دروزگان مهالنی خپروني اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دروزگان دمهالنی خپروني مسول مديرحبيب الله غمخور



News in Ruzgan Monthly
دتأسيس کال ۱۳۸۵ - 2006
Afghan Democratic Publication in Sweden



۲۰۰۷م کال دمارچ ۳۰مه
له طالبانونه موغوښتنه موداده چي اجمل نقشبندي خوشي کړی!
زياتي مودې راپدې خوا موږ په افغانستان کي دطالبانولخوابرمته شوی افغان ژورنالست په هکله حالات څارو. دادي درې اونی تيري شوې مگر دافغان ژورنالست ښاغلى اجمل نقشبندي برخليک ندی معلوم اولاتراوسه هم د طالبانو په بندکې شپې او ورځې تيروي .
داچي دايټاليا خبريال ښاغلى ډانيل ماستروجياکويې خوشي شو،ډير خوشحاله شو.دليل يې دادی چي يو خوهغه زموږپه هيوادکي ميلمه واوبل داچې خبريالان هغه کسان دی چي يوازي دخپل مسلک له مخې په نړی ،سيمه اوهيوادوکښي پېښي دخلکوترغوږرسوی ،هغوي نه پوځی اونه هم حکومتي ځواک لري . ژورنالست هغه څه ليکې چي په سترگويي ويني اوپه غوږو يې اوری . اوله دي لاري خپلي کورنی ته ډوډۍ پيداکوی.
مگر پدې زيات خواشيني شوچي يوازي ايټالوی ژورنالست خوشی شواوبېچاره افغان خبريال لاتر اوسه دبرخليک دټاکلوپه اميد اوانتظار ناست دی . ترموږپوري داسي خبري رارسېدلي دي چي گواکي طالبان غواړي ددې ژورنالست پر سر دافغانی چارواکوسره خبري وکړي .ښايي طالبان ددې افغان ژورنالست په بدل کې خپل پلوی چي دافغانستان دحکومت سره به بندی وي دخوشي کېدوغوښتنه ولري .
موږ دافغانستان حکومت اوپارلمان ته هيڅ ډول وړانديزنه لرو،لامل يې دادی چي هغوي دطالبانوسره په لومړنيوخبروکي دابېچاره خبريال هيرکړ اودهغه دخلاصون پرسريې دطالبانوسره هيڅ ډول خبري ندي کړې ؛ داچي ولي افغاني چارواکودطالبانوسره په خبروکې اجمل نقشبندی هيرکړئ اودهغه دخوشي کېدوغوښتنه يې نده کړې هغه سوال دی چي ترډيره به بې ځوابه پاتي وي .له بلې خواددوې هفتي کيږي چي دهيواد ټولو ژو ر نا لستانو،ليکوالواوخيراندېشه ټولونودافغانستان دحکومت اوپارلمان څخه دښاغلی اجمل نقشبندي دخوشي کېدولپاره دهلوځلودپيل اودهغه دخلاصون غوښتنه کړېده،متاسفانه دولتي چارواکواوپارلمان يوه لارموندلې چي چوپه خوله پاته دي . دډله ايزورسنيودخبر له مخي دپارلمان په دروازه کښي دخبريالانوفرهنگی اتحاديې دڅو ساعتولپاره خيمه درولې وه . موخه يې داوه چي دپارلمان پلوي دخپلي غوښتني په طرف راجلب کړی ،مگرله بده مرغه پارلمان له اولس نه ديوه بېگانه ارگان په توگه دافغانانووړانديزونوته غوږوونه نيوی . اونه غواړي دولس سره په سختوشرايطوکې مرسته وکړي .
زموږدوړانديز لوری طالب چارواکوته دی
غواړوطالب چارواکومشرتابه ته څرگنده کړوچي که په رښتياسره ستاسوپه ليکواومشرتابه کښي دبېگانه ولاس نشته نوتاسوخپله فکروکړئ ديوبېچاره ژورنالست يا ډريور اوترجمان گناه څه ده ؟ هغه چي خپلې کورنی ته ديوې گولې ډوډی دپيداکولوپه خاطر يې خپل سرپرلاس اخيستی په سختوشرايطوکښي کارکوي دايې گناه ده؟ . داولس بله چاره نلري اونه هم کارکول ددي معنی لري چي بايد مړه شي ،تاسوبهرنی خبريال دخپلوانډيوالانوپه مقابل کي خوشي کړ خودابېچاره اجمل نقشبندی چي څوک لري تراوسه په زندان کي ساتی .
هغه يوگوډپلار لري اوتازه شپږمياشتي کيږي واده يي کړی دی اوهغوي دده وتنخواته اړدي . ايادغه سپينږ يری گوډپلار اوناوې يې دخداي پيدا ندي ؟ اوهغوي به اوس په څومره پرېشانئ کي شپې اوورځې تېروي ؟ دهغوي داميد سترگی يوازي ستاسولوري ته کږې دي .اياديومظلوم سره مرسته په دنيا اوآخيرت کښي اجرونه نلري؟ ددولتونوسره چي هرڅه کوی داستاسوکاراوپه تاسوپوري اړه لري مگربهتره داده چي تل په خپلو کړونو کې دبېگناه خلکوله زوروني نه ډډه وکړی
اجمل نقشبندي يوبېچاره ازاد خبريال دى تاسوته معلومه ده چي زموږپه هيوادکي ژورنالست ددولتي چاروا کوهم نه خوښېږي ،ځکه رښتياوايي اوليکي ،دلته يي هم هرڅوک پرسرټکوی اوهلته يي تاسي نه پرېږدی داخلک څه وکړی اوچيري ولاړ شي ؟ ددوي گناه څه ده ؟ اخير دوي هم انسانان اودلوي څښتن بنده گان دي .
که تاسوپه راتلونکی کښي په گډه اويامستقله توگه دحکومت کولوارزولری پداسي کړونوافغانان اونړيوال نورهم ستاسونه ليري او خوابدي کيږي . هغه ځواک ته چي دحکومت کولو اميداوارزوولري لازمه ده چي دخلکوسره ښه سلوک ولري .داچي وايي (( په زورکلي نه کيږې )) داخبره داولنومتل اوپرځاي خبره ده . هيڅوک ،په هيڅ نامه نشي کولاي ځانونه په زوراوجبرپرخلکووتپې ،تاسويې وينئ چي دپردوپلاس راوستل شوی څومره اعتبار اوپلويان لري ؟
سره لدې چي موږدمرحوم سيدآغا په بېگناه وژنه سخت خفه شواوهغه ته دلوي خداي له دربارنه دجنت فردوس اوفاميل ته يې دجميل صبرغوښتنه کوو،بايدڅرگندکړوچې مو ږد اجمل نقشبندي د نا څرگند برخليک په اړه سخت انديښمن يو، پرتاسود افغانانوپه توگه ږغ کوو اوله تاسو نه غوښتنه داده چې اجمل نقشبندي، ژر تر ژره خپله خوشى کړی . ترڅوهغه دخپلي کورنۍ گرمي غېږي ته ستون شي اودخپل گوډپلارخدمت وکړی .
پدي هيله چي زموږ داغوښتنه قبوله ،دغه جنجال اوخواشينی ته دافغانانوپه توگه دپاي ټکی کښېږدی .
سويډن --مالمو
دروزگان دمهالنی خپروني مسول مديرحبيب الله غمخور