دامریکا دنوی سترا تیژی په سر دافغانی پلا وی ترمنځ اختلا ف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دافغانستان دفاع وزیردپنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې دامریکادمتحدوایالتونوپه جنګي ستراتیژۍ کې دبارک اوباما دادارې له لوري شوي وړاندیزونه ، دکابل حکومت له ستونزوسره مخامخولی شي ځکه چې د هغه په وینا داسي ښکاري چې امریکاپه افغانستان کې خپل هدفونه بدلوي.
سترجنرال عیدالرحیم وردک وویل چې دی دامریکا دچارواکو وروستیوڅرګندونوخوابدی کړی چې ویلي یې وو په افغانستان کې خپله توقع کموي اوداسي هدفونه ټاکي چې دحصول وړ وي. ده وویل دا ډول خبرې له افغانستانه دشوروي اتحاد دپوځونو له وتلو وروسته افغانستان ته دامریکا د شا اړولوخاطره تازه کوي.
جنرال وردک چې په واشنګټن کې یوې تحقیقاتي موسسې(دامریکادامنیت نوی مرکز) ته وینا کوله ، وویل : دتګلارې بدلون اویا دیوه مرکزي حکومت له نظره تېرېدل د دښمن په لومه کې دلوېدو اوخپلوسپېروهدفونو ته د هغوی درسېدو مانا لري.
لاس انجلس ټایمزدښاغلي وردک څرګندونې وروسته له دې چې دبارک اوباما له لوري دافغانستان په جنګي ستراتیژۍ کې دبیاکتنې اعلان شوی ، دیوه افغان چارواکي ترټولوتوندې خبرې بللې دي.
داسي ښکاري چې دجنرال وردک ددغو خبرو اشاره ، دامریکادفاع وزیررابرټ ګېټس ته وه چې په وروستیو اوونیوکې یې ویلي ووچې په نوې ستراتیژۍ کې به په افغانستان کې دامریکا هدفونه محدود وي.
ورځپاڼه لیکي ګېټس دامریکا دکانګریس یوې استماعیه غونډې اودغه راز په خبري غونډو کې ویلی وو چې امریکا دې دافغانستان دمرکزي حکومت پرځای په ولایاتو کې له ادارو سره مرستو ته پام وکړي اوخپل ماموریت دې د افغانستان د ودانولو اوپرمختګ پرځای دتروریستانو دځالو ورانولوته متمرکز کړي.
البته دا یوازې د ګېټس نظر نه دی ،لاس انجلس ټایمزلیکي دامریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن هم دولسمشرکرزي له درکه مایوس دی او ویلي یې دي چې دهغه حکومت دعامه خدماتواواداري فسادپه برخه کې ناکام دی.
خود افغانستان دبهرنیوچارو وزیر رنګین دادفرسپنتا چې هغه هم په واشنګټن کې دی او له امریکايي چارواکو سره دامریکا پرنوې ستراتیژۍ خبرې کوي ، له مېرمن کلنټن سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان په وړاندې دامریکاد ولسمشرژمنې دقدروړ دي.
خو د ورځپاڼې په ویناد افغانستان دفاع وزیرله هغو اشارو چې دامریکا د نوي حکومت له لوري ورکول کېږي ،نهیلی ښکاري اووايي چې د افغانستان پرځای عراق ته پاملرنې اوپه دغه هیواد کې دمنابعو تمرکز سبب شوی چې دافغانستان ستوتزې ډېرې شي.
عبدالرحیم وردک وویل : باید په نوروهیوادونو کې دبریالیتوبونود پرتلې لپاره هرډول قضاوت دهغومنابعو پراساس وشي چې ورته په پام کې نیول کېږي.
وردک وویل : طالبان نه غښتلې رهبري لري اونه داسي ایډیالوژي چې افغانانوته دمنلووړ وي .دهغه په وینا خطر ډېرشدید نه دی خومخ پر زیاتېدو دی ځکه چې ګډې هلې ځلې کمزورې دي.
جنرال وردک دامریکا دامنیت لپاره په نوي مرکز کې له وینا وروسته دیوې پوښتنې په ځواب کې په سوات کې له طالبانوسره دپاکستان دحکومت دسولې پرتړون انتقاد وکړ.
د افغانستان دفاع وزیرپه تېرو وختونو کې له طالبانوسره دپاکستان دحکومت دسولې موافقوته په اشارې سره وویل : تردې پخوا دا ډول موافقې د دې سبب شوې چې افغانستان ته دتروریستانوبهیر رامات شي.
دبله طرف دافغا نستان دبهرنیوچارو وزیرډاکتررنګین دادفرسپنتا بیا وائی دولسمشربارک اوباما دحکومت چارواکود افغان امنیتي ځواکونودپیاوړتیا اودجګړې دپراختیا دستراتیژۍ په باب دافغانستان غوښتنوته مثبت ځوابونه ویلي دي.
د افغانستان دبهرنیوچارو وزیر چې واشنګټن ته تللی څودبارک اوباما دحکومت له لوري د افغانستان اوپاکستان دستراتیژۍ په بیا کتنه کې دافغانستان نظرونه څرګند کړي ، د پنجشنبې په ورځ وویل : ده د سخت دریځو پرضد په جګړه کې د افغانستان دنظرونو په تېره بیا دا چې دجګړې نوښت دې افغانان په لاس کې واخلي ، ډېر ډېر مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
ښاغلي سپنتا ونه ویل چې دقیقاً په کومه برخه کې امریکايي چارواکو د افغان حکومت له دریځ سره موافقه کړې ده.
هغه د افغانستان اوپاکستان لپاره دخاص استاري په توګه دریچردهولبروک ټاکنه د ترهګرۍ پرضد دجګړې د وسعت دپېژندولو لپاره دامریکا د درک نښه وبلله او ویې ویل چې القاعده دپاکستان په خاوره کې فعاله ده.
افغان چارواکو تل ویل چې لوېدیځوال دې دترهګرۍ اصلي ځالي چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه دي ، په نښه کړي او ترڅو چې دترهګرو اصلي ځالې نه وي ورانې شوې ، دافغانستان مشکل نه غوڅېږي . خو په وروستیو کې لوېدیځوال په ښکاره وايي چې دترهګرۍ ستونزه ترافغانستان هم په پاکستان کې زیاته ده او دهمدې لپاره یې د دواړو هیوادونو لپاره استازي ټاکلي دي.
ډاکترسپنتاپه واشنګټن کې دامریکاپرمختیايي انستیتیوت ته په وینا کې وویل زما نظردادی چې دجګړې اوبې ثباتۍ اصلي مرکز نه عراق دی اونه افغانستان، بلکې تردواړو زیات پاکستان دی دافغانستان دبهرنیوچارو وزیر زیاته کړه چې دامریکا په مشرۍ نړیوال ايتلاف دې دافغانستان د ملي اردو اوملي پولیسو پیاوړتیا اوپراختیا ته پام زیات کړي .پا ی رحمت اله روان .