ننګرهاري چارواکي د يوه صادر شوي مکتوب له امله خبريالانو سره له خبرو ډډه کوي.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



په ننګرهار کې ولايتي ادارې د يو رسمي مکتوب په صادرولو د ټولو ادارو چارواکو ته امر کړى چې له رسنيو او خبريالانو سره دې له خبرو ډډه کوي ځکه په خبره يې د هېواد اوسني حالات رسنيو سره د مرکو او خبرو د ترسراوي اجازه نه ورکوي.
د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي په لاسليک ټولو ادارو ته صادر شوى دا مکتوب ډېر کله د چارواکو لخوا د هغو نا پېيلو او خپلواکو رسنيو د خبريالانو مخته د مرکو د اجازې نه لرلو په پلمه اېښودل کېږي چې غواړي له چارواکو سره د هغوى د کارونو د څرنګوالي او شفافيت په اړه خبرې وکړي.
په دې ترڅ کې له ننګرهاره خپريدونکې اونيزه ( نړۍ ) هم له هغو خپرونو څخه يوه ده چې د حقايقو د خپراوي له امله ډېر کله چارواکو سره له ورته او ځينو نورو ستونزو سره مخ وي.
د نړۍ اونيزې مسئول مدير انجينر فضل هادي فضليار د يادې اونيزې د هغې برخې لپاره چې هره اونۍ د ننګرهار د يوه چارواکي سره د خپلو لوستونکو پوښتنې او نيوکې د مرکې په بڼه شريکوي، د ننګرهار اقتصاد رئيس سيد قياس سيدي سره د مرکې هڅه له دې امله ناکامه شوه چې دغه رئيس د ولايت مکتوب ورته مخته ايښى و او ورته ويلي يې و چې که له نړۍ سره مرکه وکړي ښايي د والي صيب لخوا له ستونزو سره مخ شي.
فضليار وايي د ستونزې د حل په اړه يې د ولايت وياند احمدضيا عبدالزي سره ټليفوني اړيکه نيولې خو هغه له دې موضوع ورته خپله نا خبري ښودلې په داسې حال کې چې تېره اونۍ د همدې مکتوب له امله له نړۍ اونيزې سره د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو د ريس نه کېدونکې مرکه ورته د عبدالزي په سپارښتنه ترسره شوې وه.
ننګرهاري چارواکي د ناپېيلو او خپلواکو رسنيو پر وړاندې د خپلې عيب پټونې په موخه دا کار په داسې مهال کوي چې څه موده وړاندې د ننګرهار د ښځو چارو رئيسې شيلابابري هم له نړۍ اونيزې سره خپله يوه مرکه له دې امله نېمګړې پرېښې وه چې په خبره يې د ننګرهار والي پرې غوصه کېږي.
له رسنيو سره د خبرو نه کولو امر که څه هم د ننګرهار د اقتصاد رئيس په خبره د وري (حمل) پر څلورمه د ولايت مقام صادر کړى او د چارواکو تر ګوتو رسولى خو د دومره وخت په تېريدو بيا هم په دې اړه د رسنيو د کوم غبرګون نه ښودل هغه پوښتنه ده چې يو شمېر خلک يې په اړه اندېښمن ښکاري.
ځينې خلک وايي ډېرې رسنۍ له دې امله د چارواکو د دې ناسمې چارې پر وړاندې څه نه وايي چې يا خو چارواکو سره له فرمايشي خبرو او مرکو پرته داسې مرکې او خبرې نه کوي چې هغوى يې له کولو ډډه وکړي او يا هم ښايي له چارواکو څخه د دوى د پيسو اخسيتو تور رېښتيا او دوى يې له امله د چارواکو پر وړاندې ګونګيان وي.
ياده دې وي چې ددې ستونزې د اوارۍ د لارو چارو په اړه نړۍ اونيزې له يو شمېر ننګرهار مېشتو خبريالانو سره د خبرو هڅه وکړه چې هغوى د ناڅرګند لامل له مخې له خبرو ډډه وکړه خو د ننګرهار يوه اوسېدونکي حضرت زبير هدايت نړۍ ته وويل چې د ننګرهار چارواکي خو ظاهراً تر هر څه ډېر په ډيموکراسۍ باور لرل ښيي خو ددې کړنې په ترسره کولو پخپله د ډيموکراسۍ قاتلين وګرځېدل.