کرزی صاحب داشوه دمصلحتونو پايله !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

رښتياويل ترخه دی خو ويل یې اړين دي

کرزی صاحب ! گورۍ دخلکومونه منل اوس یې په خپلوسترگو گورې چې دادلستوڼي ماران اودقدرت تږ ی څه کانې کوي؟
زه غواړم يوازي څوتلاښونه يې درپيادکړم :
۱/ ترهر څه دمخه تير کال په مني کښي دجميعت دتنظيم مشر استاد ربانی بهرنيانوته وويل که غواړی حاکميت ټينگ شی دده په وينا((مجاهدينو))ته په دولت کي زيات واک ورکړی . دمجاهدينو څخه درباني موخه دتل لپاره جمعيت اودپنجشيردنظار شوراده .
۲ / سږکال درې مياشتي وړاندي دافغان ولس قاتلانواوهغوچې دقدرت دويش پرسر یې دکابل ښارپه کنډواله بدل کړ اوترشپېتوزرو زيات لوي اووړو،نارينه اوښځې ئې له خواږ ه ژوند نه محروم کړل،هغو چې افغان ولس اونړيوالوبشري سازمانوپه ځانگړې توگه دبشردحقوقودڅار نړيوال سازمان په کراتو ددوي محاکمه وغوښتل ،ستاسودبې ځايه اوضد ملي ناکام مصلحت په پايله کې تردولتي لوړومقاموورسېدل اوپه پارلمان کې يې خپله سلطه دپيسوپه زور داسي ټينگه کړه چې پرخپل سر دټولو نړيوالو نورمونو اوسلامي شرعيت خلاف یې دپارلمان له موقف نه په ناوړه استفادې سره دځان بخښني پرېکړه وکړه ،په غازي لوبغاړی کې په يوه ساده لاريون چې هغه هم دکابل ښاريان اوماشومان دساعت تيري لپاره ورغلي وه اوتبليغ يې کړي و چي دوي مظاهره کوي داورته جالبه وه چې دتنظيمودسرغندويان بياڅنگه سره راټوليږي اوڅه غواړي هلته ورغلي وه .په تاسو دډير ساده فشارپه پايله کې داناولۍ اودافغان ولس دحقه حقوقوپر خلاف په اصطلاح منشور لاسليک کړ ،چې يوه ورځ به تاسو هم لکه همداښاغلی افغان ولس ته ځواب واياست .
۳ / ددغه ضدملي حرکت دسرته رسېدولاڅو اونی نوې تيري شوی چي ستاسولومړی مرستيال ،دپارلمان رئيس اوڅووزيرانوستاسو اودلويي جرگې لخوا ۍجوړشوی اومنل شوی نظام پرخلاف دپردوپه ښکاره او پټوهڅونو،مالي اومادي مرستودجبهې په نامه يونوی تنظيم رامنځته کړ . دادقانون له مخي دهرچا حق دی خو داهم دهرچاحق دي چې دانوی جوړشوی تشکيل په رڼوسترگو،سرترپايه دټولوموخواواړيکوسره وڅېړي .او دهغه په هکله خپل نظر څرگند کړی ځکه افغانان ددوي دپخوانيوکړوله مخې پردوي بې اعتباره دی اودجبهې سره مخالفت کوی .
په نړی کي داسي يوهيواد راوښياست چي په دولت کي دداډول مقاموخاوند کسان دي پداسي يوه سياسي حرکت لاس پوري کوي ؟ جالبه ده ؟ اوددې جبهې وياند پرخپله ټوله پوه چې په ايران کښي يې ترلاسه کړي خلکوته قناعت نشي ورکولاي ،اونه داپه خلکومنلاي شي چې په رښتياسره دجبهې موخې وطني اوافغانانوته چوپړ دی . داځکه چې مشران يې معلوم دي ،ربانی خلک داسي پيژني لکه يوسړی چي په هنداره کې ځانته گوري . هغه ساده متل دی وايي: ((چې مشریې غمبروی اختریې ماذديگروي )) .
۴ / ستاسولوي درستيز جنرال دوستم دټولودولتي نورمونواودولتي اخلاقوخلاف پر خپل سربهرنيانوته وويل : ((اگرکرزی و ناتو به من صلاحیت دهند طالبان را محو خواهیم کرد.)) پدې يې هم ځيني باوري کړی چې دوستم گواکي ډير زر لسزره کسان راټولولاي شي .داچې دابه څومره رښتياوي موږ افغانان سره پوهيږو.خوپه يوه خبره ئي رښتياويلې هغه داچې دوستم په زوريارضا له ځان سره يوشمير کسان ساتلی دي اوپه تيروڅو لسيزوکښي يې افغانان پرې چورول همدا اوس هم ورسره دی .دبې وسلې کيدوپروسه خو هسي يوه غولونه اوبې فايدې مصرفونه وه ،پايلي يې اوس گوری . په شمال کي هرقوماندان تر خولې په وسلوسمبال دی .
۵ / همدا دمسلح قواوستردرستيز چې ستاسودحاکميت يونيفورم يې په تن دی او تل داخبره کوي چې په هيوادکې دسولی او ارامی پلوی دي اوترهرچاکرزی ته احترام لري ،اوس یې گورئ چې دجوزجان دوالي دکوښه کيدوپه پلمه ئې بيگناه ولس ښورښ ته وپاراوه ،انسانان قربانيان شول . داوو سوله ايز لاريون ؟ داپدې ارزېدل چې څوتنه مړه اوڅوتنه زخميان شي ؟ که هروالی پدې شکل گوښه کيږي ،بيانوقانون ،دولتي ارگانو اوحکومت ته هيڅ اړتيانشته . تر ځنگل بتره يوټولنيزنظام ددوي پکار دی ځکه په ځنگله کښي يونظم اوترتيب موجود وي .جالبه خولاداده چې مقام يې په کابل کې ولې خپله جنرال صاحب په جوزجان کې اوسی !
دکوم قانون له مخې هلته بلواکونکی ځانته داحق ورکوي چې دولتي بيرغ کښته ،څيری اودجنبش جنډه وځړوي ،دبرحال ولسمشر عکس ترپښولاندي کړی اودبيسواده مليشوديوه قوماندان عکس پورته کړي . ددغوخلکوپه لاس کې ددوستم عکسودامعنا درلوده چې چي دوستم يوځل بيا غواړي پر خوارو اونالوستو ازبکو سيا سي سوداگري وکړي اونړيوالوته څرگنده کړي چې وگوری څومره خلک زماپلويان دی . دادهغه بغاوت نومونه ده چې دمرحوم نجيب الله دحاکميت په وخت کښي يې ترسره کړې وه . هلته پردې بريالی شوچې ځان دشمال قوماندان کړی اودنجيب الله سره خيانت وکړي اوس غواړي ستاسو سره هم عيني سناريوتکرار کړي ،ځکه نورڅه یې زده ندي . اوپه خپل دغه کار په خپلو ټولوتبليغاتي وسايلوکي دپښتنوپر خلاف تبلېغات پيل کړی . پلويان یې په عجيبو اوغريبو عنوانو ليکنې کوي اوپه ټول مهارت سره غواژي دلږکيو قومونوخلک له پښتنو نه خوابدی کړي . جنرالدوستم نه غواژی چې جمعه خان همدرد هلته والي اوسی ،دهغه دوسله وال لاريوپرخلاف ددولتي پوليسوغبرگون ته دازبکو ،تاجکواورکمنوپرخلاف دجگړي اومخالفت نوم ورکوي . پښتو دير شه متل دی وايي(( وهم دي چيري ډب دی چيري خيژي)) . داډول تبليغات اوليکني دافغان ولس سره ستر خيانت دی .
۶ / دجميعت اونظار شوراډله بريالی شول يوځل بيادپارلمان په زوراوامکاناتو دافغاني کډوالوپه پلمه ستاسو دو وزيرانوته ځواب ورکړی . ستاسو اوقانوني چې دجمعيت دتنظيم نطاق دی دالانجه روانه ده . دقانونی ددومره سرټمبگيونه دا اوس واضح څرگنديږي چې په رښتيا هغوي دښاغلي دادفر سپنتا اوستاسو سره خپله دښمني سرته رسوی اوغواړي دادرځ نور هم ژور کړی . که داسي نده نوبياولي قانوني شله دی دستري محکمې پرېکړه نه مني اوتيره ورځ د(جون په دريمه) یې په پارلمان کې اعلان وکړ چې هغه به دپارلمان دنامه نه دملگروملتو سازمان ،امنيت شورا اونوروسياسي نماينده گيوته ليک ولېږي اوپه ليک کښي به له هغوي نه غوښتنه وکړي چې نور له دادفرسپنتاسره دبهرنيوچارودوزير په توگه اړېکي ونه ساتی .
داکار پدې خاطر نه کېږي چې گويا دبهرنيوچارووزارت بې سرپرسته پاته دی ،ځکه دافغانستان داساسي قانون له مخي چې په تصويب کښي ئې خپله قانوني ،استادرباني اودجبهې يوشميرغړوچي په لويه جرگه کې وه لاس پورته کړی ،وروستی اوپرېکړنده خبره ولسمشر کوي .ددي کار موخه داده ترڅو نړيوالوته څرگنده کړي چې دپارلمان اوکرزی ترمنځ اختلاف څومره ژوردی . کنه نودکوم قانون اودپارلمان دندو دلايحې دکوم بند له مخې پارلمان داحق لري چې دولسمشر اوستری محکمې پر خلاف ليک بهرنيانوته ولږ ي اوله هغونه مرسته وغواړي داکارزموږ ملي غرور اوملي هويت ته زيان رسوي ،قانوني صاحب پدې ښه پوهېږې خوقصدأ داکارکوی . متاسفانه يوشمير نور ساده وکيلان یې نه پوهېږم په څه غولولی اوپه څه رانيولي دی چې له قانوني صاحب سره سرښوروی .
۶ / دپارلمان دفرهنگي چارو ښاغلی رئيس حاجي محمد محقق صاحب موپه خپلوڅرگندونوکې هم هرڅه ترپښو لاندي کوي ، دکلام عفت نه ساتي اوديوه ولس چي ده ته يې داموقع ورکړېده احترام نه کوي ، په ژبه یې ملنډي وهې اوپه سپک نامه یې يادوي .موږ خو داپوښتنه نده ځيني کړې چې ته دکوموفرهنگي چارودکميسيون مشر يې ؟ ولې موپښتونده زده ؟ تاسو خو دجمهوري رياست مقام ته هم ځان ټاکلی و؟ څرنگه به يو ولس تاسو ته رايه درکړی اويابه مو ومني چې تاسو يې په ژبه نه پوهېږی اوياملنډی پرې وهۍ ؟
۷ / دادی اوس وار ښاغلي فهيم ته په امنيتي چاروکې ستاسو لوي مشاورته ورسېد . درويتردگزارش په حواله چې په پيام ملي ويب پانه کې نن خپورشوی دجون په دريمه مارشال فهيم داسي وايي : (( حامد کرزی یک رهبر ضعیف بوده و در یک موقعیت بازنده قرار دارد که بقای سیاسی اش وابسته به حضور قوت های ‏اجنبی در افغانستان می باشد)) ددې خبري په دوام مارشال فهيم وايي : :"اگر امروز خارجی ها از افغانستان برآیند... باید دیده شود که تا چند روز اردوی ملی آقای ‏کرزی مقاومت میکند؟ حتی برای یک هفته هم ثبات باقی نمی ماند." ‏
بلې ! دابه ومنوچي همداسي ده .
خوسوال دادی چې ولې اردودومره ناتوانه دی ؟ ترپرون پوري تاسوددفاع وزير واست داد((ډ ډ آر )) ،ملي پوځ اوپوليسودتشکيل دپوره کېدوپروسې خو ستاسودزعامت په وخت پيل اوستاسودراپورونوله مخې په بري سره پرمخ بېول کېدلې اوس بياڅه وشوه . همدا اوس هغه دعلمي اومسلکي صلاحيت نه لوړمقام لری ،هرو مروبايد ددفاع وزير يارئېس جمهوراوسی ؟ چې ټول کارونه ښه شي؟ دهغه کوم بې پرې اوملې وړانديز ندی منل شوی ؟ولي اودکومې اميدواری له مخې دومره خوښ دی چې دانظام ړنگېږې ؟
يوبل ځاي هغه وايي : :"اگر امروز خارجی ها از افغانستان برآیند... باید دیده شود که تا چند روز اردوی ملی آقای ‏کرزی مقاومت میکند؟ حتی برای یک هفته هم ثبات باقی نمی ماند." خوکه جنرال صاحب نه پوښتنه وشي چې تاسوته ولس دامقام درکړ ؟ اوکه پاکستاني ،ايراني اوروسي زدوبندونو؟جواب به څه وي ؟ له خواجه غار ،دوشنبې اوترکيې نه چاپنجشير اوکابل ته راوستلاست ؟ ايا امريکا پوځ نه و ؟ دبې ۵۲ ترسيوري لاندي چاد ((ټانکيوامريکا)) ناري وهلې ؟ داپوځی لقبونه اودولتي مقامونه دامريکادپوځی ځواک خيرات ندی ؟دنظار شورااوجميعت تنظيم خوافغان ولس له واکه بې واکه کړ ،که دولس خوښه نه واي طالبانوداکارپه هيڅ شکل نشو کولاي .
رويتر وړاندي ليکی : جنرال فهيم وايي چې : (( در حال حاضر 50 هزار سرباز ناتو و امریکایی در افغانستان حضور دارند.)) لومړی جنرال صاحب داپنځوس زره ندي تردې شميرې ډير لرږدی . ۴۳زره ټول بهرنی پوځيان په افغانستان کي اوسی په هغه کې هغه هم شامل دی چې ټول دولتی تاسوغوندي جگپوړي له ولس نه ساتي .
رويتر په خپله تبصره کې ليکې چې دجمهوررئيس پخوانی مرستيال چې اوس یې امنيتي سلاح کاردی دکرزی تر مشری لاندي دولت يوضعيف اودکړنلاري نه درلودونکی بولي ،هغه وايي چې په دولتداری کې دکرزی اساسي ستونزه داده چي هغه پدغه بحراني حالت کي دمملکت درهبري کولو توان نلري .
خوجنرال صاحب دزړه اصلي خبره وروسته داسي بيانوي ، رويتر ليکې : مارشال فهیم در حالیکه دولتهای موقت و انتقالی را متشکل از تمام اقوام و مناطق افغانستان می خواند، گفت که دولت انتخابی ‏کرزی در حال حاضر ازتمام نواحی و ترکیب نفوس سرتاسر افغانستان نمایندگی نمیکند:" هغه دورې ځکه ښه اودملي ترکيب انډول پکښي ساتل شوي و،چې هغه وخت پرټول دولتي واک جميعت اودنظارشوراخېټه اچولې وه اوددوي هرڅه منل کېده . تاسو قضاوت وکړي تغير يوازي دومره راغلی چې جنرال صاحب ددفاع وزير يادجمهوررئيس مرستيال ،عبدالله عبدالله بهرنيوچاروزير ندي اوڅوددوي دتنظيم کسان په سفارتخانو کې له کاره گوښه شوی اوپه کابل کې په لوړو څوکيو کې کارکوي .
اوس مارشال صاحب دغه حکومت اودولت ته چې ترغاښو جميعت اودنظارشوراپکښي واکداره ده جانبدار حکومت بولي ،هغه متل دي وايي : کونډی هم ژاړي رنډي هم هغه چي پرون يې راودکړي په ناورين ژاړي .جنرال صاحب وايي :"اقای کرزی متاسفانه... یک دولت ‏جانبدار را ساخته است که نتیجهء آن بحران فعلی کشور می باشد."
دخداي لپاره دوي دغه حکومت ته جانبدار وايي . داځکه چې دوي بايد ټول واک په خپل لاس کي ولري له پورته تر ټيټه ټول بايد ددوي سړی وي ،امريکائيان اواروپايان ئې وساتي په هغه صورت کې دايوملي دولت دی او بهرنيان دافغانستان دملي گټوڅخه مدافعين دي . زماددې خبري دپخلي لپاره دجنرال صاحب وينا راوړم هغه خبرداری ورکړي وايي : پرزدنت کرزی نخواهد ‏توانست بر مشکلات عدیدهء کشور فایق آید مگر اینکه "شخصیت های متعلق به همهء اقوام" افغانستان را بطور فعال و ‏واقعی شامل پروسه نماید. اوس موسرپه خلاس شو چې مارشال صاحب حه غواړی ؟ وگوری همدايوسوال دوي ټول له بهرنيانونه کوي اوله هغونه غواړي چې نورهم په دولت کې منگولي ښخی کړی .
ښه کرزی صاحب !
داټول وايي تاسو ضعيف حکومت کوی،دوي به دا هم درسره ومني که دغویاغيانواودقدرت تږوته داميرعبدا لرحمن خان په ژبه ځواب وواياست نوتاسوبه هم لکه هغه په ناحقه تورونو تورن کړی .
لار یې څه ده ؟
لومړی مې هيله داده چې ستاسودابې شمېره مشاورين بايد له ټولوويب پاڼونه دافغانستان په هکله ليکنې راټولي اويوڅه ځانته زحمت ورکړي هغه تحليل اولنډيز یې تاسوته درکړی . تاسو بايد هغه ولولئ اودهغوپه هکله لازم ياداښتونه له ځان سره ولری .چې دهغوپر بنياد بياتاسو وکولاي شی مخته ولاړ شی اوخپلې کړنې دهغوي په مرسته سمبال کړی .هره ليکنه ،ښه ده اوکه بده په يوځل ويلوارزي اوستاسوسره به سترمرسته وکړی
موږ خو په افغانستان کې ټول اوسېدونکي قومونه افغانان بولو نه يوازي پښتانه ،ستاسونه په کراتوغوښتنه کړې چې قانون پلی کړی ،بې ځايه اوبې گټي مصليحتونه دولس په گټه ندي .داسي پايلي لري چې اوس خپله ورته گوری .
خو تراوسه لاهم ډير ناوخت ندی !
ځانته تکان ورکړی نړيوال ځواک موشاته ولاړ دي اوهره شيبه نارې وهې چې ستاسونه دفاع کوي ،مالي مرستي درسره کوي ،موږتر اوسه لاپدي فکر يوچې هغوبه زموږپه هيوادکې دمرکزي حاکميت ،سولي دموکراسی اوټولنيزعدالت دتامين سره علاقه لري اوددې لپاره مالي ،مادي مرستی اوځاني قربانی ورکوي . ددغوامکاناتونه په استفادي سره ولس ته مخ راواړوئ .له هغوسره په غيردولتي فضاکي مشورې وکړی ،دو لتي اداره دتنظيموله منگلوخلاصه کړی ،کاردکار اهل ته دپوهی،مسلک اودپاک لاس خاوندانوته وسپاری .
دايله جاري اردوچې موجوړکړ اودخيريت راپورونه مو واورېدل ،پايله داشوه چې اوس ستاسو پخوانی ددفاع وزير اومرستيال نړی والوته وايي چې دا اردو وفادار اوجنگي اردونده .
په زرهاومسلکي افسران په افغانستان کې شته اوپه بهر کې اوسې ؛ که هغوي دانن احساس کړی چې تاسوپه رښتيادهغونه دفاع کوی اوبېله تعصب نه یې په دندو گماری وطن ته درځی دپخوانی ساړه جنگ دښمنئ موږ نشوترسره کولاي اودهغو تعصوبوپراساس دهيواد دمسلکي کسانوسره برخوردموږنور هم شاته اچوی . امير شيرعلي خان په يوه هفته کې څلوېشت زره اردوجوړکړ اودانگريزانوپه مقابل کښې يې جگړې ته ولېږه تاسوپدې شپږ کاله په لوړه کچه امکاناتولرلوسره چي په تاريخ کښي يې ساری نشته ولي اردونشی جوړولاي ؟ دليل یې دادی همدغوچې پرون يې ستاسوسره دوفاداری ځيگرټکاوه په خپل ټول مهارت له مسلکي خلکونه په يوه اوبل نامه تاسولري کړاست ،اوس درته خپل اصول دکتې کوي . اوپه زياته بې شرمی وايي :
((مورچگان گربکنند اتفاق + شیر ژیان را بدرانند پوست) ) دجنبش له ويب پاڼه نه .
مگر ملامحمد جان خان عرض بيگي په سراج الاخبار کي خپل افغانی احساس بياداسي څرگندوي :
دافغانستان خلق زمری دیپرافگاربشې خيالات دبدو ورته مه کړه نگونسار به شې
پدې موبايد ښه سرخلاص وي چې داټولي اوبه دڅه لپاره خړېږي ؟ ستاسو بې تفاوتی به دا ولس دداسي يوې ستونزي سره مخامخ کړي چې بيابه نه تاسو اونه بل قوت دهغه مخه نيولاي شي .افغانستان اوس هغه بېړئ ته ورته دی چئ خداي مکړه دډوبېدوپه حال کي ده . ددې کښتی دډوبېدو يولامل به ستاسو بې ځايه مصليحتونه چوپتياوي .
داوطن دافغانانو دی کله چې ملې گټي له خطرسره مخامخ کيږي پرټولوده چې ددې وطن دنجات لپاره مټي راونغاړي . دوي چې پښتنوته هرڅه سپکي سپوري وايي پښتانه پدې پوهېږي چې داددښمن هڅونه ده غواړي کورنی جگړه دخپلو لاس پوڅو په وسيله يوځل بيا پيل اوخپلې گټې پکښی ولټوی ،هغه متل دي وايي :(( خپله غزل دي وايه دپيل پرشاداسي ډيري ډمامې وهل کېږي)).پښتانه لويه اوپراخه سينه لري اونه ماتېدونکی هوډ.
موږدپښتنوپرضد تبلغات دنورو ورنوقومونو په مقابل کې نشی راپارولاي . پدې اوس ماشوم هم پوهېږي چې دا دلږکيو دحقوقو مدافعان له کوي چېنې اوبه څښی اوپرکوم دسترخوان خواړه خوری .
ستاسونه دټول افغان ولس په يوه اواز غوښتنه داده چې له تعقل اوافغانی مېړاني اوقانونی صلاحيت نه کاروالئ اودهرملي ضد حرکت مخه ونيسی .
که غواړی نوم موپه ښو ياد شي اوپه تاريخ کې پاته شي تر خداي راوروسته پر ولس تکيه وکړی اودهغوي غوښتنو اوپوښتنو ته ښه غوږ ونيسۍ اوعملي یې کړی . يوازي په تنظيموپوري تړلي وطنپرستان ندي په سلهاوو زره باسواده اومسلکي کسان ،قومی مشران دينی عالمان يوازي ستاسوږغ ته انتظار باسي ،هغوي وزارت ياستاسومرستيالی نه غواړي دهغولاسونه ترهرچاپاک دي پخواني ژوندیې ثابته کړېده چې رشوت نه خوري اوخيانت نه کوي ،خويوازي خپل انساني کرامت ته درناوی اوستاسوله خوا په ميړانه حمايه غواړي .
خبري ډيري دي نن به يې زموږ په لندن کي ديوافغان ميشت شاعر مفتون صاحب پدې شعر ختم کړو.
دښمن مي دی دسر دخپل وطن غليم ئې بولم
چه څوک زماپه ملت کی ملتونه جوړوی
موږوايوڅوک چې اوسی پدې خاوره کي افغان دۍ
خودوي بياله خپل ځانه تعبيرونه جوړوی
که داتعبير صحيح وي داټاټوبۍ دافغان دۍ
افغان دی چې ددې ملک تاريخونه جوړوي
چه ځان ئې دی پلورلۍ زموږدقام پرغليمانو
اوس ناست دی په خفاکې طاقتونه جوړوی
موږ ټوله يوملت يو،يومودين يوموآئين دۍ
لعنت بادپرهغو چې تقسيمونه جوړوي
داهيله به ئې هيڅ نشي پوره ددوي په ژوند کې

آ څوک ځې په وطن کې وطنونه جوړوي

د۱۳۸۶کال دجوزا ۱۴