وړه لوبه ستر انعکاس رښتيا اورېدل ترخه دی خوويل يي اړين دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب اله غمخور

داپريل په دريمه چي د۱۳۸۶ هجري شمسي کال دوری له څورلسمي سره سمون خوري دجمعيت اسلامي مشر اودپارلمان وکيل برها ن الدين رباني لخواډله ايزورسنيوته په افغانستان کي دملې جبهې دجوړيدو اعلان وشو،ددي اعلان ياخلکودخبرولولپاره له دولتي امکاناتوڅخه پوره استفاده شوي وه ،ځکه بېله دي چي ژورنالستان خبر شي چي څه خبره ده زياتوخبرلوڅو(خبرنگارانو)ته بلنه ورکړه شوې وه .
داخبر دورځی په جريان کښي دنړی په ډله ايزورسنيوکښي هم په خورا ږوږخپورشو؛ که دجبهې دجوړيدوترشا پردی لاسونه وي نودپراخ تبليغ لپاره يي تر يوي کچې دټولودولتي اوغير دولتي امکاناتو اوکانالونۀ استفاده وشوه .
چي ځيني ليکوال خفه نشي چي پرموږ دي ولې تهمت وکړ، نه ابدأ نه، يوشمير بي پرې اوله دي کړئ نه ليري ليکوال له دې خبري نه مستثنی دی . مگر دځينوله ليکنو څخه بيا له ورايه معلوميږي چي ودې ليکنوته يې لا له پخوا اماده گی نيولې وه .
دددې جبهې په هکله چي يوشمير ورته دپسرلی لومړی(( غوړېدلی گل )) وايي ترکومه ځايه چي مادتلويزيونی اوراډيويي ،انترنټ پاڼواوچاپي خپرونوله لاري دعلاقمندانواوڅېړونکونظرونه اودهغوي څرگندونوپروسه يالړئ څارلې ده ،پر درېو ډولو يې وېشلاي شو .
لمړۍ ډله : هغه دي چې په خپلو ليکنو،مرکواوبحثونوکې يې دجبهې دجوړيدو،دهغې له
پروگرام څخه بيله قيداوشرط نه ملاتړکړی ،دهغې دجوړيدوداړتياوپه هکله يي دلايل راوړي .
دوهمه دله : داهغه کسان دي چي دجوړېدوسره يې مخالف دي . خوددغوسره يوشمير داسي کسان هم ملگري شوی ياکه دقيق ووايم دمخالفت ترنامه لاندي بد رد وايي اودادب دچوکاټ نه ليري خبري ،ليکني اوڅرگندونې کوي ،حتي څونفرو خويي لاموقع غنيمت بللې دجبهې سره دمخالفت په نامه يې يوشمير پخوانيوحزبونوته چي که موږغواړويانه هغوي دهيوادپه سياسي ژوندکې مطرح دي ،که مطرح نه واي ولي يې په رسميت پېژندل اويا دسياسي فعاليت اجازه ورکول کېده . دابله خبره چي دوي څومره دولس لپاره موثر اوگټورکارکوي ،اويا دحزب ترنامه اواعتبارلاندي دښاغلی کرزي په دولت کې ځان ته چوکی لټوي .،داارزونه يوبيل اوږده بي پرې علمي اوسياسي بحث اوڅېړنې ته اړتيالري .
دريمه ډله : عام ولس اويوزيات شمير بې پرې روڼ اندي يادولاي شو،هغوي ته داکاردومره جالب نه دی ځکه اوس خلکو دگوندونودجوړيدوسره چې نامي خدا نظر نشي هغه چي قانوني دسياسي فعاليت جوازلري تر ((۸۰)) يي شمير ډير پخوا اوښتی دی اودهغوي له غوړوواونه پلې کېدونکووعدوسره لکه دښاغلي کرزي صاحب دحکومت وعدي عادت کړی دی، په يوه غوږ يې اوري اوپر بل غوږډير ژردوتولارورکوي ،ځکه ورته داسي اعلانونه اودمراموخپرول ،هغوي دبالله تشابه دجنت وعدي ورکولوسره چندان علاقه نه ښکاره کوي ، دوي دومره يې دخدمت خبري اوشعراونه اوريدلي چي ويلاي شم اوس له دغه خبروڅخه نفرت لري .دوي پرحق دي همدې ولس ته دخوښيوپر ځاي غمونه،دارام ژوندپر ځاي دتوپونوپه گوليوويشتل (مرگ) ،دکارپرځاي بېکاري،ددواپرځاي مرمی دتعليم پرځاي بېسوادی په يوکليمه دټولوهغه څه چې يوانسان ورته دانساني عادي اونورمال ژوندتيرولوته اړتيا لري معکوس توکي ورکړل شوی دی .ايادابه دځان اونوروغولونه نۀ وی چي يوڅوک اوياډله ووايي چي خلک ددوي خبري منې ؟ دابي وسه روڼ اندوته لاپخوا معلومه شوي وه چې ددوي نه څه نه جوړېږي ، هدف مي دتنظيمو اويوزيات شمير سياسي گوندومشرتابه دي هرڅه وعده چي ولس ته ورکوي په حقيقت کې هغه يوازي دځان اوخپل چاپېريال لپاره غواړی .
لمړی بايد څرگنده کړم چې زه ديوه مستقل نظرخاوندانسان په توگه غواړم هرڅه په رڼوسترگووڅېړم اودشعارونوترتاثيرلاندي ځان نه راولم تر هر څه راته دابې دفاع اوربړېدلی ولس چي دوي ماته هيڅ اوزه دوي ته بيله رښتياليکلويوبل ته څه نشو ورکولاي ترهرڅه راته گران دی .دهيواداوافغان ولس په سرنويشت په هرنامه اوهره موخه دلوبوسره مخالف يم ،غواړم له تير ژونددترخواوخوږوپربنياددژوند داوسينوشرايطواو امکاناتوڅخه ډيرڅه زده اوخپله نيمگړيې پوه دخلکوتر غوښتنواوپايمال شویو حقوقو قربان کړم .
مخکښي لدې چې پرپورته يادشوواندو(نظريو) اوموقفونولنډه غوندي تبصره وکړم يوې بلې مسلي ته چې هغه ددې جبهې دجوړيدوريښې اولاملونه دي کتنه هم اړينه بولم :
يوشمير خلک دجبهې جوړيدل يوه نوې پديده بولي پداسي حال کښي چي زموږپه هيوادکي ددي نامه سره خلک بلد دی زموږدهيوادپه دالنډسياسي تاريخ کښي يوشمير موخوته رسيدولپاره دډلواوداعتبارخاوند شخصيتونوترمنځ ايتلافونه اوجبهې جوړي شوي دي ترکومه ځايه چي زموږ په هيواد کې سياسي تفکر او فعاليت دپخېدواړينومرحلوته لاتراوسه ندی رسېدلی ددغوايتلافونواوجبهودژوندپايښت ډير لنډاوناکام و.
په تيروديرشوکلونوکښي په افغانستان کي داسي ايتلافونه اوگډسياسي حرکتونه ډير جوړ شوي دي مگر له يوې خوادبهرنيولاسونه دبلې خودسياسي پختگی نشتوالي اوددغوجوړښتونودمشرتابه ترمنځ دنظريواختلاف اوځان غوښتنې ددې لامل شوي دي چي هغه ډير ژرړنگي اوناکامه شوي دي .په پاکستان اوايران کښي دجوړ وشوو تنظيمونواوډلورهبرانوڅوځله وغوښتل په خپلوکي سره متحد شي ايتلاف وکړي ياجبهه جوړه کړی آن چي په کعبه معظمه کښي دوحدت اوگډعمل لپاره پر قرانکريم هم لاس کښېښوداوقسم يې وکړ ،مگرترپاکستانه لانه وه رارسېدلي چې هر سړې هغه دچا خبره خپل خان ته رباب واهل پيل کړه . چپ اودموکراتيک بهير هم له بده مرگه په همدي ناروغیۍ اخته دی دوي نشوه کولاي پدا ((۶۳))کلو کښي گډه ژبه اوگډه لار پيداکړی .
په داشپږوکلو کي دولسمشری اوپارلماني ټاکنو بيا وروسته دپارلمان درياست لپاره څومره ايتلافونه وشوه ؟ پايله يې څه شوه؟ددولت په مقابل کي دپارلماني اپوسيزيون تر نامه لاندي څوگوندونه اودهغوي استازي سره يوځاي شول ،دخپل موجوديت اعلان يې دهمدې جبهې په توگه وکړ ،ښاگلی کرزي داسي حرکتونه وستايل اوهغه يې په هيوادکښي ددموکراسي دپخيدواوپلې کېدوبېلگه وبلل .چي متاسفانه داسي نه وه هغه همداسي له بهرنه هڅول شوی حرکتونه وه ،هلته يوشمير همدا کسان وه چې نن يې بيا ددي جبهې تر کړکۍ سر راښکاره کړ،اوپدي پوره باورلرم لکه چې افغانستان په فزيکي لحاظ ديوشمير نړيوالودپوځی اواقتصادي گټوچاي دی دسياسي گټودسياليوميدان هم دی ،همدا دليل دی چي زه اونور دنوروايتلافونواوجبهودجوړېدوپروسې ته سترگې په لار يو.
ډير وخلکوچي په جبهه کې سره رايوځاي شوو څيرونومونه واوريدل حيران پاته شول ،چي داڅنگه کيداي شي دومره غيرمتجانسي څېرې سره يوځاي شي ؟داکومه معجزه وشوه ؟ همدا دليل دی چي يوشميرڅېړونکی پدي نظر دي اوپردي باورلري چې دپردي شاته بله خبره شته :يوه بېلگه يې دپوهاند ډاکتر کاکړ خبره ده ،هغه په خپله ليکنه کښي دپيل په خبروکښي وايي : ((افغانستان لکه چي د سياسي معجزو ملک وي . چا فکر کاوه چي ښاغلی برهان الدين رباني ، ښاغلي قاضي محمد امين وقاد، ښاغلی محمد اسمعيل ، ښاغلي محمد اکبري ، ښاغلی محمد يونس قانوني له ښاغلي سيدمحمد ګلابزوی او له ښاغلي نورالحق علومي سره به يوه ورځ ( ملي جبهه ) جوړه کړي ، هغه هم ددغسي نظام په مقابل کي چي دوی يا له دوی نه ډيرو د هغه په جوړولو کي برخه اخستې وه ؟چا فکر کاوه چې د پخواني پاچا لمسی ښاغلی مصطفی ظاهر به بيا له دوی سره يوځای کېږي ؟
له وروستي نه پرته دوی دغسي ګوندونو او تنظيمونو ته منصوب وو او شايد اوس هم وي چي غړو يې د يوه او بل د غړو په وژلو کي هيڅ صرفه نه کوله ، په داسي حال کي چي يوې خوا به د بلي خوا غړو ته ( کافر) ، ملحد ، کمونسټ او داسي نور ويل او دبلي خوا غړو به هغو ته ( اخوان الشياطين ، ( مرتجعان ) او ( په ډالرو ، کلدارو پلورل شوي بانديتان ) او داسي نور ويل .. دوی خو دخپلو هغو مخالفانو سره چي ( ملحدان او کمونسټان )يې ګڼل هيڅ خبرو ته نه حاضريدل . اوس څنګه وشول چي جبهه يې سره جوړه کړه ؟ .)) بينوا ويب پانه دډاکترکاکړ ليکنه د ١٣٨٦ لمريز کال د وري ٢٢مه
زه دجبهې له تعريف اوداچي څه وخت اوڅنگه جوړيداشي تيرېږم ،ځکه په ټولوليکنو کښې دجبهې تعريف ،دجوړيدو شکل اوشرايط توضيح شوی دي چې ديوشميرسره يې موافق يم ،غواړم تنهايوه ټکي ته ايشاره وکړم ،هغه دا چې جبهه په هرډول شرايطوکي جوړيداي شي ،دادسياسي گوندو،ډلو،تنظيمونواودهغوي سره ديوځاي کېدونکوځانگړو اشخاصوحق دی . که دجبهې علمې تعريف دقيق ولوستل شي زماسره به ټول قانع شي . داچي کومه جبهه دولس په گټه ده هغه په جبهه کې دراټول شويوسياسي عناصرودتشکل څخه راڅرگندېداي شي ، په سياست کې داسي پېښه شوې ده چې ولس دښمنه عناصر دخپلوگټواوسياسي موخوپه خاطر ښه شعارونه وړاندي کړي دي ،مگرترکومه ځاي چې دهغوي څخه ولس ته دخدمت کولو،يادموکراسي اوټولنيزعدالت راوستلو طمع تيروتنه وي ،ځکه خوپه عمل کي رښتياهم داسي ثابتيږي چې کله داسي ډلي خپلي موخي ته ورسيږي نور يي ولس اوله هغوي سره وعدي هيري وي ،لکه همدااوس دهمدې ملي جبهې طراحان اوپه هغوې کښي راټول شوي ډلي اوگوندونه ،دوي هريوه په خپل وارپدغوديرشوکلو کښي خلکوته دچوپړپه ميدان کښي ځان ازمويلی دی .
کله چي مادخلکو ليکني لوستې چې دټولوليکنوپه مختلفوژبوشميرتر ((۵۳))واوښت په لومړی سرکې راسره ډير سوالونه وو،چې ولې داخلک دومره ددې جبهې سره مخالف دي اوياپداسي حال کې چې تر اوس يې هيڅ ندې کړي ولې دومره ورسره موافق دي ؟ دهرې مقالي په لوستلو، خبر،راپورتاژونو اوگرديوميزونودبحثونوپه اورېدوسره دې پايلې ته ورسېدم چې دواړي خواوي يوڅه په سترگو ويني او يوشمير سوالونه راسره حل شوه .
لدي ځايه به يې زه خپله پيل کړم چې : پر دغه سياسي جوړښت دانوم تصادفي ندی ایښودل شوی لکه ځيني سياسي حرکتونه ،اويادسياسي رهبرانوويناوي اودهرې وينالپاره معين ځاي ټاکل تصادفي نه وي ،دلته هم دانوم تصادفې نه دی ټاکل شوی .
دملي جبهې نوم ډير پخوا زموږ دهيوادپه سياسي لکسيکون کې موجود و.دشناسنامۀ احزاب وجريانات سياسي افغانستان ليکوال بصير احمد دولت آبادي ددغه کتاب په ۱۵۶ مخ کي ليکې : جبهه ملي : اين جبهه توسط مرحوم خليل الله خليلي شاعر ونوسينده بوجودآمده است (( بعد ازانفاذ قانون اساسي درسال ۱۳۴۳ هجري ش واعلام دموکراسي درکشور،جنبش هاي ملي وضد کمونيستي بشکل سازمان يافته واصولی براه افتاد که نيرومندترين وبزرگترين آن ((جبهه ملي ))تحت رهبري خليل الله خليلي بود... )) . زه دليکوال دداسي ارزونې سره موافق نه يم ځکه دا داسي يواتحادوچي ددموکراسی اوټولنيزعدالت ،دمتمدنې نړی دعلمي اوتخنيکې ارزښتونوڅخه دافغانستان دپرمختگ لپاره دپراخي استفادي دپلويانوپر خلاف جوړه شوې ددوي په اصطلاح ((ملي جبهه ))وه اوتل ددربارپه خدمت کښي وه . په همدې کتاب کې ددمرحوم فرهنگ دخولې نه چې په خپل کتاب ((افغانستان درپنج قرن اخير)) دخليل الله خليلي په هکله داسي ليکلي : خليل الله خليلي پدغه وخت کي چي دپاچاپه دربارکي دهغه مشاور و د((وحدت ملي)) په نامه چي په زرنگار مشهور ويوگوندتاسيس کړ . په همدې کتاب کې يادونه شوې چې هغه(خليلې ) دسقاودزوي دپاچاهۍ په وخت کي دمزارشريف په ښار کې د مستوفي په توگه دنده هم پغاړه لرل .مگرپرداټولوسربېره يې شاهي دربارته لار پيداکړه هلته نږدې اومنلی سړی و،هغه دملي جبهې تر تاسيس وروسته دعراق سفير شو. داچي بياوروسته دغه مقام ته دسياسي غلطي بهربرداری لپاره بل ډول تعبيرونه کيږي دابله خبره ده ،ترکومه ځايه چې موږ پوهيږو په هغه وخت کې په عراق کې دسفير په توگه ټاکل دتبعيد معنا نه درلوده ،خير دابل بحث دی . په همدې کتاب کښې راغلي دي :((خليلي را ايراني ها خيلي به ديده قدر مي نگرند والقاب گوناگوني به اوداده اند .وراستي هم خليلي سحر قلم وافسون شعری داشت وبا خلق عياری از خراسان هويت ملي – تاريخي تاجيک رازنده ساخت وپنجشير بعدازاين ساخته شد.)) دارښتيا خبره ده چي خليل الله خليلې دايران دربارته هم نږدې سړی واوپرهغوي گران و،ماته څوکاله پخوايوچادايران اوافگانستان دشاهی کورنيودنږدې اژيکودپيداکېدواومزبوطه کېدوپه هکله قيسه کړي وه اوهغه ددواړودربارواوکورنيوداړيکو په دغه ډول ټينگښت کې دمرحوم خليلې رول اونقش وستايه .
اوس پرې پوه شوی چي ولي يوشمير هوښياروخلکوډير ژرددي جبهې سره مخالفت ښکاره کړ .
پردغه سياسي غورځنگ دوي دانوم ددي لپاره کښېښود چي دخليل الله خليلي ياد،دخراسان اوپنجشير يادژوندی وساتي .
اوس تاسوفکر وکړی چي دوي به څومره افغان ولس ملي يووالي ،ملي تفاهم اونوروملي ارزښتونوته وفادار وي ؟ زه پدي پوره باورلرم چي پدي جبهه کې دنظار شورااوجمعيت له تنظيم اوسني مشران غواړي پردغه افغان دښمنه حرکت باندي دنوراشخاصوپه شتون سره پردې جبهه ملې پېڅول وغوړوي .اوغواړي خلک وغولوي چې گواکي ددوي سره دټولوقومونواستازي شته .زه دانه وايم چي له دوي سره يوځاي شوی به هم کومه علاقه اوموخه نلري ،داطبعي خبره ده چې هغوي به يوڅه لري ،دخپل دغه حرکت دسپيناوي لپاره به خلکوته دلايل وايي .
درنو لوستونکو!
درپياديې کړی چې همدي دنظارشورااوجميعت گونددقومی او شوروي استخباراتوسره داړيکوپر اساس دمرحوم نجيب الله حاکميت ړنگ کړ ، متاسفانه په همدي دجميعت تنظيم کې پښتنوغړيتوب درلود او اوس يي هم يوشمير دقدرت اوپيسووږې لري ،خوترکومه ځايه چې هغوي هم يوازي قدرت اوپيسوته کتل درباني دحاکميت په دوران کي په کابل کې پښتو ويل يوناشولټه کار و،دلوي لمنواوپکول والولخوابه پري ريشخند وهل کېده اوتوهينېدل به ،په دولتي اداروکي پښتو ويل اوليکل منع وه . همدااوس يو شميرجبهه پلوه کسان دجبهې په هکله خپل نظراومالاتړدپښتنوسره ددښمنی ترسيوري لاندي څرگندوي .بلې ! داطبعي ده چي دوي هم ليونيان ندي چي راسأ وليکي پښتون ... اوس موږورسره عادت کړئ اوپري پوهيږوکله چي دوي وايي طالب پرستان ،طالبان نيکټايي پوش ،قبيله سالار اونور،له ورايه ددوي هدف پښتانه دی . ددوي په ليکنوکښي دپښتنوسره ددښمنۍ کچه له څرگنده معلوميږي .
کله چې په افغانستان کي دطالبانو واکداري نسکوره شوه اودوي ((۲ B۵ )) تر سيوري لاندي يوځل بيا کابل ته دننوتو امکانات پيداکړه چي دادروسې لپاره يودهغولاملوڅخه وچي دامريکاسره مخالفت ونکړی دهغې ورځي دوي ددې لپاره کارکاوه چې با لاخيره يوه ورځ راورسېږي ترڅو دوي بياداامکان ترلاسه کړي چې ځانونه بهرنيانوته دهيوادپه سياسي راتلونکې کښي مطرح کړی ،کنه په يوه کليمه کي ويلايشوچي که دجبهې اژتيارښتيا هم دهيوادنوناخوالي دی ؟نوداهم ورسره جوغت ويلاي شوچي دحاکميت ساسي ستني اودحاکميت پر ضدغښتلی حرکتونوڅخه دوي هم لري نه وهاونه هم همدا اوسدادمنلووړده چي دوي به لاس ترزنې ناست وي ،حد اقل ددي لپاره چې ددغې جبهې دجوړېدواړتيا نړيوالوته څرگنده کړي لابه يې هم دهيوادکي دټيکاوراوستلواوبيارغاوني په پروسه کې ناغيړۍ کړی وي .
ښاغلی کرزی اوس دهغې جبهې دجوړيدومخالفت کوي کوم چې دده تر زنې لاندي دده مرستيال ورته جوړه کړه ،دا له نظر غورځول چې دغې موخې ته درسېدولپاره به دوي هرومروټول دولتي امکانات پکار اچولي وي لويه تيروتنه اوځان غولونه ده .
ماچي کله دجبهې دجوړيدواعلان واوريد اوپه هغه کښي دهغواشخاصونومونه چي دمرحوم نجيب الله سره همدا ډول دده ترزنه لاندي يې خيانت وکړ ټوله هغه صحنه ترسترگوراوگرځېده . مرحوم نجيب الله يې هم همداډول وغولاوه لکه چې اوس ښاغلی کرزی غولېدلی اوپښيمانه ښکاري .
متاسفانه ښاغلی کرزی دافغان ولس وغوښتنو اوپوښتنوته غوږ ونه نيوی ،دځان ساتلوپه خاطر يي له دغوسره چي اوس يې دټولوقوانینواواصولوخلاف ورته مرستيال ،دپارلمان رئيس ،وکيلان اوحتادده لخوا مقرر شوی وزير ښاغلی تورن اسماعيل خان يې هم امرنه مني ،اوپه هغه حاکميت کښي چي دوي يي غړي دي اوخلکوته دوي ټول په گډه جواب ووايي داپوزيسيون اوازپورته کوي . که ددې ملي بهران دراوستلودمسؤليت يوه برخه دملي جبهې په جوړونکو پوري اړه لري ،بله برخه يې کاملأ په ښاغلي کرزی او دهغه په کورنيو اوبهرنيو پلويانوپوري اړه لري . که څوک پدې باور وي چې داجبهه به يوه مشکل کشااودحضرت عيسی (ع) لکړه وي خودالويه تيروتنه ده . زه لدې نه دمقالي اوږديدوپه خاطر ډده کوم چي دجبهې درهبری پرهرسړی باندي دهغه دپېژند گلوي لپاره تبصيره وليکم يوازي يې نومونه دلته راوړم ددغو کسانودسياسي ژوند بيوگرافي ډيره پخوانۍ نه ده چي پېژندل يې ډير گران وي ،دهغوي دنومونوپه لوستلوسره تاسو کولاي شي قضاوت وکړی چي دوي به پدغه ايتلاف ياجبهه کي ولس ته څه وکړی . زه دجبهې دجوړيدوسره يوډول مخالفت نلرم ،په اوسنيو شرايطو کې دمخالفو قوتونوترمنځ تفاهم اوگډ کاردافغانستان دمسلې دحل يوازنی لار بولم . مگر هرڅه په صداقت ،ملي وفاداری اوپاکولاسو. لدي سره مخالف يم چي يوډله دي ولس تباه کړی ،څه چې يې زړه غواړي هغه دي وکړی ،بله ورځ دي دسياسي گټودساتلوپه موخه دخلکونه تر هرڅه تيرېدوغوښتنه وشي .
داپوښتنه دافغانستان له خلکونده شوې چې دوي څه غواړي ؟ متاسفانه پدي شپږوکلوکې داولس دومره ټکول شوی دی چي اوس له هرڅه بيزار دي ،هغه متل دي وايي (( بېزاره دي له فقره خوسپي درگرځوه)) . له يوې داخلک دبهرنيوتربم اوريولاندي په اورکي وريت شوه اوله بلې خوا دمحلي چارواکو ،قوماندانانو ،همدغه دجبهې پلويانودافراد اواشخاصولخوا روښانه ورځ ورباندي ټپه تياره ده. دهيواد په جنوب ،جنوبي غرب اوشرقي سيمو کښي دجگړې دلعنتي اوردبلېدويوله اساسي لاملوڅخه دهمدغولستوڼي دمارانو دغلطو راپورونوپر اساس دبهرنيوناانډوله اوبې توپيره فيرونه ،بم وری اوبېگناه خلک دطالب په نامه په وحشي اوله انسانيت نه ليري زندانوکي ساتل دی . دالمرغوندي روښانه حقيقت دی چي ډير بېگناه خلک دپرديودخپل سروعملياتو،پوځی غرورقربانيان شوی دي . دابرخه به پدغه ټکی ختم کړم :
يومنلی نړيوال حقيقت دادی که په رښتيا سره يوهيواوالوته خدمت شوی واي اوهغوي له دولت نه خوشحاله واي هيچانشوه کولاي دوي دخپل حاکميت پر خلاف استعمال کړی . خلک دچارواکوله ظلمونو نه چغې وهې مگرمتاسفانه دولسمشر ترغوږو داچغې نه رسېږي ;نودايې پايله اونوري ورپسې .
نوربيا