که دوهم ځل انتخابات کیږي بیا ایتلافی حکومت ځه معنا لري؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د انتخاباتو د دوهم پړاو د نیټی له اعلان ځخه وروسته سم دستی په ځينو لويديزو اوداخلی رسنيو او سياسي كړيو كې بيا د ائتلافي حكومت په باب مختلفی نظریی زمزمه او ځرکندیږی چې ګواكي امريكا او جهانی ټولنه ور باندی هیځ نوع انتقاد او اعتراض نه لري !!
ځينې باخبرې سرچينې او موثق راپورونه دا هم وايي چې له دوهم ځل انتخاباتو وروسته به هم ائتلافي حكومت په افغا نستان کی جوړيږي او د دوو کاندیدانو د ائتلاف دونډې تركيب به د دوى د ګټليو رايو په پرتله وي! معنا دا چې ديموكراسي يعنې د ولسونو له برخليك سره لوبې، د نورو ولسونو د ملي حاكميت، خپلواكۍ، حكومتونو او ملي ارادې تر پښو لاندې كولو يو ښكلى شعار او بس .
لويديزوال بايد و پوهيږي چې د دوى هر ګام دلته ددوى اصلي څیری افشا كوي، كه همدغه رسوايۍ روانې وي او دوى په ريښتيا زموږ په ولس او هیواد كې همدغسې څه غواړي چې دا نن په لويديزو رسنيو كې د هغو نمونې وينو هغه ورځ لرې نه ده چې په ريښتينې معنا امريكا او ناټو په افغانستان كې دماتی د پخوانيو اشغالګرو په خاص ډول د انګریزانو له برخليك سره مخامخ شي، بيا به په دې ولس چې هره بده ورځ راغلې وي راځي به، خو باور مو دى چې د ديموكراسۍ نوم به بيا څوك وانخلي او هغوى چې پردې شعار ډير نازليدل ښايي په افغانستان كې د ژوند چانس و نه لري .
بیګا نه پلوه ګوندونه خو د ديموكراسۍ تر پرده لاندې په هیواد كې ژوندي پاتې شول خو كه دغه بهير همدغسې په اوښتې بڼه زموږ پر ولس تپل كیږی او بيا افغان ولس د دې پوچ شعار پر خلاف راپورته كیږی د ډيموكراسۍ علمبرداران او پلويان به په هليكوپترو كې ځوړند د تيښتې چانس هم و نه موندلاى شي، د دې ټولې سپيرې لوبې د غموونكي پاى پړه پر همدغو لوريو ده چې نن غواړي د ولسواكۍ او ديموكراسۍ تر شعار لاندې پخپله هغه ارزښتونه ټول د افرادو لپاره قربان كړي چې د ولسواكۍ اصلي او محوري ستنې بلل كیږی .
امریکایان ولې د خپلې خوښې څیری زموږ پر ولس تپي، ولې زموږ د ولس رايې او ارادې ته درناوى نه لري؟ دلته يو څه خامخا شته چې د مليونونو رايو سره په ډيره سپين سترګۍ داسې سپك چلن كیږی زموږ ولس ته خو ګرانه ده چې له خپلې خوښې او ارادې تير شي ځكه چې كه دا ورته ممكنه نه واى خبره به د امريكا او ناټو تر راتلو پورې نه رسيده . دافغا نستان ولسمشر ښاغلی کرزی صاحب هم ضد او نقیض خبري او تبصری کوی نوموړی دسی این این دتلویزیون سره په خپله مرکه کی چه دلړم دمیاشتی په دوهمه نیټه تر سره کړه په ډاګه وویل که چیری داتخاباتو په دوهم پړاو کی پیروزه شی په افغا نستان کی به یو پرخ بنسټه حکومت جوړ کړی دنوموړی دمرکی غټ ټکی په لا ندی ډول دي
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وایي په دوهم ځلي انتخاباتو کې د بري په صورت کې به یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي خو په دې اړه یې زیاتې څرګندونې ونه کړې .
ښاغلي کرزی وایي د زمري د ۲۹ مې انتخاباتو کې د درغلیو له ادعاو سره سره دا انتخابات پاک او صاف وو خو په افغانستان کې د ثبات په مقصد یې دوهم ځلي انتخاباتو ته غاړه کیښوده .
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي له سی اين اين تلویزیون سره مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د زمري د ۲۹ مې نیټې په انتخاباتو کې ځینې اشتباه ګانې موجودې وې خو په ټينګار سره وایم چې له دې امله مې دویم ځلي انتخاباتو ته غاړه نه ده ایښي .
ښاغلي کرزي وویل، انتخابات په مجموع کې پاک وو، خو د دویم ځلي انتخاباتو پریکړه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د ډموکراسۍ د راتلونکې په مقصد کړې ده .
ده وویل پریکړه یې په افغانستان کې د اداري نظم سره ارتباط لري او دا کار د افغانستان د خلکو په ګټه دی .
رویټرز اژانس لیکي: جمهور رییس کرزی اصلا له دويم ځلي انتخاباتو سره موافق نه و. خو د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د فشارونو له وجې یې باید یا دوهم ځلي انتخابات منلی وای او یا یې د قدرت له ویش سره موافقه کړې وای .
جمهور رییس کرزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې له خپل انتخاباتي سیال ډاکټر عبدالله سره به د ملي وحدت د یوه حکومت جوړولو ته چمتو شي، وویل، غواړي یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او که چېری ډاکټر عبدالله وغواړي دده په حکومت کې کار وکړي نو خداي دې راولي .
د افغانستان جمهور رییس په ټینګار سره وویل دی په تفاهم او شراکت باور لري او دا دده ښه صفت دی .
جمهور رییس حامد کرزي د افغانستان په حکومتي سیستم باندي د امریکا د انتقادونو په اړه او دا چې ایا دی به د غرب لپاره یو با اعتباره شریک یا ملګری وي ، په دفاعي ډول وویل، پوښتنه دلته چی ایا لویدیځ له افغانستان سره په خپلو کړنو کي د اعتبار کوم عمل کړی؟ ایا لویدیځ افغانستان ته کړې ژمنې عملي کړي؟ ایا لویدیځ د افغانستان له حکومت سره د یوه شریک په توګه عمل کړی ؟ کرزي د سي ان ان له خبریال څخه دغه راز وپوښتل چي مشارکت څه معنی لري؟
جمهور رییس کرزي وویل، مشارکت یو طرفه سړک نه دی بلکې باید دوه طرفه وي. او دواړه لورې باید چي یو بل ته احترام وکړي .
ده وویل ، مونږ بې وزلي یو، خو یو هیواد یو ، خلک یو او ځانته تاریخ لرو او نن سبا افغانستان په هر ځای کې مطرح هیواد دی .
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان ته د نوور عسکرو استول به داسې ذهنیت ایجاد نه کړي چې ګوندي دا ځواکونه د اشغال په مقصد راغلي؟ ښاغلي کرزي وویل دا اندیښنه مشروع ده .
ده وویل ، دا ځواکونه باید اشغالګر نه وي او یوازي د طالبانو د وژلو اوتعقیب په مقصد باید دلته رانه شي. دوي باید له افغانستان او افغانانو څخه دفاع وکړي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د توان په زیاتولو کې کار وکړي. دا ځواکونه باید د ۲۰۰۲ میلادي کال په څېر د ازادي بښونوکو قواو په څېر افغانستان ته راشي نه په کوم بل نامه .
خداى دې وكړي د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات په طبيعي ډول ښه تر سره شي، همغسې لوبې ورسره و نه شي چې له لومړي پړاو سره و شوې او هغه زمزمې چې د ائتلافي حكومت!! په نامه را پورته دي هسې تشې آوازې پاتې شي تر شا يې د توطيو ارادې نه وي . په درناوی رحمت اله روان



/articleprintview/1859862.html