د چاغۍ د مخنیوي دپاره د خوړوښه او مناسب رژيم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له علمي سرچينو څخه

عبدالملک پرهيز

۱. نیم لیتره کولا ۲۱۰ کالوري رامنځ ته کوي.

ددې دپاره چې د نیم ليتر کولا څخه رامنځ ته شوې انرژي ولګول شي (مصرف شي) په کار ده څو سړی لږترلږه نیم ساعت چټک مزل وکړي. د کولا پر ځاې که اوبه وڅښل شي نو يوه ستونزه به کمه شوې وي.



۲. له الکهولي مشروباتو څخه ځان ليرې ساتې ځکه دا زهر دي!
دا خبره هیره کړې چې د ورځې یو کیلاس الکهولي مشروبات ګټه لري! په تیره بيا دا خبره هغه وخت خپل ارزښت د لاسه ورکوې کله چې څوک غواړې د چاغۍ له کړاوه ځان وژغوري. د زیاتې کالورۍ سربیره چې الکهولي مشروبات يې رامنځ ته کوي، بدن باید زياته انرژي ولګوی څو الکهول په بدن کې ولګوي او له منځه يې یوسي.

ددې خبرې مانا داده کله چې څوک الکهولي مشروبات څکي د بدن د انرژي د لګښت اندازه یې راټيټيږي. د سړی بدن باید د هغه زياتي انرژۍ د لګولو دپاره مبارزه وکړي چې له الکهولو څخه پيداکيږي او همدارنګه باید د نورو خوړو څخه د رامنځ ته شوې انرژۍ د لګولو دپاره باید هم مبارزه وکړي.

۳. د نشایسته لرونکو موادو له خوړو څخه ډډه وکړۍ

دا به دومره ستونزمن کار نه وي چې د نشایسته لرونکو موادو لکه د وریجو، پټاټو(کچالو)، وچې ډوډې له زيات لګښت څخه ډډه وشي. ددغه یادو شویو خوړو پر ځاې له راز راز ترکارېو او سابو څخه ګټه واخلۍ. ترکاري او سابه هم سړی ښه مړولې شي او هم ژر هضميږي. او بدن هغه څه تر لاسه کوي چې اړتيا ورته لري.

۴. د خوندورو خوړو برابرول

د غوړیو په ځاې له مثالې څخه کار واخلۍ. خو د مرچو او مالګې څخه په کار اخيستلو کې له زیات احتياط څخه کارواخلۍ. يانې مالګه او مرچ څومره چې کولی شۍ لږ مصرف کړۍ.

۵. خپل چاې خوندور او ګټور کړۍ

د هيلو، لیمو او..... په وسيله کولې شي خپل چای ګټور او خوندوکړۍ.

۶. پروتين ته خپله ورځنۍ اړتيا وپيژنۍ

دا کار داسې کیدې شي چې د خپل بدن وزن له ۱،۵ سره ضرب کړۍ. کومه پايله يا نتيجه چې لاس ته راځي دا په يوه ورځ کې پروتين ته ستاسی د بدن اړتيا په ګرام سره ښيي.
پروتين په غوښه، کبانو، لبنياتو، حبوباتو او ځنې نورو شيانو کې پيداکيږي. په ۱۰۰ ګرامه کب (ماهي) غوښه کې نژدې ۲۰ ګرامه پرونين شته دی.

۷. پروتين

پروتين د مړښت ښه احساس امنځ ته راوړي او مرسته کوي څو د بدن عضلات ، پوستکي، ويښتان او نوکان مو ښه او روغ پاتې شي.

۸. د حيواني غوړيو له مصرف څخه ډډه وکړۍ

د غوړو لبنیاتو له مصرف څخه ډډه وکړۍ، د غوښې څخه وازده لرې کړۍ او بې وازدې غوښه وخورۍ.



۹. دغوړ له غوره تيزاب څخه کارواخلۍ

د اومیګا ۳ او ۶ په نامه ياديږې او په کبانو او نباتي غوړیو کې پيداکیږې. د غوړتيزاب دنده لري څو ويټامينونه ټول بدن ته ورسوي او د بدن د پوستکي، ويښتانو، او نوکانو له ښه ساتلو سره مرسته کوي.

۱۰. معلومه کړې چې په ورځ کې څومره انرژۍ ته اړتيا لرۍ

د خپل بدن وزن (د کيلو ګرام پر بنسټ ) معلوم او د ۱۰۰ سره يې ضرب کړۍ. دا د انرژۍ د تر لاسه کولو اندازه په لاس راکوي.

د بدن وزن × ۱۰۰ په یوه ورځ کې د تر لاسه شوې انرژۍ سره برابر دی چې په کيلو ژول ښودل کيږي. تر لاسه شوې پايلې په ۴،۱۸ تقسیم کړې که غواړې چې په کيلو کالورې يې واړوۍ.

۱۱. هره ورځ ۵ـ۶ ځله لږ خواړه وخورۍ .

که غواړۍ په وينه کې مو د بورې يا شکرې اندازه ثابته وساتۍ او ځان تازه او ځواکمن احساس کړۍ نو هڅه وکړۍ څو په ټاکلي وخت کې لږ پروتين وخورۍ. ددې دپاره چې په ورځ کې څو ځله خواړه وخورۍ نو په کار ده دغه کار په ۲۴ ساعتونو کې د وخت د برابر ويش د لارې تر سره کړۍ.
په وینه کې د بورې ثابته اندازه مرسته کوي څو د انرژۍ د رامنځ ته کیدو بهیر پرله پسې توګه او منظم وساتل شي او د ولږې د احساس د ځنډید سبب کیږي.

۱۲. هڅه وکړۍ څو سهار په یو ټاکلي محل ويش سره پیل کړۍ

داکار انرژي ورکوي او مرسته کوي . که وکولی شي لږ پروتين هم وخورۍ نودا به زیات ګټور وي.

د بیلګې په توګه لږه توره ډوډۍ او لږه غوښه چې غوړ ونه لري او لږه ميوه يا لږ ترکاري وخورۍ. یو لوی ګیلاس اوبه او یوه پیاله چای يا کافې وڅکۍ.

۱۳. هره ورځ د ۲ـ۳ لیترو په شا او خوا کې اوبه وڅکۍ

هڅه وکړۍ څو تل اوبه له ځانه سره ولرۍ او د خوړو په وخت کې تل اوبه وڅکۍ. او دې کار ته په منظم ډول دوام ورکړۍ.

۱۴. ورزش يا د بدن منظم حرکت څومره چې امکان لري ترسره کړۍ

تل ځان وخوروۍ. څومره تاسې حرکت کوۍ هومره انرژي مصرفوۍ او دا په بدن کې د وازدې د راټوليدو څخه مخنيوی کوي. څومره سخت کار او سپورت کوۍ دومره د خپل بدن وازې اوبه کوۍ.

۱۵. تاسې څومره زیات چې کولی شې دومره بدني تمرین وکړۍ
هڅه وکړۍ چې په فعاله توګه په اونۍ کې دری ځله تمرین وکړۍ. کیدې شي تاسې دغه کار د چټک تللو، ځغاستې او يا بایسکل کولو له لارې ترسره کړۍ.

۱۶. شدید تمرین زياته ګټه رسوي
ددې لارې تاسې خپل عضلات غښتلي کولی شي. د ورځې په بهير کې تاسې تل يوه اندازه کالوري مصرفوۍ. څومره چې تاسې زياته کالوري مصرفوۍ هومره وزن د لاسه ورکوۍ.

۱۷. د وازدې حجم

یو کیلو وازده د یو کیلو عضلې په پرتله درې ځله زیات ځاې نیسي. ددې کبله باید تاسې ونه ډارشۍ چې زيات تمرین به ستاسې د غټيدو سبب شۍ. کله چې تاسې بدني تمرین کوۍ نو ستاسې د بدن د وازدې یوه برخه ویلې او پر ځاې يې ستاسې عضلات لویږي خو بیا هم به دغه لویدنه د وازدې په پرتله لږ وي .

۱۸. که څه هم تاسې به د ګيدې تمرين زیات کوې او د ګيډې

تمرين کيدې شي چې ستاسې د ګيډې د لوييدو مخه ونيسي خو بياهم تاسې نه شې کولې د تمرین د لارې د بدن ديو ټاکلي برخې وازده ویلې کړۍ. دا ستاسې بدن دی چې په خپله غوره کوي چې د بدن د کومې برخي وازده ويلې کړي.

۱۹. داسې يو تمرين غوره کړۍ کوم چې تاسې ته هم په زړه پورې او هم غوره.

هر ډول بدني تمرین او ورزش په لومړي سر کې سخت ښکاري اودومره په زړه پورې نه وي نو ځکه په لومړې سر کې باید سړی له زغمه کار واخلي. خو تر یوې اونۍ وروسته بدن د تمرين سره عادت کوي او ورو ورو ورزش په زړه پورې کيږې.



۲۰. که خپل تمرين د خپلو دوستانو په ملګرتيا تر سره

کړی نو د ورزش او تمرين نه په زيات خوند واخلۍ.