دهلمند په مارجه کی عملیات ځو خاص اهداف لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان
په هلمند کې زرګونو افغان ، برتانوي او امريکايي ځواکونو د طالبانو پر ضد دمشترک به نامه خپل پراخ عمليات تیره جمعه دښپي په دوبجو دژمی په ډیره سخته سړه هوا کی دهلمند په مارجه کی پيل کړل به دغو عملیاتو ۴۵۰۰ امریکایی سمندری پیاده فوځونه ،۱۵۰۰ دافغانستان دملی اردوسرتیری ،اود۳۰۰ په شاوخواکی

نور امریکایی فوځونه په شمول د۱۵۰۰۰په شاوخواکی ټول امریکایی،انګلیسی او کاناډایی فوځونه برخه لری ،اود۶۰ هیلی کپترو له لوری یی ځارنه کیږي ،امريکايي مقاماتو ويلي چې دغه عمليات د تيری جمعی په شپه ناوخته پيل شوي او په زرګونو عسکر له هليکوپترونو څخه په مارجه کې پلي شوي دي،په مقابل کی دطالبانو شمیر د۲۰۰۰نفرو په شاوخواکی ښودل شوی دی چه غواړی دمشترک په نامه عملیاتو به مقابل کی مقاومت وکړی
د فرانس پريس آژانس له سيمي څخه د خپل خبريال په حواله خبر ورکړی دی چي تر اوسه په دې جګړه کي پنځه ویشت طالب جنګيالي او دوه دایتلافی ځواکونو سرتیری وژل سوي دي، خو د افغان ځواکونواونوری مرګ ژوبلي په باب لا تر اوسه کوم معلومات نشته .
د مارجې ولسوالۍ نيولو ته په نړۍ والو مطبوعاتو کي خورا ډېر پام ور اوښتئ دئ او وايي دا په افغانستان کي د باراک اوباما د نوي جنګي ستراتيژۍ لومړنۍ تجربه ده چی مشخص تبلغاتی،سیاسی،اواقتصادی اهدافو له وجی پیل شوی دی ،سپینی ماڼی ویاند ویلی دی چه دغه عملیات له واشنګتن ځخه په مستقیمه توګه دامر یکا دولسمشر بارک اوباما تر کنترول او نظارت لاندی دي او دم ګړی یی راپور اخلی .
بلي خواته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له مخکي لا ويلي چي د مارجې عمليات د پخوانيو هغو په څیر د نړۍ والو د مطبوعاتي تبليغاتو تر اغیزی لاندي راغلي دي، او ویلی دی چی دا دونه غټه موضوع هم نه ده لکه بهرني ځواکونه چي يې غټوي .
ددې عملياتو څرنګوالي ښی چې دا اصلاً يوه تبليغاتي مساله وه، د زرګونو پوځيانو تيارۍ، په هيواد او نړۍ كې پراخ تبليغاتي كمپاين او د مسالې لوى ښودل اصلاً د نورو اهدافو لپاره وو، د مارجې د عملياتو په باب د پراخو تبليغاتو اهداف څو شيان كيداى شي :
لومړى نړيوال ځواكونه په تيره امريكا په هلمند او كندهاراو په مجموع كې د افغانستان په لويديزو او جنوبي برخو كې ځواكمنې پوځي هډې جوړوي، دغه عمليات د همدې لپاره مهم وښودل شول چې د زياتو پوځيانو د راوستلو او ځاى پر ځاى كولو لپاره پلمه پيدا شي، په هلمند، نيمروز، هرات او نورو اړوندو سيمو كې دتيلو لويې زيرمې شته چې د لويديزوالو د څو لسيزو اړتياوې رفع كولاى شي .
دوهم دا چې د ايران لپاره په راتلونكې كې څه پروګرامونه وي له هلمند او كندهاره له نږدې عملي كيداى او څارل كيداى شي، دا اوس په هلمند كې انګريزانو او امريكايانو داسې هوايي ډګرونه جوړ كړي دي چې د افغانستان له اړتيا لوړ دي .
درېيم دا چې له كندهار او هلمنده امريكا د پاكستان ګوادر او د ايران بندر عباس بندرونه كنترولولاى شي، امريكا به د ګودار له لارې د چين مهمه لاره له همدې ځايه پرې بنده كړي .
ځلورم ـ دهلمند ولایت په پورتنیو سوق الجیشي ځانګړتیاوو برسیره دطبیعي زیرمو په تیره دیورانیمو کافي ذخیرې لري چې همدا اوس ددې ولایت دسنګین ولسوالۍ په سیمه کې دانګلیسي ځواکونوپه وسیله دهغوﺉ دغیر قانوني استخراج کار په تیزي سره روان دي اودغه خبره دکرزي اداري دکانونو دوزارت یوه مسؤل دخپل نوم دنه افشاء کولوپه صورت کې خبري رسنیوته لا وار دمخه افشا کړې .
همداراز دسیمییزو عیني شاهدانو دشاهدې له مخې همدا اوس انګلیسي ځواکونو دغې سیمې ته په ډیره لوړه پیمانه دحفاري (کندنې) وسایل راوړي اودلته یې دیورانیمو داستخراج کار پیل کړی اوهره ورځ دغې سیمې ته دانګلیسي باروړونکو الوتکوتګ راتګ په ډیرزیاته اندازه لیدل کیږي .
پنځم ـ دجنوب لودیځ زون دغه دري ولایتونه قندهار،روزګان اوهلمند ولایتونه هغه سیمې دي چې د لومړی ځل لپاره دطالبانو قیادت له همدغو سیمو ځخه راپیداشو اودهغوی ځیني مهم اعضا‌ء په دغوسیموپوري تعلق لري اوداسلامي امارت تأسیس همدلته شوی ؛ امریکایان اوانګلیسان غواړې دهلمند دتسخیر په وسیله دغه دري واړه ولایتونه ترخپلې ولکي لاندې راولي ترڅو د دوﺉ په زعم وکولای شي داسلامي امارت ځواک په اساسي توګه شنډ اوله هغه وروسته په آساني سره په ټول هیواد خپله قبضه حاکمه کړي
كه پاسنيو ټكيو ته پام وشي له ورايه ښكاري چې په هملند او كندهار او په مجموع كې په جنوبي او جنوب لويديزو ولاياتو كې د طالبانو نفوذ ته مخه وركول بې هدفه نه وو، افغان چارواكيو چې څو كاله مخكې له نړيوالو ځواكونو غوښتل چې بايد د جنګياليو او د دولت د مخالفينو اصلي مركزونه او د تګ را تګ لارې پرې وتړل شي، دغه غږونه نه اوريدل كيدل، اوس چې بيا دښمن تر اصل ځواك څو چنده زيات ښودل كيږي او د پوځونو زياتولو پروګرام تر لاس لاندې دى اصلاً نورې موخې دي چې پاس اشاره ورته وشوه .
واقعيت دادى چې د ژمي په دې سخته څيله كې د پوځي پراخو عملياتو له امله عام ولس ته پر سخت زيان سربيره ډير آزار رسيږي، د كور او كلي پريښودل او په يخنۍ كې بل ځاى ته ليږديدل اسانه خبره نه ده، همدغسې د هغه مظلوم هيوادوال فريادونه پر ځاى دى چې یوه ورځ وړاندی دعملیاتو له شروع د آزادۍ راډيو له څپو نه ويل چې نه طالبان زموږ پروا لري او نه افغان دولت اونه هم نړيوال ځواكونه !
ددې ويره زياته ده چې د هلمند دغه پوځي عمليات ښايي د يوې لويې غميزې د رامنځته كيدو سبب شي، پخوا تر دې چې بيا نړيوال ځواكونه او يا افغان چارواكي ژيړې سترګې د خپلو غلطيو د جبيرې لپاره پر يوه او بل لوري پړه ور اچوي او تر دې وړاندې چې داسې غميزه پيښه شي چې جبران يې ناشونى وي بايد افغان چارواكي سرله اوسه پر هر څه له سره غور وكړي .
يوه غلطي هيڅكله هم بايد بيا بيا تكرار نشي، موږ په تيرو څو كلونو كې څو ځلې په سختيو يخنيو كې دجګړو او پوځي تحركاتو شاهدان يو چې زموږ ولس ډير زيات پكې ځوريدلى دى، نن چې زموږ پر هيواد د يخنۍ كومه څپه مسلطه ده د سالنګونو له غميزې نه يې زور له ورايه ښكاري .
په دغسې حالت كې كه ولس له خپلو كورونو نه وتلو او ليږديدو ته اړ كيږي كه لازمه همكاري ورسره ونشي د طالب له ماين او د نړيوالو ځواكونو له ړندې بمبارۍ او توغنديو به ژوندي ووزي خو د يخنۍ له امله به له مرګونو او ستونزو سره مخ شي چې بيا به هم دا ډيره لويه بدمرغي وي .
له بله طرفه په اصل کي هغه دسولي خبری چي ولسمشرکرزي پيل کړي ؤ ددی عملیاتو په شروع کولو سره دډیرو عاموخلګو په ذهنونو کی پښتنی راولاړی کړی دی او وایی چی سوله اوجنګ دوا ړه په عین وخت کی انتخاب او عملی کیدای نه شی ، دسولی پروسه یا دطالبانو سره خبری هغه وخت ټکني شوی کله چي دسولي خبري لا همداسي تودي وي چي نړيوالو ځواکونو دهلمند ولايت په مارجي ولسوالي کي دوسلوالو طالبانو پرضد دپراخوپوځي عملياتوخبر ورکړچي له 2001 کال راهيسي به يوله غټو پوځي عملياتوڅخه وي چي نژدي پنځلس زره پوري بهرني اوکورني سرتيري به برخه پکښي اخلي که چیری ددی عملیاتو وپیل ته په دقیقه توګه وکتل شی لاندی پوښتنی پیداکیږی ..
۱ـ داچي دمارجي ولسوالي له يونيم کال نه ډير وخت کيږي چي طالبانو نيولي ده ولي ددي يونيم کال په دوره کي بيرته دولت ونه نيوله چي پدي حساسو شيبوکي چي له يوي خوا کرزي غواړي له طالبانو سره خبري وکړي او له بلي خوا نړيوال ځواکونه دي ته شله دي چي په پراخه کچه عمليات پيل کړي...؟
۲ - ولي دي عملياتو ته دلمړي ځل لپاره دومره تبليغاتي بڼه ورکړل شوه چي له پيليدو نه څو اونۍ وړاندي اعلان شول او د ټولو پاملرنه يي ځانته را واړوله چي دسولي بهيرته ښکاره خنډ ده...؟
۳ - داچي له سيمي څخه په سلګونوکورنی بيځايه شوي پداسي حال کي چي سخت اورښتونه هم دي نو پدي موسم کي کډه کول خورا سخت دي ولي دسيمي دخلکو لپاره دا عمليات څه موده ونه ځنډيدل...؟
۴ - ولي دنورکله په خلاف دي عملياتو اخطاريه بڼه درلوده ترڅو دمخالف لوري احساسات د افغان دولت په وړاندي را وپاروي...؟
دپورته پوښتنو په ځواب موندلو سره دي پايلي ته رسيږوچي ددي عملياتو تنظيموونکي اوپلويان په هيڅ ډول په افغانستان کي سوله او دافغان وژني بنديدل نه غواړي چي البته دا به ددوي دګټو په تاوان وي، ځکه دا ترلمرسپينه خبره ده چي په دومره لوړه کچه پوځي عملياتوسره چي هغه هم دبهرنيو ځواکونو لخوا ترسره کيږي پدي مهال کي دسولي راوستل او دجوړجاړي کول په هرډول ناشوني دي ...
او دافغان دولت په ځانګړي ډول په رهبري باندي له افغانانوسره دوه شکونه پيداکيږي:لمړي داچي يا ددي وس نلري چي دسولي دبهير ددي سترخنډ((دمارجي عملياتو)) مخه ونيسي .
اويا داچي پدي خطرناکه لوبه کي کومه چي بهرنيانوپيل کړيده افغان دولت هم ديو لوبغاړي په ډول کارکوي،په هر صورت عمده هدف دبیګناه خلګو ژغورل دي متا سفانه اسو شیټیډ پرس نن خبر ورکړی دی چی امریکایانواوبریتانوانو دهلمند مارجی په عملیاتو کی نن ۱۲ ملکی کسان هغه مهال په شهادت ورسیول چی په کور یی دوه راکټونه ور فیر کړل ناټو داخبره منلی دی اوویلی دی چی مونږ خبل هدف خطا کړي اودتل په شانی یی دمعذرت غوښتی دي،په پای کی دغه لیکنه دښاغلی حفیظ اله خالد صاحب په دغه لاندی ډیر ښایسته شعرباندی چی عنوان یی دی انسان مه وژنی پای ته ر سوم ، رحمت اله روان .
انسان مه وژنئ
مه وژنئ بی ځایه انسان مه وژنئ
نور دا جنګ ځپلې افغان مه وژنئ
بس کړۍ بمباری زموږ په کلیوکی
دا د کلي خـړ ماشـومان مه وژنئ
هرماشوم یو ګل دی د وطن د بڼ
دا زموږ د هیلو ګـلان مه وژنئ
هرانسان چی وژنئ ټول عالم وژنئ
ښار او د کوڅو لارویان مه وژنئ
هر خواته چی ګورې هدیری ډکی
نورزموږد خاوری بچیان مه وژنئ
کور کلی مو وران شو په جنګونو کې
رحم وکړئ خوار بزګران مه وژنئ
جنګ جګړه د ستونزو د حل لار نده
خوشی مو زاړه او ځلمیان مه وژنئ
پریږدئ چی د سولې لمر راوخیږي
دا زموږ د زړونو آرمان مه وژنئ
ای په جنګ کی ښکیلو خالدغږ واورئ
خدای ته ګورئ نورافغانان مه وژنۍ