روشن فکران څوک دي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند دوکتورمحمد حسن کاکړ

په افغانستان کې په ټولودوروکې يوشميرافراد دفکري مخکښانو په حيث موجود و . دغسې افراد په ويدي دوره کې د ريشيانو په نامه ياديدل . په اوستا يي دوره کې زرتښت دهمدغي ډلي يوډيروتلي شخص و، دومره وتلي چې دهغه تعليمات دپيړيوپيړيو په اوږدوکې دانسانانو دپاره په ژواندانه کې لارښود شول .
داسې هم په بودايې دوره کې بودايي راهبان په نظرکې ونيسي . په اسلامي دوره کې علما، مذهبي پيران، فيلسوفان ،صوفيان ،شاعران، او تذکره ليکونکي په همدغه قطارکې راځي .
ترهغه ځايه چې ما ته معلومه ده دا د شوروي اتحاد نه وروسته و، چې په افغانستان کې د « منورين » کلمې رواج وموند . دغه کلمه د روسيIntelligentsiya کلمې ترجمه ده چې د نونسمي پيړۍ په مينځ کې په روسي کې هسکه شوه . د دوهم جهاني جنګ نه وروسته چې د افغانستان پولې دلويديځيانو په مخ په پراخه پيمانې خلاصي شوي د روښانفکر کلمه هم د منورين د کلمې په عوض تر زياتې اندازي مروجه شوه . علايم څرګندوي چې د روښنفکر کلمه د انګريزي د intellectual کلمي ترجمه وي . که دغه توجهه سمه وي هغه يو تحول ښېي .
Intellectual ( انټي ليکچوول ) د لفظ له مخي هغه چاته ويل کيږي چې له عقـل نه کار اخلي ، يعني هغه څوک چې معتـقد وې چې ژوند بايد د عقـل په معيارونو سره وشي ، نه د احساساتو، جذباتو ،اونژاد په معيارونو .
ايدوور ډشلز وايي : چې « انټي ليکچولان ( روښنفکران ) په هرې ټولنې کې د هغو کسانو مجموعه ده چې په خپلو مفاهمو او افادو کې دخپلي ټولنې تر ډيرو غړو نه زيات د انسان، ټولنې، طبيعت،او کايناتو په باب د عمومي سکوپ (scope ( د پراخوکلياتو، او مجردومفاهيمو علامي استعمالوي ».
دده په فکر عقلاني علايق په الفاظو، رنګونو،بڼو يا آوازونوکې د درک کولو، تجربه کولو،او افاده کولوله ضرورت څخه ولاړ يږي . اودغه ضرورت د طبيعي ،اجتماعي ،فلسفي ، الهياتي ، ادبياتو او هنري آثارو د توليد(تخليق) او استهلاک (استقبال) سبب کيږي . دغه تعريف زيات اکادميک او پوره معناوي دي ، خو د « درک کولو، تجربه کولو، او افاده يې څرګندوي چې له هغه نه مراد وچ عقل او وچ منطق نه دي ، تجربه او مشاهده هم ده . اما په خپله عقـل يو مهم څيز دي . عمومأ ويل کيږي چې عقل د ښو او بدو تميز کول دي . دا حکم درست دي، خو دا اخلاق کيږي، او اخلاق هم بايد عقلي وي. عقل تر دي ډير حاوي دي . عقل هغه قوه يا استعداد دي چې هغه دهغه اطلاعات درک کوي ، تشخيص کوي ،او سره يو ډول او متحد کوي ، کوم چې حواس يې ورتهيه کوي .عقل د انسان له مدرکاتونه مفاهيم يا مجردات جوړوي او په دي ډول د انسان علم د احساس له سطحي څخه چې له حيوان سره يې په ګډه لري د مفهوم سطحي ته لوړوي چې هغې ته يوازي دي وررسيدلي .انسان هغه مفاهيم او مجردات څنګه جوړوي په هغه سره دخپلو کړو دپاره اساس برابروي . دا دهغه ‌ډير غټ کاردي . انسان په دي باب تر اوسه ډير سلوکونه تعقيب کړي چې په هغو کې ډير عمده يې عقلي سلوک دي .د کارل پاپر په فکر له عقل نه هغه سلوک مراد دي چې په هغه سره مسايل په عقل يعني راڼه فکر ،او تجربي ته په رجوع سره حل کيدل وي ، نه جذبي ، هيجان او احساس ته په رجوع سره ، په دي حساب عقلي سلوک يوه مجموعه کيږي د عقل (reason ) مشاهدي (obseration ) او تجربي سلوک (empiricism ) او په دغې پروسي يوازي دانسان دماغ او قضاوت کليدي رول لوبوي .که دغه فکر په بل ډول بيان شي وبه وېل شي ، چې فکري ، روحي او عملي مسايل يوازي راڼه فکر،مشاهدي ،او تجربي سلوک ته په رجوع سره حل کيدلي شي ، او دغه سلوک اساسأ په رجوع کوونکي يا عامل پوري تعلق پيدا کوي د روښانفکر داوصافو په باب دبحث کولو يوه خوا دا ده چې په روښانفکره ويلو سره يو کس ارومرو روښانفکر کيږي نه که څه هم هغه د لوړ تحصيل خاوند وي . تحصيل بي له شکه د يوه کس عقلي ملکاتو ته انکشاف ورکوي . خو حتمي نه ده چې هغه به دعقلي معيارونو او سلوک له مخي فکر اوعمل وکړي .
په همدې ډول يوچا چې د مثال په توګه په تاريخ کې د داکټري تصديق تر لاسه کړ ، او حتي په هغه کې د پوهاندي علمي درجي ته ورسيد ، حتمي نه ده چې هغه به مورخ هم وي .
مورخ کيدل اوصاف غواړي ، لکه هسي چې روښانفکر کيدل اوصاف غواړي نو حتمي ده چې کله چا ته اديب ،مورخ،فيبسوف،هنرمند،استاد،مشاق،خرکار،جاله وان،حاکم، مولوي،پروفيسر او داسي نور وايو بايد په دي وپوهيږو چې هغوي دهغو اوصافو خاوندان دي کوم چې له دغو القابو سره تړلي دي .د روښانفکر خصوصيت څرګند شو چې د ژوندانه مسايل يوازي راڼه فکر،تجربي سلوک او مشاهدي ته په رجوع حل کول غواړي دغه مفاهيم هم مشخص کولو ته اړه لري ، خو زه به دلته د هغو په مروجي معناوو اکتفا وکړم ، دغومره به ووايم چې د يوه چا لاس زخمي شو، هغه روغتون ته جراح ته ورځي ، نه بل چا ته،هغه پخپله ليدلي، يايي تجربه کړي، او يا علم ورښودلي چې د جـرح علاج جراح کوي ، البته فکري ، روحي او سياسي او اجتماعي مسايل تر پورتني مثال نه ډير پيچلي دي .
خو يو روښنفکر ددغو مسايلو په حل کولو هم يوازي عمدغه اصل ته رجوع کوي .دغه اصل ته د رجوع بله معني داکيږي چې يو روښانفکر بلواکي يا دغسې چارواکي (authorrity) نه
مني ، چې دهغه کلام به دکاڼي کرښي په شا ن وي . ددي معني دا نه ده چې يو څوک به دنورو په افکارو ځان نه پوهوي . د نورو په افکارو به ځان خبروي . هغومره چې يو روښانفکر ډير معلومات ترلاسه کړي ، په هماغه اندازه د راڼه فکر خاوند کيږي ، او ددې قدرت پيداکوي چې نوي نظريات راوباسي . خو مورخ لارډ اکټن وايي « په دې کې خطردي چې خپل فکرونه له نورو څخه واخلي .ته بايد له نورو څخه معلومات ترلاسه کړي . خو فکرونه د تجاربو په شان ،بايد دتا وي » .دغسې سلوک البته هغه وخت ممکن کيدلي شي چې يو روښانفکر فکري خپلواکې او آزاد قضاوت ولري .نو فکري خپلواکي او آزاد قضاوت د روښانفکر خصوصيت تشکيلوي ، او هغه د آيين رينډ په الفاظو « ددغه حقيقت پيژندنه ده چې دتا مسؤليت دقضاوت مسؤليت دي ، او هيڅ څيز له تا سره، چې له هغه نه وتښتي ، مرسته نه شي کولي ،چې بل هيڅ څوک دتا دپاره فکر نه شي کولي ، چې دځان بربادي او ځان سپکاوي تر ټولو ناوړي شکل د بل چا دماغ (mind) ته خپل دماغ تابع کول، په خپل مغز (brain) باندي دبل چا واک قبلول ، د بل چا کلام د حقايقو په حيث د بل چا ويناوي دحقيقت په حيث ، او د بل چا فرمانونه د خپل شعور او خپل ژوند تر مينځ دمينځګړي په حيث ، منل دي » .په دي ډول « قضاوت مسؤليت » يا په جامع ډول اخلاقي مسؤليت د عقلي ژوند اخلاقيات کيږي .په بل عبارت په ژوند کې دي حکمران ارزښتونه عقلي ارزښنونه وي ، يعني غير عقلي ارزښتونه دې د عقل تابع وګرزول شي ، او ژوند دې په ټولو حالاتو کې په مسؤليت ، زغم ، خپلواکي ، عدالت ، سرلوړي ، رښتين توب ، او توليدي روحيي سره وشي . دغسې سلوک البته زړه ورتيا او په ځان اعتماد غواړي . زړه ورتيا په دې معني چې يو څوک په عمل کې ژوند او حقيقت ته رښتيني اوسي ، او په ځان اعتماد په دې معني چې يو څوک په عمل کې خپل شعور ته رښتيني اوسي ، که يوڅوک زړه ورتيا ونه لري ، اوکه يوڅوک په ځان ويسا نه وي ، او خپل شعور ته رښتيني نه اوسي دغير عقلي اوحتي ضد عقلي تمايلاتو تر تاثير لاندي ځي ،او حتي خرافاتي کيږي ، لکه چې فيلسوف ډيوډهيوم وايي « کمزورتيا ، ويره ، ماليخوليايي توب له جهالت سره په ګډه د خرافاتو رښتياني منبع تشکيلوي » .دروښانفکري په هکله له پورته عمومي بحث له وروسته به دمعاصر افغانستان دروښانفکرو په هکله وايم چې دوي هم د نورو هيوادونو د روښانفکرو په شان د بيلوبيلو ټولنيزو،ژبنيو،قومي او مذهبي ټولنو څخه راهسک شوي و، او په هغه برسيره يي دخپلوتحصيلاتوله امله راز راز مشغوليتونه په مخ بيول.
يوه ډله ،يوواحد صنف، اوځانګړي طبقه يي نه جوړوله سره له دي چې دوي په يوه جبهه کې سره ګډ او يو و ، چې هغه فکري او ‌ذهني جبهه وه . په واقع کې دوي دهمدغه فکري او ‌ذهني خاصيت له امله سره نامتفق و ، او دفرديت روحيه هم پکې پياوړې وه ، خوتر هغوچې ټولنه په امن کې وه ، سياسي نظام په ځاي و ، او د دوي دپاره د پرمختګ او دځان د افاده کولو او هسکولو توقع او امکان موجودو، دوي په داسي حال کې چې دعصري ژوندانه امکانات مخ په ‌ډيريدو و ، د ګـډ ژوند په روحيي سره ژوند کاو ، سره له دې چې په خپلو کې ېې اختلافات لرل، اوله نظام نه شکا ېتونه، خوڅنګه چې د پوهنې دپراختېا له امله د دوي شمير ډېرېده، دغه اختلافات هم شديد کېدل ، په تېره وروسته له هغه چې يوشمېرېې په سياسي ګوندونو کې د تنظېمېدو په وجه د بېلو او سره متضادو هدفونو ، سلوکونو او کړنلارو خاوندان وګرزېدل ، او وفاداري يې هم وويشلي شوې . نو هېڅ هغه کوښښبه په ځاي ونه رسيږي چې دوي دکوم ځانګړي اجتماعي واحد غړي وګڼي او په يوه تنظېم کې ېې سره غونډ کړي . هغه کوښښ جې دوي د روښانفکرو په نامه ياد وي بايد له دوي نه د روښنفکري هغه صفات وغواړي چې پاس مې بيان کړل . اوس به وګورم چې دوي په خپلو قولونو او کړو کې د روښانفکري صفات وښوول ، اوکه يې وښوول په ناقص ډول وښوول ، اوکه په پوره ډول . مرحوم ډاکټرعبدالقيوم د افغانستان دروانومسايلوپه باب يو شمير لاسې ليکنې لري، چې په هغوکې يوه يي د منورين په نامه ده . مرحوم ډاکټرعبدالقيوم دمرحوم ډاکټرعلي احمد پوپل په شان دتعليم اوتربيي متخصص دي، دواړه په شاهي دوره کې د معارف د وزيرانو په حيث دمعارف اوعلم په پراختيا او د تعليم کړو او منورينو په زياتيدوکې ابتکاري نقشونه لوبولي دي . له دې امله د دوي نظريات دعمدغوموضوعاتو او په عمومي ډول د جامعې او هيواد په باب مهم دي . مرحوم ډاکټرعبدالقيوم منورين « پر ارزش ترين ثروت جامعه » بولي او وايي چې « ... از هيچ قدرت ديګري جز منورين سعادت وبختياري ميهن ساخته نيست .» څنګه چې ده ، خپله دغه ليکنه د ۱۹۹۶ کال په سر کې په پنځه ويشتو مخونوکې يعني په هغه وخت کې بشپړه کړي ده چې هيواد د سالم زعامت د نه لرلو په وجه د جنګ او خطر په حال کې وه، ده په خپلي ليکنې کې زوره دمنورينو په عملي رول يعني هيواد ته د نجات په ورکولوباندې اچولي دۀ . د ده تيوري داده چې د شوروي تهديداتو د غرب او عرب د مشرانو اندامونه لړزول دهغوي په برابرکې دافغاني منورينو دچنه وهلو قوت bargaining power تردي حده پوري ډير شوي و،چې د دوي دپاره د دې امکان ميسرشوي و،چې د دوي دهغو په مالي مرستي سره تر خپلي ډله ايزي مشري لاندي يو سياسي اونظامي سازمان تأسيس کړي . خو دوي د هغه په ځاي « طفيلي رول» غوره کړ لکه چې وايي هغو « درطول جهاد وسال هاي بعدي آن به حيث معاونين، مشاورين،وترجمانان تحت قيادت ديگران براي يک غايه‌‌‌ء موهومي اجراي وظيفه نمودند ودر اجراي وظايف چنان روحيه اطاعت وفرمانبرداري از خود نشان دادندکه احتمال وامکان رهبري و آمريت رابدست خود در همه مراکز عالم ... بکلي محو ونابود ساختند .» دوي د ده په فکر د دوو فرضيو له مخې عمل وکړ، يوه داچې « جزء شاه سابق کس د يگري نميتواند ملک را نجات دهد.» او بله داچې «منورين بايستي فکر زعامت وناجي شدن را بکلي از سر دور اندازند .» دي پخواني پاچا په احترام ياد وي خو وايي چې هغه « يک شخصيت محترم صلح وسلم ، مي باشد نه يک ليدر جنگ وجد ل» له دې امله مرحوم ډاکټر عبدالقيوم په قول منورين « مفکوره تازه ازخود نيافريدند، برنامه مشخص خلق ننمودند،ودر ساحه عمل از خود هيچگونه زعامتي نشان ندادند وباهرسفر غيرمثمرخود به روم (نزدشاه سابق) دنياي بيروني را متيقن ساختند که (خودشان) جزءيک دسته منيجران مطيح وفرمانبرداري بيش نيستند .» داچې دوي ولې دغسې وکړل دنظرخاوندان به په دې هکله ځانله ځوابونه ولري . دمرحوم ډاکټرصاحب په همدغي ليکني کې هم ددغې پوښتني ځواب ميندل کيدلي شي ،لکه چې دي په هغي کې وايي چې « سلطه وقدرت درهمه آن ممالک (اسلامي)معکوسأ متناسب بود به سويه علم و دانش(دراين ممالک) منورين...تحت قيادت ورهبري زورآوران بيسواد ونيمه باسواد ساخته شده بود» په اوسني افغانستان کې دغه حال پوره صدق کاوه . دلته دقانوني پاچايي په دوره کې په څه استثني سره حاکمي کورنۍ غير خانداني دولتي کارمنوته دمشرکيدو موقع نه ورکوله، اوله هغوي سره يې دغسي سلوک کاوه چې دوي لکه د واکمني کورنۍ مستخدمان اوسي .
محترم محمد نذيرسراج لا وايي چې « وزرا واعضاي کابينه درنزد او [محمد داؤدخان] کارمندان کاغذ بياروببر هستند.» په دې ډول نژدي ټول هغه منورين او بروکراتان په شمول دهغوچې يو وخت يي لوړ دولتي مقامونه لرل دغسې په ځان ويسا او ولس ته منلي لويان نه و،چې هغه هم دبحران په حال کې سروالي وکولي شي ، په تيره وروسته له هغه چې دوي دنظام په سقوط سره يتيمان او خارجي مستخدمانو ته محتاج شول . سره له دې هم په کال ۱۹۸۶کې مرحوم ‌ډاکټر عبدالقيوم دمنورينوپه ډله ايزې سروالي سره ديو سياسي اونظامي سازمان د جوړولوپه منظوراو دآينده احتمالي کورنۍ جنګ د مخنوي دپاره دعربستان د مالي مرستي دجلبولو دپاره ددغه هيواد د باندنيوچارو د وزير ښاغلي فيصل موافقه ترلاسه کړه، مګرپه غالب احتمال د امريکي دمخالفت په وجه يي دغه پروژه شنډه شوه ، په دې چې د ډاکټر صاحب په قول « من درپي نجات ميهن خود بودم وآنها درصدد خلقت يک ويتنام شوروي در افغانستان .» په دې ډول افغان منورين چې دمرحوم ډاکټر صاحب په قول د باندينو علمي مرکزونو تعليم کړي اود يو شمير وطني عصري پوهانو څخه جوړو، هم د خپلي ناتواني او هم د خارجي عدم همکاري او نه حمايې په وجه له لوړ سياست او سروالي له ميدان نه بيرون پاتي شول او ميدان ګرد سره اسلامي تنظيمونو اومسکوپالو چپيانوته پاتې شو . ددغو تنظيمونو او چپيانو ورانۍ ،ناکامي اوڅېرې څرګندې دي . دلته به زه د روښانفکري په اړوند په دوي باندي يو څه اضافه کړم . دتنظيمونودسرکسان نږدي ټول په ديني علوموکې دلوړوتحصيلاتوخاوندان و، ځيني يې دپوهنتون استادان هم و.دوي دپخوانيو او معاصرو باندينو متفکرينو لکه ابوالحسن ندوبي، ابوالعلا مودودي سيدقطب، اوحسن البنا اونورو فکري مريدان او هغوي په لارروان شول . دوي له هغو څخه فکرونه واخيستل ،اوکوښښ يې وکړ چې په هماغه اولي شکل يې په جاري پيښو باندې تطبيق کړي .په دغه کار کې دوي ناکام شول او مقلدان وختل ، او له دينه عاجزشول چې د زغم ،مسئوليت، عاقبت انديشي ،همکاري او ډله ايزي سروالي په روحيي سره حکومت وکړي ، ... هر څه چې وو، په سياسي ډګر کې له دوي نه هيڅ يو سياستمدار او ملي سروال نه شو . حتي دوي کوم هغه اخلاقي نفوذ چې د مخه لره ، هغه هم له لاسه ورکړ . په دوي کې هغوي چې اعتدالي و، تر هغو چې د زغم منونکي نه و ، لږ ناکام شول . اعتداليونو لږ تر لږ د وطن په ورانولو کې تر زغم نه منونکي نه لږ اثر لرلي دي.د معادلي په بله خواکې په اصطلاح چپي روښانفکران و، چې په هغو کې چې د مسکو په کرښې روان و، يوي ډلي قدرت ونيو، اوبله يې په قدرت ور سوله شوه . د دغو ډلو د سر کسان چې نږدي ټول يې دعصري تحصيلاتو خاوندان و ، کوښښ وکړ چې د خلکو په نامه د ټولني د پيړيو پيړيو روابط د اروپايې متفکرنيو لکه کارل مارکس ، انګلس ،لينن اوستالين د فکرونو له مخي په ممکنې چټکي سره واړوي ،بې له دي چې دخپلي ټولني افغاني او سلامي ارزښتونه په نظر کې ونيسي . دوي د خپلوفکري مرشدانو په ارشاداتو او نسخو ټينګ ودريدل ، او نوريې مجبورول ... چې عمل پرې وکړي .دغه فکر دغه چپيان په دغسي لارې روان کړل ، په نتيجه کې هم دوي او هم ولس له سترو خطرونو سره مخامخ شول ،چې ډير لوي ملي پاڅونونه ، او په افغانستان باندې د جهان د دوهم ستر قدرت نظامي يرغـل و، چې دهغو نتيجه له ۱۹۷۸ څخه تر اوسه پوري جنګونه ... مهاجرتونه او ملي پيوستون د شړيدلو ژي ته ورکش شو .يو شمير نورو چپي روښانفکرو د " ملي ستم " يا " ملي تضاد " مفکوره رواج کړه چې تر اوسه هم انعکاسات کوي ،په تيره په يو شمير مهاجرينو کې .د ستمي روښانفکرو په فکر په افغانستان کې د پښتون قوم « حاکم مليت » دي ،او د وطن نور قومونه « محکوم مليتونه » دي ؛ پښتانه له راز راز امتيازونو څخه بهره من دي ، اونور قومونه په ډول ډول محروميتونو کې ډوب دي ، لکه چې د دوي اساسنامه دغه موضوع په لاندې ډول بيانوي :
« درافغانستان افزون بر تضاد طبقاتي ، تضاد ملي نيز وجود دارد . مليت برادر پشتون که پس احمد شاه ابدالي 1747م تاج وتخت کشور را تصاحب نموده است به ملت حاکم تبديل شده وصاحب امتيازاتي چند گرديده است : از پرداخت مالي معاف است ، خدمت عسکري انجام نميدهد، کرسيهاي بالاي دولتي را انحصار کرده ، بورسهاي خارج را قبضه نموده ، امکانات وسيع اقتصادي به شمول زمين هاي زراعتي ، تسهيلات تجارتي وصنعتي را به اختيار گرفته است وغيره . بدين ترتيب مليت هاي غير پشتون که از اين همه امتيازات محروم اند از دوستم رنج ميکشند : يکي ستم طبقاتي وديگريستم ملي .بنابرين کانون خيزش قيام هاي انقلابي به درجه اول مناطق مليت هاي غيرحاکم ميباشد که بايد کار تهيج وسازماندهي مردم در آنجاها متمرکزشود .» دا څنګه روښانفکران دي چې دغسې اساسنامه د خپلو فکرونو او کړو دپاره اساس ګرزوي چې دهغې د هرې جملي مفهوم ډير نا واقعيت او لږ واقعيت دي ، او په مجموع کې نژدي ټول متن د واقعيتونو پر خلاف دي . عجبه لا داده چې دغه روښانفکران بيا دهغي په اساس د ملي ستم او ملي تضاد په نامه د وطن قومونه د يوه قوم په مقابل کې « انقلابي پاڅون » ته هڅوي بي له دې چې ددې پروا وکړي چې دغسې فکر به د قومونو تر مينځ دښمنۍ ګاني او ټکرونه توليد کړي ، چې د پيـړيو پيـړيو د ګډ ژوند محصول دي .
دوي ددې پروا هم نه کوي چې قومي تحريکات د افغانستان بد نيتو ګاونډيو ته موقع ورکوي چې هغه لاشديد او مخرب کړي ، دغه روښانفکران ددې پروا هم نه کوي چې قومي تحريکات په انسانانو کې وړانده قوتونه په دغسې حرکت راولي چې په هغه حا ل کې عقل او منطق کوچ کوي ، فقط سوټي او توره به د مشکلاتو حل وي .له دې امله ، وطن او وطنوالو ته رښتيني افغانان بايد قومي تحريکات په هيڅ وجه ونه زغمي . ډيرو هيوادونو{او هم زمونږ هيواد } قومي تحريکات او قومي نفرتونه غير قانوني اعلام کړي دي . ستمي روښانفکران د وطن بيرته پاتي توب د پښتنو د « حاکميت » په وجه بولي . دوي په دې سترګي پټوي چې واکمنه کورنۍ يوازي د پښتنو نه وه ،بلکه هغه د ټولو قومونو او د ټول ملت حاکمه کورنۍ وه او دغې کورنۍ د افغانستان په نا متجانسه کثيرالقومي جامعه کې د ثبات په ټينګښت کې اساسي رول لوبوه .د يوه محترم افغان په فکر که پخواني پاچا له اساسي قانون نه دفاع کړي واي ، چې بايد کړيې واي ، ځکه چې په دې هکله يې لوړه کړې وه ، شايد هغه ډير شمير اعتداليون چې د حکومت په چلولوکې په زغم ،ائتلاف ، تفاهم ، همکاري او دموکراسي باندې ولاړ و، له سياسي صحني څخه ايستل شوي نه واﺉ ، يا پوره ايستـل شوي نه واﺉ لکه چې په واقع کې وايستل شول او دهغو په وتلو سره ميدان ، زغم نه منونکو انقلابيانو ته خالي شو. محمد داؤد خان مطلقي ناکامۍ بيا دغه پروسه تکميله کړه .
ورپسې په خاصو ايډيالوجي ګانو باندې ولاړو ډلو ، چې يو په بل پسې په اقتدار راغلي ، مخالفې ډلې ونه زغملي او هرې ډلې د خپل اقتدار په دوره کې دخپلي ايډيالوجي له مخي په دغسې غـټـو کارونو پسې ملا وتړله چې په وس کې يې نه وه . په مشخص ډول دوي په دې پسې شول چې اجتماعي طبقات ، حکومت ، دولت او حتي جامعه له سره واړوي ،او خپله رقيبه ډله وټکوي ، نورو لا کوښښ وکړ چې د جامعې قومي ترکيب ته هم تغيير ورکړي .
دوي ټولو د دغې فرضيې په اساس عمل وکړ چې انساني چارې په يوې ټاکلي طرح کې اچول کيدلي ،او ټولنې دهغه له مخې په مطلوب ډول سميدلي شي ، مخصوصأ هغه وخت چې دولتي قدرت تر لاسه کړل شي . خو دټاکلي طرح له مخې ژوندۍ انساني چارې سمول دا معني لري چې انسان به د وريځو يا اقليم په شان يعني په ميخانيک ډول عمل کوي ، اما انسان شعور او عقـل لري ،او په هره شيبه کې يې زړه وغواړي خپل فکر او خپل عمل ته تغيير ورکوي . په همدې سبب په انساني چارو کې ميخانيکي منظم توب او حتمي توب نه شته ؛ نا متوقعي او نا څاپې حيرانوونکې پيښې ورسره وي ؛ او دمنظمودورانو،طرحو، او سيستمونو مفکوره اساس نه لري .
په دې حال کې دعملي مصلحاتو د پاره د بريالي کيدو چا نس په دې کې ښکاري چې دخپلې خاصې ټولنې او خلکو تاريخ ، کلتور، او عنعنه په خپلو اصلاحي کړنلارو کې له نظر و نه غورځوي ، اود خلکو غوښتنې او دهغو د زغم او حوصلې حد په پام کې ونيسي انسانان په اصل کې خپل ځانونه او د خپلو ارادو تحميل غواړي .
فيلسوف ډيوډهيوم وايي چې « هر څه چې ده ځان ـ مينه ده . ستا له ماشومانو سره مينه کيږي ، په دې چې هغوي د تا دي . ستا ملګري هم د همدغه دليل له مخې او ستا هيواد تا جلبوي يوازي تر هغه ځايه چې هغه په خپله د تا سره ارتباط لري. که د ځان فکر له مينځه يووړل شو، هيڅ څيزبه په تا باندې اثر ونه کړي . ته به په ټوله معني غير فعال او بيعلاقي شي .» ‍انسانانو په تاريخ کې د انساني کارونو تر څنګه غير انساني يا حيواني او وحشي کارونه هم کړي ، او اوس يې هم کوي ، لکه چې افغانانو په تيرو شلو کلونو کې دانقلابي او افراطي کړو،اوهڅونو،او قدرت ته ځان رسولو، اويا دګټلي قدرت په ساتلو کې دغسې کارونه په ډيرې پراخې پيمانې وکړل .په دغه حيواني کارونو کې د انقلابي روښانفکرو تعليميافته ګانو، او زغم نه منونکو جذميونو رول اساسي او ډير و دوي په خپل دغسې سلوک سره نه دا چې پر مختګ ونه کړ، د جامعي د تدريجي اما ډاډه پر مختګ مخه يې هم ونيوله ؛ د جنګونوپه کولو،د خلکو په وژلو، اعدامونو، او مهاجرکولو سره يې دوطن خلک کم کړل؛ افغانستان يې بيرته وغورځو ، او ضعيف يې کړ او ځانونه يې هم يا مرګ ته ورکړل يا له وطن نه پرار کړل ، په دغه قرن {شلم قرن} کې دا دوهم ځل دي چې انقلابي روښانفکران ناکاميږي ، لکه چې اول ځل د پاچا امان الله خان په وخت کې ناکام شوي و .افغانان لکه چې نه غواړي له تاريخ نه زده کړه وکړي .
-------------------------------------------------------------
-----------------------------------
٭ ـ پوهاند دوکتورمحمد حسن کاکړ، روښانفکران څوک دي ؟ ، ۸۰ او۸۱ پرله پسي ګڼه،۱۹۹۸ع کال ډسمبر ۲۲مه نيټه، په اروپاکې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند خپرونه " افغان ملت "