نشنلېزم يا قوم پرستي د اسلام له نظره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : حکمت الله عرب – نړۍ اونيزه

د اسلامي نړۍ د پاشلو لپاره ، د يهودو لخوا په لار اچول شوي فکري استعمار يوه اغېزمنه او خطرناکه وسله د نشنلېزم يا قوم پرستۍ څخه عبارت ده ، چې کله کله د ملت پرستۍ او ناسيونالېزم اصطلاحات هم ورته کارېږي.
چې د يهودو پر دغې خطرناکې دسېسي باندې پوهېدل ، د هر مسلمان لپاره لازمي او اړينه چاره ده.
ددې چارې دترسراوي لپاره غواړم په دې ليکنه کې په دې بحث وکړم چې د نشنلېزم معنا څه ده ؟ د نشنلېزم اهداف څه دي؟ دغه ميکروب څنګه رامنځ ته شو؟ قوم پرستانو څنګه وده وکړه؟ قوم پرستان ولې د اسلامي جامعې په نوم غږ نه پورته کوي؟ نشنلستان ولې د اسلام نه په وېره دي ؟
چې انشاالله دا هره موضوع به په خپل وار وڅېړو :
الف - د نشنلېزم تعريف : د نشنلېزم اصطلاح د يو ملت د جدا عقيدې او په افراطي بڼه د نورو ملتونو په نسبت د يو ملت په پورته والي باندې اطلاق کوي. چې ملت د ( نشنلېزم ) د اصولو له جملې څخه دى او ملي ، قوي ، ځانګړنو ته ويل کېږي په ( نشنلېزم ) کې د ملت ښه والى او د ژوند پيمانه داده چې ملت له ده څخه هره قرباني غواړي که څه هم د ځان قرباني، د مال قرباني، د ضمير قرباني، که د ايمان قرباني ، که د اخلاقو، نفس قرباني وي ؟ په هر حالت کې يې نه سپما کوي حال دا چې د اسلام مبين دين کې ټول مسلمانان يو شان دي او يو پر بل غوره والى نه لري لکه حضرت سرور کاينات محمد مصطفى ( ص ) چې فرمايلي : (( هېڅ عرب په عجم او عجم په عرب، سور په تور او تور په سور باندې فضيلت نه لري، مګر فضيليت او غوره والى په تقوا کې دى . ))
سره له دې چې د پورتني مبارک حديث څخه دا خبره ثابته شوه چې يو قوم پر بل قوم هېڅ فضيلت او يو ملت پر بل ملت هيڅ برتري نه لري، برتري او غوره والى صرف په اسلام او تقوا کې دى مګر د نشنلېزم داعيان د قوم، ملت او ژبې په اساس د برترۍ دعوې کوي .
ب - نشنلېزم څنګه رامنځ ته شو او څنګه يې وده وکړه ؟
د نشنلېزم د رامنځته کېدو په اړه د علماکرامو او مورخينو بېلابېل نظريات وجود لري چې له ځينو مهمو څخه يې په لنډ ډول يادونه کوو:
اول نظر : کله چې ادم ( ع ) الله تعالى له خاورې څخه جوړ کړ، هغه ته يې ژوند ورکړ، ملايکو او شيطان ته يې وويل چې ادم ( ع ) ته سجده وکړي نو ملايکو د الله تعالى امر پر ځاى او سجده يې وکړه خو شيطان چې د الله (ج) نافرماني وکړه او ويې ويل چې زه ( شيطان ) له اور او ادم ( ع ) له خاورې څخه جوړ دى نو زه څنګه ادم ( ع ) ته سجده وکړم نو له همدې کبله شيطان لعين د الله تعالى له دربار څخه ورټل شو. شيطان پخپل قوم او نصب باندې غرور درلود او د الله ( ج ) نافرماني يې وکړه نو له همدې کبله علماکرام په دې نظر دي چې د قوم پرستۍ لومړى موسس لعين شيطان دى او قوم پرستي يو ډول کفري عمل ګڼي.
دوهم نظر: کله چې حضرت عيسى ( ع ) مبعوث شو او په هغه باندې اسماني کتاب ( تورات ) نازل شو نو په ښکاره ډول پکې راغلي چې له عيسى ( ع ) څخه وروسته پيغمبر ( ص ) چې راځي نوم به يې ( احمد ) وي او په ده ( احمد ) باندې يو کتاب نازليږي ، دا به د اخرې زمانې پيغمبر وي. ځکه نو عيسويانو او يهويانو ټولو دا خبره کوله چې د عيسى ( ع ) څخه وروسته د احمد په نوم پيغمبر راځي او ټولې نښې نښانې به يې خلکو ته بيانولې خو کله چې حضرت محمد ( ص ) په پيغمبرۍ مبعوث شو نو همدوى ترې انکار وکړ، عيسايانو به ويل چې دا ( حضرت محمد ص ) له عربو څخه دى، ولې زمونږ له قوم (بني اسرايلو) څخه نه دى، سره له دې چې ټولې هغه نښې چې عيسى ( ع ) د حضرت محمد ( ص ) په اړه خپل قوم ته ويلې او روښانه کړې وې ، په ده کې موجودې وې مګر د قوم پرستۍ په ناروغۍ اخته خلکو پر حضرت محمد ( ص ) باندې ايمان رانه وړ.
دريم نظر: عبدالله ناصح علوان پخپل کتاب ( القوميت في ميزان الاسلام ) کې په دې اړه ليکلي چې ( د نشنلېزم ميکروب هغه وخت مسلمانانو کې خپور شو چې په دې پاکه خاوره باندې د ( صهيونستي ) غاصيبينو تګمارو يهوديانو ټولنه منځ ته راغله او د خپلو شپږو يهودي اعمالو او اهدافو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې، ترڅو وکولى شي بيت المقدس او فلسطين په خپلو مردارو خېټو کې واچوي.
له بده مرغه د عثماني خلافت په وروستيو وختونوکې يهوديانو يو انجمن جوړ کړ او نوم يې پرې ( محفل اشرق العثماني ) کېښود چې دا انجمن د بډايه خلکو او رسمي مرکز يې د ( سالوينک ) ښار و، د يهودو لومړى اقدام دا و چې تر ټولو بډايه شخص ( قره صو ) يې چې له ماسوني مشرانو څخه و، سلطان عبدالحميد ته د استازي په توګه ورواستاوه او سلطان ته د ورتلو واسطه يې عارف بېګ و، کله چې ( قره صو) د سلطان دربار ته له ډاليو سره لاړو او سلطان ته يې وويل چې زه د ( ماسوني ) استازى يم نو ډېر مال يې ورته په دې شرط وړاندې کړ چې فلسطين کې ورته امتياز ورکړي، سلطان ډېر په قهر شو او د هغه له دغې وضعيت له امله ماسونيان ډېر ناامېده شول هماغه و چې د سلطان عبدالحميد ( رح ) په خلاف يې تبليغات پيل او د عربو سره يې د ترکېې او توراني قومونو خلاف لاس يو کړ ، هغوى د اسلامي جامعې لاندې ترکيه او عربيت ته وده ورکړه او ددې ترڅنګ يې يو ملحد ليکوال ( ضياکوک آلب ) ته په دنده ورکولو سره د قوميت فلسفه په ترکانو کې پيداکړه.
د وخت دغو قوم پرستانو د يهوديانو او انګرېزانو په مرسته چې ترکي مسلمانان او عربي مسلمانان يې په خپلو کې جنګول غوښتل ، يو ګوند جوړ کړ او ( د يو والي او پرمختيا جمعيت ) نوم يې پرې کېښود چې ددې ګوند د دسيسو له امله د قوم پرستۍ ناروغي دومره خپره شوه چې د سلطان عبدالحميد حکومت يې له منځه وېوړ او د يهوديانو پر مخ د فلسطين دروازې پرانيستل شوې، نو له همدې کبله ځينې خلک په دې نطر دي چې د قوم پرستۍ موسسين ماسوني ګوند او انګرېزان دي.
بايد يادونه وکړم چې ماسوني د يهوديانو د فکر زېږنده ده چې ظاهراً يې د انساني حقوقو دفاع خپل شعار ګرځولى و او ويل به يې چې دين د الله لپاره او وطن د ټولو لپاره .
ماسونيانو غوښتل چې داسې يو ټولنه رامنځته کړي چې بربنډتيا ولري.....پاتې په راتلونکې ګڼه کې