د امريكی د نوې قومندان ډګرجنرال مکریستل مهمه وظیفه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

- امريكا غواړي اسلام اباد ته د طالبانو په نږدې كېدو سره د پاكستان پر اټومي تاسيساتو خپل واك او كنټرول راولي . اوپری نږدی چه دغه اتومی تاسیسات دالقاعده لاس ته ولویږی .
د امريكا د مشهور ټلويزيوني چينل فاكس نيوز د رپوټ له مخې، د امريكا په استخباراتي كړيو كې داسې يو پلان چمتو شوى، چې كه طالبان په اسلام اباد كې نفوذ وكړي، دوى به مداخله كوي او د دغه هېواد اټومي وسلې به په خپل واك او كنټرول كې اخلي. د امريكا د څارګو ادارو په وينا، دغه چارې به ځانګړو عملياتو ګډه قومانداني (JSOC) پرمخ بيايي ، چې په افغانستان كې ميشت دي. ددغو ځواكونو مركز په ((فورټ بريگ اين سي)) كې دى. فاكس نيوز په خپله شننه كې وايي، چې (JSOC) د ترهګرو د نيونې په برخه كې د امريكايي پوځ مركزي اداره ده، چې دمګړۍ د افغانستان او پاكستان په اوسنيو ګډو پولو كې پر كار بوخته ده. د فاكس نيوز د شنونكي او د دوو كتابونو ( د ر مسفيلډ جګړه او سبوتاژ) ليكوال رون سكاربرو په وينا، د (JSOC) موخه د بهرنيو هېوادونو د اټومي وسلو خپلول دي او غړي يې د همدې لپاره په ((نيو اډه)) كې روزل شوي دي .
د سرچينې په وينا، اوس، چې طالبان د پلازمېنې اسلام اباد په ۱۰۰ كيلومټرۍ كې دي، ددغه پلان د پليتابه امكانات هره شيبه ډېريږي. په افغانستان كې د (JSOC) د يوه غړي په وينا، كه په پاكستان كې حالات له واكه ووځي، دوى د اټومي وسلو د خونديتوب پلان لري او د هغه له مخې به يې لومړى له منځه وړي او بيا به يې پر يوه ځاى سره راغونډوي. سرچينه وايي، امريكا د سپوږمكۍ له لارې د پاكستان اټومي فعاليتونه او د هغو د خونديتابه ځايونه څاري او تصويرونه يې ترې را غونډ كړي دي. په (JSOC) كې ډلټا فورس، نيوي سيلرز او د ځانګړو استخاراتو يونټ شامل دي، چې په عراق كې يې صدام حسين او ابو مصعب الزرقاوي هم وژلي دي. په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو نوى قوماندان مك كاسټل هم ددغو ځواكونو يو مهم چارواكى و .
ددی تبصری څخه معلومیږی چه دامریکا دنوی قومندان ډګرجنرال مکریستل ډیره توجه به نسبت افغانستان ته دپاکستان طرف ته خصوصا دهغه هیواد واتومی تاسیساتو ته متوجه وی او نوموړی خاص ددغه هدف په خا طر وسیمی ته را لیږل کیږی .
همدارنګه دبریټانیی ډیلی تلګراف مشهوری ورڅپاڼه: تر اور لاندي جنرال ترعنوان لا ندی یو په زړه پوری مضمون په لا ندی بڼه خپور کړی ده
د بشر د حقونو یو شمیر مدافع ډلو ویلي هغه جنرال چې د بارک اوبهاما لخوا په تازګۍ د افغان ماموریت د مشرۍ لپاره ټاکل شوی، تر دې دمخه په عراق کې وو او هغلته له بندیانو سره په ناوړه سلوک او د ولسي عراقیانو په خودسرانه نیولو او ناقانونه ساتلو تورن دی .
یو شمیر امریکايي سرتیري هم چې له جنرال استنلي مک کریستان سره په عراق کې په دندو بوخت ول د جنرال له خوا له ورسره شوي سلوک څخه شکایتونه لري .
دغو سرتیرو د امریکې دفاع وزارت ته هغه انځورونه او په موبایل ټلیفون اخیستل شوي فلمونه ور ښولي چې پکې جنرال کرستال له سرتیرو سره ناوړه سلوک کوي، چې پکې د سرتیرو وهل ډبول هم شامل دي .
ډیلي تلګراف ورځپاڼه لیکي چې د جنرال کرستال له خوا له خپلو سرتیرو سره دغه ناوړه سلوک د عراق پلازمینې بغداد ښار ته په نژدې یوه پوځي هډه کې تر سره شوی دی .
جنرال مک کریستان؛ یو ایرلندۍ امریکایی، یوه ظاهراْ غلی خو غلونکی کس تیره اونۍ په افغانستان کې د ناټو او ایتلاف ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو .
نوموړی په عین حال کې د امریکې د مرکزي قوماندانۍ د عملیاتي مدیر په توګه هم دنده تر سره کوي .
نوموړی د امریکې د دولت له خوا د داسي یوه کس په توګه هم پیژندل کیږي چې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په نیولو کې یې پلانونه او کارونه ډیر موثر واقع شوي دي .
ډیلي ټیلګراف لیکي، ګارلاسکو اوس د بشر د حقونو د څار په سازمان کې د وسلو د برخې د ماهر په توګه دنده تر سره کوي .
نوموړي د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ په عراق کې د بشري حقونو په برخه کې پلټني کړي او په دغه وخت کې یې د عراقیانو پر وړاندي د جنرال کریستال کړنې په دقت څارلي دي .
نوموړی وایې چې جنرال کریستان به ډیر ژر د امریکې د ثنا مجلس له خوا د هغه رپوټ په اړه وپوښتل شي چې
د ده د ماموریت پر مهال په عراق کې د بشر د حقونو د څار سازمان له خوا ترتیب شوی دی . پآی رحمت اله روان .