دګيټس او هالبروک ترمنځ په سوات کي دسولی په سر اختلاف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان






ځورځی مخکی دپاکستان دځایي دولتي مقاماتو او ميشته طالبانو تر منځ په سوات کی مو قت اوربند اعلان کړي چه په خارجي اوداخلي سطح يئ مختلف انعکاسات له ځان سره درلودل چه دهغو دجملي ځخه يئ مهم او عمده ددوامريکايئ مقاماتو ضداونقيض نظرونه دي چه يو يئ تائد وي او دغه اقدام ته دسولي اقدام وايئ اوبل يئ برعکس دغه اقدام ته دامريکي دتشوش او انديښني په سترګه ګوري .
د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس چې دپولنډ په کاراکوف کې يې دناټو ددفاع وزيرانوپه غونډه کې ګډون کړى وو، په افغانستان کې له وسله والوطالبانوسره يوه داسي روغه دمنلو وړ وبلله چې په سوات کې دپاکستان حکومت له ځايي طالبانو سره کړې ده .

په سوات کې طالبانودشرعي نظام دنافذېدو په وړاندې له جګړې لاس اخيستلو ته غاړه ايښې ده .

ښاغلي ګېټس د افغانستان دحکومت او وسله والوطالبانوترمنځ د يوې داسي روغې له کېدو سره موافقه څرګنده کړه چې په سوات کې دپاکستان حکومت له طالبانوسره دهغې پراساس اوربند کړى دى .

دګېټس په وينا پخلاينه بايد په يو نه يو ډول د افغانستان د مسئلې د دايمي حل برخه وي .په وروستيو ورځو کې دپاکستان د سرحد ايالت حکومت او دسوات طالبانو په دې سيمه کې د دايمي سولې لپاره تړون لاسليک کړ. ددې تړون پراساس به دسوات طالبان په سيمه کې دشرعي نظام دنافذېدو په وړاندې وسله پرمځکه کښېږدي .

دا لومړى ځل دى چې يولوېديځ چارواکى دسوات دموافقې ملاتړ کوي .تردې مخکې دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا نوي ټاکل شوي خاص استازي ريچرد هولبروک په دې تړون اندېښنه ښکاره کړې وه .





د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر باراک اوباما ځانګړې استازي ريچارډ هالبروک له آصف علي زرداري سره د يوې تليفوني اړيکې په ترڅ کې له طالبآنو سره د پاکستان دولت له خوا د سولې پر تړون د خپل هيواد اندېښنه څرګنده کړه.
د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر څخه را رسېدلي راپورونه وايي چې زرداري او هالبروک د نوموړې تليفوني اړيکې په ترڅ کې د دوه اړخيزه اړيکو ترڅنګ له طالبانو سره د پاکستان د دولت له خوا د سولې پر تړون ډېرې خبرې وکړې. د سرچينې په وينا چې هالبروک د نوموړې اړيکې په ترڅ کې پر ياد شوي تړون د خپل هيواد او خپلو خلکو اندېښنه زردادري ته څرګنده کړه.
په دغه تليفوني اړيکه کې هالبروک زرداري ته ويلي دي: چې د امريکا دولت او خلک له دغه تړون څخه خوښ نه دي، او د هغه په وينا: موږ دغه تړون اندېښمن کړي يو.
د سرچينې د مالوماتو له مخې په دغه خبرو کې آصف علي زرداري ريچارډ هالبروک ته ډاډ ورکړ چې د دغه تړون له لارې به په سوات کې سوله راشي، او ترهګري به پاى ومومي.
د يادونې وړ ده چې د سوات دتحريک نفاذ شريعت او دسرحد ايالت د حکومت ترمنځ څو ورځې مخکې د سولې او په سوات کې دشريعت د نافذېدو يو تړون لاسليک شوى و.
د راپورونو له مخې ، د سوات ځايي طالبانو له سوات څخه د پوځ د وتلو غوښتنه کړې، خو د سرحد ايالت حکومت تر اوسه ددوى دغه غوښتنه نه ده منلې .
په سوات کې د پاکستاني پوځ يو تن مشر محيب الرحمن رسنيو ته ويلي دي چې پوځ به په سوات کې دامنيت په ټينګښت او د بې ځـايه شويو کورنيو د ځاى پر ځاى کولو په پروسه کې مرسته کوي .
د يادونې وړ ده چې له دې مخکې دافغانستان ددولت وياند همايون حميد زاده او د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ملي بينډ هم پر ياد شوي تړون اندېښنه څرګنده کړې وه.

پاي رحمت اله روان