د کای ایدې مرستیال دکا بل څخه وشړل شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

روان کال د سیپتمبر دمیاشتی په ۱۵ نیټه د افغانستان لپاره د ملګروملتو د خاص استازي کای ایدې امریکایی مرستیال پیټرګالبریت د دوشنبې په ورځ له کابله دهغه اختلاف له امله چه دانتخاباتو په بروسه کی یی له ښا غلی کای ایدی سره درلودل لمړی خوابدی او وروسته له افغا نستان ځخه وشړل سو . .
راپورونه وايي چې نوموړی تلا ش کاوه چه دوهم ځلی دی انتخابات وشی ولی په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازی کای ایدې دخپل مرستیال له نظره سره مخالف واو کای ایدی وایی چې دوهم ځلي انتخابات به منفي اغیزی ولري .ټایمز ورځپاڼې نن لیکلي چې ایدې اندېښنه لري چې دوهم ځلي انتخابات به د افغانستان حالات کړکیچن کړي .خو د هغه امریکايي مرستیال ټینګار لري چې باید دوی(ملګري ملتونه)د دوهم ځلي انتخاباتو غوښتنه وکړي .
لندن ټایمز راپور وکړی چې ښاغلي ګالبریت د ټولو رایو د دقیقې بیا شمیرنی غوښتنه کړې خوکای ایدې ورسره موافقه نه ده کړې .
راپورونو تایید کړی ده چې د (امریکايي)ګالبریت او (نارویژي)کای ایدې ترمنځ د نظراختلاف پیدا شوی دی .د رسنیو په وینا په هروسختو انتخاباتو کې د نظراختلاف طبیعي دی.خود ملګرو ملتو (یوناما)لیډرشیپ ځان د انتخاباتي درغلیوپه وړاندې ، چې که هرځای وي،اقدام ته ژمن بولي څو د افغانستان خلک د انتخاباتو پر وروستۍ پایلو باور وکړي .
په کابل کې لوېدیځ دیپلوماتان وايلی دی چې د یوناما د مشر اومرستیال ترمنځ اړیکې پخوا هم چندان ښې نه وې .
همدا راز ټا کل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون دسیبتمبر په ۱۵ نیټه د ولسشمريزو ټولټاكنو بشپړې لومړنۍ پايلې اعلان كړي وای خو يو ځل بيا په دې اعلان كې ځنډ راغى، ظاهراً چې ددې ځنډ لپاره هره پلمه كيږي خو واقعيت دادى چې د انتخاباتو كميسيون د بهرنيانو تر سخت فشار لاندې دى. دغه فشارونه يوازې د همدې لپاره دي چې د انتخاباتو وروستۍ پايلې په يوه ډول بهرنيو لوريو ته د منلو او هضم وړ شي .
نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه امريكا د حامد كرزي د داسې بري زغم نه لري چې د ولس د رايو مشروعيت ورسره وي. ځكه خو د انتخاباتي پروسې د شكمن كولو لپاره تبليغاتي توپان را والوت .
د امريكا تر ټولو لويه انديښنه د حامد كرزي د راتلونكې تګلارى په اړه د لويې جرګې را بلل او د بهرنيو ځواكونو قانونمندي ده .
همدغسې د دوى تر ټولو ستر هدف دادى چې افغاني اداره او نظام افغاني نشي او د نړيوالې ټولنې د روند سيورى بايد پرې پروت وي .
د همدې لپاره هڅه كيږي چې د حامد كرزي د بري له رسمي اعلان نه مخكې بايد داسې شرطونه پر نوموړي و منلاى شي چې د مستقلانه پريكړو مخه يې و نيسي .
د همدې لپاره دا اوس د سفيرانو او نورو بهرنيو كسانو په شمول د ټاكنو پر خپلواك كميسيون فشار راوړي چې د بشپړو پايلو اعلان و ځنډوي، اوس هم د بهرنيانو نقشه داده چې كه ولسمشر كرزى د دوى شرايط ومني نو په انتخاباتو كې برى به يې اعلانيږي، خو كه يې منلو ته غاړه نه ږدي بيا به يا انتخابات دوهم پړاو ته اړوي، يا به د ملي وحدت د حكومت په جوړولو فشار راوړي .
دا چې دغه فشارونه به څه پايلې ولري، ولسشمر كرزى به له دې ستونزو د وتلو كومه لاره غوره كوي او هغه طرحې به پلې شي چې نړيوالو د افغانستان د راتلونكي ولسمشر او حكومت لپاره په پام كې نيولې لنډه راتلونكې به پخپله دا ټولې پوښتنې ځواب كړي. خو دا په زغرده ويلاى شو چې نړيواله ټولنه په تيره امريكا هر څومره د ولس د رايې او نظر پر خلاف طرحې پلې كړي په همغه كچه به يې په افغان ولس كې راتلونكې له ستونزو او بدمرغيو څخه ډكه وي، او هر څومره چې دوى پريږدي چې د ولس په اراده او رايه ولاړ نظام جوړ او پياوړى شي هومره به په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې په باب د كركې او نفرت څپې پيكه او كمزورې وي .
د نړيوالې ټولنې او افغان ولس ترمنځ د ګډې همكارۍ او شريكو اهدافو لپاره د ملګرتيا امكانات نن هم شته، خو له دې ولس نه د غلامۍ تمه بيځايه ده .
دا د افغان ولس د هر وګړي هيله اوغوښتنه ده چې د يوې خپلواكې ادارې، نظام او زعامت خاوندان وي .
كه نړيوال يوازې ولسمشر كرزى د خپلو خپلسريو په وړاندې خنډګڼي اشتباه كوي، دا د افغان ولس اراده ده چې دوى بايد د بهرنيو له اغيز او تاثيره خوندي خپلواك زعامت او نظام ولري .
د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیرانو اوچارواکو په دې نهیلي ښکاره کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو اعلان وځنډېد . دې اتحادیې د یوه مشروع او د اعتبار وړ حکومت د رامنځته کېدو پرضرورت ټینګار وکړ .
د اروپايي اتحادیې د بهرنیواړیکومشرخاویرسولانا نن په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د وزیرانوترغونډې مخکې وویل : زه غواړم چې کارونه چټک پرمخ لاړشي خوترټولومهم شی دا دی چې موږپه پای کې د اعتبار وړ نتیجه غواړو
هغه زیاته کړه : له دې جګړې څخه د وتلو یوازینی امکان،سیاسي خروج دی.موږته پکار ده چې انتظاروباسواو نتیجې وګورواودغه راز ووینو چې نوی حکومت څرنګه خپل مسوولیت بشپړوي .
د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیرانو په داسې حال کې په بروکسل کې غونډه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسون اعلان وکړ چې په لس فیصده انتخاباتي مرکزونو کې به د درغلیو د شواهدو له کبله رایې له سره وڅېړل او وشمېرل شي .
خو اکثره رایې منل شوي او د هغو د لومړنیونتیجو پراساس ښاغلي کرزي څلورپنځوس اعشاریه درې فیصده رایې ترلاسه کړې دي .
خود انتخاباتو خپلواک کمیسون سره له دې چې پرانتخاباتو یوه میاشت اوښتې ده ، یوازې د پنځه نوي فیصدو رایو لومړنۍ نتیجه اعلان کړې ده .
د اسد د نهه ویشتمې نېټې انتخابات د درغلیو د تورونو اوپه نسبي ډول د رای ورکوونکو د شمېرد کموالي له امله ترسیوري لاندې راغلي دي .
د فینلنډ د بهرنیوچارو وزیرالکساندر ستوب وویل :یومخ څرګنده ده چې که پراخه درغلي شوې وي،موږباید پرې ژور غور وکړو اوپه اروپايي اتحادیه کې پرېکړه وکړو چې څه وکړو.خوموږ باید لومړی د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون نتیجې ته صبر وکړو .
سټوب وویل چې د افغانستان د انتخاباتو له پروسې څخه د جېفرسن یا د سکانډنیاوي هیوادونو په شان د سوچه دیموکراسۍ هیله نه لري .
هغه همداراز وویل چې د افغانستان شرایطو ته په پام سره باید یوڅه ریالیست او واقع بین واوسو .
د فرانسې د بهرنیوچارو وزیربرنارد کوچنرد ښاغلي ستوب نظرتایید کړ او ویې ویل چې هیله لري په افغانستان کې لږبد حکومت رامنځته شي .
د سویډن د باندنیوچارو وزیرکارل بیلت ،چې هیواد یې د اروپايي اتحادیې مشري په غاړه لري، د اوږدې مودې دهدفونو پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه وویل موږد اوږدې مودې هلې ځلې کوو چې په دې هیواد کې یوډول ثبات راولو.دا کاراسانه نه دی ،نه ژرعملي کېدونکی اونه هم په کمه بیه ترلاسه کېدونکی خو فکر کوم چې ضروري دی . پای رحمت اله روان