مه پریږدۍ چې په سیمه بنسټپال واکمن شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې افغانستان او سیمه ، بنسټپال ځواکونه او د هغو اندیښنې ګواښوي ، روستي خبرونه چې د فراه ولایت څخه رسیږي ، په ګوته کوي چې عربان ، چچنیان ، ازبکان ، پنجابیان ، ایرانیان او نورد سلاکارانو ، لارښوونکو او جګړه مارو پتوګه له نورو تروریستانو سره په ګډه ، په هېواد کې د قانون د حکومت د پلي کېدو ، سولې ، ټيکاو او دهېواد د بیا رغونې پر وړاندې په یوه غورځنګ کې جنګیږي .
دغه تور ، زاړه پال او سخت دریځه ځواکونه چې د اسلام د سپيڅلي دین د اعتدال د سیاست او چلن پر ځای په مذهبي سخت دریځۍ او سرتمبګۍ ډډه لګوي ، نه یوازې پخپلې دې کرغېړنې تګلارې سره د اسلام سپيڅلئ دین د افغانستان او سیمې د مسلمانانو په سوچ کې ناوړه ځلوي ، بلکې د نړۍ په وړاندې هم افغانان او په تېره بیا پښتانه شاړ ، شډل ، ناپوه ، له تمدنه لري او تروریستان ورپېژني !
دغه نړیوال بدماشان ، ډانګیان او تروریستان لومړئ پاکستان کې د ای ــ اس ــ ای په مرسته په خوندي ځایونو کې ځای په ځای کیږي . روسته ددې خونړي سازمان په مټ اړینې ښوونې ، روزنې مومي او بیا د پاکستان د نورو تروریستانو سره په ګډه د ډیورنډ تپل شوي کرښې دواړو غاړو ته استول کیږي چې لومړئ په دغه سیمه کې پښتانه او اسلام نوم بدئ کړي ، دا سیمه نړۍ ته د تروریستانو د ځالې او اډې په نوم وروپېژني او له دې لارې څخه په افغانستان کې د سولې او بیارغونې بهیر مات کړي او همدارنګه په افغانسان او پښتونخوا کې قومي مشران ، ښوونکي ، ډاکټران ، انجینران ، سوله پال ، دیموکرات او سیکولر ځواکونه په نښه کړي .
اوس دا ټولو ته د لمر پڅېر روښانه ده چې ای ــ اس ــ ای ، د پاکستان په پوځ کې ټاکلې کړۍ او ددې هېواد نور سخت دریځه مذهبي ډلې او بلخوا د افغانستان په حکومت کې جنګسالاران او ځینې ټاکلي جهادي ټيکداران ، په ګډه سره د افغانستان ، پښتونخوا او د سیمې د سوله یز، دیموکرات او سیکولر پرمختګ او پراختیا مخې ته خنډ کیږي .
په ۱۹۸۰ ــ ۱۹۹۰ کالونو کې د افغانستان ، پښتونخوا او سیمې د سوله پالو او دیموکراتو ځواکونو یوه لویه ختا او تېروتنه دا وه چې دوی د پاکستان د پوځ او د ای ــ اس ــ ای له هغه اقدام څخه چې پاکستان او سیمې ته يي له نړۍ څخه مذهبي بنسټپال او تروریستان وغوښتل ، پخپل وخت پرده پورته نه کړه .
که څه هم په هغه کالونو کې د امریکا په مشرۍ ټول لویدیځ ددغه ډانګیانو او بدماشانو شا ته ولاړ وو ، خو د سیمې روڼ اندو هم د دغه بنسټپالۍ ، لري او وړاندې تاوانونو او زیانونو ته پاملرنه ونه کړه او د لنډمهاله ګټو لپاره يي خپله سیمه د مذهبي سخت دریځۍ په ګړنګ کې ورټيل وهله !
امریکایانواو لویدیځ د پخواني شوروي سره په دوښمنۍ او د شوروي په خلاف له دغو ډانګیانو، بنسټپالو او تروریستانو څخه په ګټې اخیستنې او دوستۍ کې ، د افغانستان ، پښتونخوا او سیمې د سولې ، دیموکراسۍ او پرمختګ غوښتنې او هیلې له خاورو سره خاورې کړې !
افغانستان او سیمه له یوه خطر یانې د پخواني شوروي له یرغل څخه وژغورل شوه ، خو په سلګونو ، زرګونو او بې شمېره نورو خطرونو کې ورښکېل شوه !
په سیمه کې د پخواني شوروي د اغیز په کمښت سره په پاکستان کې پوځي کړیو او ای ــ اس ــ ای په ځان دا ویسا پيدا او هڅه يي پيل کړه چې د همدغه بدماشانو په مرسته رامنځ ته شوې سیاسي ــ پوځي منځتشه ډکه کړي او له نړۍ څخه پاکستان ته د تروریستانو د راتګ لارې د اتیاومو او نوي ومو کالو پڅېر پرانیستې وساتي .
پاکستان په ښه ځيرکتیا او وړتیا سره له دغو بنسټبالو څخه د افغانستان پر وړاندې چې د خاورې دوښمن ورسره لري او په کشمیر کې له هند سره دیرش کاله ډغرې ووهلې او اوس هم له دې ارزانې او وړیا وسیلې څخه د خپلو همدغو موخو لپاره جنګیږي .
بلخوا سیمه یزو بنسټپالو ، جنګسالارانو ، د سولې او پرمختګ مخالفینو هم پر ځان ویسا پيدا کړه او هغه دا کله چې لویدیځ او امریکا د دوی په مرسته په اتیاومو او نوي ومو کالو کې پخواني شوروي ماتولئ شي ، نو بیا ولې دوی د خپلې ځانګړې واکمنۍ لپاره مټې نه رابډوهي . همدې دروغجنې او خیالي زړورتیا چې هغه هم د لویدیځ په پیسو او ننګه ترلاسه شوې ، دوی مست او ړانده کړي او دا ځل د لویدیځ او امریکا لپاره نه بلکې د خپلې واکمنۍ لپاره چې هغه به په سلو کې سل د منځنۍ پېړیو د رژیم بسیا وي ، دا هر څه ترسره کوي .
د پښتنو او اسلام د نوم بدۍ سربېره چې سړئ ویلای شي دې برخه کې بنسټپال ، زیاتې بریاوې او لاس ته راوړنې لري ، سیمه يي د یو لوی او تاریخي ناورین سره مخ کړې ده .
دغه تور او د منځنیو پېړیو ځواکونه د افغانستان او سیمې د ودانۍ او ښېرازۍ لپاره هیڅ ډول کړنلار نه لري . دوی چې د ډیورنډ د کرښې پر دواړو غاړو د خپلو موخو د ترسره کولو لپاره له پښتنو څخه کار اخلي ، د پښتنو په ګټه هیڅ هم نه کوي . دوی ددې پر ځای چې پښتانه په یوه واحد مرکز راغونډ کړي او هغوی د خپلو ملي او پښتني موخو او ګټو لپاره سره یوموټئ کړي ، په سیمه کې دپښتنو د یو ملي ، غښتلي او پیاوړي دولت د جوړېدو په لار کې خنډ کیږي .
دوی لره او بره پښتونخوا په نښه کړې ، هغه ویجاړوي ، پښتانه وژني او په سیمه کې د پاکستان د ای ــ اس ــ ای او پوځي حکومت د شونیستي موخو لپاره جنګیږي .
دا ځواکونه په افغانستان او سیمه کې د یوه داسې نظام د جوړښت لپاره هلې ځلې کوي ، چې هغه کې د پښتنو پر ځای د نړۍ او پاکستان بدماشان ، ډانګیان او تروریستان په ګډه حکومت وکړي . پښتانه به ددغه تروریستي حکومت وړیا سرتېري او عسکر وي ، کله به يي د کشمیر پر سر له هند سره جنګوي او کله به يي د عربانو د ګټو لپاره په نورو ځایو کې کاروي . واک به پنجابیان ، عربان او نور چلوي خو پښتانه به يي وړیا عسکر وي !
همدارنګه لکه څنګه چې پاکستان کې روستۍ پېښې ښۍ ، دغه تور ځواکونه هلته او په لره پښتونخوا کې هم د سوله پالو ، دیموکراتو او سیکولرانو په وړاندې په یوه شان بې رحمه جنګیږي . په سیمه کې يي ښه لوی شرغوبل جوړ کړئ ، په سیمه یز او نړیواله کچه تر خپل منځ ښه راشه ورشه لري ، سیمې ته يي ټول نړیوال تروریستان اشر کړي او په پرله پسې ډول ورته هر ډول مرستې رسیږي او دا مرستې ورځ تر بلې زیاتیږي .
بلخوا هر څونه چې سیمې ته نړیوال تروریستان راغونډيږي ، په همغه شان د امریکا په مشرۍ لویدیځ ځواکونه هم ، سیمې ته راکشیږي چې د دوی دواړو په ټکر کې بېګنا ولسي وګړي مري او په پایله کې افغانستان ، پښتونخوا او سیمه ویجاړیږي .
ددغو ورانیو او ویجاړیو بیا رغونه به بېرته افغانان او د سیمې روڼ اندې پر غاړه اخلي .
د روستیو څو لسیزو پېښو وښوده چې د سیمې ټول شیطاني ځواکونه ، که دا جنګسالاران ، بنسټپالان او یا تروریستان دي ، دوی که د حکومتونو دننه او یا په جاسوسي شبکو کې کار کوي او یا هم د حکومتونو څخه بهر دي غواړي په افغانستان او سیمه کې د جادوګرو، شیطانانو او دیوانو د منځنیو پېړیو واکمني رامنځ ته کړي .
د سولې او امنیت لمن له سیمې څخه ټوله کړي .
د قانون ، اجتماعي عدالت ، دیموکرسۍ خبرې د خلکو په ستونو کې وچې کړي .
د وحشت ، بربریت او د ځنګل قانون په افغانستان او سیمه واکمن کړي !

داکټر مرادزئ