د هېواد راتلونکې ټولټاکنې او د جمهوري شعور اړتيا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حېران

په هېواد کې د تازه ټوکېدلې دموکراسۍ په روان بهير کې د ولسمشر او پارليمان لپاره ټولټاکنې په راروان پسرلي کې کېدونکې دي، چې د اوس نه ورته چمتووالى نيول کېږي، خو پوښتنه دا ده چې ايا د تېرو شپږو کلونو پر مهال د خلکو د جمهوري شعور د پېدا کولو لپاره څه کار شوى دى؟ په ځانګړې توګه زمونږ لويه فېصدي هغه خلک چې بې سواده دي او د دموکراسۍ د توري په مانا هم نه پوهېږي، په دې پوهول شوي چې رايه څه ارزښت لري او استعمال يې بايد څنګه وکړاى شي؟ ځواب يې ((نه)) دى. او دا سپيناوى هم ورسره په سمدستي توګه ضروري بولم چې دا کار يواځې په دولت پورې اړه نلري، بلکې د ټولنې ټولې هغه طبقې چې په يوه او بله برخه کې د خپل کار او زيار په مناسبت د ولس د خېر ښېګړې سره تړون لري، دا مسوليت په غاړه لري چې عام وګړي د دغه ډول کارونو په ګټه او تاوان وپوهوي او د دې لپاره کار وکړي. دا چې ولې دغه طبقې په دې اړه خپل مسوليت نه احساسوي، ښايي يو لامل يې دا وي چې ځينې يې په خپله د دې مهم کار په ارزښت نه پوهېږي يا يې ارزښت نه مني.

د بېلګې په توګه به زه د خپلې ټولنې د ليکوالو، پوهانو او په عمومي توګه د رسنيو مثال درکړم. ډېرى رسنۍ چې زه يې ګورم، دموکراسۍ او ولسواکۍ ته د يو مهم ارزښت په توګه د کتلو او په خلکو کې د دې په اړه د شعور پېدا کولو په ځاى داسې ليکنې خپروي چې په دموکراسۍ پسې پکې ملنډې وهل شوې وي يا د افرادو شخصي غلطيانې او بد کارونه د دموکراسۍ زېږنده بلل کېږي او بيا په خورا مسخرانه انداز ورسره ليکل کېږي چې "دا دموکراسي ده!" مثلاً د يو ولسوال يا امنيه قوماندان او يا بل مسول مقام د رشوت اخيستلو يا کار نه کولو يا د يوې ادارې د نااهلۍ په اړه ليکنه کېږي، يا په فحش او ناوړه کارونو نيوکه کېږي او بيا ويل کېږي چې "بس دموکراسي ده دا هر څه پکې چلېږي". دا خبره خلکو ته دا درس او تعليم ورکوي چې ګنې دموکراسي د رشوت، فحاشۍ، فساد، لودګۍ او بې پردګۍ نوم دى. حال دا چې حقيقت داسې نه دى.

دموکراسي يا جمهوريت د بشر د حقوقي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ يو داسې حکومتي نظام ته ويل کېږي چې واک د ولس په لاس کې وي او ټولنيز بدلون هم ولس په خپله خوښه منځته راوړي. د فکر او وېنا ازادي د دې نظام يوه مهمه ستن ده. دا نظام د نړۍ په ډېرو زياتو هېوادونو کې تجربه شوى دى، د خلکو ژوند ته يې ښکاره تغير ورکړى دى او انساني ژوند ته يې د پرمختګ او ترقۍ لارې پرانستلې دي. او دا چې په وړاندې يې د درنو درنو سلطنتونو، ديکتاتوريو او زورواکيو پښې ښويېږي نو د دې ثبوت ورکوي چې زور پکې شته. همدا دموکراسي ده چې د نننۍ نړۍ پرمختلليو هېوادونو ته يې د علم او ساينس پراخه ذخيرې ورکړې دي، علم او ساينس ورته ځواک ورکړى دى او اوس په ګرده نړۍ په مستقيم يا غېر مستقيم ډول حکومت کوي. په دغو هېوادونو کې د انسانانو ژوند په دومره ښه معيار برابر دى چې د بې دموکراته ټولنو د خلکو په اقتصاد، ژوند ژواک، ژبو، کلتور او ان په تاريخ يې ژور اغېز لرلى دى. نو دا هر څه په دې وجه نه دي چې ګنې خداى پاک ورته تيار من او سلوا د اسمان نه رالېږي، بلکې په شا يې همدا د دموکراسۍ فکر پروت دى.

ځينې خلک چې د خپلو شخصي يا سياسي ګټو لپاره د دموکراسۍ پر ضد تبليغات کوي، ځينې داسې خبرې د دليل په توګه وړاندې کوي چې د دموکراسۍ سره هيڅ تړون نلري. دا د دې لپاره کوي چې زمونږ ټولنه پرمختګ ونکړي او خلک ښه ورځ ونه ويني. که زمونږ ټولنه پرمختګ وکړي او خلک ښه ورځ وويني نو د دوى شخصي او سياسي ګټو ته زيان رسېږي، او دغه خپلې شخصي او سياسي ګټې په دوى دومره ګرانې دي چې که د ګردې نړۍ انسانان ترې قربان شي هم خېر دى. دا بېخي واضحه او ښکاره ده چې دموکراسي د هيڅ ټولنيز ارزښت، د هيڅ ډول اخلاقو، د هيڅ يو دين او عقيدې او د هيچا د ملي ګټو سره ټکر نلري.

نو اوس که په دغه شاليد کې د خپل هېواد روانې وضعې ته وګورو او بيا د خلکو، بلکې د خلکو نه څه ګيله، د خپلو زيات شمېر ليکوالو، پوهانو او رسنيو هغه چلند ته وګورو چې د دموکراسۍ په اړه يې غوره کړى دى نو سړى دې فکر کولو ته اړ شي چې ټولنيز مسوليت هيڅ وجود نلري. پکار دا ده چې رسنۍ او د رسنيو سره د تړلو خلکو طبقه چې د ټولنې مازغه ګڼل کېږي، او د دې تر څنګ مدني ټولنې هم، په هېواد کې خلکو ته د دموکراسۍ د شعور ورکولو لپاره ډېر کار وکړي. سمه ده چې ټولټاکنې د دموکراسۍ يوه عملي بڼه ده او عمل د ټولو نه ښه ښوونکى دى، خو د دې نه وړاندې خلک بايد په دې پوه کړاى شي چې د يو انسان رايه څه ارزښت لري، د نظام په بدلون کې څومره برخه لري، د ښه او بد د بېلولو لپاره څومره رول لري، د دموکراسۍ لپاره څومره مهمه ده، استعمال يې څومره ضروري دى او څومره مسوليت غواړي. برسېره پر دې، خلکو ته بايد دا تعليم ورکړاى شي چې دموکراسي په مانا د ولس د حکومت ده. يانې ته د خپل فکر پر بناء د خپلې خوښې کانديد ته د دې لپاره رايه ورکوې چې په نتيجه کې د خپلې سياسي مفکورې پر اساس حکومت منځ ته راوړې او هغه ډول قانون جوړ شي چې ته يې د خپلې ټولنې د پرمختګ او ښه والي لپاره ضروري ګڼې. خو که چېرې په ټاکنو کې هغه کانديد بريالى کېږي چې تا ورته رايه نده ورکړې، نو د دې مانا دا ده چې په همدې ټولنه کې زيات خلک ستا د نظر سره موافق ندي او د ټولنې لپاره چې ته کوم فکر لرې نور ډېر خلک ورسره اختلاف لري. نو بيا دا ستا مسوليت دى چې د دغو زياتو خلکو نظر ته احترام وکړې، د هغوى د نظر مطابق جوړ شوى حکومت په سر سترګو ومنې او تر هغه وخته چې بيا د ټولټاکنو وخت نه وي راغلى د دې حکومت په کارونو کې مرسته او همکاري وکړې.

ډېرى خلک به د دموکراسۍ او د دې په نتيجه کې د جوړېدونکي سياسي نظام په اړه اندېښنې او نيوکې لري؛ نو همدا دموکراسي دوى ته حق ورکوي چې خپلې اندېښنې څرګندې کړي، خپلې نيوکې بې له کومې وېرې او ډار وړاندې کړي او تر غور لاندې راوستل شي. په پاچاهۍ او ديکتاتوري نظام کې داسې نشي کېداى. هلته ټول نظام او ګرد واک د يو سړي په لاس کې وي، او څه چې هغه وايي څوک ترې سرغړونه نشي کولاى. دغه ډول نظامونه په دې اوسنۍ نړۍ کې هيچا ته د منلو وړ ندي، او چېرې چې لږ ډېر زور يا تسلط لري نو هلته هم د زنکدن په حالت کې دي.

زه به تاسې ته يو ډېر ساده مثال درکړم: که يو دهقان يا بزګر ښه ډېر غنم په پټي کې وشيندي او بيا ترې لاړ شي په کور کېني. نه ورته د اوبو غم خوري، نه ورته سره وړي، نه يې د پردو مالونو نه ساتي او نه ورسره نوره خواري کوي. او په اخر کې ښه فصل غواړي نو خلک به يې په رواني حالت شک نه کوي؟ يواځې غنم شيندل ندي، بلکې نوره هم ډېره خواري کول دي نو په پاى کې د ښه فصل تمه کېدلاى شي. همدغسې که تاسې د دموکراسۍ لپاره شعور نه پېدا کوئ، خپلې ادارې پياوړې کولاى نه شئ، خلک د رايې په ارزښت او استعمال نشئ پوهولاى نو ښکاره خبره ده چې دموکراسي په خپله اصلي بڼه کې نشي راتلاى او چې داسې نه وي نو ګټه به يې هم هيڅ وي.