بلاخره ښکاره شوه چې مسعود د ایران سړئ و

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

موږ ټولو افغانانو به دا ویل چې غونډ دئ ، ژيړ دئ او تریو دئ چې عاقلان پخپله پوه شي چې نارنج دئ .
د مسعود په اړه هم ټول منطقي دلیلونه ، نه انکارېدونکي شواهد او په لس ګونو او سل ګونو نور لاسوندونه وړاندې کېدل تر څو ثابته شي چې مسعود د پردیو جاسوس او ګوډاګئ دئ .
د هغه فعالیت د افغانی ټولنې له غوښتنو نه و پيل شوئ بلکې د پردیو د استخباراتي کړیو له خوا په افغانستان کې د شر او فساد په موخه ، د افغاني مرکزي دولت د ستنو د لړزولو او په پای کې د افغانستان د سپيڅلې خاورې د تجزيي په موخه پيل شوئ و .
هغه کسانو چې ویل يي مسعود د پاکستان د استخباراتو یانې د ای ــ اس ــ ای سړئ دئ ، دوی هم په حق و ځکه چې نصراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانئ وزیر او د مجاهدینو او طالبانو د ډلو روزونکئ او سمبالونکئ ، د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې داسې وایی :
« دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان او بیا حکمتیار ، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ......نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول .
لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو . مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږو . مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي . هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولئ و .
.........بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شئ هم نشته ، مونږ په ډېر بد حال یو .......نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک تریننګ کړی وو ، ته له دوی سره مرسته وکړه .......بیا ما دوی امریکا ته بوتلل . زه خو له صوبه سرحد څخه وتلئ نه شوم ، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې ، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل ، خو په سفر کې به مې خبره ورته کوله ، ورته ویل به مې چې ګلکار درغئ ، او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا ( برقي ) درغئ نو احمدشا مسعود به ورغئ . د امریکا سفارت په مئ ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ . ما ورته وویل چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړۍ او ماته یی وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه .
.........د ۱۹۷۷ نه پس مسعود فرانسې ته ولاړ . فرانسویانو پخپل لاس کې ونېو او سبقونه یی ورته پیل کړل . هغې نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه ) شو . بیا د فرانس پواسطه په افغانستان کې فعال شو . فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود . هغوی روسانو ته وویل چې تاسو مسعود مه وژنۍ ، هغه به تاسو سره مفاهمت کوي ..... او مسعود د سالنګ لاره د روسانو پر مخ پرانېستې پریښي وه .))
داکسان چې وايي مسعود د روسي او د کئ . جې . بې سړئ و په دې کې هم د شک ځای نه پاتې کیږي .
ب . ګروموف روسي جنرال د احمدشا مسعود سره د هغه وخت د روسي د اړیکو په اړه داسې وایی :
« په ۱۹۸۲ کل کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسېدو : له احمدشا سره مو داسې ټینګې اړیکې پيداکړې چې ان له افغانستان څخه د شوروی پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې ........په ۱۹۸۲ کال کې د څلوېښتم لښکر د استازو او مشخصا د مسعود له خوا یو تړون لاسلیک شو چئ د هغې له مخې مسعود ژمنه کړې وه چې په جنوبي سالنګ کې به چې د ده د بې رقیبه بادارۍ سیمه وه ، پر شوروی پوځي کتارونو یرغل ته اجازه نه ورکوي . ب ګروموف د خپل کتاب ( سرې لښکرې په افغانستان کې ) په یوه برخه کې لیکي : احمدشا مجبور شو چې مصر ته ولاړ شي . له دوونیمو کالو زیات مسعود په منځني ختیځ کې واوسید او په غالب ګمان یی همدلته د پارتېزاني جګړې مهارتونه هم زده کړی وي . ))
او دهغه کسانو خبره چې وايي مسعود د فرانسې د استخباراتي کړیو سره اړیکې درلودې هم بېځایه نه ده . یو ځل بیا نصرالله بابر :
.((.د ۱۹۷۷ نه پس مسعود فرانسې ته ولاړ . فرانسویانو پخپل لاس کې ونېو او سبقونه یی ورته پیل کړل . هغې نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه ) شو . بیا د فرانس پواسطه په افغانستان کې فعال شو . فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود . هغوی روسانو ته وویل چې تاسو مسعود مه وژنۍ ، هغه به تاسو سره مفاهمت کوي ..... او مسعود د سالنګ لاره د روسانو پر مخ پرانېستې پریښي وه .))
خو دا چې مسعود لکه سیاسي فاحشه د یوه هېواد په غیږ کې او د بلې جاسوسي کړۍ په لمن کې و، دهء دا هرڅه د افغانیت او افغانستان سره په مخالفت کې کول .
دا خبره چې مسعود افغان نه و او د افغانستان خاورې ته غدار اوخاین و ، تاسو د تاجیک ميډیا په سایټ کې چې د مسعود د دوه اتشه پلویانو سایټ دئ ، په اسانه او څرګنده توګه لوستلئ او لېدلئ شۍ .









شهيد احمد شاه مسعود
فرزند دلیر ایران بزرگ

اخځونه :
ریښتیا ، ریښتیا دي له کتاب څخه : د ارواښاد عبدالولي خان لیکنه
زما له خپلو یادښتونو څخه
د تاجیک میډیا څخه
ډاکټر مرادزئ