې دپرتوبې جلبه اقتصادي ستونزوپه شتون اوګواښ کې اروپايي هيوادونوداوبامادې غوښتنې ته غاړه کيږي دي چې په افغانستان هغوى خپل فوځي حضورته دوام ورکړي اونورملاماتونکي بوجونه په اوږه باروساتي ، دقومندان په خبره دکاناډااوهاليڼدهيوادونه چې په افغانستان کې يې له امريکااوبرتانياورسته ډير عسکر لرل اودپام وړ جنګي لګښتونه يې په ذمه اخيستي وو، ايله ديوکال لپاره په افغانستان کې خپلوژمنوته تعهداووفاداري لري ، له يوکال ورسته هغوى کلکه اراده کړي چې افغانستان به پريږدي
بانتز كرادوك داهم ويلي چې دناټود ٣٦هيوداونو له جملې نه چې په افغانستان کې جګړه پرمخ بيايي ، يواځې ٦هيوادونه يې لږ څه ډيره ليوالتيالري چې دامريکا دراتلونکي ولسمشراوباوړانديزته مثبت ځواب ووايي ، نورديرش هيوادونه هڅې لري چې دخپلوهيوادونودداخلي اقتصادي ستونزې له امله دافغانستان ماموريت ته منفي ځواب ووايي
له بل لوري ، دامريکاد(پوليتيکو)مطبوعاتي تحليلي سازمان چې مطالب اوليکنې يې دامريکامشهورې مجلې اواخبارونه نشروي تيره اونۍ وويل : اوباماکه داخيال لري چې له عراق نه به افغانستان ته فوځيان بوزم اودجګړې لښګتونه به کم اوپه دې ترڅ کې به په خلاص مټ په افغانستان کې جګړه روانه وساتي ، لويه اشتباه ځکه ده چې اوس خويواځې دامريکااونوروبهرنيوقواووپه وړاندې طالبان جنګيږي اوبياهم طالبان دبهرنيوقواوپه نسبت کامياب دي ، که افغانستان ته نورې امريکايي قواوې وليږل شي په افغانانوکې ارومرو دااحساس پيداکيږي چې امريکايان داوږده وخت لپاره دافغانستان اشغال غواړي اوپه دې صورت کې دطالبانوتله اوځواک نورقوت مومي ، دددوداوتاريخي وقايعوله مخې بياپه ټول افغانستان کې دخارجيانوپه مقابل کې پاڅون پيليږي اوزياته ممکنه ده چې داوبامااوامريکاامپراطوري هم لکه نورې امپراطورانې په افغانستان کې له پښووغورځي اوپريوځي.
د متحده ايالاتو پخوانى سناتور او د کال ١٩٧٢ د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د ديموکرات گوند کانديد،جورج مک گورن، د جنوري پر ٢٣ د واشنگټن پوست په ورځپاڼه کي د امريکا نوي جمهورريس اوباما ته يو ليک خپروي. البته ليک خپله يوه تحليلي مقاله ده، او هم د يوه پخواني امريکايي مشر سياستوال نشنلسټي او بشري تمايلات بيانوي. هڅه سوې ده چي د مقالې ټول مهم ټکي ترجمه سي، خو په عين زمان کي د اجمال خيال هم وساتل سي .
ښاغلي جورج مک گورن ليکي: "جمهورريس اوباما زه ستاسو لپاره يو سپارښت لرم. لطفا ددې هڅه مه کوئ چي د متحده ايالاتو د اردو په مټ افغانستان سم کړئ. له عراق څخه زموږ عسکر را ايستل او افغانستان ته يې لېږل له بارانه را ولاړېدل او تر ناوې لاندي کښېنستل دي ."
ريشتيا هم متحده ايالات د نړۍ تر ټولو ستر پاور او طاقت دى، مگر يوه پېړۍ پخوا برتانيې همدا مقام لاره، او کله چي يې د افغانستان د جنگسالارانو او اقوامو د اېلولو تکل وکړ، د ډېرو سختو تاوانونو سره مخامخه سوه. همدا راز، شوروي اتحاد هم د خپل وخت يو سوپر پاور وو، او قريب يو لک عسکر يې په کال ١٩٧٩ کي افغانستان ته واستول، ليکن يوه لسيزه را وروسته گوډ او مات خپل هېواد ته را روان سو. همدې صدمې د شوروي اتحاد د نهايي سقوط سره مرسته وکړه .
منطق دا امر کوي چي زموږ عصري پوځ او طاقت_ او البته فرضي ښه نيت_ بايد موږ په افغانستان کي بريالي کړي، خو په جنوبي اسيا کي منطق هر وخت کار نه ورکوي. هغه افغاني جنگسالاران چي د غرونو پر څوکو ناست دي او يو د بل پر خلاف ډزي کوي، د هغوى د اتحاد او يووالي يوازنى عامل د يوه بهرني او پردي طاقت مداخله وي ، دا فرق نلري چي دا بهرنيان بايد انگرېزيان وي، که پروني روسان وي، او که ننني امريکايان .
زه له ډېر وخت راهيسي پدې عقيده لرم چي پوځي طاقت د ټروريزم حل ندى. په مېنځني ختيځ کي زموږ د پاليسيو سره کرکه په عراق کي زموږ مداخله، په سيمه کي د سعودي عربستان او مصر په شان مستبدو حکومتونو سره زموږ مرسته او همکاري، او د اسرايلو سره زموږ ملاتړ ايجادوي. موږ بايد لدې سيمي څخه خپلي قواووي را وباسو، او د ټروريسټانو لپاره نور د کرکي د ډېرولو فرصت برابر نه کړو. موږ بايد له عراق، افغانستان، سعودي عربستان، قطر او نورو ځايونو څخه خپل پوځيان را وباسو. موږ ته پکار ده چي پدې سيمه کي خپل تحميل سوي پوځي اډې وتړوو، ځکه هغوى موږ ته هيڅ خير او گټه نه را رسوي بلکي په سيمه کي زموږ پرخلاف بد احساسات لا را پاروي .
د شلمي پېړۍ په سر کي، برتانويانو فکر کاوه چي په عراق کي به خپل نفوذ خور کړي، خو داسي ونه سوه. ځکه هغه خلک چي د استقلال او ازادۍ خيال په سر کي لري، هغوى هيڅ وخت د بل ملک پوځي اډې پخپل هېواد کي نه غواړي. په ١٧٧٦ کي، تاسو به هم حتما لوستلي وي چي ١٣ کوچينيو مستعمرو د برتانيې ستره امپراتوري د امريکا له خاوري څخه پسي واخيسته .
په ٢٠٠٣ کي، جمهورريس بوش د ټروريزم د کمولو تر پلمې لاندي د عراق د نيولو امر ور کړ، مگر شپږ کال را وروسته په عراق کي ټروريزم او داخلي جنگونه لا زيات سويدي. که چيري موږ افغانستان د خپل جنگ محور وگرځوى، همدا کانه به هلته هم را باندي وسي .
زه خبر يم چي ځيني امريکايان ما ډېر ايډيالسټ بولي. خو وخت نا وخت ايډياليزم تر ټولو ښه رياليزم وي. ايډياليزم او رياليزم بايد يو بل رد او ترديد نه کړي. د عراق اشغال نه يوازي هغه عراقيان قهرولي دي چي د خپلي کورنۍ کوم غړى، گاونډى، او يا کورونه يې له لاسه ورکړ دي دي، بلکي په گرده اسلامي نړۍ کي يې زموږ پر خلاف بد احساسات را پارولي دي او د مځکي د کرې په هغه مهمه سيمه کي يې زموږ سياسي ليډرشيپ لړزانه کړى دى .
ښاغلې جمهورريس اوباما لکه تاسو غوندي زه هم د ټولو جنگونو مخالف نه يم. ما په دوهمي نړيوالي جگړې کي د خپل وطن د دفاع په غرض وسله واخيسته. مگر نن سبا د هغه عادلانه جنگ يادونه دي چي ما ددې ويلو ته اړباسي چي موږ بايد خپل ځوانان هغو بابېزه او غېرضروري جنگونو ته وا نه ستوو چي موږ په دننه او بهر کي کمزوري کوي، او هم حتى ښايي د خداى په دربار کي مو هم گناه کاره حساب کړي .
زموږ عسکرو په ډېرو عملياتو کي برخه اخيستې ده. هغوى دوه، درې، او يا څلور ځله د جنگ ميدانونو ته استول سوي دي. هغوى مېرمني، ماشومان،ميندي، او خويندي لري. هغوى د روحي فشارونو سره لاس او گريوان دي. زموږ زړه ور او بهادر عسکر مړه،گوډ، ړانده، او ټپيان دي. ښاغلي اوباما زما سپارښت دا دى چي راځه د پنځو کالو لپاره نور هيڅ تهاجمي جنگ و نه کړو. په همدې موده کي به د ماشومانو لپاره ډوډۍ او خوراکي مواد برابر کړو. افغانستان د نړۍ د هېوادونو تر ټولو غريب هېواد دى، راځه چي هلته د فقر او لوږي سره مقابله وکړو. ايا زما مفکوره يوه خوب او خيال دى؟ نه. نه. هيڅکه نه. زما نظريه تر جنگ ډېره ارزانه ده. زما د مفکورې سره سم به د ماشومانو لوږي خېټي مړې سي، او هم به هغوى مکتب او زدکړي ته را جلب سي. باور وکړه چي ښايي همدا د ټروريزم پر خلاف کاري اوده وي. د بل جنگ لپاره لا ډېر وخت سته، خو لوږه انتظار نه مني .
دشنونکوله نظره ، دافغانستان حالت له اووکلن خارجي اشغال نه ورسته چې امريکا، ناټواومتحدينويې خپله هره جنګي تجربه په دغه تيره موده کې پلې اوهرډول وحشت يې په کارواچاواوبياهم په دې ونتوانيدل چې افغانستان په خپله ولکه کې راولي اويادافغانانومخالفت اومقاومت غلي اوکمزورى کړي ، له دې ورسته په داسې حال کې چې خپله دامريکااومتحدينوترمنځ دافغانستان په اړه کلکې بې باورى اوبې اعتمادى رامنځته شوي اوډيرۍ همکاراودايتلاف غړي هيوادونه ، نورنه غواړي چې په افغانستان کې ځان ښکيل کړي اوسږاوبل کال كې دوتوهڅې لري ، نوپه دې صورت کې هيڅ ممکنه نده چې امريکايان هم په يواځې ځان دافغانانومقابله وکړاى شي
داچې امريکايان افغانستان ته دنوروديرش زرو فوځيانو داستولوناري وهي ، فکرکوودغه خبرې ترډيره حده تبليغاتي بڼه ځکه لري چې نورې نړۍ امريکايانوته په نوي ٢٠٠٩ليږديږ کال کې افغانستان ته دلسوفوځيانوداستولووعده هم ورنکړاى شوه ، نواوس امريکايان ددې په خاطرچې خپله دغه پرشاراتلنه اولويه رسوايي څه ناڅه جبيره اوپټى کړي ، نودنوروزرګونوامريکايي عسکرودليږلوتبليغات خوروي اودنوروفوځيانوداستولواحتمال په يوبل علت هم كمزوري ځكه بريښي چې امريکايي واکمن په خپله په دې لټه کې دي چې دافغانستان جګړه بيرته افغانانو اوخپلو ګوډاګيانوته ورپه غاړي کړي اوقومي مليشي اووسلوال اربکي جوړکړي
دلاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په نظر د افغانستان حالات ډېر پېچلي دي .په دې هيواد کې دنوې ستراتيژۍ دعملي کېدو په لاره کې خنډونه کم نه دي . په لغمان کې دامريکايي ځواکونو دعملياتو پرضد دخلکو غوسه د دې ادعا يوه بېلګه ده .امريکايي پوځيان وايي په دغوعملياتو کې پنځلس سخت دريځي ووژل شول خودافغانستان د حکومت چارواکي وايي چې وژل شوي کسان تروريستان نه بلکې عام افغانان دي په کابل کې ولسمشرکرزي دې پېښې ته په اشارې وويل چې دملکيانو بيا بيا مرګ ژوبلې د تروريستان غښتلي کوي .
ورځپاڼه زياتوي دلغمان پر پېښې سربېره دافغانستان حالات د ولسمشربوش اودهغه دمتحدانو دهغې پرېکړې له کبله ناکرارشوي چې په افغانستان کې يې خپل حضور اوهلې ځلې محدودې کړې.دې مسئلې وسله والوطالبانو ته لار اواره کړه چې دافغانستان پرکليوالو سيمو کې نفوذ وکړي او په ښاري سيمو کې موثره غلچکۍ حملې وکړي .
دلاس انجلس ټايمز له راپور سره سم طالبانودپاکستان په شمالي سيمو کې د اډو اومرکزونو دجوړولو امکان وموند ځکه چې دپاکستان کمزوري حکومت ورسره لږمخالفت کړى اودې کار دامريکا دستراتيژيو لپاره مشکلات لا زيات کړي دي .
ورځپاڼه په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دشمېرد زياتېدو پرېکړې ته اشاره کوي او ليکي چې افغانستان خونړى تاريخ لري ، دوخت لويوامپراتوريو لکه انګرېز اوپه اتيايمه لسيزه کې شوروي اتحاد پکې ماته خوړلې اوښاغلى بايډن هم دافغانستان د همدغوتاريخي پېښوپه رڼا کې وايي چې افغانستان ته دنورو امريکايي ځواکونوپه رسیدوسره به دامریکایانو تلفات زیاد شی .
دامريکا دولسمشر مرستيال وويل چې په افغانستان کې به اضافي امريکايي پوځيان هڅه وکړي چې افغان امنيتي ځواکونه وروزي .هغه پر دې سربېره څه ونه ويل چې له اضافي امريکايي ځواکونوڅخه نور په کومو برخو کې کار واخيستل شي. .
له واشنګټن څخه داسوشیتید پریس خبري اژانس دراپورله مخې دښاغلي اوباما نژدې سلاکاران وايي حتی تردې مخکې چې امریکا په افغانستان کې سږکال دخپلو ځواکونو شمېر دوه برابره کړي ، نوی حکومت دافغانستان په باب خپله توقع کموي خو له دې سره سره دا عمومي نظر شته چې امریکايي ځواکونه به په دغه هیواد کې ترډېروکلونو پوري پاتې وي .دهغوی په وینا نوی نظردا دی چې څرنګه کېدای شي کمې امنیتي بریاوې اوچټک پرمختیايي کارونه ممکن شي دا خبره دامریکالوی درستیزامیرالبحرمایک مولن د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې دافغانستان لپاره دولسمشراوباما اجنډا څه ده . .
د برتانیې د امنیت وزیر لارډ ویسټ په خپل دې اعلان سره چی وایی په عراق او افغانستان کی د ده د هېواد پوځی ننوتنی د برتانیې او امریکې پر ضد نړیواله بنسټ پالنه راپارولې ، یوه پټاکه ده چی وچاودله . ویسټ د پخواني صدراعظم ټونی بلیر دا ادعا چی په اصطلاح د « ترور پر ضد جګړه » د اسلامی افراط پالنی د ډېرښت سره هیڅ تړاو نه لری ، « احمقانه » وبلله . دا اعلان د برتانیې د خارجه وزیر ډیویډ میلی بینډ تر هغی څرګندونی ډېر ژر وروسته وسو چی د « ترور پر ضد د جنګ » اصطلاح یې غولونکې او ورانونکې وبلله . ښایی په فوق العاده اقدام سره د ټونی بلیر د کابینې لخوا پر عراق د حملې فیصله هم ډېر ژر عوامو ته رسوا کړه سی او په دې ډول د لوړو برتانوی مامورینو پر ضد جدی جنایی تورونه ـ حتی جنګی جنایتونه ـ اقامه سی .

دلته لندن د « ګلاسنوست » څپو اخیستی دی خو هلته بیا په واشنګټن کی هرڅه بیرته تکرارېدونکي دي . ولسمشر بارک اوباما لوړه کړې چی په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو او الوتکو په دوه چنده کولو سره امریکا دغه اته کلن جنګ ته نور هم پسی ور ننباسی چی پخواني ولسمشر بوش راپیل کړی دی . د اوباما دغه بدمرغه ګام اخیستنه د ده سیاسی بې تجربه ګي ښیًی . په واشنګټن کی د حکومت بدلون او د کرغېړن بوش رخصتېدلو واشنګټن ته دا په زړه پوری موقع مساعده کړه چی په افغان جګړه کی یوه وقفه راوړی او پر خپلو تګلارو له سره غور وکړی . دې کار دغه مطلوب چانس هم برابر کړ چی طالبانو او د هغوی زیاتېدونکو ملاتړو ته د خبرو اترو وړاندیز سوی وای . لازمه خو دا ده چی افغانی جګړه د یو داسی سیاسی حل په واسطه ختم سی چی د طالبانو تر مشرۍ لاندی هغه ملت پال اتحاد هم پکښی شامل وی چی د افغانستان د څه باندی نیمایی وګړو استاځیتوب کوی .دغه سولېدونکې شخړه ، لکه د ناټو عمومی منشی چی یې هم منی ، هیڅ کوم پوځی حل نه لری .
دغی نوي ادارې د دیپلوماسۍ پر ځای ، برعکس خپل سر دې ته کلک نیولی چی ځان نور هم د افغانی غالبوزو چرګیني ته ور دننه کړی . افغانستان ته به د ۲۰۰۰۰ ـ ۳۰۰۰۰ نورو امریکایی پوځیانو ورلېږل صرف د اور غورځونکي غره له پاسه چی هماغه پاکستان دی ، د هغوی د درولو مانا ورکړی او بس . د افغانستان دغه جنګ په بې رحمۍ سره پاکستان ته ور څڅېدونکی دی ، د هغه ولس د ناټویی ځواکونو پر ضد راپاروی ، او لکه لارډ ویسټ چی په حقه سره وایی نوي جهادی قوتونه پسی تولیدوی .
نو ولی اوباما او د هغه سلاکاران د هغه جنګ د پراخولو ارتکاب کوی چی په هغه کی امریکا کومی حیاتی ګټی هم نه لری ؟ تېل یقینأ یو دلیل دی . د هغو پاپ لاینونو متوقعه خط السیر چی د مرکزی آسیا تېل او ګاز به د عربی سمندرګي سواحلو ته وړی ، باالکل د طالبانو د پښتني سیمی څخه تیریږی .
خو یو بل ډېر مهم دلیل هم سته . ناټو یعنی د امریکا په وسلو پییلیً اتحاد ـ چی کاناډا هم پکښی شامله ده ـ افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو سره مینه نه لری . دغه جنګ د امریکې تر مشرۍ لاندی ځواکونو لپاره ځکه اوس خراب سوی چی خوږمن اکمالاتی کاروانونه یې د طالبانو تر زیاتېدونکو حملو لاندی راغلي دي .
دلته په اروپا کی د اکثریت وګړو عامه ذهنیت ځکه د افغانستان د جنګ مخالف دی چی هغه د تېلو په خاطر یو استعماری ناولیً اقدام بولی . ښایی امریکا په افغانستان کی هم د ویتنام غوندی ځان د لویی ماتی څخه وژغوری ، خو د ناټو اتحاد به ځانونه بچ نه کړای سی . د سړې جګړې پای او د شوروی اتحاد سقوط هغه څه دي چی د ناټو د بقأ علت یې نور نو پای ته ورساوه چی پر لویدیځی اروپا باندی د شوروی یرغل په وړاندی د مقاومت لپاره ایجاد سوی و .
ناټو د امریکا د تکړه ترین ستراتیژی جوړونکي ، زبګنیو برژنسکی له قوله پر اروپا باندی د امریکا د تسلط « پَل ایښودونکې ډبره » ده . جاپان بیا په آسیا کی د امریکې لپاره کټ مټ رول لوبوی . شوروی اتحاد هم پر ختیځی اروپا باندی د خپل تسلط لپاره د وارسا د مړه سوي تړون څخه عینأ کار اخیست .
امریکا ناټو په دې دلیل هم استعمالوی چی د هغسی یوې رښتیانۍ ، او سیالي اروپا د منځته راتګ مخنیوی وکړی چی درلوونکې د خپلو متحدو وسلوالو ځواکونو وی .
په افغانستان کی به د ناټو ماتې نور نو د دې اتحاد د پایښت د هدف او هم د امریکا د ستراتیژیکو غوښتنو د اطاعت پوښتنی را پورته کړی ، چی افغانستان به یې یو بهترین مثال وی . په دې توګه به مجبورأ د « اروپایی دفاعی اتحادیی » یعنی د یو خپلواک اروپایی وسلوال ځواک د واکمنولو غوښتنی راپورته سی داسی چی هغه به واشنګټن ته نه بلکی د اروپایی اتحادیی بروکسل ته به ځواب ویونکی وی .

زما په عقیده دا یو له هغو اصلی دلایلو څخه دی چی د واشنګټن ټاکلي ګټي پر ځوان ، بی تجربه ولسمشر باندی راسربېره سوي تر څو دﺉ په افغانستان کی جنګ نور هم پسی خپور کړی . هو ، پر اروپا باندی د امریکا اغېزه په افغانستان کی په بریالیتوب پوری تړلې ده .
په سپکو وسلو د یوې وسلوالي افغانی قبایلی ډلی پواسطه د امریکا او د هغه د لویدیځو مرستندویانو ماتې نه سی تحمل کېدای . وروستۍ هغه امپراتوري چی د دوی سره مخامخ سوې وه ، هماغه پیاوړی شوروی اتحاد و چی سر یی بایلود ، او ډېر ژر پسی ټوټه ټوټه سو . هو ، د هغه رقیب یعنی امریکا خو همدا شوم سبق په زړه اخیستی هم دی . پای