ای ــ اس ــ ای بلاخره مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

داسې ښکاري چي ای ــ اس ــ ای د پښتنو سره په شخړه او جګړه کې له خپلو ټولو شتو زیرمو څخه د کارونې په لړ کې ، دا ځل مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړئ وي .
لکه څنګه چې ټول خبر دي ، د لرو پښتنو یوه غوښتنه دا ده ، د صوبه سرحد نوم چې د انګریزي ښکېلاک څخه پښتنو ته را پاتې دئ ، لرئ او دهغه پر ځای دې پښتونخوا او یا پښتونستان کېښودل شي . څنګه چې په پاکستان کې نور شته قومونه لکه پنجابیان ، سندیان او بلوچان هر یو د خپل قومي هویت سره سم ځانته نومونه لکه پنجاب ، سند او بلوچستان لري ، داسې پښتانه باید هم په خپل نوم یانې پښتونستان سره یاد شي . دا خبره چې صوبه سرحد به نور د پښتونخوا یا پښتونستان په نوم یادیږي ، د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د پښتنو د مشرانو سره منلې ده او د پرنسیب له مخې دا یوه منل شوې او حل شوې خبره ده ، چې اوس باید عملي بڼه ونیسي .
خو ای ــ اس ــ ای بیا د پاکستان د منتخب ولسمشر اصف زرداري او د پښتنو له خوا د منتخبې نیشنل پارټي له غوښتنې څخه انجړه مشوړه جوړوي ، او خپلو لاس پوڅو ته لورښوونه کوي چې د هغې د پلې کولو مخه ونیسي .
د ټول افغان خبر له مخې دې ورځو کې « د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب په پېښور کې يوې غونډې ته وېنا وکړه او وې ويل چې عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې ده او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړ ندى. »
په هغه ټولټاکنو کې چې څه موده مخکې په پښتونخوا او پاکستان کې ترسره شوې ، جمعیت علما اسلام او نورو بنسټپالو اسلامي پارټيو ټولټاکنې وبایللې ، دغه ګوندونه نه په پښتونخوا او نه په پاکستان کې کوم ولسي بنسټ لري . دوی غواړي چې په ټولټاکنو کې خپله ماته اوس په یوه بل شرغوبل کې پټه کړي ، پښتنو او نیشنل پارټي ته په پښتونخوا کې داسې ستونځې پېښې کړي چې هغوی د پښتنو په ګټه په عمل کې څه ونه کړي شي او بیا دوی پخپلو بریتو لاسونه تاو کړي چې موږ خو ویلې وو چې دو ی ( نیشنل پارټي ) د څه کولو جوګه نه دي !
دا چې لر پښتانه پخپل نوم سره یاد شي لکه د پاکستان نور ایالتونه چې د خپلو قومونو په نوم سره یادیږي ، پاکستان ته څه تاوان رسوي ؟
که چیرې په پاکستان کې د قومونو نابربري چې اوس شتون لري ، لري کړي شي او په پاکستان کې پښتنو ته هم د نورو قومونو پشان ملي حقوق ورکړئ شي ، پاکستان بچیږي که ماتیږي ؟
د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د پښتنو یووالي نه پاکستان او نه افغانستان ته خطر دئ !
د ولسونو په یووالي کې نه یوازې یو شوي ولسونه بلکې ګاونډي ولسونه هم پیاوړي کیږي .
څوک کېدای شي د پښتنو له یووالي څخه وډارشي ؟
تر ټولو لا ډېره بده داچې مولانا ګل نصیب وايي « د باچا خان مرکز لخوا جوړو شويو ښوونځيو کې د "پاکستان شادباد" په ځاى د ملي ترانې په توگه د غني خان "اى زما وطنه د لالونو خزانې زما" غږول کېږي »
اوس باید تاسو قضاوت وکړۍ ، چې دغه مولانا ګان چې له بده مرغه ځانته پښتانه هم وايي ، د پښتو ژبې ، د پښتنو د ملي حقوقو او د پښتنو د هویت په اړه څونه دښمني لري ؟
له پښتنو سره دپه داسې څرګنده دښمنۍ کې ، دوی له ډېرو نورو مرکزونو څخه شاباسې تر لاسه کوي . دوی دا کارونه د ای ــ اس ــ ای د رضا لپاره کوي . په دغه شان چلند سره دوی خپلې شخصي ګټې هم خویندي کوي .
دا اوس ټولو ته جوته ده ، په یوه مرکز د پښتنو د راغونډېدو مخېوي ته څونه شیطاني ځواکونه ، سره يو ځای شوي دي !
ای ــ اس ــ ای ، القاعده ، مولانا فضل الرحمان او مولانا ګل نصیب پشان ځواکونه ټول سره په ګډه په دغه ناسپېڅلې غورځنګ کې سره یو موټئ دي .
ډاکټر مرادزئ