ولې کله چې پیاز میده کوو زموږ له سترګو اوښکې بهیږی؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: عبدالملک پرهيز

کله چې پیاز میده کوو، تل زموږ له سترګو نه لکه د ژړا په شان اوښکې بهیږی. ولې؟ ایا کیدي شې ددې مخنيوی وکړو؟
کله چې موږ د پیازو غوټه میده کوو د پیازو په غوټه کې ځانګړی انزایم جوړیږی چې د« ۱» په نامه یادیږی دغه الیانسونه د پیازو په غوټه کې د سلفر لرونکې امینو اسید سره تعامل کوی او د«۲ » په نامه یوه ماده رامنځ ته کوی چې په سترګو کې د اوښکو د جاری کيدو سبب کيږی. په دی ډول کله چې دغه ماده په سترګو کې د سترګو له عصابو سره په تماس کې راځې نو دسترګو عصاب د مو ضوع په هکله د عصابو مرکزې سيستم ته خبر ورکوی، د عصابو مرکزی سيستم د اوښکو غدو ته د اوښکو د رامنځ ته کولو په اړوند لارښونه کوی او په دی ډول له سترګو نه اوښکې چاری کيږی. تل کله چې کومه کيمیاوی ماده د سترګو سره په تماس کې راځې نو سترګې د غبرګون په توګه اوښکې بهوي چې دا یو طبیعی غبرګون دی. باید وويل شې چې د پیازو د ټوټه کولو په پیل کې د سترګو غبرګون شدید او د زغم وړ نه وی. ځکه د« ۲» ماده په لومړیو شلو تانیو کې په زیاته اندازه جوړیږی او وروسته ورو ورو يي اندازه کميږی.
د اوښکو له بهیدو څخه په بیلا بیلو ډولونو مخنیوی کیدی شې. د بیلګې په توګه د پیازو له میده کولو وړاندی پیاز ګرم کړای شې. تودوخه د انزایمو خاصیت بدلوی او په دی ډول د «۲» ماده چوړیدای نه شې.


Allians «۱»

Vision-propanethal-S-Oxid « ۲ »