د شرمه ډکې او ننګوونکې پریکړې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

میرویس وياړ

پر وخت او اړین بیړني اقداماتو ته په پام کې له ټولو پښتنو روڼ آندو، لیکوالو،ژورنالیستانو،شاعرانو او ټولو مشرانو څخه دا غوښتنه کوم چې په افغانستان کې د ایران د سر شمیرنې کرغییړن موخه اییز او د پښتنو پر ضد دا د ایران او امریکا کډ فاشیستي کمپاین د مخې نیولو او ودرولو په منظور خپلې ګټورې لیکنې،ناستې،لاریونونه وکړي.همدا راز په بهر کې دیره ټولو پښتنو روڼ آندو، لیکوالو،ژورنالیستانو،شاعرانو او ټولو مشرانو هیواد والو او افغانی ټولنو څخه هم غوښتنه کیږي چې دا عمل دې په رسمی توګه د لاریونو په مټ وغندي او مسؤلو چارواکو ته دې د ناوړه پایلو خبردارې ورکړل شي ځکه دې پورې د افغانانو راتلونکې تړلې ده. ایران او هیواد کې ستمي خراساني ټلوالې غواړي چې د پښتنو پرضد د یو پلان شوې دسیسه اییزې ستراتیژۍ له مخې پښتانه په رسمی او ثبت شوې ډول ټولې نړۍ ته لږ کي(کم) وښايی،ورپسې به هرڅه د خپل توکمن لپاره واخلي اوخیټه به پرې واچوي چې یو ځل یی په رسمی او ثبت شوې توګه پارسي ژبی ۹۰ فیصدو ته ورسول.مونږ خو هسې هم د مصلحتو له شامته د اکثریت د حقوقو څخه ګټه پورته نه کړه.دا هم باید ورزیاته کړم چې د ټلوالو،ایراني تالیڅټو، ستمیانو،خراسانیانو او شمالي سقاوانو له لاسه هیواد د تباهې په درشل کې پریوتې دی. د افغانستان د دولتي ادارو،د کرزی کابینه،مشرانو جرګه،ولسي جرګه او ټول وزارتونه د ایراني تالیڅټو او جاسوسانو یعنې ستمیانو،خراسانیانو او شمالي سقاوانو خوندي ځالې ګرځیدلې دي. د ډیریو وزارتو ریاستو او آن سفارتو لوړ پوړي چارواکی په خپل سرۍ،ځانځانۍ،خراسانۍ،ستمی اوایرانی سلیقو باندې ځان سمبال او برابروي.ملی ارزښتونه اوافغانی آرونه بیخي د پامه غورځول کیږي.افغانستان د سرشمیرنې کار ایران ته حواله کول هم د دې خبرې زبات دی چې پاس یادې شوې واکداره دولتي ادارې د ایران پلوه او ایران مزاجه تالیڅټو څخه ډکې دي چې دغسې بی سنجشه افغان دښمنه پریکړې کوي. هیواد همیشه د کورنی دوښمنانو له لاسه ټوټه،وران،ویجاړ او لوټ شوې دی نه د بهرنی دوښمنانو له لاسه ! کرزی ته دا ویل غواړم چې د هیواد تاریخ،میړانه،بقا،دفاع،عزت،یووالې،یوموټې توب،سوله د افغانانو پورې تړلې ده نه د ټلوالو،ایراني تالیڅټو، ستمیانو،خراسانیانو او شمالي سقاوانو پورې چې د دولت لوړو پوستونو کې دې پر افغانانو ورتپلي، د دوې په شتون کې افغانستان او افغانان کوم بهرنی دوښمنانو ته هیڅ اړتیا نلري ځکه دوې خو د افغانستان د تباهۍ،ټوټه کیدو او بربادۍ لپاره ټول هغه څه وکړل او لګیا دي خپلې ټولې ایرانی ناولې نقشې پلی کوي چې خارجی دوښمنان یی لا خوبونوکې هم نشي لیدلای.د طالیبانو د راپرځیدو وروسته امریکایانو د خپلو خراساني او ستمي مزدورانو اوشمال ټلوالیزو غلامانو په هر اړخیزه مرسته دا هڅې او هاندونه کول تر څو د پښتنو د رسوخ او شهرت کمولو په موخه نړیوال دایرالتمارفو،اینسایکلوپیډیاګانو،ریفرینس کتابونو،نړیوالو لیکسیکانونو او اټرنیټ پاڼو کې د پښتنو د نفوسو شمیره په یو دم راټیټه کړای شوه، تر څو د قدرت واکې نورو ته ورکړي. همغسې هم وشول افغانستان کې قدرت واکې شمالي ټلوالو،ستمیانو او ایرانی مزدورانو ته ورکړل شو. د ۷ کالو راهیسې یی چې څه کانې اوایرانی منصوبې د افغانستان د ټوټه کیدو،نفاق،شر اچوونې،بی اتفاقۍ،ژبنیزې تربګنۍ،توکمنیزې تربګنۍ او سمتی تربګنۍ پر وس پوره وې پر افغانانو اوافغانستان نه دي سپمولي. په درنښت میرویس ویاړ