دسی. آی .ای دملی سازمان داطلاعاتودشواری په نوي ګزارش کي راغلی دی : عراق دافغانستان نه وروسته دنوي ټروریسټانواډه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دانټرنیت دفارسی منابعوڅخه
دفارسی ژبی څخه وپښتوژبی ته

ژباړونکې عزيز احمد خوارمل


دسی. آی .ای د ملی سازمان داطلاعاتوشورا تیره ورځ یې یوګزارش خپورکړاوپه هغه کې ویل سویدی چې عراق اوس دافغانستان پرځای دحرفوی اومسلکی ټروریسټانودوروستی نسل دزده کړواوټرنینګ په ډګراوښتی دی .
دواشینگتن پست دورځپاڼی په حواله،(( دیویدبی لو))دملی اطلاعاتودټول ملیتزو دچارودصاحبمنصب (افسر)له خولی لیکی : عراق دټروریسټانودزده کړی ډګراویوښه موقعیت دسربازګیری اودفنی اومسلکی ټروریستی پوهی اومهارتونو دپاره جوړشویدی .
. دسی . آی .ای دملی سازمان داطلاعاتود شوراپه دی (۱۱۹ )یوسلونهونسو پاڼوپه نوي ګزارش کی راغلی دي چې مکمل ګــــزارش یی دزرهاووکارپوهانومسلکی اومتخصصوامریکاییانواوبانــدنیوکارپوهانودګزارشونو
اودڅیړنو، تحقیقاتواو وړاندیزونوڅخه پسله تدقیق اومطالعی نه دغه څیړنه اونتیجګیری لاس ته راغله دی،چې دنړی راتلوونکی نوی نقشه هم په کی خپورشوی دی، او د عراق نوي رول دنوي ټروریسټانود زده کړی دځای په ټوګه ترڅیړنی اومطالعی لاندی راغلی دی .
داطلاعاتوشوراپه خپل ګزارش کې یې لیکلی دی: چې دعراق اخوډب ټروریسټانو ته یې مرسته کړیدی چې ددغه اخوډوب،ګډ وډی اوجګړی څخه په ګټه اخیستلوسره ،ځانونوته جنت رامنځته کړي .
((رابرت لی هاتچینگس ))ددغی اطلاعاتی شورا رئیس وویل :په دغه شیبه کی عراق دمقناطس په شان دنړی دبین المللی ټروریسټانو دکارونواودفعالیتونودمرکز په شان جوړشوی دی .
په دغه ګزارش کی راغلی دی : په القاعیدی کی غړیتوب چې دافغانستان په لیدلوسره پیژندل کیدل دغه بهیر ورو،وروله منځه ولاړی اوخپل ځای یې اوس په عراق کی داخوډب وپاتي شوی تجربه لرونکی ته ورکړیدی .
ددغه ګزارش پربنسټ ،عراق هم دهغه اخوډب په نیولیک(فهرست )کی قرارلری لکه داسرائیلیانو اوفلسطینیانو،دچچین داستقلال غوښتونوونکو،کشمیرانواوپه فیلیپین کی دمیندانائو اودتایلند په لویدیز کی ددغوپیښو سره یوشان ته دی .
په دغه وخت کی دغه ګزارش داپه ګوته کوی چې تر (۲۰۲۰)م کال پوری القاعیده دنورواسلامی تندلاروځای ناستی وي اودسیمیز وجلاغوښتوونکو جنبشونواوغورځنګونوسره به یوشی ،ډیرودټروریسټی چاروکارپوهان وایې چې دغه امراوکاردعملی کیدلوپه درشل کی دی. داطلاعاتو ملی شوراپه خپل دغه ګزارش سره ټینګار کوي چې افشا کولواوماتي خوړل ددغسی غورځنګونواودهغوی دجوړښت له منځه وړل ډیرسخت اومشکل کاربه وي .
په دغه ګزارش کی راغلی دی چې ټروریسټان دانټرنیټ له لاری په ډیراسانی سره کولای سی اړیکی سره وساتی او دزده کړی اودسرابازانودراټولودپاره هڅی کوی اوددوي ګواښ دهغو راټول سووډلودغړواوهغه کسانوڅخه دی چې ویوثابت ځای اواډی ته هیڅ ضرورت اواړتیا نلری .
. دغه اطلاعاتی شوراهمدارنګه زیاته وی :د اطلاعاتی زده کړواودموخو لارښودنه، دتسلیحاتو دڅرنګوالی نه استفاده اوپه کاراچونه دبودجی تامینول دکارډول اودمیتود جوړه ونې څخه عبارت دی .
دملی سازمان داطلاعاتو دشوراء دجګپوړوچارواکوپه ګزارش کی تلاښ ونړیوال کیدلوته اوونورواقتصادی اوټولنیزواړخونه ته هم په دی هکله اشاره سوی ،اوهمدارنګه پدی ګزارش ګی داهم څرګنډه شوی دی چې ټروریسټان خپل ستر بری دهستوی اومیکروبی وسلواوتسلیحاتوپه لاسته راوړنی کی بولي .
په دغه ګرازش کی چین اوهند دامریکی دوه ستردپام وړ راتلوونکی مهم سیاسی مسایل کڼل کیږی اودمخه نه لیدل کیږی چې امریکا ممکن دی داسیا سره په رقابت کی دمخته تللی علمی تکنالوژیو، په یولړبرخوکی ځای پرځای اوترشابه پاته سی . /