د تروریزم مرکز قبایل نه ، بلکې اسلام اباد دئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

داکتر مسعود سرلوڅ« مرادزئ»

د ولسمشر بوش امنیتي سلاکار په دې روستیو کې قبایلي سیمه د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره یو لوی ګواښ بللئ دئ . په امریکا کې لوړ پوړى چارواکى وايي: « په قبايلي سيمو کي حالات له قابو نه وتلي دي. موږ بايد څرګند دریځ غوره کړو . »
خو پوښتنه دا ده چې ریښتیا د قبایلو سیمه په یوازې ځان د تروریزم اډه ده ، لکه څنګه چې په دې روستو کې سپینې ماڼۍ او دهغو ځینو لویدیځو انډیوالانو په دې اړه غوغا پيل کړې ده ؟
ایا د تروریزم ملامتیا ټوله د قبایلو پر غاړه ده ، او په دې اړه د اسلام اباد واکمن سپین چرګان دي ؟
که د دوی په خوله په قبایلي سیمو کې تروریستي اډې وتړل او یا له منځه یووړل شي او په اسلام اباد کې د تروریزم د ملاتړ هڅې د پخوا پشان روانې وي ایا دا له سیمې څخه د تروریزم په جاروکېدو او د سیمې په امنیت کې وتلئ ځای لرلئ شي ؟
بلخوا ایا یوازې طالبان دي چې هم په افغانستان او هم په پاکستان کې د ټولو بې امنیو ، ویجاړیو او بدبختیو لامل دي ؟ ایا په دغو بې امنیو ، ګډودیو او ورانیو کې په افغانستان کې شمالي ټلواله او د اسلام اباد واکمن لاس نه لري ؟
د شمالي ټلوالې سبوتاژ ، پر دولتي څټو ددې ټلوالې یواړخیز واک ، د کرزي د دولت بېوسې او بې کفایتي هم باید په طالبانو وروتپل شي !
د افغانستان او سیمي د امنیت لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پوچوالئ ، په ملکي موخو او د بې ګنا وګړو په ړندو بمباریو سره ، امریکا د سیمي په بې امنۍ کې لویه ونډه نه اخلي ؟
د افغانستان او د ډیورنډ پورې غاړه له قبایلو سره د اقتصادي مرستو او دوی ته د ژوند د لومړیو وسایلو د برابرولو پر ځای ، زیات په پوځي لارو تکیه کول ایاد سیمې په اوسني شرغوبل کې پر اور د تېل پاشلو په مانا نه دي ؟
د افغانستان او سیمي د امنیت په خرابۍ کې پورته او نور ډېر لاملونه لاس لري ، خو په دې ټولو لاملونو کې په اسلام اباد کې د تروریزم څخه د ملاتړ لامل ، مرکزي او ټاکونکئ لامل بللئ شو .
په ډانګ پېيلې او بربنډه خبره دا ده چې پښتانه د ډیورنډ د تپل شوې کرښې پر دواړو غاړو د یوې سیمه ایزې او نړیوالې چلوټې او توطیی په لومه کې راګېرکړئ شوي دي !
د افغانستان ، پښتونخوا ، هندوستان او لنډه داچې د سیمې په کچه تروریستي پلانونه ، په اسلام اباد کې جوړیږي ، خو پاکستان او د پاکستان ستراتیژیک ملګرې امریکا په خورا بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره ، د ډیورنډ د دواړو غاړو پښتانه په نښه کوي ، او په پښتنو باندې د تپل شوي تروریزم پوښتنه ، د ترورزیم د اصلي خاوند پر ځای له پښتنو څخه کیږي ، چې خپله له هر چا څخه زیات د تروریزم قربانیان دي !
پاکستانئ خبریال احمد رشید پخپل طالبان نومي کتاب کې یو ځای لیکي « د پاکستان دولت لا د مخه په نړۍ کې خپلو ټولو سفارتونو ته لاښوونه کړې وه ، هرڅوک چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي او د مجاهدینو په کتارونو کې وجنګیږي ، بېله پوښتنې ګروېګنې دې ویزه ورکړي.
« د ۱۹۸۲ ــ ۱۹۹۲ کالو تر منځ د منځني ختیځ د اسلامي هېوادو ، د افریقا د شمال او ختیځ ، مرکزي اسیا او لیرې ختیځ له ۴۳ هېوادو څخه ۳۵۰۰۰۰ تنو افراطي مسلمانانو د افغاني مجاهدینو سره یوځای په افغانستان کې د سختې جګړې ازموینه ورکړه . او نور په زرګونو افراطي مسلمانان له بېلو بېلو هېوادونو څخه د پاکستان په نویو پوځي ښوونغالو او روزنغالو کې د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د ضیا الحق د پوځي حکومت په ملاتړ تر روزنې لاندې ونېول شول . »
نه یوازي د ۱۹۸۲ـــ ۱۹۹۲ کالو په اوږدو کې بلکې نن هم د تېر په څېر ، د اسالم اباد په دولت کې د واکمنو کړیو له مرستې او ژغورنې پرته ، د تروریزم ځالې او اډې د پاکستان د خاورې په یوه برخه کې هم شونې نه دي !
د تروریزم دا اډې او ځالې روزنې ، پالنې او سمبالښت ته اړتیا لري ، په دې کار باید ډېرې پيسې ولګيږي او دا لګښت باید خامخا د پاکستان مرکزي دولت ورکړي .
د حیرانتیا او پوښتنې خبره دا ده چې امریکا او دهغه نور لویدیځ انډیوالان ولې د تروریزم د ونې د ریښو او ډډ پر ځای ، د تروریزم څانګې په ګوته کوي . د تروریزم ریښې په اسلام اباد کې دي ، خو امریکا هغه په پښتنو قبایلو کې لټوي . موږ امریکا ته وایو چې د تروریزم ريښې چې په اسلام اباد کې دي له بېخه وباسه ، د تروریزم څانګې چې په پښتنو قبایلو او یا د پاکستان په نورو برخو کې دي پخپله وچیږي . د تروریزم سرچینه له پیله وچه کړه ، بیالې او لښتې يي خپله بندیږي . د تروریزم غوا چې په اسلام اباد کې لنګه ده ، هغه ونډۍ کړه چې له میکروبه ډکې او د لیونتوب شېدې يي نور خلک ونه خوري او د تروریزم په میکروب ککړ نه شي .
خو امریکا او لویدیځ همغه د خره ځيل نېولي ، دا خبرې نه مني او یوازې يي پښتانه په نښه کړي دي!
د پښتنو د ټکولو او له منځه وړلو لپاره نه یوازي پنجاب ، بلکې لویدیځ هم د امریکا او انګریز په مشرۍ ډګر ته رادانګلي دي .
له بلخوا ، د هېواد په دننه کې شمالي ټلواله او په حکومت کې د هغې غوړه ونډه ، سبوتاژ او له بهر سره د هغوی اړیکې ددې لامل شوي چې پښتانه د هېواد په برخه لیک کې ګوښه او څنګ ته کړي . او نوې داچې د ښاغلي کرزي په حکومت کې فساد او بې کفایتي او له پښتنو سره د کرزي د حکومت د میري مور چلند ، ټول سره په ګډه ، د پښتنو د ټولوژنې لامل دي .
پښتانه باید د ځان په اړه دا توطيي وپېژني او د ټولو خبیثو ځواکونو پر وړاندې سره یو شي .
دا د پښتنو د روڼ اندو پښتني او وجداني دنده ده د پښتنو دښمنان چې پر مخونو يي ډول ډول ماسکونه غوړولي ، بربنډ او رسوا کړي .
اخځونه :
ــ طالبان ، اسلام ، نفت او نوې نړیواله لویه لوبه : لیکوال احمد رشید
ــ بېنوا بریښنا پاڼه : مرادزي لیکنه