عبدالله غواړي ټاکنو کې خپله ماتې له کرزي سره په اتلاف کې جبیره کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

عبدالله او ډله يي ارګ ته د رسېدو لپاره ، له هيڅ ډول درواغ ویلو ، چلوټو ، توطیو او درغلیو څخه ډده نه کوي . په ټاکنو کې د عبدالله ډلې د کرزي او نورو څخه په وارو وارو زیاتې ټګۍ او درغلۍ کړې ، خو دا چې خپله ماتې حتمي ویني غواړي د خپل بام واورې پر نورو په تېره بیا پر کرزي ورواچوی . دلته زما موخه له کرزي څخه ننګه او ملاتړ نه دئ بلکې د عبدالله په مشرۍ د غلو د یوې بلې ډلې د سیاسي کرغېړنو موخو او درغلیو څخه پرده پورته کول دي .
په نورو هېوادونو کې هم په ټاکنو کې لاندې باندې خبرې وي ، خو کله چې یوه سیاسي ډله بریالئ شي او ټاکنې وګټې ټولې ماتې ډلې له بریالۍ ډلې څخه ملاتړ اعلاموي . هغه هېوادونه چې غواړي دیموکراسي پلي کړي له دې لارې پرته بله لار نشته .
عبدالله او ډله يی د هېواد په شمال کې د څو محدودو ولایتونو له قسمي ملاتړ پرته چې هغه هم په ژبنیو ، سمتی او قومي توپيرونو ولاړ دئ ، د هېواد په کچه کوم ملاتړ نه لري . دوی په ۹۰ ومو کلونو کې د رباني له حکومته رانېولې بیا د کرزي د واکمنۍ تر اتو کلونو پورې یوازې د پنجشېر او هغه ته څېرمه په یو څو نورو ولایتونو کې هغه هم خپلو سیاسي او په نورو درغلیو کې ورسره ککړو پلویانو ته خدمت کړئ دئ . دوی د خپلو پلویانو همدغه ډلګۍ د افغانستان د پراخه ولسونو پرځای شمیري . د میلونونو افغانانو د ملاتړ پرځای د خپلې همدغه ډلګۍ ملاتړ د رسنیو ، بهرنیانو او افغانانو پر مخ باسي .
عبدالله حارث پنوم چې ځان ازاد خبریال هم بولي په خاوران بریښپاڼه کې په بېشرمۍ او سپین سترګۍ سره د عبدالله عبدالله په اړه لیکي : « مردم شجاع شمال با رفتن در پای صندوق های رأی وحمایت میلیونی از تنها کاندید شایسته مردم افغانستان داکتر عبدالله بر حکومت قاچاق مواد مخدر و آلوده به فساد نفرین فرستادند. » « امامردم غیور جنوب افغانستان بویژه قندهاردر انتخابات 29 اسد با سکوت و نرفتن به پای صندوق های رأی کینه و نفرت خود به حکومت فساد و قاچاق مواد مخدر کرزی نشان دادند »
دلته ښاغلې حارث دا خبره ښه ښکاره کوي چې عبدالله یوازې په شمال کې یو څه رايي وړي دي ، ځکه د هغه په اند سویل په تېره بیا کندهار چا ته رایي نه دي ورکړې . نو چې جنوب په ټوله کې چا ته رايي نه دي ورکړي ( لکه حارث چې وايي ) نو بیا عبدالله څنګه (تنها کاندید شایسته مردم افغانستان ) شو . مردم افغانستان کې خو د هېواد جنوب هم راځي . خو حارث او دهغه وړ نوماند عبدالله او دهغه ډله ځان یوازې د شمال ګڼي او د نور افغانستان په قصه کې نه دي .
ښاغلئ حارث او د عبدالله د غلو نوره ډله باید په دې وپوهیږي ، که د افغانانو د پراخه ولسونو په نیت او خبره ، وي عبدالله او ډله يي باید د ارګ پرځای د پلڅرخي زندان او یا دهاګ محکمې ته ورننه ایستل شي ، څه رسيږي دېته چې « تنها کاندید شایسته » ونومول شي .
اوس چې د ټاکنو ۱۷٪ اعلان شویو رایو کې عبدالله خپله ماتې ولیده ، دا ماتې هغه د خپلې روستۍ حتمي ماتې پيلامه بولي ، نو يي د رسنیو له لارې له کرزي سره د اتلافي او ګډې ادارې په جوړولو کې ګونګوسې رسنیو ته راویستل .
عبدالله او ډلې يي په ټاکنو کې د ماتې په صورت کې پخوا رسنیو ته د زور او ګډودۍ د جوړولو خبرې کړې وي او اوس به هم د هغو پایلو ته ګوري . خو دا ځل له هغه واریانت سره سره د اتلافي ادارې په اړه هم چنووهلو ته تیاري نیسي .
کرزئ به هم د خپلې ځايي خټې له مخې چې پر بېځایه او زیانمنو مصلحتونو ولاړه ده ، دا ځل هم خپله اداره د عبدالله او د هغه د غلو ډلې سره شریکه کړي . یو څو غلو ته خو يي پخوا په ادراه کې د ګډون ضمه وهلې او د عبدالله او دهغه د ډلې په راتلو سره به د علي بابا او د هغه څلویښت غلو اداره بشپړه شي .
داسې ښکارې چې د ټولټاکنو په نوم د افغانانو منډې ترړې کوم ځای ونه نیسي او د پخوانو غلو اداره بیا د ټاکنو تر چتر لاندې په افغانانو تپل کیږي .
د افغانانو روڼ اندې ، د بدلون او پرمختګ ځواکونه باید پينځه کاله نور دغسې ادارې ته په تمه کښینني . له همدا اوسه د یوه غښتلي او پیاوړي اپوزیسیون د جوړولو لپاره تیاري ونیسي .
مرادزئ