ليکوالان دې خټکي خرڅول شروع کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ليکوالان دې خټکي خرڅول شروع کړي


عزت الله هاشمي
نن (د اپرېل دوه ويشتمه) مې د پېښور په وحدت ورځپاڼه کې د ښاغلي مصور قرېشي د کالم په دې سرليک نظر پرېوت چې "موسيقي د قران او سنت په رڼا کې" نو لږ ورته ځير شوم. د دې لپاره نۀ چې ګوندې زه د موسيقۍ په پلوۍ يا خلاف بحث سره کومه علاقه مندي لرم، بلکې د دې لپاره چې وګورم په دې موضوع باندې د دې ښاغلي د بحث سويه څومره په اوبو کې ده. او په لومړي پراګراف کې پوه شوم چې ښاغلى قرېشي په ګډو وډو سر شوى دى. هغه داسې چې حواله يې د پښتو د پياوړي او ښکلي سندرغاړي ګلزار عالم د يوې مرکې ورکړې ده کومه چې په همدې ورځپاڼه کې څو ورځې وړاندې خپره شوې وه. ښاغلي قرېشي د دغې مرکې په حواله ليکلي دي ((څو ورځې وړاندې د ګلزار عالم کوم چې اوس حاجي شوى هم دى يوه مرکه شايع شوې وه. په دغه مرکه کې ښاغلي د يو سوال په ځواب کې ويلي وو چې د اېم اېم اى په دور حکومت کې مونږ فنکارانو سره ډېر زياتى او ناروا سلوک کېدو نو په دې وجه مې ګلوکاري پريښې وه او د پراپرټۍ کاروبار مې شروع کړى و خو چونکې دغه کاروبار (پراپرټي) حرامه ده په دې وجه مې پرېښوده او په ما حرام ساز نۀ راځي زه تل د حلال رزق (ګلوکارۍ) په تکل کې ګرځم يعنې ښاغلي پراپرټي حرامه کړه او ګلوکاري يې حلاله کړه).
پراپرټي نه د ښاغلي قرېشي مراد د کورونو، دوکانونو، ځمکو او نورو جاييدادونو په کمېشن د اخيستلو خرڅولو کاروبار دى، کوم چې په پېښور کې د افغانانو د بدبختۍ له امله ډېر زيات دى. قرېشي وايي چې ګلزار عالم دغه کار ته حرام ويلي دي. اوس به وګورو چې ايا رښتيا هم ګلزار عالم دغه خبره په همدې ټکو کې کړې ده که؟
هغه وايي : ((ځواب: د موسيقۍ نه پرته زما بل کوم کار نه دى زده. ځکه نو زه به د پروګرامونو لپاره د کويټې نه کراچۍ ته تللم خو بيا په هغې هم ګزاره ګرانه وه نو ما په کمېشن باندې د کورونو د اخيستلو او خرڅولو کار پېل کړ. په دغه کار کې ټولې دوکې او فرېبونه وه نو پرې مې ښوده ځکه چې زه د حلال رزق ګټونکى انسان يم او د دوکې فرېب حرامه ګټه راباندې ښه نه لګي. کراچۍ کې د اوسېدو په اخرنيو مياشتو کې مې مجبوراً د ټېکسي ډرايوري هم وکړه)).
يانې ښاغلى ګلزار عالم د پراپرټي د کاروبار دوکې او فرېب ته حرام وايي او دغه کار ورته ښه نۀ ښکاري. که رښتيا تاسې چرته په پېښور کې وخت تېر کړى وي او د کرايې کور يا جاييداد اخيستلو ته مو اړتيا پېښه شوې وي او د دغه پراپرټۍ والا سره مو کار راغلى وي نو خامخا به پوه شوي ياست چې دغه کار ته کاروبار يا روزګار ويل هم د کاروبار يا روزګار بدنامي ده. پکار ده چې "دوکه" يا "فرېب" نوم ورکړاى شي. بلکې د دوکې او فرېب نه هم وراخوا کار دى. نو اوس تاسې په خپله فکر وکړئ چې زمونږ د وحدت ورځپاڼې دا ښاغلى ليکوال(؟) په علمي کچ دومره ناخبره او په اخلاقي سويه دومره پرېوتى دى چې يو خو يې د پښتو په يو نامتو او پياوړي سندرغاړي باندې دومره لوى بهتان تړلى دى (او په څومره سپکه لهجه کې!). هغه دوکې او فرېب ته حرام ويلي دي او مصور قرېشي ليکلي چې هغه د پراپرټۍ کاروبار ته حرام وايي. نو داسې يو درواغجن سړى ځان ته ليکوال هم وايي او بيا پاڅي د قران او سنت په دلايلو باندې بحث هم کوي. ايا په قران او سنت کې دا راغلي چې دوکه وکړئ؟ او ايا دا ويل شوي چې درواغ ووايئ؟ او بيا خبره هم دومره زړه نۀ ده بلکې په منځ کې د درې يا څلورو ورځو فرق دى.
ما نه يوه ورځ چا پوښتنه وکړه چې دا د پښتو ليک لوست پرمختګ ولې نۀ کوي او د پښتو اخبارونه، کتابونه، مجلې څوک اخلي ولې نۀ؟ په هغه ورځ مې هيڅ ځواب ورنکړاى شو خو نن سوال کوم چې خداى دې هغه سړى بيا راولي تر څو ورته وښايم چې کله په اخبارونو کې د کالم ليکونکو دا حال وي نو خداى دې په هغو خلکو هم تندر پرېباسي چې په داسې شيانو پېسې ورکوي او اخلي يې. زمونږ ژبه او ليک لوست به خاورې ترقي وکړي چې ليکوالان مو درواغ ليکي او په ځاى د دې چې قوم ته په ورپېښو مشکلاتو او ستونځو څه وليکي د پېړيو راهيسې راروانو هغو بې ګټې او بې فايدې بحثونو باندې د اخبارونو پاڼې خرابوي چې نۀ يې څه نتيجه شته او نۀ يې څوک د منلو والا شته. هغه کومو قومونو چې ترقي کړې ده او نن په دنيا باندې حکومت کوي نو د هغوى ليکوالان داسې ندي چې د دوکې او فرېب د روا ثابتولو لپاره د قران او سنت نه دلايل پېدا کوي او د يو روا او سم کار د غلط ثابتولو لپاره درواغ هم وايي او د خلکو وخت هم خرابوي. ښاغلى مصور قرېشي داسې ښکاري چې په خپله هم د اېم اېم اى غړى دى او خامخا به چا د پراپرټي کاروبار والا سره خپلوي لري نو ځکه يې دا ايجنډه په لاس کې اخيستې ده چې سندرې ويل په اسلام کې ناروا کړي او دوکه فرېب حلال کړي. زمونږ ملايانو د پېړيو راهيسې همدغه کار کړى دى چې کوم څه دوى پخپله کوي يا يې د دوى خپلوان کوي د هغې د روا کولو لپاره ورسره په قران او سنت کې بلها حوالې موجودې وي، خو که بل څوک سم کار هم کوي نو هغې ته کفر او ارتداد وايي. څه موضوعي حديثونه يې پېدا کړي دي بس هغه اړوي راړوي د خپلو شخصي ګټو لپاره ترې کله مثبته مانا راوباسي او کله منفي. همدغه وجه ده چې زمونږ ټولنه په اخلاقي لحاظ د زوال په لور روانه ده او د ژوند په هيڅ يو اړخ کې په خپلو پښو نۀ شو ودرېدلى. يواځيني کارونه چې مونږ پکې په خپلو پښو ولاړ يو هغه جهالت، ناپوهي، منافقت، درواغ او دوکه ده.
نو ځکه مې پښتنو ليکوالانو ته دا مشوره ده چې پښتون قام او د پښتنو وطن ٩٨ فيصده د ملايانو د لاسه تباه دى، دا دوه فيصده چې څه اخلاق او اقدار پاتې دي دا تاسو مه تباه کوئ راځئ اول به زۀ شم او بيا تاسو ټول راسره ملګري شئ چې خټکي خرڅول شروع کړو. يو به د کاغذ بچت وشي، بل به خپلو بچو ته يو څه پېسې وګټئ او درېم دا چې پښتانه به نور د درواغو او دوکو د شر نه په امن شي. خداى دې وس درکړي چې بده يې ونۀ منئ.