نړیواله ټولنه له ازمویښت سره مخامخه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان


مخکی تر انتخاباتو په دی وروستيو كې امريكا- انګرېز د خنجر او پړانګ د پنجې تر نامه لاندې پوځي عمليات دافغانستان دهلمند په ولایت کی شروع او پای ته و رسول، دې عملياتو هيڅ هم ونه كړل. دوى په افغانستان كې پوځي انډول ته هیڅ بدلون ور نه كړ او ټول خپلواك شنونكي په دې باور دي چې امريكايان په افغانستان كې ستراتيژيكه ماته خوري، ځكه دا رژيم چې دوى پر خلكو په زوره تپلى دى- دا هيچا لپاره د منلو وړ نه دى. دا حكومت اوس له هره پلوه جنايي شوى دى او د اصلاح كیدو اميد يې تر وخت تیره خبره ده .
امريكايانو په تیرو اتو كلونو كې په ملياردو ډالر ولګول. بې شمیره پوځيان يې و وژل شول ،یوازی په تیراګست کی یی دتلفاتو شمیر د۵۰ نفرو په شاوخواکی اټکل کیږی ، او په افغانانو كې- په تیره بيا په پښتنو يې- ډله ييز قتال جوړ كړ. دوى د دې لپاره پر افغانستان يرغل وكړ چې د القاعدې نه غچ واخلي. هغه تروريستي يرغل چې د ۲۰۰۱د سیپتمبر په ۱۱ باندی د امريكا پر خاوره تر سره شو دا يوه جنايي مسئله وه. دا عمل يوې ځانګړې ډلې سر ته رسولى چې يو افغان هم پكې لاس نه درلود. د دې مسئلې حل بايد د جنايت له مرتكبينو سره وشي، نه له افغانانو سره. امريكايان اوس په افغانستان كې د جګړې د دوام لپاره هيڅ ډول قانونی دليل نه لري. اوهرڅل دافغانستان لپاره دنوی ستراتیژی ناری وهی یوه ستراتیژی لا دکاغذ په مخ لیکله شوی نه وی بیا دوی دبلی سترا تیژی په لټه او فکر کی وې او په دی ډول هم دافغا نستان خلګو ته او هم وخپلو خلګو او پو څیانو ته بازی ور کول دی دا په خپله د امريكا په ګټه ده چې نور لوېديځ په افغا نستان كې ونه شرموي. كه دوى ريښتيا سوله غواړي او په دې كې صادق دي، دوى بايد سمدلاسه له وسلوالو مخالفينو سره په مستقیمه توګه خبرې اترې پيل كړي اودهغه تور لیست مسله دی نوره یوطرفه کړی دامریکایانو دوه دچل او فریبکاری سیا ستونه ( جنګ او مذاکره ) دواړه دیوه او بل سره په تضاد کی دی له دغو دولارو څخه دی یوه انتخاب شی ، نه امريكا او نه طالبان درېيم ګړي ته اړتيا لري. سعودي او پاكستان زياتې هڅې كوي چې د طالبانو استازيتوب وكړي، ټول پوهیږی چې دوى ځان ته ځانګړې ګټې پلټي دا دوی ول چه دافغانستان دخلګو سر نوشت یی دجنګ او جګړی سره مخا مخ ګړی دې .
په افغانستان كې جګړه د لوېديځ په ګټه نه ده او نه به لوېديځ ته امن راوړي. د امريكايانو اكثريت خلك له دې جګړې نه كركه كوي او نور نو د خپل دولت تر شا نه دي ولاړ. په امريكا كې هره ورځ په زرګونو تنه له كاره شړل كیږی.. دوى په بې وزلۍ او فقر كې ژوند كوي. د جنګ دوام دوى د بل ويتنام په برخليك اړوي. په خپله امريكايان اوس نارې او سورې وهي چې د دوى پوځونه بايد له افغانستانه وويستل شي، كه نه نو افغانستان به د دوى هديره وي. د امريكا د كانګرس غړى ډيموكراټ سناتور فينګوله په وال سټريټ ژورنال كې داسی لیکلی دی چه "له افغانستانه د وتلو يو انعطاف منونكى تقسيم اوقات، زموږ د ملي امنيت د خوندي كیدو خورا غوره لار ده". دا په داسی حال ګی چی نوموړی پخوا د افغانستان د جګړې سخت دريځه ملاتړى و .
د حل لاره سياسي لاره ده او د افغانستان دحکومت او طالبانو په خبرو كې پرته ده. دا د افغانانو او د ټول سوله خوښوونكي بشريت غږ دى. وسله وال مخالفين افغانان دي او هغوى په هيڅ ډول، نه سړي خواره دي او نه بربريان. افغانانو هغه وخت مدنيت درلود چې امريكا وجود هم نه درلود او انګرېزانو د ژويو څرمنې اغوستلې ..
په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې پوځي او سياسي چارواكي په دې وروستيو كې په پوره ټینګار سره خپل ماموريت د ناكامۍ خبرې كوي. دوى ياد پوځونو او وسايلو كمبود عنوانوي او يا پردې هم اعتراف كوي چې كه په ستراتیژی کی بدلون رانشي د افغانستان ماموريت ناكام دى. ستراتیژی هم کومه نوی او تازه خبره نه ده هم هغه زړی خبری دی چه دکاغذ په مخ په نوې بڼه لیکله کیږی .
په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو قوماندان مک كریسټل وايي چې په افغانستان کې امنيتي وضع خرابه ده، خو موږ بشپړ نا هيلي شوي نه يو، يوازې ستراتيژيكو بدلونونو ته اړتيا ده .
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د عسکرو قومندان پر ستراتیژۍ باندې له سره کتنه چې له ډیر وخت راهیسې یې تمه کیدله، بشپړه کړې او نتیجه یې د امریکا او ناټو چارواکو ته ورکړې ده افغان ولس بیا هم ددغی نوی ستراتیژی په انتظار کی شپی او ورڅی تیره وی ؟ .
د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پر ستراتیژۍ له سره کتنې امر کړى و چې په دغه سیمه کې د طالبانو او القاعدې د زیاتېدونکي نفوذ پر خلاف مبارزه وشي .
څو ورځې مخکې د امریکا د وسله والو قواوو تر ټولو لوړپوړه قوماندان ستر جنرال مایک مولن هم وویل په افغانستان کې وضعه خرابه ده او نوره هم مخ په خرابیدو روانه ده .
تیره اونۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپورټ خپور کړ چې په په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې شاملو امریکايي قومندانانو اندېښنه ښودلې چې د خپل ماموریت د سر ته رسولو لپاره کافي پوځيان نه لري .
ډير امكان دى چې دوى دغه د ناكامۍ او مايوسۍ خبرې پر حقايقو د اعتراف له مخې و نه كړي او موخه يې داوي چې خپل حكومتونه او چارواكي افغانستان ته د زياتو پوځونو او پوځي ساز و سامان استولو لپاره و هڅوي .
خو واقعيت دادى چې نړيواله ټولنه په افغانستان كې له يوه ستر ازمويښت سره مخ ده، ددې ازمويښت اصلي لامل دادى چې دوى د افغانستان په اړه غلط اټكلونه او محاسبې كړې وې. لکه چه معلومه ده دپوڅیانو زیا توالی به هیڅکله هم کومه خاصه نتجه ور نه کړی .
نړيوالې ټولنې فكر كاوه چې په څو غوړو او چربو ژمنو به ګوزاره وشي، د دوى سر او مال به په امن وي، نور به د افغانستان او سيمې وضعه د دوى د لويو اهدافو لپاره يو مناسب چاپيريال وي، كه مرګونه وي او كه بربادۍ وی دابه یو موقتی شکل ولری ، خو دلته نړيواله تولنه له يوه داسې ولس سره مخامخ ده چې د دوو نيمو لسيزو بحران، جګړو او بدمرغيو يې ژوند له سختومايو سيو او بدمرغيو سره مخ كړى ؤ، له نړيوالې ټولنې څخه يې د پريكنده داسې ګامونو تمه وه چې اوږدې بدمرغۍ او ناخوالې يې ورسره لرې شي، چې د افغان ولس هغه هيلې تر سره نه شوې طبيعي پايلې يې دادي د نا امنيو او بدمرغيو زياتيدل او د بحران ژوريدل وينو چې په نتجه كې يې د نړيوالې ټولنې د سر تيرو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده .
اوس ددې ناكام بهير مخې اړولو ته اړتيا ده كه نه واقعيت دادى چې نړيواله ټولنه به دلته خپل هيبت او وقار له لاسه وركوي او له بشپړې ناكامۍ سره به مخ كيږي .
په لنډو ټكيو كې د نړيوالې ټولنې د ناكامۍ لاملونه د اهدافو ګونګ والۍ، پخپل مينځ او له افغان دولت سره نه همغږي او په ځانګړې توګه خپلسري بللاى شو، ځكه چې دوى له يوه داسې ولس سره مخامخ دى چې د نورو ولسونو تجربې پكې نشي پلې كيداى. د پوځونو د شمير زياتوالى دغه ستونزې او كمۍ نشي پوره كولاى بلكې پر ژمنو او كړنو له سره مسوولانه غورته اړتيا لري .
كه نړيواله ټولنه غواړي د افغانستان ماموريت يې دماتو او رسوائيو له داستانونو څخه تش وي نو د افغان ولس حيثيت ارزښتونه، رايې خوښې او اصولو ته دې درناوى ولري او له خپلسريو او ښكيلاكي غروره دې لاس واخلي .
دامریکا یو د تروریزم ضد کارپوه وايي چې د افغانستان حکومت باید د فساد مخه ونیسي اوخلکو ته عامه خدمات چټک کړي کنې طالبان به د دوی خلا ډکه کړي .
د تروریزم ضد د دغه کارپوه ډیویډکیلکولین ویلي دی چې وسله وال طالبان د افغانستان د حکومت له بې کفایتۍ څخه په استفادې سره د خلکوملاتړترلاسه کوي .
د نړیوالوځواکونو د عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کریسټل جګپوړي سلاکارډیویډکیلکولی همداراز وایی چه طالبانو په متقابل ډول محکمې او روغتونونه جوړکړي اوحتی د خلکو د شکایتونوڅېړونکي یې ګومارلي دي .
هغه وویل چې جګړه په دې نه بایلل کیږی چې له مخالفو وسله والوسره سمه مقابله ونه شي بلکې له دې امله بایلل کیږی چې سم حکومت او اداره نه وي اودا هغه څه دي چې نن سبا یې په افغانستان کې وینو .
ډیویډکیلکولین چې پخوا د استرالیا د پوځ صاحب منصب او د امریکا د بهرنیوچارو د مخکینۍ وزیرې کاندولېزا راييس سلاکاروو وايي چې د کرزي حکومت له ولس سره د دوستانه اړیکوپه ساتلو کې پاتې راغلی او خلک اوس نه یوازې د قضايی چارو او دعوو لپاره طالبانو ته مراجعه کوي بلکې د خپلو مځکو اوشتمنیومالیه هم هغوی ته ورکوي .
نوموړی ویلی دی چه د طالبانو پنځلس شرعي محکمې ډېروخت د طالبانوپرسخت ګیرانه مسایلونه تیرړی بلکې په سلو کې پنځه نوي تمرکزیې پرملکي چارو لکه د مځکو اومیراث پر دعواوو وي .
هغه وايي که خلکو ته وویل شي چې د داسي مسایلو د حل کولو لپاره پولیسو یا دولتي محکمو ته لاړ شي ، نوممکن په چا پورې وخاندي .
ډیویډکیلکولین وايي چې طالبانوکندهار ته نژدې د خلکود دعوو اوشکایتونو د حل کولو لپاره یو دفترپرانیستی دی .د هغه په وینا دا د نړیوالوامنیتي ځواکونو لپاره مستقیم چلینج دی .
هغه دغه راز وویل که طالبان په خپله هم کوم جرم وکړي اوهمدې دفترته یې شکایت وشي ، طالبانو ته هم جزا ورکوي اوحتی ځینې وخت یې طالب قومندانان د سرغړونې اولوی جرم په خاطراعدام کړي دي .
د سن ورځپاڼې د راپورپه اساس اکثره بریتانویان فکرکوي چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو له حضورڅخه د صدراعظم ګورډن براون ملاتړګټورنه دی اودا ځواکونه د افغانستان د انتخاباتو په کامیابولو کې پاتې راغلي دي
سن ورځپاڼې د خپلې ګڼې پرمخ تردې سرلیک لاندې (د جګړې لپاره تلفات) لیکلي چې په هرولسوبریتانویانو کې چې پوښتنه ترې شوې ، اوو تنوویلي چې د ګورډن براون له لوري په افغانستان کې د نهه زرو بریتانوي ځواکونود حضور ملاتړناسم اوغلط دریځ دی .
دا نظرپوښتنه په هغه ورځ کړې چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د تلفاتو شمېردوه سوه یوولس تنو ته ورسیدی
په داسې حال کې چې دامریکا جمهور رییس او دده حکومت په افغانستان کې دامریکا ستراتیژي څیړي ، نظرپوښتنې ښیي چې په متحدو ایالاتو کې دافغانستان دجنګ ملاتړ نسبت پخوا ته کم شوی دی .
یوه نظرپوښتنه چې دسي اين اين تلویزیون کړې او نتایج یې دسې شنبې په ورځ خپاره شول ښیي چې په امریکا کې دافغانستان دجنګ ملاتړ کم شوی دی .
۵۷ فیصده هغو کسانو چې په دې نظرپوښتنې کې یې برخه اخیستې د افغانستان د جنګ مخالفت ښودلی او ٪۴۲ کې ددغه جنګ ملاتړ کړی دی .
سی اين اين تلویزیون څلور میاشتې مخکې هم دافغانستان په اړه نظرپوښتنه کړې وه خو هغه مهال ٪۶۸ خلکو دافغانستان دجنګ پلوي کړې وه .
دامریکا دجمهور رییس دکاراو فعالیتونو په اړه هم دامریکایانونظر نسبت پخوا ته بدل شوی
دسی اين اين نظرپوښتنه ښیي چې دتیرې جنورۍ میاشتې راهیسې چې بارک اوباما دچارو واګی ترلاسه کړي دده دکارونو او فعالیتونو په اړه دخلکو ښه نظر ٪۳ راکوز شوی دی ، پاې رحمت اله روان