چارواکي د مرستې پرځاى په دې موخه سيمې ته راغلل چې ټلويزونونو کې يې تصويرونه خپاره شي. د شېرزادو زلزله ځپلي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور: نړۍ اونيزه ننګرهار



د ننګرهار ولايتي ادارې د شېرزادو له زلزله ځپلو سره په مرسته کې بې غوري کړې ده.
چارواکي د مرستې پرځاى په دې موخه سيمې ته راغلل چې ټلويزونونو کې يې تصويرونه خپاره شي. د شېرزادو زلزله ځپلي

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې زلزله ځپلي خلک وايي چې د ننګرهار ولايتي اداره ورسره د اوښتي زيان په کمولو او د مرستو په ترسراوي کې پاتې راغلې او د خلکو په خبره دا د ولايتي ادارې پر بې کفايتۍ او مسوليت نه احساسولو دلالت کوي.
سيد محمد چې د دغې زلزلې له امله يې کور پوره نړيدلى او په خبره يې له سختو ستونزو سره مخ دى، نړۍ اونيزې ته وويل: (( دا حال دې خداى پر چا نه راولي، ته به په ځان اخته يې او خلک به دې په سر خپل کريډيټ اخلي)) سيد محمد زياتوي چې سيمې ته يې ډېرى چارواکي په دې موخه ورغلي و چې د خپل عادت له مخې رسنيو سره خبرې وکړي او د پېښې له ځايه د خپلو تصويرونو په ښودلو خلکو ته ځان ښه وښيى.
د سيمې يو بل استوګن چې په خبره يې په سيمه کې د بيان د ازادۍ د نشتوالي او د چارواکو د وېرې له امله نوم نه په ډاګه کوي، نړۍ ته وويل: (( يو شمېر چارواکو له پېښې سياسي استفاده وکړه او زمونږ مرستې يې د هغو ملکانو په خوښه ووېشلې چې راتلونکو ټاکنو کې دوى ته کمپاينونه وکړي.))
هغه دغه راز وايي وېشل شوې مرستې کمې او په برخه کې يې ولايتي ادارې له بې غورۍ او بې کفايتۍ کار اخيستى.
د هغه په خبره ولايتي ادارې د کوم پلان او همغږۍ له مخې کار نه دى کړى او دا چاره پخپل سر ترسره شوې چې په وينا يې د ډېرې درغلۍ احتمال هم پکې شته.
د ننګرهار د سرې مياشتې ريس محمد اقبال سعيد هم نړۍ اونيزې سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې تر پېښې څو ورځې وروسته هم د پېښې د زيانمنو ٦٠٠ کورنيو له ډلې يوازې درېيو سوو کورنيو سره لږه مرسته شوې چې ٢٠٠ کورنيو سره يې دا مرسته د سرې مياشتې او ١٠٠نورو هغو سره انکشاف دهات مرسته کړې.
اقبال سعيد د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې اړه ولايتي اداره بې پلانه او بې تفاهمه نه وه؟ وويل : ((نه دا د نه همغږۍ او بې پلانۍ مانا نه لري بلکې اړوندو ادارو د لرلو امکاناتو سره، سره ځکه دا کار نه دى کړى چې يو د بل په تمه ول او چا هم نه غوښتل چې امکانات او توکي يې ژر خلاص شي.))
د اړوندو ادارو چارواکي که څه هم رسنيو سره خبرو کې د ولايت مقام د بېړني کمېسون د بې کفايتۍ خبره نه مني خو د يوې اړوندې ادارې ريس چې له نوم خپرولو يې ډډه کوله له نړۍ اونيزې سره په خبرو کې په دې اړه ياد شوى کمېسون پړ وباله او د نوم نه خپرولو لامل يې خپل اداري مجبوريتونه او د کمېسون په راس کې د لوړ پوړو ولايتي چارواکو شتون وګاڼه.
په ننګرهارکې پر دندې بوخت يو خبريال هم د نوم نه ښودلو په شرط نړۍ ته وويل چې چارواکي د داسې پېښو رامنځته کېدل له خدايه غواړي او په دې ورته خوښ دي چې په رسنيو کې يې تصويرونه او خبرې خپارې شي.
خبريال وايي يو لوړ پوړي چارواکي ترې په دې ګيله او يو ډول ګواښنه کړې چې ولې يې په يو خپور کړي رپوټ کې د ده تصوير نه دى ځاى شوى