په ژوند کې د خوشحالۍ څو پټ رازونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: پوهیالی اسدالله حامد پیاروخیل

په دنیا کې ډیر داسې خلک شته چې د ژوند له هرې ګړۍ او شیبې څخه پوره خوند اخلي او د خپل ژوند په ټولو ډګرونو کې بریالي او موفق دي، ځینې داسې خلک هم شته چې له خپل ژوند څخه راضي ندی او همیشه د اندیښنو او خفګان سره خپل ورځنی ژوند مخ ته بیایي. چې د دغو دوه ډلو خلکو په منځ کې زیات توپیرونه شته چې ځینې یې په مادي او ظاهري ژوند پوره اړه لري او ځینې پّه شخصي احساساتو او فکرونو پورې اړه لري.
واضح خبره ده چې په ژوند کې خوشحالي او خفګان ډیر لاملونه لري او له ورځني ژوند سره پوره تړلې خبره ده. که په عمومي توګه فکر وکړو یو سړی هغه وخت د خوشحالۍ احساس کوي چې د خپل ورځني ژوند په ټولو ډګرونو کې کامیاب وي او له خپل ژوند څخه پوره راضي وي، هیڅ ډول علت او لامل موجود نه وي چې دی د خفګان احساس وګړي د بیلګې په توګه ښه صحت ولري، د یوه نورماله ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابرې وی، د خپل چاپیریال او ورځنی ژوند څخه پوره راضي وي او داسې نور، بر عکس هغه کسان چې په خپل ورځني ژوند کې خوشحاله ندي او همیشه د خفګان احساس کوي، هم ځینې لاملونه لري چې د دوي د خفګان او اندیښنې لامل ګرځي او هره شیبه یې په اړه فکر کوي د بیلګې په توګه ځینې خلک شته چې د یوه نورمال او عادی ژوند اسانتیاوې ورته مهیا ندي او په هکله یی سوچونه کوي چی دا په خپل ذات کې یو نوع خفګان ده، داسې خلک هم شته چې صحي مشکلات لري او هرکله د خپل صحت په هکله فکر کوي سره د دې چې په ژوند کی نور مشکلات هم نه لري، ځینې داسې خلک هم موجود دي چې د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته مهیا دي، ولې په خپل چاپریال کې ښې اړیکې نه لري او یا هم په خپله کورنې کې خوشحاله نه دي، بیا داسې خلک هم شته چې هر څه ورته مهیا دي او په خپل ژوند کې هیڅ ډول مشکلات او اندیښنې نلري، ولی همیشه د نورو په هکله فکر کوي او د نورو د مشکلاتو په اړه خفه وي. دا ټول هغه مادي او ظاهري لاملونه دي چی د خوشحالۍ او خفګان سره اړیکې لري، ولې سل په سلو کې د خوشحالۍ او خفګان باعث نه شي ګرځیدلای. که چیرې په پوره غور سره فکر وکړو مادیات او ظاهري ژوند له شخصي احساساتوسره څه نا څه اړیکې لري ولی ځینی نور رازونه هم شته چې په ورځني ژوند کې د خوشحالۍ سبب ګرځي چه بیا به پرې بحث وکړو.
نو اوس راځې چې خپل چاپریال ته یو نظر واچوو او وګورو چې کوم خلک په خپل ژوند کې ډیر خوشحاله دي او کوم خلک خفه دي اوۍ په عمومي توګه د دوي لاملونه څه دي. څه موده مخکې مې د انټرنیټ په یوه ویب پاڼه کې د نړۍ د خوشحاله او خفه خلکوپه هکله یوه سروې چې د هیوادونو په اټکل شوې وه ولوسته او هماغه وخت دا احساس راته پیدا شو چې د خوشحالۍ او خفګان په هکله باید څه نا څه مطالعه وکړم او د دغو دوو احساساتو ځینې مهم لاملونه په ګوته کړم. نو په هغه سروې کې ښودل شوي وه چه په دنیا کې تر ټولو خوشحاله خلک د ّهند خلک دي او په ورځني ژوند کې تر ټولو خفه خلک د جاپان خلک دي. ډیره د حیرانتیا خبره نده؟؟؟ نو اوس به د هند او جاپان په هکله فکر وکړو، هند چیرې او جاپان چیرې، دغه دوه هیوادونه د ځمکې او آسمان په شان توپیر لري. جاپان هفه صنعتی او پر مخ تللی هیواد ده چې د اقتصاد له پلوه په نړیواله کچه دوهم هیواد دې (لمړی د امریکا متحده ایالات دی)، هغه پر مخ تللې تکنالوژي، د موټرو او نورو الکترونیکي سامان الاتو کمپنۍ چې په جاپان کې موجودې دي زه فکرنه کوم چه پدې کچه به په کوم بل هیواد کې موجودې وي. د جاپان ټول خلک باسواده دي او د خپل مسلک او استعداد سره سمی دندی او وظیفې لري، د یوه عادي مامور او یا په کمپنیو کې د یوه عادي او ټیټې سطحې کارکوونکي معاش له دوه زره ډالرو څخه لوړ دې. د نننۍ تکنالوژۍ سره سمبال د ژوند ټولې اسانتیاوې هر جاپانی ته مهیا دي پدې مانا چی ټول جاپانیان په خپل ورځني ژوند کې هیڅ ډول مشکل او اندیښنه نلري، که څه په ښارونو کې ژوند کوي او یا په کلیو کې، ټول یو شان حقوق لري او په ورځني ژوند کې په لوړې او وروستۍ تکنالوژی سمبال دي.
د جاپان د خلکو مشکل دا دې چې په خپل ژوند کې خوشحاله ندي او له بیلابیلو اندیښنو سره خپل ورځني ژوند تیروي، چې ځینې یې روحي مشکلات دي او ځینې یې په ورځني ژوند کې د تجارت، د ښه شهرت لرلو او داسی نورو معاملوپه رقابتونو کې د ناکامۍ له وجې ورته پیښ دي. زما په نظر د جاپان د ځینو خلکو په خاصه توګه د ځوانانو مشکل دا دې چې دوي د خپلې راتلونکې په هکله ډیر فکر کوي او هیله لري چې ټول خوبونه یې رښتیا شې، چې دا د عقیده له نظره یو څه د امکان نه لرې خبره ده، د جاپان اکثره خلک په خاصه توګه ځوانه طبقه د دین او مذهب په نامه هیڅ شې نه پیژني او په هیڅ شي عقیده نلري، نو ځکه دوي خپل راتلونکی په خپله ټاکي او که چیرې په خپلو پلانونوکې کامیابه نه شی نوخپل ځان ملامت ګڼي چې د مایوسی او اندیښنو سره مخامخ کیږي، چې دا په خپل ذات کې یو لوي خفګان دې چې دوي یې په هکله فکر او اندیښنې کوي. د یو اټکل له مخې هر کال په جاپان کې تر دیرش زرو زیات ځوانان (نجونې او هلکان) د بیلابیلو لاملونو په نتیجه کې خپل ځانونه وژني چې اساسي لاملونه یې مایوسي او په خپلو پلانونو کې نه کامیابیدل دي. همدا رنګه د جاپان خلک په ټولنه کې یو داسې انفرادي ژوند لري چه خپل غم او خوشحالی یواځې په خپله احساسوي او هیڅکله یې د نورو سره نه شریکوي په دې مانا چې کله ځوانان یې اتلس کلن کیږی نو د مور او پلار څخه بیلیږي اویو انفرادي ژوند غوره کوي، چې په ځینو حالاتو کې ښیګنې لري خو په اکثرو حالاتو کې مشکلات اوا ندیښنی رامنځ ته کوي، خلاصه دا چې کورني او ټولنیز ارتباطات یې ډ‌یر ضعیفه دي او داسې نور...... چې په راتلونکو څپرکو کې به د کورنۍ او ټولنیزو ارتباطاتو په هکله په پوره تفصیل سره بحث وکړو.
اوس به راشو د هند خلکو ته چې ولې خوشحاله دي او لاملونه یې څه دي؛ هند د هغو غریبو هیوادو له جملې څخه یو هیواد دی چې په اکثرو سیمو کې یې لا تر اوسه خلک په ډیر فقر او بې وزلۍ سره ژوند کوي او د ژوند عادي او لمړني اړتیاوې هم ورته ندي مهیا. دا واضح خبره ده چې هند په دې وروستیو کې ډیر پر مختګونه کړي او د پر مختګ په لوري روان دي، خو د نفوسو په کچه یی که وڅیړو نو زما په فکر په سلو کې څلویښت وګړي یې اقتصادي مشکلات لري او د یو نورمال حالت نه لاندې ژوند کوي. دا هم باید ووایو چې په لویو ښارونو کې یې د خلکو د ژوند سطح لوړه ده او په ښه لوړه تکنالوژی سمبال ژوند لري، په عمومی توګه که فکر وکړو د هند زیات خلک په خپل ورځني ژوند کې ډیر خوشحاله ښکاري چې ډیر لاملونه لري؛ یو خو دا چې اکثره خلک یې عقیده لري، ځینې یې د اسلام د مقدس دین پیروان دي، ځینی یې بودهیست دي او په بتانو عقیده لري او ځینې یې د مسیحیت او نورو ادیانو پیروان دي، دلته دا مهمه نده چې د دوي عقیده سمه ده اوکه نا سمه، دا مهمه ده چې دوي د مشکلاتو په وخت کې له خپلی عقیده سره سم د یوې منبع څخه د کمک غوښتونکي دي او په دی عقیده لري چې د دوي د مشکلاتو په حل کې ورسره مرسته کوي. دا چې دوي جومات او یا نورو عبادت ځایونو ته ځي عبادت یا دعا کوي او د خپلو مشکلات حل کوونکی الله (ج) ( او یا نور کوم شیان چې دوي پرې عقیده لري)بولی، دا په خپل ذات کې دوی ته یوه روحي خوشحالي او هوساینه ورپه برخه کوي. بل دا چی له ډیرو لږو امکاناتو څخه په لوړه کچه استفاده کوي پدې مانا چی په ډیرو لږو معاشونو او امکاناتو اکتفا کوي او ورڅخه دیره ګټه اخلي، د خپل راتلونکې په هکله دیر اندیښمن ندي د ورځې سره سم خپل ژوند کوي. د دوي د خوشحالۍ بل مهم لامل دادې چې کورني او ټولنیز ارتباطات یې ډیر قوي دي د بیلګې په توګه که چیرې په خپلو دندو او ورځني کارونو کې ورته څه اندیښنه پیدا شي نو له خپلو ملګرو او کورنۍ سره یې شریګوي او یا هم ډیر پرې فکر نه کوي. بله مهمه خبره دا ده چې د هند خلک د موسیقي او فلمونو سره دیره علاقه لري او هره ورځ ورڅخه پوره خوند اخلي چې روحا د خوشحالۍ احساس کوي. که چیرې هندي فلمونو ته وګورو نو دیره برخه یې موسیقی، نڅا او کمیډي تشکیلوي چه په لیدو یې سړی د خوشحالۍ احساس کوي او ورڅخه خوند اخلي. خلاصه دا چې د هند خلک د جاپان د خلکو په پرتله ښه کورني او ټولنیز ارتباطات لري، د خپلو راتلونکي ژوند په هکله ډیره اندیښنه نه کوي، د ناکامۍ له وجې د مایوسی ډیر احساس نه کوي او هم له ټوکو ټکالو، موسیقی او د خوښې له بنډارونو څخه ډیر خوند اخلي.
په پورتنیو څو کرښو کې مې د خوشحالۍ په هکله د جاپان او هند هیوادونه ځکه مقایسه کړل چې پدې وپوهیږو چې پیسې، ښه کور، ښه مادي ژوند، لوړه تکنالوژي او لوړ اقتصاد یواځې د خوشحالۍ سبب نه ګرځي، په ژوند کې داسې ځینې نور ډیر ساده څیزونه او رازونه هم شته چې د خوشحالې او هوساینې سبب ګرځي.
په ژوند کې د خوشحالۍ په هکله می د نړۍ د ځینو خوشحاله خلکو رازونه او ځینې نور څیړنیز مهم او مفید مواد راټول او برابر کړي، چی دا رازونه او مواد د سایکولوژۍ او ساینسي علماوو لخوا د نړۍ په نورمال او عادي خلګو کې ترهر اړخیزې څیړنې لاندې نیول شوي او د اوږدو څیړنو او تحقیقاتو په نتیجه کې خلاصه شویدي. انشاء الله چی په راتلونکې کې به د هر راز په هکله په پوره تفصیل سره بحث وکړو، او هیله لرم چې درنو لوستونکو ته مفید واقع شې او په ورځني ژوند کې ورڅخه ګټه واخلي او د دوي د خوشحالۍ او هوساینې سبب وګرځي. نور بیا..............