ولې خلک د دولتي بانکونو په پرتله خصوصي بانکونه غوره کوي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نجیب الله پیمان

په داسې حال کې چې بانک او بانکداري په هیواد کې د ځان لپاره یوه نوې څیره غوره کړې ، خو ډیری سوداګر او عام افغانان خپلې سوداګریزې چارې ، د دولتي بانکونو پرځای د خصوصي بانکونو له لارې تر سره کوي.
روزګار مجلې هڅه کړې، چې له خلکو سره د دولتي او خصوصي بانکونو د کړنو په اړه د خلکو نظریې تر لاسه کړی.
د غزني ولایت یو تن اوسیدونکي ډاکټر محمدهاشم نه مې د د ولتي او خصوصي بانکونو د خدماتونه د رضایت په اړه وپوښتل ،نوموړي روزګارمجلې ته وویل:"په خواشینۍ سره باید ووایم چې په دولتي بانکونو کې هم ،د نورو دولتي ادارو په څیر اداري فساد ، د کارونو په وخت نه تر سره کول، د دې لامل شوي، چې خلک خپلې پیسې په خصوصي بانکونو کې زیرمه کړي "
دی زیاتوي : " لا هم خلک په بانکونو باور نلري ،او د بانکونو له خدمتونو او پرمختللي سیستمه ناخبره دي او فکر کوي چې پیسې به یې ورکې شي.»
د نوموړي په وینا لاهم یو شمیر خلک خپلې پیسې د بالښتونو په پوښونو ، د ځمکې لاندې اوپه کورونو کې ساتي . او په بانکونوکې خپلې پیسې نه زیرمه کوي.
هاشم چې په افغان یونایټډ بانک کې جاري حساب لري په خلکو غږ کوي ، د دې لپاره چې پیسې یې خوندي وي، په بانک کې دحساب پرانیزي. نوموړی په افغان یونایټډ بانک باورولري، او وایی چې، په مشرتابه کې یې د باور وړ کسان شتون لري.
دی زیاتوي : " دا لومړی ځل دی چې په افغان یونایتډ بانک کې خپل حساب پرانیزي او داچې دغه بانک، په نږدې راتلونکې کې اسلامی بانکداري پیلوي ،نو غواړي چې خپلې پیسې په اسلامي بانکدارۍ کې زیرمه کړي ،څو د نورو بانکونو په څیر د خپلو پیسو په سر ځان له ګناه وژغوري»
دنوموری په وینا ، د دې لپاره چې افغان یونایټډ بانک د بانکدارۍ په برخه کې لا کوټلي ګامونه پورته کړي په کارده چې ، د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړي ،او د مشتریانو سره د لاښه سلوک په برخه کې لا غوره کارونه تر سره کړي،څو مشتریان ترې خوښ او رازي وي.

عبدالهادي ایماق یو بل هیوادوال هم داسې نظرلري او وایي چې:" خصوصي بانکونه، د خلکو پیسې د امانت په توګه ساتي، او د خلکو کارونه په ډیره لږ وخت کې د دولتي بانکونو بر خلاف تر سره کوي.»
ښاغلي ایماق چې د افغان یونایټډ بانک اعتماد او باور لري او له کړنو یې خوښ ښکاري وایی:
"ځکه په افغان یونایټډبانک کې حساب پرانیزي، چې یو نوی بانک دی ،او د بهرنیو بانکونو او د بیمې د شرکتونو ملاتړ لري.»
د دولتي او خصوصي بانکونو د باور او اعتماد خبره مو د اقتصادي کارپوهانو سره شریکې کړې . د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځۍ استاد عبدالباقي بڼوال وایی : " که څه هم دامهال دولتي بانکونه هم د خلکو لپاره خدمات تر سره کوي خو ، ډیری سوداګر اوعام وګړي خصوصي بانکونو ته تر جیح ورکوي ، چې بیلابیل لاملونه لري..»
بڼوال وایی : "لومړی د دولتي بانکونو فعالیتونه او صلاحیتونه محدود دي ،او د هیواد په لرې اوپرتو سیمو کې د خلکو د لاس رسي لپاره څانګې نلري ،او که شتون هم ولري نو خدمات یې ډیر ضعیف، او په پخواني شکل دي ،او تر ټولولویه ستونزه یې د سالمې ادارې نه لرل دي.»
د اقتصاد د پوهنځي بل استاد پوهنیار هدایت الله الفی هم د دولت له لورې په دولتي بانکي نظام نیوکه کوي او وایی: " خصوصي بانکونه ، له خلکوسره ژر معامله کوي، او د خلکو ستونزې، په لږ وخت کې حل کوي،په داسې حال کې چې دولتي بانک د خلکو چارې په ټاکلي وخت نه تر سره کوي.»
د ده په وینا دولتي بانکونو ته بشپړه آزادي نده ورکړل شوې ،اوپه کار ده چې په ټولو چارو کې ورته د خصوصِي بانکونو په څیر واک ورکړل شي.
د دې لپاره چې دولتي بانکونه د خلکو اعتماد او باور تر لاسه، او د خصوصي بانکونو سره د سیالۍ جوګه شي باید څه وکړي ؟
استاد بڼوال وایی : " دولتي بانکونه دې د خصوصي بانکونو په څیر د خلکو د لاس رسۍ لپاره لرې پرتو سیمو ته خپلې څانګې وغزوي،په خپلو ورځنیو چارو کې تیزوالی را منځته کړي ، د خلکو لپاره د ښه خدمات تر سره، او خپلې چارې دې په نړیوال ،پرمختللي، او کمپیوتري معیاري سیستم واړوي.
که څه هم دا مهال افغان دولت د آزاد بازارنه ملاتړ کوي ، او آازاد بازار یوه داسې تیوري ده چې د اقتصاد پوهان یې د هغه بازار لپاره استعمالوي، چې په کې د دولت کنترول یا نه وي، او یا خو هم ډیر کم وي.
بڼوال وایی : "زموږ په هیواد کې لا خلک د آزاد بازار په مانا نه پوهیږي ،او د د غه کار د پلي کیدو په موخه یوې سترې علمي ،قانوني اوپیاوړې ادارې ته اړتیا ده ،څو د اقتصاد بازار یوه چوکاټ ته ولویږي.»
نوموړی په اوسني وخت کې آزاد بازار، د افغانستان په ګټه نه بولي ،او زیاتوي ، دغه سیستم په پرمختللیو هیوادونو کې بریالی او د پلي کیدو وړ ده.خو د افغانستان په څیر وروسته پاتې هیوادونو کې د انارشیزم او ګډوډۍ لامل ګرځي.
اقتصادي کارپوهان وایی په داسې حال کې چې افغان دولت د پانګونې د پراختیا له پاره مټې رانغښتي دي ، په دې هڅه کې دی چې د دولت پر ځاى ټول سکټورونه خصوصي څانګې ته وسپاري. او د دولتي تصدیو د خرڅلاو لار هواره کړي. او دغه کار د دې لامل شو چې دولتي بانکونه د پامه وغورځي.
د دوی په وینا بل لوري خصوصي بانکونه د معتبرو پیژندل شوو نړیوالو بانکونو ملاتړلري. او په مقابل کې دولتي بانکونه د نړیوالو بانکونو ملاتړ نلري،نو ځکه یې د خصوصي بانکونو سره د سیالۍ ځواک له لاسه ورکړی .
اوس مهال په افغانستان کې د دولتي بانکونو تر څنګ یو شمیر خصوصی بانکونه هم مالي خدمتونه وړاندې کوي، چې د د ولتي بانکونو په ګډون یې شمیره اوولسو ته رسیږي.
د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د دې لپاره چې دولتي بانکونه هم وکولای شي د خصوصي بانکونو سره د سیالۍ جوګه شي په کار ده چې خپلې چارې په نړیوال بانکي سیستم سمبال، او د مشتریانو لپاره غوره خدمتونه وړاندې کړي.

نجیب الله پیمان