حامد کرزى او د اوباما له ګواښه د ځان ژغورنې هڅې يې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نړۍ اونيزه/ننګرهار

ژباړه او لنډيز:ارشاد رغاند

په دې وروستيو کې چې امريکايي ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه د نوې پالېسۍ د جوړلو اعلان وکړ پکې يې د ناټو په ملتيادې هېواد کې د ترهګرو پر ضد مبارزه او په روان اګست کې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو ترسراوى هم د دې ستراتېژۍ دوه برخې وګڼلې چې ويل کېږي له دې ټاکنو موخه د اوسني واکمن(حامد کرزي)پرځاى د يو بل چا واکمنول دي خو حامد کرزى چې د دې کار خلاف او د خپلې څوکۍ نه پرېښودونکى دى د دې هڅې د مخنيوي په موخه يې د مسکو(روسيې)د ملاتړ خپلونې هڅو ته لاس اچولى.


نوې ستراتېژي:
د امريکا نوي ولسمشر بارک اوباما سپينې ماڼۍ ته په تلو د افغانستان ستونزه د خپل بهرني سياست مخته يوه لويه ننګه وبلله او د همدې لپاره يې دغه هېواد ته د اولسو زرو سرتېرو د لېږد امر او د دې هېواد په اړه يو لړ نوې څرګندونې وکړې چې د پخواني واکمن بوش له خبرو او هڅو سره پوره توپيرپکې ښکاري، نيويارک ټايمز ورځپاڼه د سپينې ماڼۍ د يوه کارکوونکي له خولې وايي پخواني واکمن بوش يې حامد کرزي سره پرلپسې ويډيويي خبرې لرلې او اوسني هغه اوباما د دې چارې له ترسراوي په ډډه پاتې شوى ،پردې سربېره د امريکا نوى دولت د پخواني برعکس پر اوسني افغان دولت نا باوره دى ځکه د دې نوي دولت بهرنۍ وزيرې مېرمن هيلري کلينټن د افغانستان په اړه د خپل هېواد سناتورانو ته وينا کې د افغانستان دولت د نيشه يي توکو ملاتړى او د فساد اوبو کې ډوب دولت ياد کړ همدارنګه د اوباما مرستيال جوبايډن هم له بېلا بېلو لارو په پرلپسې ډول کرزى تر نيوکو لاندې نيولى دې ټکي ته په پام سره ښايي همدا لامل به وي چې د برتانيې ګارډين ورځپاڼې پخپله يوه ليکنه کې د سپينې ماڼۍ په هڅو د کرزي د کمزوري کولو او ورته په افغانستان کې د لومړۍ وزيرۍ څوکۍ د رامنځته کونې خبر ورکړ.
نوي مشران:
اوسنى ولسمشر کرزى د اساسي قانون د حکم له مخې تر روان جوزا پورې پر افغانستان د واکمنۍ حق لري ((البته په وروستيو کې دسترې محکمې پريکړې دا موده درې مياشتې نورې هم وغځوله---ژباړن)) د ټاکنو قانون له مخې ولسمشريزې ټاکنې بايد په جوزا کې کېداى خو د ټاکنو کمېسون لخوا ورته د اسانتياوو د نشتوالي له امله وځنډول شوې چې ولسمشر ته يې دا ځنډ رېښتيا هم د خوښې وړ نه دى ځکه هغه د اپريل پر مهال کېدونکو ټاکنو کې د خپلو سيالانو د نه چمتووالي له امله د ډېر بري لرونکى کېداى څوک کېداى شو خو اوس د امريکا په هڅو د ټاکنو د ځنډولو بريالۍ پيل شوې هڅې او همداراز امريکا متحده ايالاتو ته د اوباما د لوړې مراسمو کې د څو افغان سياستوالو(ننګرهار والي ګل اغا شېرزي،پخواني ماليې وزيراشرف غني احمدزي،پخواني کورنيو چارو وزير علي جلالي او پخواني بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله))ورتګ هم کرزي ته دې برخه کې يو شمېر ستونزې راولاړې کړې
کرزى چې په دوه زره لومړي زېږديز کال د جرمني بن ښار کې افغان مشر وټاکل شو په ټاکنه کې يې لوړ پوړي هغه مهالي افغاني الاصله امريکايي دپلومات زلمي خليلزاد ډېره ونډه لرله هغه چې بيا يې په افغانستان،عراق او ملګرو ملتو نو کې د امريکايي ځانګړي استازي او سفير دندې هم ترسره کړې په امريکا کې د نوي دولت په رامنځته کېدو د کومې رسمي دندې له نه لرلو سره،سره له نېکه مرغه(!)يو ځل بيا د خپل آر(اصلي)ټاټوبي د ژغورنې په غم کې شواو د کرزي د ا پخوانى ملاتړى يې دا ځل د يو ښه مخالف په توګه په راميدان ته کېدو سره يو ځل بيا د تېر په شان د افغانستان د برخليک ټاکنې په اړه هڅې پيل او امريکا د ورغلو يو شمېر کرزى ضدو په ګډون د يو شمېر نورو په برخې اخيستنې په دوبى کې د افغانستان ژغورنې(!)يو کنفرانس جوړ کړ چې تر پاى ته رسېدو وروسته يې د برخوالو لخوا په لاسليک شوې پريکړه ليک کې يو ځاى را هم راغلي و ))په افغانستان کې د په فساد د اداري نظام د ککړتيا ،د اداري نظام د خرابوالي او ناسمو خلکو د واکمنۍ لامل ځانغوښتنه،قوم پالنه،سمت پالنه او ورته نورې ځينې اړيک پالنې دي او د نوي کره نظام د رامنځته کېدو پر وړاندې خنډ شوي...)).
دا چې د اوباما اداره د چا ملاتړې ده لا مالومه نه ده خو اورېدل شوي چې پخوانى کابل مېشتى امريکايي سفير خليلزاد ښايي راتلونکى افغان ولسمشر وي خو هغه په يوه مرکه کې دا خبره رد او ويې ويل :)).ما چې عراق کې دنده لرله نو ځينو ويل چې دى به د عراق امپراتور شي چې بيا ناسمه وخته او داهم همداسې يوه ناسمه وړاندوينه ده)))
نوى ملاتړ:
کرزى لا نه مني چې لوبه وبايلي،هغه چې د اوباما د لوړې مراسمو ته نه وبلل شوى افغان پارلمان ته يوه وينا کې يې امريکا تر سختو نيوکو لاندې ونيوه او بيا د جرمني مونيخ کنفرانس ته د تګ پر مهال يې ناټو ځواکونه افغان ولس ته تر طالبانو ډېر زيان اړونکي او ګواښناک وبلل.
کرزى چې په بيا ټاکنو کې د بيا کانديدۍ پريکړې ته د چمتووالي هڅه کوي غواړي د يوه امريکا ضدي نقاب په اغوستو داځل له ولس سره د اړيکې مزى ولري،هغه خپله يوه وينا کې وويل:((په افغانستان کې د لاسپوڅي دولت ملاتړى نه دى))بلخوا امريکايي کارپوهان د سږني کال له پيله دا وايي چې کرزى د مسکو(روسيې)د ملاتړ خپلونې پر هڅو بوخت دى او له همدې امله په تېره جنورۍ کې افغان واکمنود اوباما د لوړې د مراسمو په ورځو کې له روسي دولته د پوځي مرستو د رانيولو خبره وکړه خو کابل((افغانستان))د هېڅ ډول وسلود پير وسه نه لري ځکه چې:لومړى خو کابل په دې برخه کې د امريکا او ناټو د زړه تابع دى او همداراز تقريبا د افغانستان په شان د درېيمې نړۍ غړو هېوادونو لپاره د وسلو د پير و پلور اجازه هم نشته.دويم دا چې افغانستان د دې وسلو د رانيولو لپاره کافي پيسې او امکانات هم نه لري او د لويديز لخوا ورسره ټولې کېدونکې اقتصادي مرستې د امريکا په مټ ترسره کېږي
کرزى او د روسيې ولسمشر ګډ تصوير

سرګي لاروف چې د همدې لانجې دپيل ورځو کې يې پر کابل پښې کېښودې وويل په افغاني ټاکنو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې ضد دي ،همداراز کرزي د افغانستان او روسيې د اړيکو د نويمې کليزې په مناسبت خبرو کې يې وويل د ښوونځي له مهاله د پوشکين،داستايوفسکي او سلژينيتسين د کتابونو مينه وال و او له روسي ريم موسيقۍ او کورساکوف او رحمانينوف نومو سندرغاړو سره يې ډېره مينه لرله،دې سره خوا کې د مارچ پر اوه ويشتمه د روسيې پلازمېنه مسکو کې افغانستان ته د شانګهاى ځانګړې غونډه د افغانستان اوروسيې د اړيکو برخه کې د نوو رنګونو رنګ وښود.
پورتنيو ټکو ته په پام ښکاري چې ولسمشر کرزى د اوباما پر وړاندې د ځان ځپنې د کېدونکو هڅو د مخنيوي هڅه پيل کړې او غواړي له روسيې او يو شمېر نورو سره د اړيکو په ښه کولو د اوباما د دې ترسره کېدونکې او روانې هڅې مخه ډب کړي.

ژباړه او لنډيز:ارشاد رغاند