په کابل پوهنتون کې په پښتو ژبه زده کړې غواړو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حضرت خیبر

په دې ورځو کې یوه ډله فاشیستان چې په بیلابیلو ډلو او ګروپونو پورې اړه لري، د ایران په هراړخیز ملاتړ غواړي دولت ته یوه بله ستونځه هم ور پېښه کړي.

دغې ډلې چې د دولت د بېځایه مصلحتونو له سیاست څخه تل ګټې پورته کوي ، څو ورځې دمخه يي د بلخ د پوهنتون سردړه په پاړسو ژبې واړوله . هلته په بلخ په پوهنتون کې دولت او د عالي تحصیلاتو وزارت ، د هېواد د اساسي قانون په ۱۶ ماده چې په هغې کې دولت موظف شوئ په هېواد کې د موجوده ملي ترمینالوژۍ څخه ساتنه کړې وئ ، سترګې پټې کړې .
د دولت له دې ملي ضد چلند څخه دغو قاشیستانو داسې انتبا واخیسته چې ځه ، میدان شغالئ دئ . دولت او د عالي تحصیلاتو وزارت دوی ته چې هر څه کوي ، هېواد پلورې که ملي ژبه ، ملي کلتور پلورې او یا نورې ملي ګټې ، څه نه وايي !
د همدغه بېخایه زړورتیا په ترلاسه کولو سره يي ، د کابل په پوهنتون کې هم ورته هڅه پيل کړه چې له نیکه مرغه په پوهنتون کې پر هېواد میین محصلین تر اوسه ددغه ناوړه او ملي ضد هڅې مخې ته خنډ شوي دي .
اوس په دې اړه د تلویزیون له لارې اورېدل کیږي چې که ددغو خرڅ شویو کسانو غوښتنه ونه منل شي ، د دوشنبې په ورځ به بیا لاریون پيل کړي .
په کابل پوهنتون کې پښتنو او نورو په هېواد میینو محصلینو ته زما وړاندیز لکه د ځینو نو رو پښتنو وروڼو پشان دا دې چې، تاسو هم پورته شۍ او په کابل پوهنتون کې د پښتنو محصلینو لپاره په پښتو ژبه د زده کړې حق وغواړۍ . دا ستاسو مدني حق دی . دولت او د عالي تحصیلاتو وزارت مکلف دئ چې د اساسي قانون له مخې تاسو ته ستاسو په مورنۍ ژبه د زده کړې حق درکړي .
دا چې دغه ژبني فاشیستان چمتو نه دي یوه د پوهنتون کلمه له پښتنو سره ومني ، په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون ټولې درسې چارې په پاړسو ژبه دي .
پښتانه له دولت څخه پوښتنه کوي چې د کوم قانون او مدني حقوقو له مخې ، دولت د پښتو ژبې حق پاړسو ته ورحواله کړئ دئ ؟
په کابل پوهنتون کې دولت له پښتنو محصلینو څخه ولې په مورنۍ ژبه د زده کړې حق له دوی څخه اخیستې ؟
ولسې جرګه کې پښتانه وکیلان ولې په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې په خوړل شویو حقوقو چوپ دي ؟
دوی ولې لکه د محقق پشان چې د پوهنتون د کلمې پر سر يي د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلئ خرم ولسې جرګې ته بللئ و ، د عالي تحصیلاتو وزیر ولسې جرګې ته نه راغواړي او پښتنو محصلینو ته د دوی په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق پوښتنه له هغه څخه نه کوي !
دولت ولې په ټولو دولتي چارو کې د پښتو ژبې حق پاړسو ته ورکړئ دئ ؟
پښتانه هیڅکله دا نه وايي او دا نه غواړي چې په افغانستان کې د ې نور ایتنیکي ګروپونه په خپلو مورنیو ژبو لوست او زده کړې نه کوي .
خو دولت ته دا حق هم نه ورکوي چې د پښتو ژبې او د نورو ایتنیکي ګروپونو د ژبو حق دې ټول پاړسو ته ورقباله کړي !
که دا ژبني فاشیستان همداسې ازاد پرېښوول شي او د دوی پر وړاندې مناسب غبرګون ونه ښودل شي ، دوی به د ایران په لمسون نه یوازې په کابل او نورو پو هنتونو کې بلکې د ملي ژوند پر ټولو اړخونو کې زښت ورانوونکي او نه جبرانېدونکې کارونه ترسره کړي .