طالبان پیسی اخلی امریکایان خلګ وژنې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دفراه دپیښي په اړه د ملکی خلګود وژنو ددقیقی شمیر نی دمعلو ماتو او دپیشی دڅرنګوالی په باب یوهیئت له کا بله څخه وهغه ولا یت وا ستول شو نوموړی هیئت پس دڅو ورڅو خپل دکار را پور تکمیل کړی په را پور کی ددی پرڅای چه دبیګناه خلګو ،ښڅو،ماشومانو په باب دقیق معلومات تر لا سه ګړی دملا متی پړه یې دمنطقی بر خلګو وا چوله او وایې:طالبانو دخلګو څخه دپیسو تقاضا کوله او دکلی دخلګو له کورونو یې په دولتی پوستو با ندی حملی او فیرونه کول بالا خره دولت مجبور شو له هوایې قواو څخه دبم بار دمان کمک وغواړی، دا ډول پیښی په افغا نستان کی لومړی څل نه دی بلکی څو څلی تکرار شوی دی چه ښه مثا لونه یې مخکی دهیواد په نورو سیموکی لکه، په هسکه مینه کې د ( امريکايانو) لخوا پر واده بمبار چې د ناوې او زوم په ګډون په لسګونو کسان په کې ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول ، دغه راز په شينډنډکې پر يوه کلي بمبار چې له سلو تنو زيات کسان په کې ووژل شول ، په لغمان او نورستان کې بمبار او د لسګونو کسانو وژل کېدل ، دغه راز په خوست کې د اوه ورځيني ماشوم وژل او د بل څلور کلن ماشوم په سپي داړل ، همدارنګه په کندهار کې د يوې ناوې او زوم په ګډون د اتلسو کسانو وژل ، په فراه کې د شاوخوا ١٥٠ عامو وګړيو وژل ... او نورې دردونکې وژنې شاملې دي.
خو دافسوس خبره داده چه هر څل یوازی دامریکی اونورو له طرفه فقط به معذرت غوښتلو اکتفا شوی ده او دهیواد ولسمشر ته وظیفه ور کړه شوی ده چه دفا تحی په خا طر دحادثی محل ته ورشی او دخلګو څخه له نژدی معذرت وغواړی او ولسمشر صا حب هر څل وخلګو ته وعده ورګړی ده چه بیا به دغه ډول اشتباه نه تکراریږی ممکن داڅل بیا هم کرزی صا حب وفراه ولایت دفا تحی لپاره ولاړشی او نوموړی هر څل خلګو ته وعده ورکړی ده چه دحدیثی عا ملونو ته به سخته جزا ور کوله کیږی ولی داده اووه کال تیرشول ،نه داچه دغه خود سرانه هوایې عملیات بند نه شول بلکی ورڅ تر بلی زیات شول او لا به هم زیا ت شی،په دغه اووه کاله کی مو هیڅ ونه لیدل او نه مو واوریدل چه کوم کس دی جزا ووینی اویا دی هم محکمه شی .
بل سوال دادی چه دغه بیګناه او بی دفاع خلګ دوسله والو طالبانو یانورو به مقابل کی څه کولای شی ایا به خالی لاس دا توان اوطاقت لری چه دطا لبانو په مقا بل کی ودریږی او دهغوی له شره څان خلاص کړی ،دجهان د۴۸ ملکونو پوڅیان چه په عصری سلاح باندی مجهز دی نشی کولا ی د طالبانو مخه ونیسی نو دفراه غریب خلګ څر نګه دا کار کولای شی ؟(( په ولسی جرګه کی دقند هار دخلګو داستازی محترم نورالحق علومی په وینا چه وایې که چیری په امر یکا کی یو څو تنه تروریستان په یوه بلند منزل تعمیر یا بل کوم محل کی یو شمیر بیګناه امر یکا یان یر غمل کړی ایا دامریکا هوا یې پوڅ به هغه محل دهوا څخه بمبار کی اوکه نه؟))
داسی ډیر مثالونه په امریکا ،جرمنی، انګلیس کی شته چه دڅو نفرو تروریستانو له خوا په مکا تبو او اداری دفترونو نی شاګردان او مامورین یر غمل شوی دی ولی په هیڅ وجه له قهر او بمبار دمان څخه کار نه دی اخستل شوی او دبیګناه خلګو دژوبلی او مر ګ څخه جلو ګیری شوی ده ، ولی په افغا نستان کی له دغه تا کتیک څخه استفاده نه کیږی ایا تنها افغا نستان دبمبار لپاره مساعد اومنا سب څای ده ،دا څل په فراه کی ۱۵۰ کسان چه ښحی،ما شومان به کی شامل دی په دغه ګناه دامریکا یان له لوری ووژل شول چه طالبانو له هغوی څخه ولی پیسی غوښتی،نو که طالبا نو له ملکی خلګو څخه پیسی غوښتی بلکی امر یکا یې جنایت کارانو هغوی ووژل او خاورو سره یې خاوری کړل .
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په وړاندې داڅل د ولسمشر حامد کرزي غبرګون د یوه وړاندیز په بڼه و. هغه له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې امریکا باید نور په افغانستان کې هوايي بمبارۍ بندې کړي ځکه چې په دارنګه بمباریو کې ډیر ملکي خلک وژل کیږي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ګټورې هم نه دي. په افغانستان کې خو داسې تصور کیږي چې د بهرنیو ځواکونو ټول ځواک په بي دوه پنځوس الوتكو او نورو هوايی تجهیزاتو کې نغښتی دی او که چیرې دا ترینه واخيستل شي آن د بګرام په هوايي ډکر کې هم نشي خلاصیدای، نو ایا د ولسمشر دغه وړاندیز به عملي بڼه ولري؟!!
د ولسمشر خبره په رسنیو کې په لنډو ټکیو کې خپره شوه، خو که عملي بڼه لری او که نه، د یوه حقیقت څرګندويي کوي، چې نور د بهرنیو په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو ړندې بمبارۍ په افغانستان کې د ولس او د حکومت د تر ټولو لوړ مقام ولسمشر په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او په دوام سره به یې د افغانستان د خلکو، دولت او نړیوالې ټولنې ترمنخ موجوده واټن نور هم اوږد او بلاخره به د یوه ولسي پاڅون بڼه خپله کړي،بالا خره دولسمشر دغه پیشنهاد چا قبول نه کړی او په ډیره عا جله تو ګه رد شو او دامریکی یوه جنرال په غبر ګون کی وویل چه امریکا نشی کولای چه په جنګ کی هوا یې بمباردمان بند کړی .
د بهرنيو ځواكونو په وحشيانه بمباريو كې د ملكي خلكو مرګ ژوبله اوس د ورځې پيښه ګرځيدلې چې نور يې د افغان حكومت او بل هر لوري له خوا تشه غندنه خلكو ته يوه ملنډه ښكاري. امريكايي ځواكونه بيا په ډيره بې شرمۍ په اكثرو مواردو كې دغه مرګ ژوبله نه مني او خپل مسئوليت يې په نورو اوپه ځانګړې توګه وسلوالو مخالفينو اچوي ،حال داچه دمخالفینوسره ددی مطبو عاتی نما ینده ګان همیشه یو څای کښته پورته کیږی او مصا حبی ورسره کوی په اطاقونو کی شپی او ور څیور سره تیره وی چه ښه مثال یې دغه څوورڅی مخکی دطالبانو دنماینده سره دسی نن دتلویزیونی شبکی مصا حبه وه چه مو نږ ټولو واوریدله .
دا سمه خبره ده، چې هرڅومره د بهرنيو ځواكونو له خوا د ملكي خلكو مرګ ژوبله ډيريږي، هومره ښايي د وسلوالو طالبانو په ګته تماميږي، ځكه چې په خلكو كې بهرنيو ځواكونو ته نوره كركه راپاريږي او په مقابل كې يې له وسلوالو طالبانو سره همدردي هم زياتيږي، نو په دې اساس دا له امكانه لرې نه ده چې طالبان دې په خپله په ځينو مواردو كې د ملكي خلكو د مړينې باعث كيږي، خو ټول مسئوليت د هغوى پر اوږو اچول هم له حقايقو سترګې پټول دي ،دبله طرفه امریکا اعتراف کوی چه القاعده په افغانستان کی نشته ،اوداسی وایې:
د امریکا د پوځ یو عالي رتبه قومندان وايي، القاعده نور په افغانستان کې نشته او د دوی عالي رتبه مشران د پاکستان لویدیځو سیمو ته ورغلي دي
د امریکا د فاکس نیوز خپرونه لیکي، د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندنۍ مشر جنرال ډیویډ پټریاس وايي، د منځني ختیځ او شمالي افریقا نه ورغلي د القاعدې سره تړلي ډلې په افغانستان کې پټ سنگرونه او د پټېدو ځایونه لري. خو دی وايي، په دې وروستیو میاشتو کې دغو ډلو ته کلکه ضربه رسېدلې، ډیر تلفات او تاوانونه ور اوښتي دي
پټریاس د جمهور رئیس حامد کرزي وروستۍ څرگندونې تائید کړي چې وايي، اوس په افغانستان کې هیڅ القاعده ډلې موجودي نه دي. خو دی وايي، لا تر اوسه اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهري خپله شبکه چلوي .
فاکس نیوز د پټریاس له خولې لیکي، تر اوسه ددغو ترهگرو د دقیق ځای په اړه معلومات نشته خو دا خبره واضح ده چې د القاعده عالي رتبه مشران اوس د پاکستان په لویدیځه سرحدي سیمه کې ځای په ځای شوي دي
پټریاس وايي: "په دې کې هیڅ د شک ځای نشته چې د القاعده مشرتابه په دغه ځای کې د څو کلونو راهیسې فعال دي
د امریکا دغه عالي رتبه قومندان د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز ته وویل، تندرو ډلو پاکستان ته جدي خطر پیښ کړی خو د پاکستان هغه اقدامات یې هم وستایل چې د راپورته شویو طالبانو په خلاف یې کړي دي
پټریاس وویل، له سوات نه نورو سیمو ته د طالبانو وړاندې تگ د پاکستان ټول خلک وپارول "
پټریاس طالبانو ته د پاکستان د ماتېدلو عواقب خطرناک وبلل او ویې ویل چې تر یوې اندازې په دې خبرې باندې د نظر اتفاق موجود دی چې په کار ده په پاکستان کې د طالبانو په خلاف پراخ او موثر اقدامات وشي
د امریکا د مرکزي قومندې جنرال وویل: "کومه جگړه چې پاکستان پیل کړې ده، دا د امریکا جگړه نه ده. دا د پاکستان خپله جگړه ده. کوم عناصر چې ما یاد کړل، دوی پخپله د پاکستان وجود ته خطر پیښ کړی دی
چه داسی ده نو نور دامریکا موحودیت په افغا نستان کی لازم نه ده څکه دوی په القا عده پسی افغا نستان ته د۱۱ سپتمبر دحاد ثی وروسته افغانستان ته را غلل داچه دوی اعتراف کوی چه القا عده په پا کستان کی ده دی با ید نو په مستقیم ډول هلته ولا ړ شی او دبیګناه خلګو باندی دبمبار په څای په القاعده باندی بمبار وکړی . .".
د فراه د پيښې په اړه هم چې زموږ ۱۴۷ بې ګناه خلك پكې د امريكايانو ځواكونو له خوا شهيدان شول ، دوى په خپلې ناكردې د پردې اچولو لپاره همدا دليل وړاندې كړ، چې طالبانو يې په منځ كې پناه اخيستې وه. ايا دوى دا كار توجيه كولاى شي، چې د يو څو تنو لپاره پرته له كوم تفكيك نه د انسانانو دوه كلي له يوه سره تر هوايي بمباريو لاندې ونيسي او لاندې په سلګونو خلك مړه او ژوبل كړي،په محاربوی تا کتکونو کی یوهم شاته تګ (عقبنشنی) ده چه دضرورت په وخت کی با ید ور څنی استفاده وشی اویا داسی نوری ډیری لاری چاری شته دی چه دبیګناه خلګو ژوند با ید وژغورل شی نه داچه دڅو مسلح کسانو په خاطر ۱۵۰ تنه ښڅیاو ماشومان دمنڅهولاړ شی اوکورونه یې دخاوره سره برابر شی
د شينډنډ، شينوارو او اوس فراه له پيښو نه داسې څرګنديږي چې يا خو امريكايانو ته د افغانانو ژوند هيڅ اهميت نه لري او يا هم دا چې د ملكي خلكو ټول وژنه د دوى د پاليسۍ يوه برخه ده. خو په دويمې هغې يې ځكه د چا باور ډير راځي، چې دوى په ابوغريب، ګوانتانامو او بګرام زندانونو كې د خپلې رسمي پاليسۍ له مخې په انسانانو هغه ظلمونه او تيرى كړى دى، چې د بشريت په تاريخ كې يې سارى ډير كم ليدل شوى. په همدې توګه دوى ښايي ددې لپاره چې خلك له وسلوالو طالبانو او نورو مخالفينو سره له همكارۍ وويروي، كله نا كله د خپل وحشت نمونه ورته وړاندې كوي اوپه دی باید پوه شی چه دغه دکا میا بی لاره نه ده.
دا هغه پاليسۍ ده، چې ښايي د نړى په بل هر هيواد كې بريالۍ وخيژي، خو د افغان ملت تاريخ ثابته كړې ده، چې دوى هر هغه زبرځواك ډير ژر مات كړى دى، چې د ظلم لار يې ورسره نيولې ده او دوست په لباس کی دافغا نا نو څخه انتقام اخلی
د بهرنيانو د دارنګه ناسمو پوځي او ملكي پاليسيو له امله د تيرې څه مودې راهيسې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې اعتبار په خلكو كې مخ په نزول روان دى آن تر دې چې په افغانستان كې د نوي نظام د پيل نه وروسته دا دى په دويم ځل انتخاباتو كې اوس د اكثرو سيمو خلك د ګډون كولو ليوالتيا او انرژي نه لري، موږ د فراه له خلكو نه چې په خپلو لاسونو يې په يوه ورځ د ۱۴۷ كسانو جنازې اوچتې كړې، څرنګه دا تمه ولرو چې د زمري د مياشتې د ۲۹ نيټې په انتخاباتو او يا هم د سولې او ثبات په كومې بلې پروسې كې دې ګډون وكړي
په اخرکی دفراه ولایت وټولو خلګو ته دصبر جمیل غوښتنه کوم او دشهدانو پاک روح ته درود وایم او دڅښتن تعا له څځه ورته دجنت غو ښتنه کوم ،او دټولو افغا نانو څخه غو ښتنه کوم چه هر یو په خپل نو بت دامریکا یې اشغالګرانو دغه رنګه اعمال وغندی او لاس تر زنی بی تفاوته پا ته نه شی .پای رحمت اله روان