افغان ميړنۍ دمارچ اتمه ورځ دې نيکمرغه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبیب الله غمخور

فرخنده باد روز هشت مارچ


افغاني غيرتمنې !
پدې پوهيږم چې دعنوان دلوستلوسره به سمدستې سوال درسره پيدا شوۍ وي چې ولي دا مبارکې يوازي دافغان میړنيو ميرنوپه ادرس ليکل شوېده ؟ دا ورځ خوله تاريخي پلوه دنړۍ په ټولو ښځوپوري اړه لرې ،او دنړۍ ټولې ښځې ددې تاريخي ورځي دقهرمانانواو هغو چې دخپل روا او انسانې حق په خاطر ېې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . بلې ! همداسي ده . له نن څخه 143کاله پخواپه 1857 ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه نيټه د نيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کارگرانو دکار د ښوشرايطو، دکار دوخت دکمښت او معاش دزياتوالي په خاطر دښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پر ضد يې دخپل حق غوښتلو داعتراض اوازپورته کړ ؛ددوي دا گوت نيونه دبورژوازانو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي او حق ترلاسه کولو پيل وگاڼه ،همدا دليل و چې دا حرکت تامل نشو کړاي اوپر هغه يې مرگوني گذارونه وکړه .
دغومرگونو اودپانگوالو راپارېدلي غوسې ونشوه کولاي دهغوي د ظلم او استبداد په مقابل کښي دتر استثمارلاندي کارگرانونفرت بل شوي اورلمبې خاموشه کړې کومې چې ددغه مټينگ دقربانيانو په وينو نورې هم شعله ورې شوي وې .
دنړۍ دښځينه سازمانودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځوداتوان پيداکړ چې دزمان وغوښتونوته داپانگوال سر ټيټ کړي ؛ په 1910 زکال د ډنمارک پلازمېني دکوپنهاگن په ښار کي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړۍ وال کنفرانس د (( 17 » هيوادو نه دراغلو (( 100)) تنو ښځينه نماينده گانو په گډون جوړ شو، دهمدي کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي ” کلا را ستکين ” لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د 7 185 زکال دنيويارک دښار د اوبدلو فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي غونډې او هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلنداو پوليسود حملې دقربانيانودهميشني ياد په خاطر دي دا ورځ ” دښځو دنړۍ وال پيوستون ”دورځې په نامه ونومول شي او پدې ورځ دي دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني او طبعي حقوقو ددفاع په خاطر غونډي جوړي شې .
دا (( 95 ))کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادو کښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکې ورځې ياد تازه کيږې ، تر اوسه متاسفانه يوازي دهمدې ورځي په پلمه ښځې دا توان او امکان تر لاسه کوي چې دخپلو حقو قو دغوښتنو مسأله مطرح کړې اودمطبوعاتو له لاري دنړيوالو او بشري ټولنو پام دنړۍ دښځو زړه بوږنوونکې حالت ته را واړوي .
ددې ددپاره چې مطلب رانه اوږ دنشې يوازي په لنډ شکل دهغو برياو تاريخو ته اشاره اړېينه بولم کوم چې په نړۍ واله کچه دښځو په نصيب شوېدي .
ښځو د اوږدو مبارزو ،تلاښونو او قربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره په د نيوزيلاندپه پارلماني ټول ټاکنو کې ښځوته درايې ورکولو حق ورلړه شو،دا حق داسترليا ،فنلنډ او ناروي ښځو تر لمړۍ نړۍ والې جگړي مخکې تر لاسه کړئ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په 1917، دفدرالي المان ښځو په 1918،د انگلستان ښځو په 1919 ، د امريکاښځو په 1920، د افغانستان ښځو په 1934زکال، په ايټاليا او فرانسه کې ښځو تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښې په 2003 زکال داحق ترلاسه کړه چي په انتخاباتو کي گډون وکړي ،مگر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې په 2005 زکال حتي دښاروالۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ورنکړه شو،يا داچې تر اوسه په سعودې عربستان کې ښځه دموټر چلولو حق نلري ،يعني تر اوسه دنړۍ په يوشمير هيوادو کښي ودولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخوادستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او ياکله هم تر هغه زيات تشکيلوې ؛زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه ،يوشمير بنسټپالواودموکراسۍ مخلفوکسانو لخوا څرنگه چې ښځوته دنارينه سره برابر حق ورکول دهغوي گټي له خطر سره مخامخ کولې مقاومت وکړ ،خو دهغو بهرنيانو يې کور دودان چې دخپلو سياسي امکاناتوڅخه په استفادې سره يې وکولاي شول دتر ستم لاندي ښځو له حقوقو او آزاديو څخه دفاع وکړې .
له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځو ته ددوي هغه حقوق چي دبشر دحقو قو داعلاميې په 18 ، 19 ،او27 مادو کښې څرگند بيان شوېدې نه دې ورکړه شوي،او نه هم د 1984 زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتو ضدکنوانسين دپريکړو ،، دماشوم دحمايې په هکله د1924 زکال دژنيو په قراردادکې راغلو موادو اود ملگرو ملتو د سازمان د 1975،1979 ز کال دښځو سره دهر نوع تبعيض،تحقيراو تيري پر خلاف پريکړه ليکونو کښي درج شوې ټکوته دولتي چارواکوپاملرنه نده کړې . اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض څخه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگي برخو کي دفعال گډون امکانات برابري شويدي . که رښتياوويل شې دنړۍ دغوڅ اکثريت په هيوادو کښي ښځو ته دحق ورکولو څخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې . ايا دا ظالمانه نده چې نر اوښځې دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت لرې ،مگر کله چې دصلاحيت او برابرۍخبره راشي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان مقام ورکول کيږې ؟؟؟
اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هر چا زيات دښځوسره دژوند په ټولو اړخونو کښي زورزياتۍ کيږې ،نه يوازي دا چې تر اقتصادې استثمار لاندي دې ،متاسفانه تر اوسه لاښځه په زياتو ځايونو کښي دنارينه ودساعتيريوديوې وسيلې دتوکو په دود په بازارونوکې پلورلوته وړاندي کيږې ، او يايې زيات شمير دژوند داسي شرايط لرې چې مجبورېدي ځانونه او خپل عزت د جنسي وحشيانودپېرېدلوپه بازارونو کې خرڅلاوته وړاندې کړې . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې ندې توانيدلۍ او يا نه غواړي داحق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواو بې عزتيو څخه وژغورې .
دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړۍوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښې تر (( 40 )) زرو زياتي خويندي او ميندي خپل خوږ ژوندلاسه ورکوې ، ځکه په هر ثانيه کښې يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي تر تهديدلاندي ده نور يې تاسې لوستونکې وشميرۍ چې په ساعت ،ورځ ،هفته مياشت او کال کښي ئې شمير څو سوه زرو ته رسېږې .
زموږ په هيوادکي دښځو سره چال چلندبياديوشميرزياتونورو هيوادودښځودژوند تر شرايطو زړه خوږه وونکۍ دئ ؛ ځکه دلته دود ،دستور او عنعنات تر بل هر هيواد زيات مسلط دۍ ،کله کله له مذهبي عقايدو څخه هم ناوړگټه اخیستل کيږې . زموږ ټولنه يو سنتې ټولنه ده ،زه دښځو په اړوندزموږ دټولنې ديو شميرعنعنواودودسره موافق يم مگرمتل دۍ وايې : هر څه چې ډير شې زرر لرې،ياوايې : هر چه ازحدگذرد رسوا شود،کله کله زموږ په ټولنه کښي ځيني واکداران او دپيسو څښتنان له دود اودستور نه داسي شۍ جوړ کړې چې پلې کول يې دهر وجدان له مخي غير عادلانه برېښې دبيلگې په توگه لکه د (( نهه » کلني انجلۍ او يا ځوانه پيغله يوه (( 60 »کلن سړي ته په نکاح کول ،خير دۍ که دا صاحب ډيرې پيسې او واک لرې ،خوهغه دچاخبره داانجلۍ هم خداي لري ، يعني دخداي بنده ده يو څه رحم خوپرې پکاردۍ ،متاسفانه زموږ په ټولنه کې داډول له بدبختيو نه ډک دودتر اوسه پخپل ټول قوت پر ځاي پاته دۍ . دبشردحقوق دخپلواک کميسيون مشري سيما ثمر دژورنالستانوسره په يوه خبري کنفرانس کښې واضح کړه چې ((نهه)) کلني انجونې سپينږيرو ته په زور وادېږې له ((60)) نه تر (( 80 )) په سلو کښي داانجوني بايددجنسي تجاوز فشار تحمل کړي کله چې داماشومه ونشي کولاي په دوامداره توگه تجاوز تحمل کړې له کوره فرار کوي اوبل چاته پناه وړې ، دغه وخت دۍ چې دهغې جزابيا وژنه ،ځان سوچونه او ياسنگساردۍ . دکوم انصاف او عدالت له مخې ومنل شې چې ښځه ياپيغله دې په بدۍ کې ورکړه کړه شې ددغي ښځي څه گناه ده جنايت او قتل نارينه کړی اما ښځه يې جزا وينې دا کوم عدالت او انصاف دۍ ؟؟ زماپه عقيده دښځوسره داډول چلند داسلام دمقدس دين ، بشرې عاطفي او انسانيت خلاف کاردۍ . له بدمرغه د1992 زکال نه راپدي خوازموږپه هيوادکې نورهم دښځو پر جونگړه چې په حقيقت کې زموږ اوتاسونږدې ترين کسان گڼل کيږې دزيات وخت لپاره تياره شوه، او بدمرغۍ يې ورځ په ورځ نوري هم زياتي شوې . دټوپک سالارو او جنگ سالارولخوا دښځو سره ناروااو ظالمانه چلنداو پر هغوي جنسي تيرۍ ، دښځو سپکاوۍ ، دهغوي پر مخ دمکتبو او عالي تحصيلاتود دروازو دخلاصولو سره په يوه اوبل نامه مخالفت ،هغوي له دولتي کارو گوښه کول ، په زياتو ځايو کښي دنارينه و سره يو ځاي پر کارکولو باندې بنديز لگول، ښځه بيله محکمې سنگسار ،تيرباران او يا د خلکو په مخ کې په دورو وهل ، په راډيو او تلويزيون کښې دښځود سندرو او د ښځو په اواز او ياپه تلويزيون کې دهغوي دراښکاره کېدو سره دمذهب له نامه څخه په ناوړه استفادې سره مخالفت ،دتوپک په زور خلک په ږيري پريښودلو مکلفول او په سلهاو نورې وحشيانه کړنې دا وې هغه تحفې چي له پاکستان ،ايران او عربي هيوادو نه تنظيم سالارو او قوماندانانوافغانې ټولني او ښځو ته له ځانه ساره راوړې ، دا چي دوي پخپله ياددوي قوماندانان او پلويانو ((16 )) کلنه انجلۍ ” 70 ” کلن سړي ته دڅلورمي ښځې په نامه په نکاح کوي ،دا دخداي لار ده؟ همداوس هم هر قوماندان او دواک خاوند چي زړه يې وغواړي او کومه پيغله ئې خوښه شي هغه دټوپک په زور په نکاح کوي اويابيله نکاح کولوله هغي نه استفاده کوې ، ايا دا بي انصافي نده چې ښځي ته په ميراث کې برابر حق نه ورکول کيږې ؟ پر ځاي ئې ويلي ((اگر اين مکتب است واين ملا حال طفلان خراب ميبينم )) . په نړۍ کې هر کال په لسهاو زره ښځي دناموس وژني قربانې کيږي چي افغانستان په هغه کې لمړۍ مقام لري ،اياهمداوس اوس چي په هيواد کي زموږخويندي په ځان سوځونه لاس پورې کوې اوتر (( 500 )) زيات قربانيان يې پر ځاي پرې ايښې دا ددو ي سره دښه برخورد او چلند ثمر دۍ ؟ او که ددوي سره دوحشيانه او ظالمانه کړونو نتيجه او بيلگه ده ؟ ددغه شان ظالمانه نه برخوردونو په پايله کې زموږ د خويندو لوي اکثريت روانې شوک ليدلۍ ،داچې اوس تر نيمايې زياتي په روانې مرضو اخته دې، ددغه ځواب به څوک وايې ؟ ايادا دبشر دحقو قو پر ضد بربنډ تيرۍ او تجاوز ندۍ ؟
له بده مرغه دطالبانو دحاکميت تر ړنگيدو وروسته يو ځل بيا هغه چا ته واک ورسيد چي دوطن په خرابيدو تر هر چا ښه پوهيږي ، سږکال دپارلمانې ټاکنو په وخت کې دغو کسانو کوښښ وکړ چي په پارلمان کې غوښنه برخه ولري تر څوحاکميت هميشه ددوي پلاس کې وي ،متاسفانه دوي وتوانيدلاي شول دوطنپرستو او دموکراتوځواکونو له ضعف اوبې اتفاقيو څخه داسي گټه پورته کړې .
که څه هم د اساسي قانون په ” 22 ”ماده کي واضح راغلي چي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون د ” دوويشتمي ” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ . متاسفانه په اوسنې حاکميت کښي داجنابان دقانون ددغو مادو تفسير بيا هميشه په خپله خوښه اودخپلو اډيالوژي گانودپلې کولو په گټه کوې ،کله چي يې زړه وغواړي په راډيو او تلويزيون کي دښځې پر اواز بنديز لگوې او يا په تلويزيون کي د هندي فلمونو ننداره داسلام مخالفه اعلانوې ، کله کتابونه او مجلې څيري ،او کله کله بيا ليکوال او ژورنالستان پر خپل سر زندان ته ليږي ، تر څو داسي وډار شې چې بيا په ژوند دحق ، عدالت دموکراسۍ اويادښځو دحقوقو نوم پر خوله وانخلې .او هغه ښځه چي دخپل حق څخه دفاع کوې په کفر تورنې کيږې يعني تر اوسه په خپل ټول ځواک او واک تلاښ کيږي چې په هيواد کي ددموکراسې مخه ونيول سي . پر ښاغلي کرزي صاحب دامريکايانواو نړۍ وال اعتلاف له ډاره دکفر حکم نشي کولاي که نه پر هغه به يې هم دامانالله خان په څير داصرفه نه واي کړې . ددې لپاره چي زموږ په هيواد کي افغان ولس ( نارينه او ښځې) دموکراسي خپله وې او په هيواد کي ددموکراسۍ ريښي دومره قوي شي چي د دموکراسې کورني او بهرنې بنسټپال دښمنان ونشي کولاي دخپلو نوکرانو په وسيله دموکراسې له خطره سره مخامخ کړي تر اوسه لاډير وخت پاته دۍ . دغې موخي ته درسېدو لپاره افغانانودافغانستان او افغان ولس دملي مصالحو او گټو دساتلو ، په هيواد کښې د بنسټپالۍ اونړۍ وال تروريزم دزاله گيو دورانولولپار ه بهرنيو وسله والوقوتونو حضور ته غاړه ايښې ده .
ددي لپاره چي زموږ دهيواد د پوره نيمايې وگړو يعني ښځو ته د ټولنې په اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کي د فعال حضور او ونډي اخيستنې امکانات برابر شوي وي لازمه بريښي په او سنيو قوانينو کي دا سي تغيرات او تعديلات راوستل شي کوم چي دهغو په اساس د ښځوحقوق په قانوني بڼه داجتماعي ژوند په ټولو اړخونو کي خوندي ساتل شوي وې . تر څو د همدغو قوانينو په برکت دهغوې پر طبعي حقوقو له تيرې او تجاوزڅخه دا سړې وژونکې او دبشر دحقو قو حرفوې دښمنان لاس پر سر شي . او هره ورځ ښځي دځينو چارواکو دفتواگانوله صادرولو نه خلاصي شي ؛څرگند حقيقت دادۍ که په يو هيواد کې قانون وې دفتوا گانو و صادريدو ته کومه اړتيانشته .
که په رښتيا سره اوسنۍ حاکميت اوپه ځانگړې توگه دښاغلي کرز ی داارزو لري چي په هيواد کې زموږ خويندې او مندې له ظلم او اسارت نه خلاصي شې پر ځاي به وي چي ولسمشر پخپله په ټولنه کې دښځو سره دچلنداوبرخورد مسله تر خپل نظارت او خاصي پاملرني لاندي ونيسې . ښځو ته دوزارت او ولايت مقام ورکول ،يا پارلمان ته د ((68)) ټاکل ښه کار او نيک اقدام دۍ ، مگر دابايد هيره نشې پداسي يو هيواد کې چي دنړۍد(( شپږو ))خوارو او غريبو هيوادو په قطار کې راځې دغه څو دولتې مقامونه اوياپه پارلمان کښي دښځينه استازو موجوديت به د هيواد د تر((يو لس )) مليونه زياتو ښځو چي (( 95 )) په سلو کې نالوستې دې کوم درد دوا نکړي ؟لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډار نه غښتلي او قوې گامونه اوچت شي ،زموږ دهیواد ښځې دنږيوالو بشرې سازمانو ،يونيسف ،يونسکو او ملگروملتودسازمان د ځانگړو پاملرنو او قانوني حمايو ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې .
په اساسي قانون کې دبنيادې تغيراتو له مخې بايد د ښځو خرڅول ، دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ، په بدو کې دښځي او انجلۍ ورکول ، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ازار ،د ښځوسنگسار، تيرباران ،اعدام او په دورو وهل ، په زور او جبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري کړنې چي په هغو کښې انساني کرامت تر پښو لاندي کيږي منع او دانساني کرامت خلاف کړنه اعلان شي . ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکار حق ، په مرکز او ولاياتو کي دمور او ماشوم دحمايي په منظور ځانگړو ادارواو په ټول افغانستان کي د امکان تر سرحده وړکتونونه اوماشوم ته دشيدو ورکولو ځايونو جوړول،په وزگار وخت کي دښځو لپاره ددوي په گډون ، دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو ،د موسيقي ،سپورت ،لاسي کارنوو اوداسي نور مختلفو فرهنگي انجمنو او ټولنو جوړښت به دښځو دنهضت د پر مختيا اوهغوي ته دهيواد په دولتي او سياسي کارونوکښې دپراخ گډون لاره هواره کړې .
داچې په افغانستان کې دمنځنيو پيړيو دوديزو مناسباتود مليونوانسانانو دژوندډول او شيوه دمنځنيوپېړيو تر کچې راکښته کړې ده،همدا لامل دۍ چې اوس زموږ په هيواد کښي مينه جرم اوخپله خوښه ښکاره کول جنايت گڼل کيږې ،دسرغړونکې جزايي ځان وژنه اويا ځان سوځونه ده . تر اوسه (( 90 ))په سلوکښي نشې کولاي ښونځۍ ته ولاړې شې .
درنو خويندو او ميندو !زموږ په هيواد کښي هر دسالم وجدان څښتن ستاسو په ستونځواو ستاسو سره له هرې خوادناوړه کړنوپه هکله پوره معلومات لرې ،زه نه غواړم په ننۍ لکنه کښي زيات ارقام وليکم اولوستونکې يې په ويلو گنگس کړم يوازې دومره وايم ، درسمي رپوټونو له مخې هره ورځ د (( 600 )) په شاوخواکې ماشومان خپل ژوند دلاسه ورکوې او هره ورځ (( 50 )) په سلو کې ميندي دماشوم دزېږېدوپه وخت کې ژوند دلاسه ورکوې . داچې څومره ميندي دځان او خپل ماشوم لپاره خواړه ،کالي او درمل نلرې ،داچې څومره ښځې هره ورځ دمختلفوبهانواو دلايلو په توروديوالو کې په سرو اوښکو ناست دې ،داچې هره ورځ دښځې په کور بله بنه (دوهمه ،يادريمه مادينه) په کور ورننه باسي په شمير پوهېدلو يې دوجدان خاوند انسان ليونۍ کيږې .
په يوه خبره موبايد ښه غوږونه خلاص وې او باور ولرۍ چې تاسوته ستاسو حق هيڅوک په خپله خوښه نه درکوې اونه چاته تر اوسه دبشرپه تاريخ کې حق په خوښه ورکول شويدۍ . زماداخبري دکوم وسله وال پاڅون ته ستاسودهڅونې معني نلرې ،بلکې په هر شکل چې کيږې هغه چې همدااوس دسوادله نعمته برخورداره ياست دقلم او بيان په مټ بايد په نه ستړې کېدونکي تلاښونوسره خپل روا او انساني حق تر لاسه کړۍ .دهر ډول ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کښي بايد دمعقولو لارو چاروپکار وړلو سره مقاومت وکړۍ .
اوسنۍ دولتي واک چې دښځو او ماشوم دحقوقو ددفاع ډبره په ټټر ټکوې ،ټول سياسي او ټولنيز سازمانونه چې په خپلو کړنلارو کښي دعدالت او ټولنيز انصاف خبرې کوې او ټول هغه دقلم او سالم وجدان خاوندان چې مور لور او خور ورته گرانه ده په خپل ټول توان او طاقت دښځو لپاره دسالمو ازاديواو په ټولنيز ژوند کښې ښځو ته درناوي او هغوي ته دنارينه وو سره دگډکار او فعاليت دامکاناتو دبرابرولپاره له هيڅ ډول زيار او زحمت څخه بايد ډډه ونکړې ؛ ددولتې ارگانو اويابل کوم ځواک هغه کړنو او فتواگانوپر خلاف کوټلي گامونه پورته کول چي دښځو مقام او انسانيت ته سپکاوۍ وې .
دابايد هيره نشي چې ښځه هغه څوک دۍ چې زه او ته يې دنياته راوړې يو،دزړه په وينو ،په شپه تر سهاره په ويښه تيرولو ،جان جان ويلواو پاکو شيدويې روزلې يو، ښځه ده چې دنارينه سره په کورنۍ کښي چې دټولنې بنسټ جوړوې په غمونوکې غمجنه اوپه ښاديو کې خوښه ده ،ښځه ده چې نارينه ته دصبر ،زغم او تحمل مشورې ورکوې ،همدا ښځه ده چې نارينه دغيرت ،وطن ، ناموس اولاد دساتلو په لار کې دسر ښندلو قهرمانيو ته هڅوې ،همدا ښځه ده چې ته په مځګه کښي قلبه کوې ،دوکان کوې ،ددفتر مامور يي اوياپه بل کار مصروف يي خودا ستادکور ټولې چاري داسي سمبالوي چي کورته په راتگ سره هره ستومانې اوخفگان دې هير شې . ښځه مور ده تر مور مقدس څه ماته نه معلوميږې . راشۍ نور ددغو وحشتونو ،ظلمونو او تيريو پرخلاف ودريږوکوم چې زما اوستاپه ژوند او عزت پوري مستقيم تړاو لرې . په هر اندازه چې زموږ په ټولنه کې ښځې ته دقدرپه سترگه ورته وکتل شې اوپه ټولنيزو کاروکښي دنارينه سره برابر او ددوې دتوان او علاقي له مخې دگډکار زمينه مساعده شي په هغه اندازه زموږد هيواد پرمختگ کاروان چټک پر مخ درومې او شمله مو په نړۍ کښي اوچتيږې . دابايد شرم اوعار وگڼو چې دنارينه ولخوا دقدرت او دولتي څوکيو پر سر دتاوتريخوالي په پايله کښي تر ((ديرشو))کالوزيات سلهاوو زره افغاني ميرمني دپاکستان ،ايران ،هند ،روسيې ،منځنۍ اسيا ،اروپااو امريکا په هيوادنو کښي دجلاوطنۍ او غربت شپې او ورځي تيروې ؛ هغه هر لهظه دغه سوال ته جواب ورکولو ليونۍ کړې ده چې اولادبه دې په کومه ژبه خبري کوې او دکوم کلتور پيرو به وې . اوکه په ځانگړې توگه په ايران او پاکستان کښي دافغاني ميرمنو او کورنيو دژوند حالت وڅېړو فکر کوم افغانې غورور به بل ډول قضاوت وکړې .
دا کاملا درواغ او بي ځايه خبره ده کله چې ښځې خپل حق غواړې يوډله ددغه غوښتنې تعبير دمنځنيو پېړيو په دودکوې اويا ښځو ته حق او آزادې ورکول بداخلاقيوته دهغوي هڅول گڼې . په حقيقت کښي لوږې ،وزگارتوب ، په کور او ټولنه کښې دښځو سره سپک برخوردونه به هرومروهغوي نه تنها ځان وژنې بلکي ځان خرڅونې ته هم وهڅوې .
دا ورځ که خير ؤ ډير ژر رارسيدونکې ده چي افغاني ميړنۍ ، پاک لمنې ښځي او پيغلي به دخپل زيار ، نه ستړي کيدونکې تلاښونو او قربانيو په پايله کې خپل حق او آزادي تر لاسه کړي او په افغاني ټولنه کي به دنارينه وسره يوځاي او يو شان دکار ،تعليم ،تحصيل،او سياست په ډگر کې دفعال او رغنده گډون حق ولري .
وياړ په هغو پاک لمنو افغانو ښځو او پيغلوچې دخپل ژوند په قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولو لپاره خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړيدۍ .
پدې هيله چې هره پېغله مو ملاله او هر ښځه مونازووي

2006 زکال دمارچ اومه مالمو سويډن