د عينيت فلسفه او فلسفي مجمو ع الجزائر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

داکتر سيد شير اقا حرکت

په پوره درناوي!
دافغان ستر تاريخي علمي ــ فلسفي ميراث ځاي ناستي

افغاني پوهانو په وړاندي د ارزوني او کره کتني لپاره

د فلسفي داساسي مسٌلي په موضوع کي دا خبره واضح شوه چي فلسفي مجموع الجزايٌر دفلسفي داساسي مسٌلي دغلطي او بي بنياده طرحي په نتيجه کي رامنځته شويدي .کله چي بنياد مشخص،پايدار او په واقعيتونو ولاړ نه اوسي تيوريګاني هم واهي، بي بنياده او مختلف النوعه جوړيدلي شي ، تيوريګاني سليقوي بڼه اورنګ پيداکوي او د ضدونقيض تيور يګانو په جبهئ شخړو کي د فلسفي مجموع الجزايٌر دپاره خټه برابريږي . د فلسفي په تاريخ کي همداسي شويده . چاچي ماترياليستي فکر کاوه اوقانونمندي ئي يواځي په ماديت کي ليدلي شوه ،خپلي فلسفي تيورئ ئي دمادي قانونمندۍ، په بنياد جوړي کړيدي او ديته ندي متوجه شوي چی ماديت يواځي هغه ورشو او طيف د موجوداتو ندي چي مونږ ئي د غير مجهزو حواسواو مستقيمي نظاري پواسطه داحساس قابليت لرو بلکه ټولي برقي ،الکترو مقناطيسي ، ذروي، فوتوني، تشعشعي ،ګراويتاسيوني او داسي نوري ساحي چي انسان ئي په کشف ندي قادر شوي هم په مادي طيف پوري تړلي اوهريو له هغوئ څخه ځانګړي قانوني خصوٍصيات لري . هغه چاچي ايدياليستي نظر درلود ،خپلي تيورئ ئي د خپلوامکاناتو څخه په لوړ او وتلي خيالي ــ تصوري شکل سره دخپلي عقيدي او سليقي مطابق طرحه کړي او حتي هغه حقيقتونه او واقعيتونه چي خداي د مستقيمي نظاري او غير مجهز احساس له لاري پري انسان مکلف او مقدر ګرځولي ، پري سترګي پټوي او دخپل ذهن په ترګميو ، دشعور په تنګو کګليچونو او پوچو خيالاتو او تصوراتو کي دابي شميره خلقتونه او پديدي د لاسه ورکوي او سترګي ئي پري نه ډکيږي ، تيوريئ انحرافي شوی اوقانونمندي په بي قانونۍ بدله شويده . دکلام او منطق پوهانو فلسفه د کلام او منطق په اصالت ،فزيک اومتما تيک پوهانو دفزيک اومتماتیک ا ونوروپه نورو مسلکي،عقيدوي او سليقوي اصالتونو پوري تړ لي دي ، حال داچي دغه ټولو قانونمنده افادو اواصولوکي ذاتي قانونمندي وجود نلري بلکه يواځي دمادی کلي وجدي حالت يعني ديالکتيک دعامي قانونمندۍ د افادي طريقي اووسيلي ګڼل کيږي . نو ځکه فلسفي خپل اصليت دلاسه ورکړي او هر چا دخپلو ذهني نيمګړتياوو او کمبودیوو په تورونو تورنه کړيده . څوک ئي خاص علم بولي، څوک ورته دعلومو علم واي ،څوک اصلاً دفلسفي علميت ته قايٌل ندي ،څوک فلسفه دوني د تني اونور علوم دوني دڅانګو سره تشبيه کوي ،څوک ئي متودولوژيک علم ګڼي او داسي نور ... په نتيجه کي فلسفه زر سريزه اوزرپښيزه بلا او معما جوړه شوي چي نه څوک ورنژدي کيدي شي اونه چاته ددغه معما دحل چل ور ځي . زه پدي عقيده يم ،دکومي ورځي څخه چي لومړنئ فلسفي فورمولبندئ رامنځته شوي ، تر نن ورځي پوري په هغي کي هيڅ ډول بنيادي تغير ندي راغلي او هر څه دپخوا په څير زړه په زړه پاتي دي . ۲۵۰۰کاله پخواهرقليطوس دديالکتيک په واقعي مفهوم په عالم الاسباب « مادي جهان » کي تغير او تکامل ته قايل وو .خو ايما نويل کانت د هرقليطوس څخه ۲۳۰۰ کاله وروسته د« شيئ في نفسه » په تيوري کي دغه تغير او تحول تردي اندازي بنيادي او قهقرائي وګاڼه چي مادي خپل ټول ماهيت اوشکل پکي دلاسه ورکړ او کانت يواځي «داحساساتود کمپلکس » دزيارت ملنګ وګرځيده . حال داچي ، ماده يواځي دخپل شکل او ماهيت په متقابل موجوديت سره قابل د احساس ، مکان او بعد شکل دموجوديت دمادي او يا دکانت په اصطلاح «کمپلکس داحساساتو» هم يواځي د مادي په څو بعدي او څواړخيز موجوديت سره منځته راتلاي شي . کانت دفزيکدان او استر ه نوم په حيث ټول فزيکي ــ ميخانيکي قوانین ،قانون دتحفظ دانرژي ،قانون دبقاٌ دمادي ناديده انګيرلي ،پدي لوي لايتنا هي مادي جهان ئي هم سترګي ندي ډکي شوي او دخپل ذهن دعطالت دتاٌثير اوتاٌثر لاندي هم ندي راغلي او پدي باوري يم چي دخپلو مادي علمي ذخيرو سره سره دافلاطون د «مثُل » دعقيدي دتاٌثير لاندي يواځي ذهني ايدياليست پاتي شويدي .هغه کولي شول دخپل عصر دعلمي ــ فلسفي انکشافاتو او دهغه دشخصي علمي سويئ په بنياد پخوانۍ بي بنياده فلسفي تقسيمبندي له منځه يوسي ،فلسفي مجموع الجزايٌر ته دپاي ټکي کښيږدي ،او واحده فلسفه په واحد علمي بنسټ باندي ودروي . اوکله چي دغه کار سرته ندي رسيدلي ، څرنګه چي ما دمخه اشاره ورته کړي ، دغه ټول لوي فيلسوفان دپخوانيو ابتداي فلسفي نظرياتو محکوم پاتي شوي اوحتي ديوي کوچنۍ ناقانونه پولي په له منځه وړلو ندي بريالي شوي .
زه پدي عقيده يم چي هګل په موجوده فلسفي اومنطقي نظام کي محوري او مرکزي موقف لري . که مونږ وکولي شو دهګل دمنطقي استدلال اوفلسفي فور مولبنديو په بناٌ منطقي قضايا او فلسفي قانونمندئ وڅيړو او د هغوئي مثبت او منفي اړخونو ته دتايٌيد او تنقيد ګوته ونيسو، پرته له شکه به مونږ نه يواځي دعينيت دفلسفي او مختلفو پخوانيو فلسفي نظامونو تر منځ اساسي مشکل حل کړي اوسي بلکه فلسفي علم اوفلسفي نظام به دتل لپاره پخپل حقيقي بنياد ودريږي او خپله حقيقي موضوع او علمي ماهيت به پيدا کړي .
ګيورګ .ويلهلم . فريدريښ ملقب په هګل د اتلسمي م پيړۍ په ديرشو اخري او دنولسمي م پيړۍ په يوديرشو لومړيو او جمله يوشپيته کلونوکي داروپا په زړه المان کي ژوند کړي او دخپل عصر وتلي، پر تحرکه او پرثمره فيلسوف پاتي شويدي . هګل دلوي عقيدي ،لوي منطق اولوي فلسفي څښتن وو. او همدا دهغه لويه نقيصه ګڼل کيدلي شي . هګل په خپل لوي منطق او لوي پوهي سره په عيني قضيه کي ذهني روح ،عيني روح او مطلق روح په اصطلاح يو شان په اثبات رسوي او په هغي کي پرته دهيڅ ډول توپيره يوشان ديالکتيک ته قايٌليږي اودي خبري ته نه متوجه کیږی چی دیالکتیک خو دمطلقيت ماتوونکي او ټول مادي خلقتونه اوپديدي په ابدي تحول او تکامل کي ويني او يا څه ډول ذهنيت ،عينيت او مطلقيت په يوه پديده « روح » کي تحقق او دعمل بڼه پيداکولي شي ؟ پوهان هغه عيني ايدياليست بولي خو زما په نظر هغه ذهني ــ عيني ايدياليست او ديالکتيکي ماترياليست ګڼل کيدلي شي يا په بل عبارت په يو له دغو هم باوري نه وو . ځکه په مختلفو مخالف اړخونو يو شان باور لرل په ټولو باندي دنه باور په معنا دي . هګل تر اخره پدي نه وو پوهيدلي چي دده لويه او غير محاط پوهه پخپله دده دلوي فلسفي دپاره لويه بلا ګرځيدلي ده . دهګل بله ستره اشتباه داوه ، سره ددي چي ده عملاً هراړځيز وسعت دنظر درلود ، خو ذهناً هغه دعيني ايديالست په حيث دماتريا ليزم په مقابل کي دښمنانه تنګنظري درلودله او پدي ډول دهغه بزرګمنشانه لويي پوهي او ناخود اګاه ګمراهۍ حق او نا حق په اصطلاح هغه ته علمي تيوريکي لاري هوارولي او ددي په عوض چي دخپلي لوي عيني ديالکتيکي فلسفي بنياد کښيږدي ، دپخوانيو ناقصو فلسفي نظرياتو په چنګکونو کي له هري خوا زوړند پاتي شو او خپله ناقصه فلسفه ئي په ميراث پريښوده .
هګل په ابتدا کي دشلينګ دنظرياتو پيروي کوله . دشلينګ نظر د مطلق اوحقيقت په باره کي دهګل دپاره دمنلووړنه وو . هګل د خپل منطق له مخي دا نه شوه منلي چي مطلق دي هيڅ ډول تغير ونشي منلي . يعني هګل عملاً ديالکتيک ته قايل وو خو دا سوال هغه ته پيدا نه شو چي د مطلق اصلي مفهوم خير په څه کي دي او دڅه شي له مخي په مطلقيت اطلاق کيدلي شي ؟ هګل د شلينګ په څير دا هم نشوه منلي چي ګوندي ذهن اوعين يوډول ديالکتيکي سيرلري ( حال داچي دمخه مونږ دي خبري ته اشاره وکړه چي هګل ذهني روح ،عيني روح او مطلق روح ته يوډول ارزش او په هغي کي عيني ديالکتک ته قايل وو ) او پدي عقيده وو چي ذهن پر عين باندي غالب دي ليکن بيا هم دذهن قاطع رجحان ته قايٌل نشو او مطلق ( چي هګل ئي معمولاً د خپل خداي او خارق الزاده ذات په حيث پيژني ) ذو وجهين وباله يعني هغه ئي هم ذهني او هم عيني وګاڼه ( يواځي په دغه څو جملوکي مونږ وينو چي هګل څومر ناپايداره بريښي او خپلي جبهي او عقيدي ته څه ډول تغير ورکوي . دعينيت فلسفه پدي باور ده چي په عا لم الاسباب کي مطلق وجود نلري . هر خلقت اوهره پديده نسبي خصلت لري اوهګل هم په همدي خاطر دشلينګ مطلق دټوپک له خولي څخه وتلي مرمۍ اويا هغه شپي سره تشبيه کوي چي په هغي کي ټولي غواګاني توري معلوميږي . او بيا ليکي : «مقصود اواز مثال اول اين است مطلقي راکه فهم ما نتواند با طي کردن مراحل نظري معقول دريابد نبايد مفهوم فلسفي دانست،ومنظوراو از انتقاد دوم اين است که تفاوتها رانميتوان با توسل به مطلق منکر شد بلکه بايد انهارا توضيح دادو جاي انها رادر مطلق معين کرد به بيان ديګرمفهوم مطلق بايدقابل تشريح عقلي و نمايشګر تفاوتها باشد » . ( فلسفهٌ شرق وغرب ،جلد دوم ،صفحهٌ ۲۶۷ ) کله چي دهګل څخه پوښتنه کيږي چي څه ډول دومره مختلف او متناقض مسايٌل په يوه مفهوم کي ځايدلي شي ؟ هګل ځواب ورکوي چي : « چګونګي را بايد در روش ديالکتيک جست » . پوښتنه دا پيداکيږي . کله چي په يوه پديده کي تفاوتونه وجود ولري ، کله چي دعقل دمراحلو پواسطه قابل ددرک ،تشريح اومعرض دديالکتيک اوسي نو مطلقيت به ئي په څه کي وي ؟ دا مفکوره چي هګل پري تاکيد کوي اصلاً سر تر پايه د ديالکتيک سره په تناقض کي ده . هګل په اصطلاح د خپلي عقيدي ،منطق اوفلسفي په قوت نا متجانس افکار اومفاهيم په يوه قالب کي په زور هډماتي کوي او نتيجه ئي همدغه ماته ګوډه فلسفه کيږي . هګل ديالکتيکي روش دا ډول توضيح کوي : « از منظر هګل،فلسفه علم است ،يعني که دانشي است نظام دار. حقيقت فقط به صورت دستګاهي منظم قابل درک است وکشف اين دستګاه منظم که همانا نظام عقل محض است کار فلسفه است . فلسفه با روش خاص خود که از روشهاي علوم رياضي وعلوم تجربي فرق دارد،اين نظام را در مي يابد » . (تاريخ فلسفهٌ شرق و غرب ،جلد دوم ،صفحه ،۲۶۸ » . هګل ادامه ورکوي : « روش ديالکتيک که روش خاص فلسفه است ، به اعتقاد هګل خود ازموضوع فلسفه ناشي مي شود . براستي روش ديالکتيک،هما ناحرکت ذاتي مسايٌل فلسفي است ... اين روش از خارج در مورد مسايٌل فلسفي بکار بسته نمي شود ،بلکه خود از ذات ان مسايٌل مي تراود » . ( همانجا) . اول خو ديالکتيک روش ندي . ما دمخه ليکلي وو چي : «ديالکتيک دمادي هغه نوم دي چي دهغي په ابدي ديناميزم دلالت کوي » يا په بل عبارت ديالکتيک دمادي ابدي متحول وجدي حالت ته ويل کيږي اود فلسفي مسايٌلو پوري هيڅ ډول ذاتي اړه نلري . ځکه چي فلسفه دعامو قوانينو څخه بحث کوي يعني فلسفي مسايٌل عام او مجرد مفاهيم ګڼل کيږي ،او عام مفاهيم خارجي وجود نلري . نه په هغي کي ذاتيت شته او نه حرکت . ذاتيت او حرکت په مادي وجدي ديالکتيکي حالت کي وجود لري او فلسفه ددغه حالت دقانونمندي فور مولبندۍ علم ګڼل کيږي . هګل فلسفه نظامداره علم بولي او وائ چي حقيقت ديوي منظمي دستګاه په صورت کي قابل ددرک،او دغه منظمه دستګاه همغه نظام دعقل محض دي چي دفلسفي پوري اړه لري . د عينيت فلسفه پدي عقيده ده چي مطلقه بي شعوره اومطلقه با شعوره خلقت اوپديده وجود نلري . نو نه عقل محض وجود لري ،ځکه چي هرعقل مقيداو مستلزم د مکان دي او نه مطلقه باشعوره ماده چيري وجود لري چي دعقل محض او عقل ناب اطلاق پري وشي . سقراط اوافلاطون « مثُل »دعام مفهوم او کايٌن کلي په حيث محمل دعقل ګڼه او دارسطو د « اولي فلسفي » اساسي محور هم همدغه مثُل جوړوه او دمعرفت اساسي رکن همدغه هميشه ثابت متا فزيکي عام مفاهيم ګڼل کيدل او جزيٌ موجودات دهغوئ او ځيني نورو په نزد معرض دکون و فساد او دمعرفت دپروسي تش اوهميشه متغير احساس بلل کيده او هيح ډول استقرار ئي نشو درلودلي، نو هګل هم البته دهغوئ په تقليد فلسفه دعامو مفاهيمودمنظمي دستګاه په حيث عقل محض ګڼي او درياضي اوتجربي علوموڅخه مافوق نظام بولي . حال داچي دټولو قانونمنديو دافادي ډيره اسانه او دقيقه ژبه رياضي او نور تجربي علوم ګڼل کيږي . او فلسفه يواځي دمادي دوجدي حالت انساني قانونمند علم او وسيله ده . فلسفه با الذاتهِ اوفي نفسهِ دهيڅ ډول قانونمندئ مبين نده او نه بايد دغه تهمت په فلسفي علم پوري وتړل شي .
هګل همداسي ليکي : «روش ديالکتيک از منطق متعارف بدور است،اعلام ميدارد که ما بوسيلٌه حکمي منفي مي توانيم به مفهوم والا تر برسيم ، ( څه ډول ؟ ) بنا بر اين،چنان که سپينوزا ګفت، هرګونه نفي، خود به منزلهٌ اثبات است . هنګامي که يک حکم مثبت نفي مي شود،البته تناقض پيش مي ايد ( ديوي خوا واي چي هرډول نفي په معني داثبات ده اوبلي خواته واي چي ديوه مثبت حکم نفي تناقض منځته راوړي ـــ څه ډول؟ ) .تناقض بر ذهن ګران مي ايد،ازين رو ذهن بار ديګرحکم نفي شده را نفي مي کند . وبا نفي نفي اول تناقض را فرو مي نشاند .نفي دوم نه تنها مارابه حکم مثبت قبلي بر مي ګرداند بلکه حکم مثبت قبلي را براي ما پرمايه تر مي کند . ددغه ډول استدلال دپاره هيڅ ډول قانوني دليل وجود نلري او حتي دډيرو معمولي قوانينو دپاره دمنلو وړ ندي . ليکن هګل پرته دکوم حکمي دليل ددغه ناقص استدلال په بناٌ دديالکتيک دوهم ( نفي نفي ) قانون طرحه کړيدي چي په هره جمله کي ډيري پوښتني راولاړيدلي شي . زه ددغه قانون په طرحه همدومره بحث کافي بولم او دغه طرحه دجدي تاٌمل وړګڼم ځکه دغه طرحه د ډيرو معمولو قوانينو سره په تناقض کيده او دبلي خواپه دغه طرحه کي قانونمند منطقي تسلسل وجود نلري او نه منطق پخپله کله هم واجد دکومي قانونمندۍ ګڼل کيدلي شي ! ( دموضوع علاقمندان کولي شي د«تاريخ فلسفهٌ شرق وغرب ،جلد دوم ،صفحهٌ ۲۶۸ ،۲۶۹ » ته مراجعه وکړي ) .
هګل د خبرو په دوام ليکي : « ... مراحل سير ديالکتيکي مراحل انتزاعي است ،ولي نتيجهٌ انها وصول به حقيقت انضمامي است . هر ترکيبي که در جريان سير ديالکتيکي اصل ومتقابل بوجود مي ايد،به نوبهٌ خود ، اصلي شمرده مي شود که همچنان زايندهٌ نفي وترکيب جديد است . ترکيب هاي مراحل پايٌين کاملاً انضمامي نيستند ولي به تدريج از صورت انتزاعي دوروبه صورت عيني وانضمامي نزديک مي شوند تا جاي که سرانجام به صورت ترکيب مشخص تامي که ديګر تقابل پذير نيست در مي ايند .ترکيب،در اين صورت نهاي،همانا ذات مطلق است . ... فلسفه،نزد هګل،علم عقل محض يا خرد ناب است » . ( همانجا ،صفحهٌ ۲۶۹ ) . زه خو دا منم او باور لرم چي دانسان دذهن په انتزاعيت کي دشعور اولاشعور ديالکتيک موجوددي،شپږم حس موجوددي ،الهام موجوددي ،ايقاظ ،ايقان او دپيغمبرانو « ع » لپاره وحي موجوده ده .نوزه حق لرم دا هم ومنم چي دغه انتزاع رښتيا هم په انضمامي حقيقت بدليدلي شي . لکن هګل ددي خبري حق نه درلود ځکه هغه پدي باورنه وو او نن هم يو تن پدي عقيده اونظر نشي پيدا کيدلي چي ذهنيت دعيني واقعيت په توګه ومني، او هګل هغه وخت يواځي نا خود اګاه دخپل ذهن د ديا لکتيکي تاثير د تاٌثر له مخي خپلي طرحي وړاندي کولي . هګل لیکی .د ټيټو مراحلو ترکيبونه کاملاً انضمامي ندي ولي په تدريجي ډول دانتزاعي شکل څخه ليري ووځي او عيني انضمامي شکل ته پدي توګه نژدي کيږي چي تام ترکيب وګرځي اونور تقابل پذير نه اوسي .يعني هګل ددي په عوض چی عام او کلي موجودات انتزاعي اومجرد مفاهيم وګڼي،جزيٌ موجودات انتزاعي بولي چي په دوامداره تدريجي پروسه کي انضمامي اوعيني بڼه غوره کوي او دهګل په قول دغه ترکيب پدي صورتکي همغه ذات مطلق دي . او دذات مطلق نسبت هګل هميشه خپل خداي ته کوي . داچي ترکيب انضمامي دي اوکه نه او داچي څه ډول قابل د احساس يو جزيٌ موجود په مطلق ذات بدليدلي شي يواځي دهګل په منطق برابريدلي شي ؟ هرڅوک پدي ښه پوهيږي چي په انضماميت کي درجي وجود نلري لکه څرنګه چي په ماديت کي دا ډول درجي وجود نلري چي لږ مادي دي اوکه ډير ؟ دلته يوله دوو حالتونو څخه ممکنه ده . يا دي . يا نه دي . خو هګل دلږ انضماميت څخه دومره اوږده لار وهي چي مطلق ذاتي انضماميت ته رسيږي .د بلي خوا هر څوک پدي ښه پوهيږي چي جزٌي موجودات او پديدي يواځيني داحساس وړ او څرګند انضمامي واقعیتونه دي او هر څومره چي قضيه دکليت په لور حرکت کوي دانضماميت څخه لري ووځي او انتزاعي بڼه غوره کوي . ليکن هګل له بده مرغه په دغه يوطرفه جاده پر څټ حرکت کوي . دمخه وويل شول سره دد ي چي د ارسطو د «اولي فلسفي » اساسي محور دافلاطون « مثُل » تشکيلاوه بيا هم هغه دخپل استاد پرضد دعامو انتزاعي مفاهيمو ارزش ته ارزش نه قاٌيليده اويواځي جزٌي موجودات ئي داحساس اومعرفت مرجع او منبع ګڼل . خو دمارکس په قول ،چي که څوک دحقيقت په څيړلو کي يواځي په احساساتو تکيه وکړي ، دعلم څخه به ذره هم پاتي نشي ، ارسطو هم مجبورشو چي په جزٌي موجوداتو کي عام مشترک خواص ولټوي او هغه معرف د خپل معرفت وګرځوی . مونږ پدي عقيده يو چي کلي او جزٌي موجودات اومفاهيم هر يو پخپل ځاي ارزش لري او هر يوه ته پخپل ځاي خپل ارزش قاٌيليدل پکار دي . پدي باره کي دنور اضافي بحث لزوم زه نه وينم او قضاوت محترمو لوستونکو ته سپارم .
پدي خبره کي به څوک ترډيد ونلري چي دمنطق بنسټ ايښو دونکي افلاطون او ارسطودي خو دا هم يو څرګند حقيقت دي چي په ورستيو نژدي دري پيړيو کي هګل د خپل منطق په مټ دمنطق او دالمان دکلاسيکي فلسفي سلطان پاتي شويدي . هګل دخپل منطق په قوت دجهاني روح ،مطلقي ايده ، مطلق ذات ، عقل محض ، خرد ناب او نورو نومونو سره ځان لپاره مجازي خدايان جوړ کړي او کله چي ئي ز ړه منلي بيرته ئي ړنګ کړي دي . هګل ډيري ستري چاري سرته رسولي او دسراب ټولي ويالي، خوړونه، سيندونه او بحرونه ئي چاڼ کړي ، دذهن ټول تنګ کګليچونه ئي پسي لټولي او هيڅ په لاس ندي ورغلي ، ځکه چي واقعي مرغلري خو داصلي بحرونو په ژوروکي ميندل کيدلي شي . دمخه مونږ اشاره وکړه ،چي دهګل په عقيده ،فلسفه دعقل محض او خرد ناب علم ته ويل کيږي . دکانت په فلسفه کي فهم دمقولاتو او دهګل په فلسفه کي خرد دناب « خالص » د مفاهيموپواسطه افاده کيږي .دغه ناب مفاهيم دانسان پواسطه نه رامنځته کيږي « بلکه از ذات ديالکتيکي مفاهيم ناشي مي شود ـــ دا دهګل خبر ي دي » اول خو عقل محض اوخرد ناب وجود نلري ، دوهم داچي ،که چيري عقل محض « عقل مطلق » اوخرد ناب وجود هم ولري ،په هغي کي ديالکتيک وجود نشي لرلي . ځکه چي په مطلق کي هيڅ ډول حرکت ،تغير اوتکامل وجود نلري .نو دهګل اشتباه داوه چي په مطلق کي حرکت ،تحول ،تکامل او ديالکتيک ته قايل وو او دو همه اشتباه ئي پدي کي وه چي دغه مفاهيم او دهغي بشپړ جريان ئي دمنطق په علم کي سپړه . دريمه اشتباه داوه چي هګل پدي عقيده دي چي: « مفاهيم يا مقولات هګل صرفاً همان صورتهاي انديشه که در تجارب ما منعکس ميشوند نيستند؛اين مقولات ذواتي واقعي به شمار مي روند ووجود مطلق يا حقيقت را به ما معرفي مي کنند ،واز اين رو معرفهاي وجود مطلق محسوب ميشوند» . ( همانجا صفحهٌ ۲۶۹ ) . دلته هم بايد ووايم ،په کومه عقيده چي هګل وو هغه وخت انديشي صورت نه درلود اونه په تجروبوکي منعکس کيدلي شوي .بل داچي مقولي عام مفاهيم دي نه خارجي وجود لري اونه ذات ،نو ځکه مطلق وجود او حقيقت هم هيڅکله نشي معرفي کولي . « ... به قول هګل،منطق مفاهيم ناب نمايشګر خداست در ذات جاويدان خود .به اين معني که اين مقولات که در منطق مورد بحث قرار مي ګيرندهم زمينهٌ انديشه اند وهم زمينهٌ وجود . زه پدي عقيده يم چي نه ناب مفاهيم وجود لري، نه دناب مفاهيمو منطق او نه داسي مفاهيم چيري وجود لري چي دخداي دجاودان ذات نمايشګر اوسي . خداي خپل عالم ،خلف او مقدر انسان دهغه څه په معرفت مکلف ګرځولي چي دهغه دپاره ئي مسخر کړي او هغه دعا لم ا لاسباب ټولي پديدي اوخلقتونه دي او په مروج ډول دطبعيت دمقولي پواسطه افاده کيږي .متا فزيکي ، مابعد الطبيعه او ماقبل الطبيعه يا خو هيڅ وجود نلري اوکه وجود هم ولري د انسان دپاره مسخر ندي منل شوي ،نو ئي په معرفت ئي هم ندي مکلف . ډير پوهان لوي شپي په بي خوۍ سبا کوي او غواړي دتصور او تخيل دلاري په مابعد الطبيعه اوماقبل الطبيعه کي قانونمندئ ولټوي او ددي خبري څخه غافل دي چي صورت مبين دهيڅ ډول قانونمندۍ ندي اونه ئي افاده کولي شي . ارسطو خوشي په خوشي صورت عامل اومنبع دمعرفت ګڼه . که چيري هګل دغه ټولي هڅي په هغه څه کي سرته رسولي واي چي پري مکلف او مقدر ګرځيدلي وو،حتماً به دخارق العاده قانونمنديو په لاسته راوړلو بريالي شوي واي او دابد دپاره به دفلسفي سلطان پاتي شوي واي . ده چي په سراب کي قانونمندئ لټولي ، پکار همداوو چي وروسته له هرو څو جملو ئي منطق ختم او خپل منطق ئي دبي منطقۍ عامل ګرځيدلي دي . وروسته هګل ليکي : «وجود ،عدم،وصيرورت ــــنخستين مقولهٌ که انتزاعيترين تعريف وجود مطلق است همانا مقولهٌ وجود است . ( ايا دا ممکنه ده چي مقوله دوجود دمطلق وجود دانتزاعيترين تعريف په حيث ومنل شي؟ )حد اقل وصفي که مي توان در بارهٌ وجود مطلق کرد اين است که بګوييم وجود مطلق ،وجود دارد . ( چا په ډير ساده منطق کي داډول تعريف ليدلي؟ وجود هغه وجود دي چي وجود ولري . که وجود معلوم وي ،نو تعريف ته ضرورت نشته اوکه مجهول وي . نو ديو مجهول تعريف په بل مجهول کيدلي شي؟ که چيري دا خبره سمه نه وي . نو ايا دا ممکنه ده دمطلق وجود تعريف او بلکه دهغه انتزاعيترين تعريف په وجود سره وشي ؟ وروسته هګل دمتناهي ،کاذب نامتناهي،نامتناهي او مطلق مفاهيمو په باره کي ،دطبعيت فلسفه ، دذهني ،عيني اومطلق روح او فلسفه ٌمحض په باره کي سوال برانګيزه بحث کوي چي دلزوم په صورت کي به پري بحث وشي .
دپورتني بحث څخه څرګنديږي چي فلسفي بحثونه اسان کار ندي .که مونږ دتاریخی دوری د ټولو پوهانونظريا تو،عقايدو او پدغه نظرياتو باندي تفسيرونو او تو ضيحاتو ته نظر واړوو او غور پري وکړو ، دا بايد ومنو چي دوئ عادي انسانان نه وو او هر يوه ستري چاري سرته رسولي دي . دوئ عالمان او فيلسوفان وو او دسترو طرحو او اوليه ( خامو ) موادو ستري زيرمي ئي جوړي کړي دي .خو فلسفه له دي څخه هم اوچت بحث دي . يو دمجردو فلسفي نظرياتو او افکارو درلودل دي او بل دفلسفي قضاياوو ،طرحو او مسايٌلو په ثبوت رسول دي . له بده مرغه که څوک مغلق اومهمل عبارات سره راټول کړي ، که څوک په ناحقه ،بي دليله اوحتي بي منطقه له خداي څخه منکرشي او يا دشرابو څښل ځانته روا وګڼي اويا کوم بل ناروا يا غير معمول کار ته لاس غزوي ،خلک ئي فيلسوف بولي . ما دي څوک په فلسفي کفر نه نيسي، زه غواړم دا ووايم ، چي تر اوسه پوري کوم فلسفي نظريات چي ما لوستلي ،هيڅ فيلسوف او پوه تر اوسه نه کومه قضيه په فلسفي محتوا ،ماهيت اواساساتو طرحه کړي اونه ئی په ثبوت رسولي ده .ددي کار علت هم پوره واضح او څرګند دي اوهغه داچي : تر اوسه څوک نه پوهيږي چي فلسفه علم دي اوکه نه ،دفلسفي اساسي مسٌله بي بنياده او ناسمه مطرح شويده ،دفلسفي علم مو ضوع معلومه نده ، ... اودا ډول ډیر نور تهمتونه چي په فلسفي پوري تړل شويدي .پدي مسايٌلو به په راتلو نکي کي بحث وشي . د فلسفي مبهماتو ،پرده پوشئ او سفسطه سراي په باره کي غواړم دشوپنهاور ،فيخته اوشلينک ځيني اظهارات ذکر کړم .شوپنهاور واي : «مردم با خواندن اثار کانت نا ګزير متقا عد شدند که هر چيز مغلق ومبهم را نمي توان بي معني دانست . » ( ليکن زه اوس هم پدي عقيده يم چي غير منطقي غير قانونمند مغلق او مبهم عبارات په هره سويه او ولو که دکانت هم اوسي بايد هم بي معني وګڼل شي . ) فيخته وشلينګ ازين معني استفاده کردند ودر فلسفه تار عنکبوت زيباي بافتند . « ولي انکه در ياوه ګويی جسارت را به حد اعلي رسانيدو چنان سخنان بي معني ومغلق ګفت،که تا ان وقت جز در ديوانه خانه هاسابقه نداشت ،هګل بود .وي با بي شرمي سخنان بيهودهٌ فريبنده اي ګفت که تا ان وقت کسي نګفته بود وبه نتايجي رسيد ګه در نظر ايندګان افسانه اي خواهد بودوهمچون بنا وخاطره اي از حمق وکودني ملت المان بر جاي خواهد ماند .» ( تا ريخ فلسفه ،ويل دورانت ، ترجهٌ فارسي ، صفحه ۲۶۳ .» خداي دي نکړي ، زه هيڅکله هيچاته دغه ډول نسبت کول نه غواړم . کانت ،هګل ،... او نور ډير عالمان چي ستري علمي زيرمي ئي مونږ ته په ميراث پريښي دي دخپل وخت بي بديله لوړ پوهان اوشخصيتونه وو او اوس هم هغوئي ته د کامل احترام حق محفوظ او پرځاي پاتي دي . خو ددي ټولو خبرو سره سره زه غواړم ووايم ،په کومه لار چي فلسفه تر نن ورځي روانه ده ،په اصطلاح دترکستان په لور ده . نن علم او تخنيک پوره پرمختګ کړيدي ،پکار دادي چي پخوانئ علمي زيرمي دنوي علمي ــ تخنيکي امکاناتو او لاسته راوړنو په بنياد دکره کتني لاندي ونيول شي ، د سفسطو ،مغلقاتو، مبهماتو اومهملاتو زړي بړستني تري ټولي او ټول مطالب دقانونمند نظم مطابق ترتيب اوتنظيم شي .
[ هګل درسالهاي (۱۸۱۲ــ ۱۸۱۶ ) کتاب « منطق » خودرا نوشت که تمام المان را به جهت صعوبت فهم و اِغلاق ان متحير ساخت وموجب شدکه به استادي فلسفه در دانشګاه هايدلبرګ برسد .در هايدلبرګ به سال ۱۸۱۷کتاب عظيم خودرابه نام « دايٌر ة ا لمعا رف علوم فلسفي » نوشت ودر سايٌه آن درسال ۱۸۱۸ به استادي دانشګاه برلين رسيد . ازين تاريخ تا اخر زندګي خود پاد شاه بلا منازع فلسفه بود،همچنانکه ګوته در ادبيات وبتهون در موسيقي بودند .روز تولداو يک روز بعد از روز تولد ګوته بود وملت پر غرور المان در هر سال به افتخار ان دو، دو روز تعطيل ميکرد .

روزي يک نفر فرانسوي از هګل در خواست کرد که فلسفهٌ خودرا در يک جمله خلاصه کند . ولي موفقيت او مثل موفقيت ان کشيش که از وي پرسيده بودند تا بر يک پاي استاده است تعريفي از مسيحيت بکند، نشد . کشيش به سادګي جواب داده بود که « همسايه ات را چنان دوست بدار که خودرا دوست ميداري » هګل تر جيح داد که جواب ان فرانسوي را در ده جلد بدهد ؛کتابها نوشته شدو به طبع رسيد وتمام عالم در بارهٌ ان سخن مي راندند ولي خود او شکايت داشت که « فقط يک نفر سخنان مرا فهميد ،ولي او هم نفهميد . » بسياري از اثار هګل مانند اثار ارسطو ياددشتهاي است که براي تدريس تهيه کرده بود و بد تر ازان آنهاي است که شاګردان او هنګام اصغاي دروس او نوشته اند . فقط کتاب « منطق » و « علم ظواهر روح » به دست خودش نوشته شده است واين دو آيت ابهام و اِغلاق واطلاق وايجاز است . اين دو کتاب مملو از اصطلاحات عجيب مخصوص به خودش است وهر عبارت و جمله اي به دقت به جملات حصري فراوان که خاص روح ګو تيک است تبديل شده است . خود هګل کتاب خود را چنين وصف ميکند : « کوششي است براي ياد دادن زبان الماني به فلسفه » و درين کار موفق شده است .] ( تاريخ فلسفه ، ويل دورانت ،تر جمهٌ فارسي ،صفحهٌ ۲۶۵ ) . د پور تنۍ ليکني دراوړلو څخه ما دوه هدفه درلودل : اول داچي ګرانو لوستونکو ته په ذهن کي دهګل دليکنو او عقيدي به باره کي ابتداي شمه ښکل شي او دوهم داچي دهګل دخپل قول چي پخپل قلم ئي ليکلي ځيني مطالب دمثال په ډول ذکر کړم .
هګل پخپل اثر «فنو منولوژي » ( دپديدو څيړنه يا علم ظواهر روح ) کي د سوبستانسيون ( ماهيت ) تيزس لکه سوبيکت ( ذهني موجود ) ، لکه دعملي فعالي مبدا په حيث په اثبات رسوي ( خو مونږ پدي پو هيږو چي دمادي واحد اوپديدي ماهيت دسوبيکت سره نه څه اړيکي لر ي او نه دهغي دپاره عملي فعاله مبدا جوړيدلي شي ) . دهګل دفلسفي اساس دهستۍ او شعور په وحدت او يوشانوالي ولاړ دي او پدي عقيده دي چي حقيقی پديدي بايد دايده ،مفهوم اوروح دمظاهرو په حيث ومنل شي .دغه وحدت ته،هګل دمطلقي ايده دځان پيژندني د تاريخي تکاملي پروسي په حيث کتل او په مشرح ډول دهګل دغه مطلق عيني ايدياليزم د «فلسفي علومو په دايٌرة المعا رف » کي په لاندي ډول توضيح شويدي . دټولو طبيعي او ټولنيزو پديدو په بنياد کي مطلق،روحي اوعقلي مبداٌـــ«مطلقه ايده » « جهاني عقل » يا «جهاني روح » قرار لري .دغه مبداٌ فعاله او عملي ده او يا ووايم دهغي عمل په تفکر کي نغښتي دي او که دقیق وویل شی په ځان پيژندني کي .په پرمختيا ئي پروسه کي مطلقه ايده له دري مرحلو څخه تيريږي : ۱ ) دايده باالذاتهِ پرمختيا،« په عقل محض کي دننه حادثه » ـــ منطق،چيرته چي ايده په يوتربله سره تړلو او يو پربل باندي بدليدونکو منطقي مقولوکي خپله محتوا سپړي ؛ ۲) « دغير هستۍ » په شکل کي دايده پرمختيا، يا په بل عبارت دطبعيت په شکل کي دهغي پرمختيا ، ـــ دطبعيت فلسفه؛ طبعيت پرمختيا نه مومي،يواځي دمنطقي مقولو دخود بخودي پرمختيا خارجي مظاهر برابروي ،کوم يو چي دهغي ماهيت ګڼل کيږي ؛ ۳) دايده پرمختيا په تفکر او تاريخ کي ( په « روح کي . » ) ـــ دروح فلسفه . پدي مرحله کي مطلقه ايده پخپله خپل ځان ته رجعت کوي او خپل ماهيت دانسان د شعور او فعاليت په مختلفو ډولونو کي دوباره ترلاسه کوي . ( ترجمه له « روسي فلسفي قاموس » ،هګل صفحه ،۸۲ ) . پورته مونږ دهګل دفلسفي په ځيني مسايٌلو بحث وکړ . په وروستي قسمت کي هم ډيري پوښتني راولاړيږي او هره پوښتنه د ډير دقت او تاٌمل وړده . ويره يواځي پدي کي ده چي بحث تکراري نشي . زه يواځي دومره ويلي شم چي هګل پدي بحث او بلکه پخپلو ټولو بحثونو کي ډبري سکرو،طلا او الماس ته يوډول ارزش قايل شوي اوپه يوه تله ئي تللي دي . عقل محض،مطلقه ايده ،جهاني روح ... او العيا ذ با الله خداي څه ډول دمنطق په مقولو کي خپل ماهيت سپړلی شی ؟ طبعيت څه ډول دمنطقي مقولو خود بخودي پرمختيا خارجي مظاهر برابرولي شي ؟ مطلقه ايده څرنګه خپل ماهيت دانسان دشعور او فعاليت په مختلفو ډولونو کي دوباره ترلاسه کوي ؟ يواځي پديدي او خلقتونه تحول پذير دي ځکه چي کم و کاست لري او يا مقدر او مجبورد ي . خداي لوي ذات دي . کامل ذات دي او تغير نه منونکي ذات دي . په خداي يواځي دهغه ذوالجلال ذات دخارقالعاده خلقتونو له مخي باور ولرو ،وئي منواو ايمان پري راوړو . په پورتني بحث کي هيڅ ډول قانونمندي نده افاده شوي او نه منطقي تسلسل وجود لري . هر څه هګل د خپل « منطق » په جبر برابر کړيدي او په حقيقت کي ئي مونږ تخيلي او تصوري منطق ګڼلي شو چي دقانونمند ۍ سره په هيڅ صورت ډډه نشي لګولي .
سره ددي چي هرڅه مخي ته نقد پراته دي او په معرفت مسخر او مقدر ګرځيدلي ، خو پوهان او فيلسوفان او حتی داسلام علماٌ ددي په عوض چي د موجوده علمي ــ تخنيکي فوق العا ده امکاناتو په لرلو سره دخداي خلقتونه وڅيړي ، د خداي دذات او صفاتو په باره کي تصوري او تخيلي تيوري ګاني جوړوي . حال داچي انسان دهميش دپاره په عالم الاسباب کي دخداي دذات دپيژندلو اوتوصيف څخه عاجز دي .
ډير پوهان پدي اخته دي چي ددي جهان اول او اخر پيداکړي . يو شاعر واي :
ما زآغازوز انجام جهان بي خبريم اول واخر اين کهنه کتاب افتا ده است
ليکن زه ددي خبري سره په هيح صورت موافق نه يم او په پوره جرا ٌ ت سره وايم چي ددي کهنه کتاب هر څه په ځاي دي . يواځي پکار دادي چي دتخيلي ، تصوري... او واهي فلسفو څخه راووځو ،د عينيت او حقيقت بينا سترګي وغړوؤ او دقضا ٌ او قدر له مخي عيني قانونمندۍ ته قايل اوسو . که ئي محترم لوستونکي را سره ومني ، غواړم يوڅو، ساده مثالونه راوړم :
ـــــ لا کوچني ووم چي زمونږ په کلي کي ديوچا په کور ، چي نوي له هندوستان څخه راغلي وو او حتماً پنځه روپۍ او څه سامان به ئي هم له ځانه سره راوړي وو ، غله راغلل . چيغي شوي ، دکلي خلک په منډه مرستي ته ورغلل ، توره شپه وه ، غله په تيښته بريالي شول او يوڅه سامان ئي له ځانه سره يووړ . سبا دسهار له لمانځه وروسته خلک زمونږ ديري ته چي ددغه کور په څنګ کي وه راغلل او پدي سوچ کي شول چي غل څه ډول پيداکړي . با الاخره فيصله پدي وشوه چي « پل شناس » راوغوړي . پل شناس دکور شاوخوا وليدله او بيا يوي خواته روان شو ، ته ته ... يوه غره ته ورسيده . په غره کي چي يوه ټوټه ولاړ فيصله ئي دا وکړه چي دا غله دهمجواره دري څخه راغلي دي.نور پري زه خبر نه شوم خو وروسته له څه مودي دومره خبرشوم چي غله ئي پيدا کړي وو اود جرګي دلاري ئي مال دجريمي سره تري اخيستي وو .
ـــــ محترم لوستونکي شايد پخپله هم ددي خبري شاهد اوسي چي په اروپائي لويو تجارتي مرکزونو کي چي دورځی په لسګو نو زره کسان ښکته پرته کيږي ، کله چي دکومي کسي څخه غل پيسي تختوي څو دقيقي وروسته پوليس ديوه سپي سره راپيداکيږي او سره ددي چي دزرګونو انسانانو دعطرونو او خولو بويونه يوتر بله سره ګډ وي سپي پکي يو تشخيصوي اوپل ئي تعقيبوي تر څوچي غل پيداکړي . دغه فيلسوف سپي دکومو نښو نښانو له مخي دغه بوي تشخيص او تعقيب کړي شو . حتماً ئي نښي نښاني په محيط کي پاتي وي او چي څرنګه دغه سپي دهغي په پيداکولو قادر شو البته چي خداي پدي کار مقدر ګرځولي وؤ او پرته دبي حسابه انتګرالي اوديفرنسيا لي معادلو او مشتقاتو دحل او دهګلي منطق پرته په منطقي او قانونمند حل بريالي شو . دا ديوي بلي خبري دليل هم کيدلي شي چي نه يواځي اکرم المخلو قات خداي په خارق العاده رسالتونو مقدر ګر ځولي بلکه دغه ټول خلقتونه په شکل داشکالو دمختلفو رسالتونو په سرته رسولو مقدرشويدي او پرته له بغاوته چي دانسان خاصه ده ، نور مخلوقات دخداي دقانون سره سم دخپل شعور له مخي چاري سرته رسوي .
ـــــ ما په يوه ليکنه کي ليکلي وو چي په يوګوسلا ويا کي دسر بیانو له خوا دمسلمانانو د ډليزو وژنو اته مياشتي وروسته چي ډليٌز قبرونه پيدا شول ،د DAN ( له مخي د۸۰۰ کسانو جينيتيکي تسلسل او هويتونه تثبيت شول . دغه جسدونه چي دلس متره خاورو لاندي يو دبل دپاسه اته مياشتي پراته وو او هلته ژور بيو لوژيکي ،کيمياوي او نورو ډول ډول تعاملاتو صورت نيولي وو،څه ډول دغه جينيتيکي نښي نښاني له منځه ولاړي نشوي ؟
کيدلي شي ځيني نور مثالونه چي موضوع لا په هر اړځيز ډول واضح کړي ولټول شي ،خوفکر کوم پورتني دري نسبتا ً ساده اوواضح مثالونه هم ددي دليل کيدي شي ووايو چي پدي لوي جهان کي کوچنيترين حرکت ،تغير ، تکامل او انحطاط بي پله (spurlos ) او بي نشانه له منځه نشي تللي . د هميش دپاره دهغي اثرات باقي پاتي دي او په همدي دليل ويلي شو چي « اول واخر اين کهنه کتاب نيافتاده است ! » هر څه په قانونمند شکل سره باقي پاتي دي . او تاسي کولي شئ د « عينيت فلسفي » دقانونمندۍ له مخي مسايٌل او قضايا وڅيړئ او دمختلفو پديدو او خلقتونودتحول، تکامل او انحطاط پروسي دهري پديدي او خلقت په بوده اوتنسته ( عرض او طول ) او همداسي دجهان دعام خلقت دپيدايش ،تغير ،تکامل اوانحطاط تسلسل او ځنځير له ابتدا څخه تر انتهااو يا په هر بل لور چي وغواړئ تعقيب کړئ . تاکيداً يوځل بيا دا وايم چي دا هرڅه ددي لوي جهان چي خداي قانونمند پيداکړي او دانسان اوټولو مخلوقاتو دپاره ئي په شکل داشکالو مسخر اومقدر ګرځولي ،په قانونمندۍ کي پراته دي ،د قانونمند کړو وړو له لاري هره سلسله او هره پروسه به هرلوري تعقيبيدلي شي او ددي خبري هيڅ ضرو رت نشته چي دخپلو مقدراتو څخه پورته تصوري،تخيلي اونوري بي بنيا ده فلسفي جوړي کړو . دبلي خوا دا جهان دخداي دمقضي الا مر ارادي له مخي د « کن فيکون » دامر په صدور سره پيدا اودټولو مخلوقاتو په وړاندي په مسخر او مقدر حالت کي قرار لري . ليري دي هيڅوک نه ځي ، بي ځايه تخيل او تصور ته هم ضرورت نشته ،څه چي ئي دلاس لاندي دي ،تجربو ته دي پري دوام ورکړي .

د تبصرو دپاره دلته کلیک کړۍ