غربي ډله ائزي رسنۍ؛ پټ او ښکاره هدفونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

ډله ائېزي رسنۍ د ټولو هغه ځانګړتياوو سره چي لري يې ، د پيغام رسولو ځانګړتيا يې لومړنۍ ځانګړتيا ده . رسنۍ په هر رازي تعريف کي يا پخپله پيغام دئ اويا داچي و پراخو پرګنو ته د يوه چا، د يوه ګوند، د يوه دولت، د يوه سياسي مکتب ، د يوه دين يا يوه مذهب ،ديوه تجارتي شرکت او يا د يوې ډلي د پيغام ، د هغوی د عقايدو،د نظريو ، د هغوی د اهدافو او غوښتنو د خپرولو اورسولو د انعکاس وسيله ده او بس د همدې دپاره مينځته راغلي دي .ډله ائزي رسنۍ د خپل رسالت او ماموريت په خاطر چي ځانته يې ټاکلی دی، پرګنې د خپل پيغام د متن و منلو او عمل ته را بولي ، او څرنګه چي مخاطبين يې پراخي پرګنې تشکيلوي نو د جهاني کېدو يا ګلوبلاېزیشن استعداد لري .

څو لسيزي کيږي چي دټولنيزو علومو پوهانو په انسانانو کي د نظر د تغییر يا د هغوی په کړو وړو کي د بدلون ومطالعې ته خاصه پاملرنه درلودلې ده . دغه کارپوهان د تبليغاتي مؤسیسو ، د سياسي سازمانو او د لويو تجارتي شرکتو لخوا ودې ته هڅول سوي وه چي هغوی ويوې داسي اساسي پوښتني ته ځواب ولټوي چي څرنګه وکولای سي د خپلي خوښي مفاهيم په نورو ومني او خلک د خپل نظر و بدلېدو ته را کښېباسي ؟
د پخوا راهيسي داطلاعاتو او د پرګنو سره د اړيکو د ټينګېدو شېوه تل دحاکمو قدرتو د تسلط يو عمده محور ګڼل کېدی او اوس هم ګڼل کيږي . د خلکو پر افکارو باندي تسلط هميشه يوه مرکزي مسئله وه چي خاصتن حاکم استعماري دولتونو او تجارتي لوی شرکتونو تل دا کوښښ کاوه او اوس يې هم کوي چي د پرګنو پرکاراو عمل باندي ځان برلاسی کړي او هغوی د ځان په ګټه را واړوي . د هغوی و عمل ته شکل ورکړي او په دې توګه پر ټولنو او ولسو باندي د خپل قدرت سلطه ثابته او هغه دوامداره وساتي .

درسنيو يا ميډيا د جهاني کېدو پروسه بس د همدغه بنسټيز فکري او نظري لوري څخه سر را پورته کړی دی او د شلمي پېړۍ په نوي يمه لسيزه کي يې د لوېديځ په علمي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي کړيو کي لاره پرانيستې ده . په دې عرصه کي خاصتاً دامريکا د سرمايه داری سيسټم په متن کي چي د ټولي نړۍ و سلطې ته يې نينګلي دي نو و هغه ته يې خاصه پاملرنه کړېده . په دې لړ کي پخپله جهاني کېدل يا ګلوبلاېزېشن هم چي په نړۍ واله سطحه ټولنيزي اړيکي او دانسانانو راشه درشه يو د بل سره پېيي ، داسي يوه پروسه را شروع کړېده چي په هغه کي ټول جغرافيايي قيد و بندونه، ټولنيز ، فرهنګي او کولتوري رسم او رواجونه، او عنعنوي کردارونه پردا بله خوا را اړوي او هغه ته په دې خاطر بدلون ورکوي تر څو هغه د نړۍ وال حاکم مالي او اقتصادي سيسټم په خدمت کي را ولي او د ولسونو او هيوادونو ﻻس او پښې د خپلو غوښتنو او طرحو په کړيو کي بندي کړي . دغه کردار په. په حقيقت کي هغه څه دی چي امريکا و هغه ته غربي ارزشونه وايې او غواړي د همدې رسنيو په ګمارلو او کارولو سره هغه پر ټوله نړۍ باندي ومني او جهاني يې کړي .

و دې هدف ته د رسېدو دپاره د ډله ائيزه رسنيو څخه لکه، ټلوېزون ، راډيو، ورځپاڼي، مجلې،کتابونه،سينمايي فلمونه ،ويډيو کليپونه، سټلاېټ، اينټرنيټ، او داسي نورو څخه د اصلي وسيلو په توګه کار اخيستل کيږي اود همدغو وسيلو په ذريعه ټوله هغه څه چي زموږ په ماحول کي پيښيږي نو موږ ته يې د همدې ميډيا يا رسنيو په ذريعه را انځوروي . د هيوادو پر ذهني او فکري ماحول باندي تهاجم کوي او دهغوی ملي او فرهنګي هويتونه او ارزشونه لومړی لړزانه کوي او وروسته يې له مينځه وړي او پر ځای ئې خپل په اصطلاح غربي ارزشونه خپروي . په حکيکت کي دا رسنۍ دي چي د خپل مخاطب په ښکار پسې چي همدا پراخي پرګنې دي را اخيستې ده او په خپل هنري او حرفوي مهارت سره د هغوی سره ارتباط نيسي ، هم خپله خبره ورته رسوي او هم يې په فکري ماحول کي کار ور باندي کوي . د دغه رسنيو مرکزونه چي په موډرنه وسايلو مجهزه دي د يوې خوا پر خپلواکه ملتو او دولتو باندي د لو يو قدرتو د رواني عملياتو وسیله ګرځي او دبلي خوا په ټوله نړۍ کي د ځوانانو دکنټرول، د هغوی د ضعیفه کولو، او د خپلي خوښي پر لوري يې رهي کوي .

ډله ائزي رسنۍ په بېلابېلو عرصو کي خپروني لري چي په بېلابيلو شېوو سره هغه پر مخ بيايي . ځيني يې د خبرو رسولو دنده لري ځيني يې بيا د تفريح او ساعت تيری لوری نيولی دی، ځيني يې مستقيماً د خپلو مخاطبينو عقل او فکر ته متوجه دي او په هغه کي کار کوي او ځيني يې بيا انساني عواطف او احساسات تر خپل تير ﻻندي را وستي دي او خپل هدف ورباندي تپي . ځيني پر مختللي وسايل بيا د سوداګرۍ د تبليغ او ترويج عرصه نيولې ده او وچه ګټه يې مدنظر وي، ځيني يې بيا نور . ددې خبري مانا داده چي په ننۍ نړۍ کي درسنيو نقش خورا زيات د پام وړدی . ددې رسنيو اداره او واک که دداسي کسانو او سازمانو په لاس کي ولوېږي چي په انسانانو کي د متقابل احترام، سولي، عدالت، وطن دوستۍ او بشر پالني روحيه ټينګه او دخپرونو معيار يې پر اخلاقي فضيلتو، برابري ، احترام او پر واقعي انساني مفاهيمو باندي بينا وي نو مسلماً بشري ټولنه او ټول ولسونه به دهغه نه ګټه پورته کوي . دغه رسنۍ به د انسانانو د ژوند په ښه والي کي ګټور ګامونه اخلي، په نړۍ کي به د سولي او امن په تأمين او پراختيا کي لوی لاس لري ، د انسانانو او د راتلونکي نسلو ترمينځ به د عالي تفکر، اخلاقو او فکري وړتيا ممثل ګرځي اوو به کولای سي چي انساني ټولنه د نيکمرغۍ او سالمي عادلانه ټولني په جوړېدو کي و عالي مدارجو ته رهي کړي .
خو کله چي د دغه رسنيو مهار او اداره لکه همدا اوس چي د نړۍ د حريصو ثروتمندانو ، د اقتصادي لويو شبکو او د وسلو د جوړولو د عظيمو کمپنيو په ولکه کي راغلې وي ، راسي، نو د هغوی څخه به دګټي او د خپلو توليداتو د خرڅلاو د پاره کار ا خيستل کيږي ، د نړۍ وال مارکيټ او د بازار ښارګونه به يې په خپل لاس کي را ايساروي او د همدې هدف دپاره به د نړۍ و هر کونج ته د استعماري جګړو مزي غزوي او د هغوی و حقانيت ته به دروا غجني شجرې جوړوي . دغه رسنۍ اوس د داسي شبکو په واک کي کښېوتي دي ، چي انساني ټولنه يې ګروګان نيولې او راتلونکې يې د خپلو ناپايه ګټو پر خوا رهي کړېده او هر څه چي غواړي نو بس د خپلو اهدافو په خدمت کي يې راولي .

د رسنيو چارو کارپوهان په دې باور دي چي نن تر دې بل لوی قدرت نسته چي يو څوک يا يوه شبکه دي د عمومي افکارو واک په خپل لاس کي ولري او هغه ته دي بيا دخپل مرام او هدف سره سم لورئ ورکړي . هيڅ يو پاچا، يا يو جمهور رئيس، هيڅ يو صدراعظم يا يو حاکم جنرال او ګوندي او مذهبي مشر که هرڅومره د قدرت خاوند او يا دهغه و ساتني ته لېواله وي، نسي کولای چي د هغي يوې کوچنۍ خو هستمني ډلي د قدرت سره ځان برابر کړي کوم چي نن يې د ډله ائزه رسنيو کنټرول خاصتاً په امريکا کي په لاس کي نيولی دی . ددې کسانو قدرت په نړۍ کي هومره زيات دی چي کولا سي و هري کورنۍ ته هم ځان او هم خپل پيغام ورسوي او هم پر هغوی باندي اثر وښندي . دا داسي يو قدرت دی چي د هر ښاري ،د هر کليوال، د هر ځوان ، د هر بوډا، د هر بډای او د هر فقير او د هر اومي او د هر متخصص و فکر او ذهن ته ﻻره پيدا کوي او کولای سي هغوی ته د خپلي مرضې سره سم شکل ورکړي . د رسنيو او اړيکو په چارو کي ځيني کارپوهانو باور څرګند وي چي د نړۍ د خبري رسنيود مراکزو مالکان د داسي يوه قدرت خاوندان دي چي د تاريخ هيڅ يوه نظامي سردار هيڅکله هم داسي يو قدرت نه وو درلودلی . دا ځکه چي د نړۍ د ډله ائزه رسنيو مالکان پوځي لښکر نلري خو د پېچلو لارو چارو نه د خلکو په سياسي او ټولنيزو پريکړو او تصاميمو کي بې درکه تأثير پريږدي او عملاً د نړۍ بېلابېلي پرمختياوي رهبري کوي .

دغربي رسنيو تلاښ دادئ چي و لويو پرګنو ته ووايې څرنګه ددې يا هغي موضوع په هکله فکر وکړي . نن ټوله هغه څه چې موږ يې د پيښو او انځورونو د رويه دلته يا هلته وينو يا يې اورو يا يې وايو دا ټوله داسي څه دي چي زموږ په شاوو خوا کي په مختلفو اشکالو پېښيږي ، دا ټوله موږ يا د ورځپاڼو دلاري، يا د راډيوګانو د ﻻري او يا د ټلوېزيونو يا د مجلو، انټرنيټ او فلمو او دې ته ورته نورو رسنيزو وسايلو دﻻري تر لاسه کوو.

دغه رسنی د خبرو او اطلاعاتو په ښه تنظيم کي او هم په هغه پروګرامو کي چي د خلګو د سرګرمۍ باعث ګرځي په ډېر دقت او مهارت سره عمل کوي . هغوی د مختلفو او دقيقو اروا پېژندني د ميتوډونو، تاکتيکونو او لارښونو څخه کار اخلي او د همدغه موډرنه وسيلو په وسيله يې تر خلکو رسوي او خپل اهداف پکښې تعقيبوي .

پر رسنيو باندي د سرمايې واکمني

د پخوا څخه په امريکا او غربي نړۍ کي د ورځپاڼو او نورو رسنيو مالکانو په دې خاطر چي رسنۍ د سوداګرۍ ، ګټي او شهرت د لاسته راوړلو د پاره يوه ګټندويه او مؤثره وسيله وه نو د همدې هدف د پاره يې استعمالوله . په همدې لحاظه وو چي په هغه وخت کي رسنيو خپل سياسي او ټولنيز اهميت دلاسه ورکړی وو. په امريکاکي خاصتن د نولسمي پېړۍ په ورستيو کي يعني د هغه راهيسي چي ددې هيواد صنعتي کېدل شروع سوه ، ورځپاڼو او خبرو ته هميشه د يوې تجارتي متاع په حيث کتل کېده او ډېر لږ يې د هغه و ټولنيز ارزښت ته ارزښت ورکاوه . د غټو کارټلانو جوړښت او د مطبوعاتو د توذيع او تکثير د مصارفو لوړ ېدل ددې باعث سوه چي د مطبوعاتو سوداګري او د هغه څخه د نفعي او ګټي لاسته راوړل هم و سوداګرانو ته تر هر څه زيات اولويت پيداکړي . د ورځپاڼو د مرګ او ژوند سرنوشت هم د بازار د تقاضا پر بنياد او د داسي مناسبو خبرود خپرېدو په متن کي ټاکل کېدی . يوازي هغه ورځپاڼي او رسنۍ به ژوندۍ پاتي کېدلې چي بس تر ټولو زياتي ګټي به يې در لودلی . !

په را وروسته کي غربي هيوادونه او بيا د ټولو په سرکي د امريکا متحده ايالات چي نن و ځانته د يوې برتري ټولني ادعا کوي ، و خپلو استعماري اهدافو ته د رسېدو دپاره چي هماغه د نورو ملتو او هيوادو د مادي او معنوي هستيو او شتمنيو چپاول دی، د خپلو طرحو و تطبيق ته او پر ټوله نړۍ باندي دخپلو ليبرالي ايډيالونو و تحقق ته يې څه ناڅه لنډه زمانه مد نظر نيولې وه، څو و کولای سي د ټولي نړۍ پر هستيو باندي لاس تېر او ځان د يوې برتري ټولني په حيث پر ټولي نړۍباندي واکمن کړي . دغه اهدافو ته رسېدل سربېره پر دې چي و يوه قوي جنګي ماشين ته يې اړتيادرلودله و يوې قوي تبليغاتي رسنيزه شبکې ته يې هم حياتي ضرورت درلود . همدغه اړتيا وه چي نن دغه دواړه اهرمونه يعني هم جنګي ماشين او هم درسنيو غولپيکره او موډرنه شبکې چي ښارګونه يې د سرمايې د لويو کارټلانو، دلويو تجارتي او عظيمو کمپنيو او د وسلو د جوړېدو د لويو کارخانو په لاس کي دي راغلی دی او يوازي د همدغه څوسوه ميليارډ ډالريزه رسانه يې شبکو په مرسته تلاښ کوي د نړۍ د هيوادو پر بازار او ذهني ماحول باندي خپل حاکميت او تسلط وساتي .

نن دغه څه په امريکا کي «د بهرنيو اړيکو شورا » پوري چي د امريکا د تصميم نيولو تر ټولو لوړ غير رسمي ار ګان دی، اړه لري . دغي شورا ته يې لا د پخوا څخه د کارټلانو او لويو سرمايه دارانو د فکر او اندېشې د شورا نوم ورکړی وو . ډير کارپوهان په دې باور دي چي دغه د « بهرنيو اړيکو شورا »، په نړۍ کي د ډله ايزه رسنيو او عمده خبري آژانسو د سازمان ورکونکي او سمبالونکې اصلي مرجع ده . په واقعيت کي ټوله هغه څه چي په همدې شورا کي تر سره کيږي هغه داسي تلاښ دی چي د پټو خارجي لاسو په ذريعه او د هغوی د نامريي تصويري او ږغي امواجو په مرسته خپل ځان د ملتو په ذهن کي ځايوي او ځان و هر ځای ته ورسوي .

کله چي خلک د ټلوېزوني چينلو ننداره کوي، يا په سينما کي کوم فلم ګوري، او يا و راډيو ګانو ته يې غوږ نيسي، يا يو ثبت سوې موسيقي اوري او يا کومه ورځپاڼه، مجله ياکتاب وايي، نو ډېر يې و دغه څه ته نه متوجه کيږي چي ددې ټولو معلوماتو او خبرو تر شا ، د همدې شورا دسازماندهۍ لخوا د رسنيو لوی شرکتونه ولاړ دي او دا هغوی دي چي هم دغه اطلاعات او برنامې جوړوي ، هم يې خپروي او هم يې په خپله ګټه تر هر ځايه رسوي تر څو د انسانانو ذهني او فکري ماحول په خپل کنټرول کي ولري . په واقعيت کې همدا موډرنه رسنۍ دي چې د دولتو او هيوادو پرځای پخپله وميدان ته راوزي اود خلکو ذهنيتونه او د بازارو کنټرول په لاس کې نيسي ، د خلکو د سليقو سره سم د پېښو او بازار سمت د خپلو ګټو پر لوري رهي کوي او هغه د خپل مقصد پر خوا را اړوي .

په دې بهير کي د نړۍ عمده خبري آژانسونه لکه « آسوشيټد پريس » ، «يونايټدپريس »، ‹‹ رويټر » ، ‹‹ فرانس پريس » او همدارنګه ټلوېزوني وتلي او موډرنه شبکې د غرب د تبليغاتو اصلي اهرمونه دي چي پر ملتو باندي خپل اطلاعاتي او فرهنګي تهاجم ترسره کوي او هغه ته نوې او سيسټماټيکه بڼه ور کوي .

د پورتنيو مباديو په روښنايي کي اوس اصلي پوښتنه داده چي د نړۍ ددغه عمده او قدرتمنده ډله ائزه رسنيو مالکان څوک دي ؟ په يوه سر سري او لنډه څېړنه کي دا نتيجه لاسته راځي چي د نړۍ بېلابيلي انحصاري ډله ائيزي رسنۍ د ټلوېزیون، راډيواو سینما څخه رانيولې بیا تر موسیقۍ اوچاپي مطبوعاتو پوري لکه ورځپاڼي، مجلې، کتابونه او داسي نور په دغه نړۍ وال سیسټم کي د څو عمدتاً يهودي سرمايه دارانو په انحصوار او ولکې کي راغلي دي .

په نړۍ کي د نورو ټلويزوني شبکو تر څنګ په مجموع کي شپږ تر ټولو لويي ټلوېزوني شبکې يعني (سي بي ايس (C.B.S) ، ان بي سي (N.B.C) ، اي بي سي (E.B.C) ، سي اين اين (C.N.N) ، بي بي سي (B.B.C) او سي بي ايس (C.B.S) موجودي دي چي څه کم يو مليارډ انسانان يې تر خپل خپرنيزو فريکانسيو ﻻندي راوستي دي . دبلي خوا همدا اوس سوني SONY د جاپان مشهوره الکټرونيکي کمپنۍ، د سي بي ايس ريکارډز ( C.B.S ) او کولمبيا پيکچرز (C.P ) مالکه سوېده . د امريکا د ABC د ټلوېزيون ماهواره اي سراسري شبکه، والټ ډيزني رانيولې ده . د والټ ديزني د رسنيو د مجتمع مشرتوب هم د يهودانو په لاس کي دی چي يوازي په ۱۹۹۷ کال کي يې ۱۳ ميليارډه ډالره عايد درلود . د ډيزني امپراطوري چي عظيمي راډيويي او ټلوېزوني شبکې يې په ولکه کي دي تر ۱۰۰ ميليونه زيات غړي لري چي يوازي په امريکا کي يې د رسنيو مجموعه و ۲۲۵ دستګاوو ته رسيږي او په اروپا کي هم څو ټلويزيوني شرکتونه په همدې مجتمع پوري تړلي دي .

همدا اوس د موسيقي د ثبت شپږ عمده کمپنۍ د ټولي نړۍ په سلو کي ۷۵د موسيقي د محصولاتو انحصار په خپل لاس کي لري . په امريکا کي د فيلم جوړولو اوه عمده کمپنۍ د ټولي نړۍ د سينمايي فيلمو د توليد کنټرول او دهغوی د توذيع انحصار په ﻻس کي نيولی دئ . امريکن آن ﻻين (American On Line) چي د امريکا د انټرنيټي خبرو د عرضې تر ټولو لويه شبکه ده په ۲۰۰۰ م کال کي د ټايم وارنر شرکت Time Warner لخوا په ۱۶۰ ميليارډه ډالرو را نيول سوه او په خپل دې شراکت سره يې د نړۍ تر ټولو لويه رسانه اي شبکه جوړ کړه . را وروسته دا يهودان وه چي د AOL کامل اختيار يې په لاس کي ونياوه . د غي عظيمي کمپنۍ د فيلم جوړولو اصلي بازار هم په لاس کي نيولی دی، د (CNN ) ټلوېزوني شبکې هم د انټرنيټ لوی ښارګونه او عمده چاپي رسنۍ يې په خپله قبضه کي راوستي دي چي دنړۍ تر ټولو لويه در سنيو شبکه يې و ځان ته منحصرکړېده . د وارنر برادرز د فیلم جوړولو کمپنۍ د لاري ده چي امريکا خپل فرهنګ او باورونه و ټولي نړۍ ته خپروي .

ددې څو مثالو په را وړلو سره ليدل کيږي چي دا څو محدوده امريکايي کمپنۍ او شرکتونه دي چي د ټولي نړۍ د رسنيو اصلي ښارګونه يې په ﻻس کي نيولي د ي او هغوی ته د خپلي خوښي مواد ورکوي . دغه خبري آژانسونه د نړۍ د حوادثو او پيښو سره هدفمنده چلند کوي ، لومړی هغوی د معينو فيلټرو او داسي نورو لارو نه تيرکړي وروسته يې د خپلو ا هدافو او معيارونو سره سم دنړۍ و عامه ذهنيت ته ور ننه باسي .

کله چي پر رسنيو باندي دغه شاني غير طبيعي انحصار موجود وي طبعاً پرګنې حق لري ددې رسنيو پر خبري سالميت او اطلاعاتي شفافيت باندي شک ولري . ژوندی مثال يې هماغه درواغجن دلايل و ه چي پر بنا يې امريکا پر عراق باندي يرغل وکړ او ترټولو زيات امريکايي او غربي رسنيو و هغه ته ډنډورې ووهلې ترڅو دغه هيواد يې د خاورو خاکه او هستي يې ور تالا کړه .
په معاصره نړۍ کي د رسنيو نقش او اهميت خورا با ارزشه دی او خاصتاً مطبوعات چي د ډيموکراسۍ پنځم رکن ګڼل کيږي هغه ،خو تر هغه چي د دغه مهمي وسيلې نه سمه او شفافه استفاده نه وي سوې هيڅوک دا تمه نسي لرلای چي د امريکا غوندي سلطه غوښتونکي او متجاوزه هيوادونه به په خپله خوښه پريږدي خپلواکه هيوادونه پخپله خپله لاره د متقابل احترام او درناوی په روحيه و وهي . په دې بهير کي د دريمي نړۍ او د پرمختګ په لور روان هيوادونه د رسنيو د روان بهير سره مقاومت کوي او تر دې دمه په دې توانيدلي دي چي د داشاني استعمارګرو هيوادو اطلاعاتي اهداف خنثی او هغه د خپلو مطبوعاتو څخه ايسته وغورځوي . دغه هيوادونه اجازه نه ورکوي چي د رسنيو پټ او نامريي لاسونه دي د هغوی د ولس پر ملي او ولسي سياستونو باندي سايه وغوړوي .
نوربيا



ددې برخې دوام دلته ولولۍ