د کرزي سياسي ماته او د شمال ټلوالې حيرانوونکى چال !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چټک غبرګون _ نړۍ اونيزه – ننګرهار

کرزي خېل ښاغلي به وروسته له دې فکر نه کوم چې که په اسانۍ چاسره سترګې وجنګولاى شي،ځکه په ولسمشريزو ټاکنو کې له داسې شرموونکې ماتې سره مخ شول چې دغومره يې چا اټکل هم نه کاوه، د ټاکنو لومړنۍ پايلې چې له څو ورځو رادېخوا په ډاګه کېږي ښيى چې په دې ټاکنو کې د شمال ټلوالې يو مخکښ سړى ډاکټر عبدالله، عبدالله له کرزي څخه په سلو کې دوه کمې رايې يانې د ټاکنو ٣٨سلنه رايې ګټلي.
په دې سره نو کرزي او پلويانو ته يې د دې خبرې د بيا کېدو چانس نشته چې ووايي، حامد کرزي د شمال ټلوالې دوه مخکښ ټوپکوال (قسيم فهيم او کريم خليلي) د دې لپاره د خپلو راتلونکو مرستيالانو په توګه وټاکل چې په ټاکنو کې د شمال ټلوالې رايې خپلې او خپل مخالف عبدالله پرې رامات کړي.
کرزى لکه چې نه پوهېده چې (د ازموېل شوي ازموېل ښه نه وي) او (سګ سرخ بيادر شغال است) او يا پوهېده او هسې د بيا بدنومۍ په پار يې له دغو کسانو سره يارانه جوړه کړه، د ټاکنو د کمپاينونو پر مهال وېل کېده چې د کرزي په مرسته له دولتي اسانتياوو په کار اخېستنې سره چې فهيم او خليلي شمالي سيمو ته د کرزي د کمپاين په نامه تلل نو خلکو ته يې ويل چې کرزى څه کوئ ډاکټر صيب عبدالله ته چې مجاهد او زموږ خپل سړى دى رايې ورکړئ.
د کرزي خېلو صاحبانو دا يو شرم خو پر ځاى پرېږده اوس يې لا د يو بل شرمونکي وياړ د ګټلو اوازه هم خپره شوې او هغه دا چې وايي کرزى غواړي عبدالله،عبدالله او ملګرو سره يې د ايتلافي دولت په جوړولو سره ځان بيا ولسمشر کړي.
څومره عجيبه ده د سياست دا شرموونکې او ځان غوښتونکې لوبه!
لوبغاړي يې عزت، حيثيت او حيثيت خو لا پرېږده چې بېخي خپل ننګ، پښـتو او سل، په سلو کې انسانيت پکې بايلي. هغه کرزى چې يو وخت د خلکو څومره هيلې ورته وې، له شمال ټلوالې سره يو لاس او د خلکو د هماغو هيلو وژونکى شو. بيا چې ترې د خلکو زړونه تور شول، په دويم ځلي ټاکنو کې يې له هر قسمي درغليو استفاده وکړه خو پر خپلې څوکۍ د پاتې کېدو هڅه يې وکړه.
اوس لکه چې ليدل کېږي عبدالله، عبدالله په ښکاره توګه نه غواړي د کرزي راتلونکي دولت کې چې کېداى شي د ټاکنو تر دويم پړاو وروسته جوړ شي برخه وانخلي او پرځاى يې خپل يو شمېر نور ټوپکوال ملګري (عطامحمد نور او ...)د کرزي په بل دولت کې سهيم کړي،خپله د ټاکنو د دويم لوى ګټونکي په توګه د اپوزېسون واګې په لاس کې واخلي او له هره پلوه خپلې ټلوالې ته د پخوا په شان ناسم او بې اصوله سياسي امتيازات تر ګوتو کړي.
دې وضعې ته په کتو سره سړى ويلاى شي چې د افغانستان راتلونکى بل دولت به تر دغې اوسني ځکه په لا ډېرو ستونزو کې ښکېل وي چې له يوې خوا به ايتلافي وي او هغه هم له هغو کسانو سره چې په سياست کې يې تل له ټوپک او کوتکه کار اخېستى، بله دا چې له دې دولته نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه د اوباما اداره ډېرې هيلې لري او غواړي پرې خپله نوې پالېسي عملي کړي، نو دې ټکو ته په پام سره د کرزي صيب راتلونکې اداره سړى پر ګڼو لا نورو کورنيو ستونزو سربېره د اداري فساد، ناامنيو او ناقانونيو د پياوړتيا ترڅنګ له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د خپل تر ټولو لوى ملګري امريکا سره په ګڼو ستونزو ليداى شي او دا هم نا اټکل کېدونکې نه ده چې دا دولت به امريکې او ملګرو ته يې د غوښتنو په پوره کولو کې د پاتې راتلو او همدا شان د پراخو کورنيو مخالفتونو د لرلو له امله له ژر سقوط سره هم مخ شي.