سیاسي تبصره : د پاکستان نوی ورانونکئ سی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هدایت الله هدایت ( هوتک) لیکنه

تازه د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئیس مرستيال ډيک چيني سفر و اسلام آباد او کابل ته پای ته ورسيد . هغه خبري او هغه څه چې په دې سفر کې او د نړی په دې حساسه سيمه کې تر سره شوې هغه ټولوواورېدلې او خپلي ارزوني یې هم ځيني وکړلې . په بګرام کې چې د چينی پر ضد کوم ځانمرګي عمليات تر سره سوه او درنه مرګ ژوبله یې را مينځته کړه، هغه هم د سیمي او ټولی نړۍ خلکو ولیدل او خپل برداشت يې ځيني واخيست .
دپاکستان و پوځي جرنیلانو ته دامريکا د متحده ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال ډیک چيني سفر او خبري چې پخپله دامریکا د پالیسی جوړونکی او سمت ورکونکی يوه مطرحه څهره ده، ډیر خاص او جدي اهميت و درلود . په يقین سره اوس پاکستاني چارواکي د امريکاد دغه کهنه پيخه سیاست پوهه او کيندلی د جمهوري رياست مرستیال د خبرو سره سم په سیمه کې و خپل راتلونکی سیاست ته سمت ورکوي . دا سیاست په داسي وخت کې سمباليږي چې کیندلی ډيک چیني د اسلام آباد نه و خوځيد او بله کيندلې د انګرېزانو د بهرنیو چارو وزېره مارګریټ بګټ اسلام آباد او کابل ته ورسېدله . داسي اټکل کيږي چې په راتلونکو څواوونیو کې به د انګرېزانو تازه دمه ۱۴۰۰اضافه سرتيري و افغانستان ته ورسیږي تر څو د طالبانو د زیاتېدونکو و سله والو بريدونو په مقابل کې و جنګيږي .
سیاسي څېړونکي ددغه سفر و تصادف ته په خپل ذات کې ډيري پر ځای پوښتني را پورته کوي . ددې سره جوخت درست و اسلام آباد ته د ډيک چیني د سفر او دهغه د خبرو اترو نه وروسته دوې ورځي باد، پاکستاني چارواکو يو خبر خپور کړ چې د طالبانو يو لوړ کچی شخص ملا عبید الله اخوند یې په کوټه کې نيولی او داسي یې ښودلې ده چې ګني پاکستان د امريکا د تازه غوښتنو سره سم دادي داسي اجراآت تر لاس لاندي نيولي دي چې د ټروريزم سره د مبارزې په پړاو کې د امريکا د غوښتونو سره سم ګام پورته کوي او پاکستان خپله ونډه په صداقت سره عملي کوي !
په واقعيت کې که ددې عمل و عمق ته که څوک ځان ننه باسي نو دا خبره جوته کيږي چې د پاکستان آی ایس آی د ټو لو ټروریسټي اعمالو تر شا په ډیر مهارت سره عمل کوي او په سیمه کې د وخت ، حوادثو او د خپلو پټو نخشو سره سم ځان غزوي . نن که د افغانستان په دننه کې پر حکومتي ځایو او د ائیتلافی يا ناټويی ځواکو پر پوځي پوستو باندي چې کوم بریدونه کیږي نو دهغه په سازماندهی او د اکمالاتو په تهیه کولو کې بر الا د پاکستان د آی ایس آی لاس ککړ دی او هغوی په دې کار کې معلومداره خپل اوږد مهاله اهداف نه پټيږي . د پاکستان په دننه کې هم که د شیعه او سني پر مشرانو او یا دنورو ملتو پرجونګړو باندی بریدونه کيږي نو په دې کې هم د آی ایس آی د منافقت او شیطنت لاس دخل لري . اصلاً په داسي يوه چټله لوبه کې چې پاکستان او د هغه پوځي جرنيلان یې چې دهغه پر بنياد یې خپل شوم نیتونه پر مخ بیایی نو هغه د څېړونکو له نظره پټ نه پاتي کيږي .
داچې هغوی په دې نيتونو کې څه غواړي تر لاسه کړي دا هغه څه دي چې د اوسنیو بازیو بازیګران یې د خپلو سیاستونو په عملي کېدو کې غواړي د نړۍ والو و نندارې ته یې را وباسي .
ډير سياسي څېړونکي په دې باور دي چې پاکستان په ډير مهارت او شیطنت سره په سیمه کې د لويو قوتونو درواني لوبو او عکس العملونو سره ځان عیاروي او دهغوی سره مطابق د ورځي پر نرخ باندي چلند کوي . داسي لا هم ويل کيږي چې دپاکستان سحر ديده جنرالان او سیاسي چارواکي اوس په دې لټه کې دي چې د امریکا یانوپښې په دې سیمه کې نوري هم ښې ښخي کړي او د هغوی د اغفال لپاره د هغو بنسټپاله عناصرو د سرخوږي لیکه چې پر پاکستان باندي د اعتراض قوی بانه ده هغه هم د آی ايس آي په ښوونه د افغانستان و دننه ته ور د ننه باسي او هلته یې پر افغاني پوستو او هم پر ناټویی او امريکایی ځواکو باندی د هغوی تخريبي فعاليت تشدید کاندي . هغوی غواړي داسي وښیی چې ګني داسي ټروريسټي فعالیتونه د افغانستان په دننه کې د افغانانو لخوا تر سره کيږي او داهم د افغان حکومت کمزورتیاښيئ چې مخه یې نسي نيولای ځکه نو دا کمزور تیا چې په واقعيت کې د ائيتلافی ځواکونو کمزورتیا او دنده ده نو بايد مخه ئې هم هغوی ونيسي !
اصلاً خو اوس داسي لوبه روانه ده چې د پاکستان آی ایس آی غواړي د امريکا او ناټویی ځواکو سره جګړه د افغانانو په نامه پر مخ بوزي او هغه ته بیا د افغانانو نیشنلیسټي او آزادي بخښونکې صبغه ورکړي او په دې کار سره د شمال پاشانده او په خزه کې ناست خزنده متعصبه ګروپونه هم چې لا د پخوا نه یې دداسي يوې مفکورې سره حساسيت ښوده ، د يوه خيالي حرکت پر ضد منسجم کړي .
د پاکستان پوځي چارواکي غواړي د افغانانو په نامه په دې کار سره هم د ناټویی او هم امريکایی ځواکو ته سر خوږي پيدا کړي او په دې توګه د خپلو شیطاني نخشو د پلي کولو په خاطر ددې سیمي د حوادثو جريان د ځان د لویی غوښتني په ګټه و هغي خواته رهي کړي چې د انګرېزي چارواکو لخوا ورته ډيکټه کيږي .
د سيمي ولسونه ددې سيمي راتلونکې د ډيرو ډراماټيکو او بنیادي بدلونو و پېښېدو ته هېښ پاتي دي . په سيمه کې د لویی لوبي اصلي بازيګران اوس د خپلو اجنټانو په وسیله دې کارته ځانونه آماده کوي چې و ميدان ته راووزي څو په دې سیمه کې د لويو قدرتو و بازيو ته عملي جنبه ورکړي .
هغه شر اچونکي کړی چې ددې بازيو جریان د خپلو ملي ضد سیاسي اهدافولپاره لا د پخوا نه د ملي ماجراجویی و خواته ټيل واهه، هغوی به ښایی همدا شاني چې پرون یې ځانونه په ملي بازيو کې و شرموله ددې باد به هم په خپلو کړو سره ددې وطن په تاريخ کې به هغسي ځای پيدا کړي چې کوم وياړ به یې په برخه نسي . هغوی به بیا هم همدارنګه لوی شرم ځانته پرېږدي!
افغانان په دې ښه پوهيږي چې د پردو په مقابل کې د خپل هيواد د خپلواکی او ملي حاکميت په ساتلو او دفاع کې د افغان ملت يو والی او يو موټی پاتي کېدل څومره اهميت لري اوڅرنګه هغه وساتي . افغانان به يو ځل بيا و خپلو دښمنانو ته هغسي کارنده او واحد سوک ورکړي کوم چې د افغانانو د شرف او عزت په ساتلو کې تل يوه لويه او کارنده وسله بلل کېده او اوس به هم همداسي لويه وسله پاتي کيږي .
پاکستان به په خپل موجوده شیطاني سیاست کې و خپلو هدفو ته و نه رسیږي او که حالات هماغسي چې روان دي شکل و نیسي او پر مخ ولاړ سي نو پاکستان او د هغه په دننه کې بنسټپاله مذهبي او پوځي کړی باید يو ځای په دې لوبه کې سره وشليږي .



پای
د ۲۰۰۷ کال د مارچ دريمه