دخداي بخښلي عبدالصمد روحاني د مړيني دوهم سهار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزيز احمد تسل

ارواښاد د غبرګولي په اتلسمه نيټه د لښكرګاه ښار د زړه نه تري تم شو، د ځواني



مر ګ ګناه يواځي دا وه چي په هلمند كې يي د بې ٰبي سي خبريالي كوله مرحم مازديګر لوړ د انګريزي ژب زدكړي كورس ته تللي وو خو كله چي د كورس نه كورته ستنيږي د خپلې سپنې كورلا موټر سره يو ځاي لا دركه شوي وو ،ټوله شپه يې كورنۍ په تمه وه چي اوس به راشي اوس به راشي خو د روحاني دمرګ ملايكه لا ده وخته راغلي وه شپه تيره شوه سهار شو چې لا يي درك معالوم نه شو په دغه ور ځ به چې دروحاني هر ملګري دده دتليفون شمير ه ډايل كړه دهغه لوري ځواب به داو
(( دغه لمبرچي تاسو داير كړي داوس لپاره لاس رسي نه ورته كيږي ))
كرۍ ورځ د روحاني په لټه كې وو هغه وو چې ورجن مازيګر پيل شو ا و په همدغه ور ځ پنځه بجې د مرحم مړي دلښكرګانه نيږدي يو كليو متر اخواته دبولان دسيمي په يوه هديره كې ومندل شو ساه يي ختلي وو خو لا يي نرى ډنګر لاسونه كلك تړلي وو پښي يي لاهم تړي وي ددغه وحشي انسانانو په زړه كې درحم ټوټه هم نه وو هر څومره زورونه چې يي وهلي وو ځكه مرګ ريښتا سړي بيره وي خو لا يې پښې نه ووې خلاصې شووې د نازكولنګيو پوستكې ېي اوښتې وو ، ددغه ځاي د انځو ر له مخي چې دخداي بخښلي مړ جسد پكې پروت وو په دغه ځاي كې غيرتمن روحاني دډبرزړو اوبې رحمه انسانانو سره شايد ډير ې خبري كړي وي ځكه شاخوا ورته د شپږو سګريټو سوي پلتر پراته وو داسي معالوميدل چي د زياتي ناستي نه پس يي دده په ككري كې څلور مرمي كاركړي وي غاړه يي هم ورته ټپې كړي وه خداي خبر چي هغه يي په څه شي وهلي وو .
د شهيد روحان جانكدن يواځې ظالميانو ليدلي موږ يي اوس يواځي په وينو سور مخ په سپين ململ كې وينو ،

زما خوږ ملګري لا د ځواني په تاندو او شديدو څپو كې وو دعمر كلني شميره يي ايله په ايله اوس تر پنځه ويشتو رسيدلي وه .دروحاني د ګډ ژوند ډير لږ وخت كېږي ، لومړني نازولي بچي يي عمران نوميږي چي لا يي پنڅه مه مياشت نه ده پوره كړي چي پلار يي وحشي انسانانو په غير انساني مرګ په سرو ملنګو كې ترې يو وړ دا هغه كسان وو چي نه خداي پيژني نه يي رسول پيژني نه د خداي بنده پيژني كه يي پيژني هم يواځي په نامه پيږني ددوي زړونه د كركې ډك دي ددوي وينه كلكه شوي دوي د هيچا پروا هم نلري آٌن ديوي سپيڅلې دندي خبر يال وژني
مرحم روحاني دخپل لومړني عمر زيات كلونه د هجري تر ژوند قر بان كړي وو د طالبانو په ريژم كې ده په خپل اصلي وطن ما رجه كې ديني زدكړي كولي خو كله چي د كرزي ايداره رامنځ ته شوه مرحم ادبې ډګر ته هم ملا وتړله په هلمند كې د لومړنيو فرنګ پالو له جملي نه يو په وطن او په ولس مين كس وو ، څلو كاله اخواته د بُست فرهنګي ټولني غړي وو همدارنګه ددغه ټولني دپګړي مجلي مسول چلونكي هم وو ورسره په څنګ يي د يوي ازادي راډيو سباوون سره يې هم كار كوي د خداي بخښلي د ژورنالزم لومړني بنسټ ددغه ځاي نه پيل شوي وو چي ورسته بيا دپژواك اژانس خبريالي يي هم په غاړه واخستله دخپلو مټو په زور او دښه كار له وجي بي بي سي په هلمند كې د ځان خبريال كړ .
د روحاني وير اوس ټول هلمند ژړوي د ټولو ملګرو سترګې يي سري غوټيدلي دي اوښكې هم نوري وچي شوي دي زما ډير نيږدي ملګري وو اوس مي په كمپيو ټر ګوتې ريږدي د خپل ګران ملګري په ياد يو څو كرښي ليكم خو دي مي اوس هم په خيا ل كې تر څنګ ناست دي ، هغه دي وينم يي دخنداډكه خوله يي اوس هم خلاصه نيول ده ، چي لږ سوچ وكړم او حقيقي نړي ته راشو نو روحاني نشته اوس زما تر څنګ نه دي ناست اوس يي د اوږدو ګوتو ميده ګړپا په لپټاپ نه ښكاري اوس يي يواځي پر مخ او ټول ځان سپين ململ ښكاري چوپه خوله پروت دي ،
د پلار د هغه سپينه ګيره چې اوښكې پكې لاري جوړي كړي وي او په زوره چيغو مي اوس هم په مغذ كې ځاله كړي ده ، د ورورك شونډي يي لا دوينو پتري نه دي غوځولي
شا خوا يي په تابت راګرځي
دوړوكې عمران چيغي يې هم نه دي كراري په كور كې يي د وير فضا خپره ده هلمند ټول خفه دي روحاني نشته خداي دي يي مل شه
د روحاني نيږدي دملګري عزيز احمد تسل لښكرګاه