د کرزي لومړنئ ملي ګوزار د ملاتړ وړ دئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د بن کنفرانس روسته چې په کې د افغانستان د چارو واکمني کرزي ته وسپارل شوه ، دا لومړئ ځل دئ چې کرزئ د خپلې واکمنۍ په دې اوو کالو کې یو ملي ګام پورته کوي . د غوايي په ۴ مه ، رسنیو ته د ولسمشر د ویاند مرستیال ښاغلي حامد علمي په ډاګه کړه چې سږ به د غوايي اتمه نه لمانځل کیږي او لګښت به يي په شیرزادو ولسوالۍ کې زلزلې ځپلو او په بدخشان کې چاپېریال او باران ځپلو ته ورکول کیږي .
د مشرانو جرګه هم په لومړي ځل ډکه خوري ، له خپل اوږده خوبه ناڅاپي ویښیږي او دا پریکړه د وخت له ځنډه پرته تاییدوي .
خو ولسي جرګه چې باید د ولسي ښېګڼو او ملي ګټو د پالنې او ساتنې ځای وي ، د چلوټو او ملي ضد ګټو په ګرداو کې ډوبه ده او د هیڅ ډول ملي غبرګون هیله ترې نه شي کېدلئ .
د حفیظ منصور په نوم چې د رباني جمعیت ډلې پورې تړاو لري ، د خپل تنظیم په استازیتوب ، ددې پریکړې بد وايي او د علمي بلخي په نوم د اسلامي حرکت د ډلې استازئ د یوې بلې ملي ضد څېرې پتوګه بیا د جهاد په ټېکدارۍ ، دا پریکړه غندي .
خو پوښتنه دا ده ، د غوايي اتمه چې یو څه وخت د رباني د واکمنۍ په مهال او د بن کنفرانس روسته بیا د کرزي د واکمنۍ پر مهال هر کال لمانځل کېده ، ریښتیا په لمانځنه ارزي ؟
ریښتیا په دې ورځ ټول افغانان خوشحاله وي ؟ دا ورځ د ټولو افغانانو د جشن ورځ ده ؟
ایا ددې ورځې په پیل کېدو سره افغانان د سوکاله ژوند خاوندان او افغانستان د ابادۍ ، پرمختګ او سرلوړۍ په لور ګام پورته کړ ؟
یا په ټولیزه توګه د غوايي له اتمې روسته ، ایا افغانانو د ښې ورځ لېدلئ ؟
دا او په سلګونو نورې پوښتنې د دې تورې ، کرغېړنې او بدشګونې ورځ په اړوند ، د هر افغان په زړه کې ګرځي !
د غوايي په اتمه ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډه شوه . ټولې هڅې او کوښښونه چې هغه مهال د سوله خوا ځواکونو او ملګرو ملتونو لخوا له ناورین څخه د افغانستان د ژغورون په موخه په پام کې وې ، په دې ورځ له خاورو سره خاورې شوې .
په دې ورځ د شمال ټلواله چې په شمال کې د څو غلو ، داړه مارو ، ډاکوانو او لوټمارو ډلو یوه ټولګه ده ، د هېواد او افغان ملت پر برخلیک واکمن شول . دوی چې د روسيي ، ایران او لویدیځ له پراخ ملاتړ څخه برخمن وو ، په درواغو او چلوټې سره د جهاد تر پوړنې لاندې پر کابل لکه ملخان راپریوتل . د جهاد نورې ډلې چې په پاکستان کې د تیارسۍ په حال کې ساتل شوې وې د کابل د نېولو په لور رامارش شوې !
دوی بېله دې چې د شمال ټلوالې پر نیتونو او تګلارو ځان خبر کړې ، د سیاسي برمته ډلو پتوګه د شمال ټلوالې لخوا د نېول شوي کابل په واک کې سره راولړل شوې .
اصلي واک د شمال ټلوالې سره و ، خو د مجاهدینو نورو ډلو ورته ددې واک د ساتلو پېره او ګزمه کوله .
د غوايي د اتمې جشن د شمال ټلوالې جشن و ، خو نورو مجاهدینو بیا په پردې جشن کې اتڼ کاوه او څنې غورځولې !
واک د نظار شورا او جمعیت ، مسعود او رباني سره و ؛ خو سیاف ، مجددي ، قدیر ، سیداحمد ګیلاني او نورو ورته هسې پر بریتونو او ږیرو لاسونه وهل .
د جهاد په استازیتوب د شمال ټلوالې لاپې او باټې وهلې او اوس يي هم وهي ، خو د مجاهدینو نورو ډلو ورته په بېوسې او خړو سترګو کتل او اوس هم ورته ګوري .
د جهاد په پېر کې تورې په اصطالح لالا وهلې او مړۍ عبدالله . په دې ډول جهاد کې بیخ د پښتنو وویستل شو ، خو ګټه يي د شمال ټلوالې ، رباني او مسعود ته ورسېده .
میم زرما ټوله زما ، د جهاد هر څه توښه ، زیرمه ، واک د دویمو سقاویانو په لاس ورغئ ، خو پښتانه پکې د خپلو مجاهدینو د بې غورۍ ، ناپوهۍ او د ملي موخو څخه د بې خبرۍ په وجه ، وچې شونډې او له هر څه بې برخې پاتې شول .
په دې توګه ویلئ شو ، چې دا جهاد ، جهاد نه و ؛ یو جوړ فساد و . د پښتنو څخه د واک اخیستلو لپاره یوه سیاسي لوبه او دام و !
خو که ددغه ناورین بل مخ راواړوو ، د غوايي په اتمه د افغان ملت بیخ ووت .
د غوايي په همدې اتمه ، د افغانانو پلازمېنه کابل لوټې لوټې شو . د افغانانو د واک ، برم او سرلوړۍ ځای په کنډوالو بدل شو .
ملي پوځ له اتمې روسته تس نس شو . د ملي اداري او دولت په نوم هر څه دړې وړې شول .
د غلو او لوټمارانو دې شنې غدۍ زمونږ د خلکو عزتونه او ناموسونه تر پښو لاندې کړل . کوڅه په کوڅه د افغانانو دوینو لښتي او ویالي وبهېدلې او د دوښمن زړه د افغانانو په ټولوژنه ښه یخ کړل شو . د دولت او وګړو شتمنۍ يي لوټ کړې . د هېواد تاريخي اثار ، موزيمونه ، ارشيف او نور يي غلا کړل . ښوونځي او پوهنتونونه يي وتړل ، د رڼا ډېوې يی پو کړې ، د تورتم وزرې يي په ټول ملک کې خپرې کړې او د وطن لوڼه يی په کورو کې کلابند کړې .
او بیا يي هر کال خپل کړي وحشتونه او جنایتونه ، افغانانو او نړیوالو ته د نندارې پتوګه په همدغه ورځ ښوول .
کرزي باید ددغو درواغجنو مجاهدینو د وحشتونو د نندارې ورځ ، د غوايي اتمه لا ډېره پخوا اوه کاله دمخه تړلئ او رخصت کړئ وئ .
که کرزي د خپلې واکمنۍ په پېر کې دغسې ملي ګامونه اوچت کړئ وئ ، هیڅکله به د کرزي د واکمنۍ او افغان ملت تر منځ دغه موجوده واټن نه وئ رامنځ ته شوئ !
داچې د ټولټاکنو لپاره لنډ وخت پاتې دئ او کرزي د هغې پر وړاندې دغسې یو ملۍ اقدام وکړ ، که لامل يي هر څه وي ، د ملاتړ او ستاینې وړ دئ .
ښه به دا وي چې له ټولټاکنو له مخه ، کرزئ ځيني نور دغسې ملي ګامونه پورته کړي او د خپلې واکمنۍ په روستو کې ځانته یو څه د وړو پوزه کیږدي .
په دې ملي اقداماتو کې دا هم راتلئ شي چې یو څو جګړه مار ، جنګي مجرمین ، د نیشه يي توکو قاچاقبر او ملي خاینین په حضوري چمن کې پاڼسي کړي .
د شیرچور د جنتي ماڼيو چورواکان ، دا د غلا او لوټ واکمنان ، د دوبۍ د مرمرینو ودانیو سوداګر او خاوندان د قانون منګلوته راکش کړې او د ولس پر وړاندې يي رسوا او په سزا ورسوي .
نور درواغجن او د ملت پر وینو ککړ جشنونه ، زموږ په ټولنه کې ځای نه لري او سږکال به افغانان د غوايي د اتمې د جشن پر نابودۍ جشن نیسي .
ډاکټر مرادزئ