د ايران ولسمشر امريکا په دوه مخې پاليسۍ تورنه کړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله  روان

د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد بالاخره له یوی ورځی ځنډ ځخه وروسته دکب دمیاشتی په ۱۹ نیټه وکابل ته سفروکړی، د دی سفر نیټه دکب دمیاشتی ۱۸ نيټه اعلا ن شوي ؤ ولي په دغه ورځ دامریکی ددفاع دوزیر ناځاپی سفر دایران دولسمشر سفر وڅنډاوه ، په هوايي ډګر کې یې د ولسمشرمرستیال محمدقسیم فهیم او له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیرضرار احمد مقبل هرکلی وکړ


نوموړي په کابل کې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په يوې خبري ناستې كې وويل (( تر هغو چې افغانستان کې بهرني ځواکونه وي، سوله نه شي راتلی )) احمدي نژاد د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ويلي يې وو ايران افغانستان کې دوه ګونې لوبه کوي، پر امريکا تور ولګاوه او وويل چې، امريکا له هغو ترهګرو سره په جګړه بوخته ده، چې دوی په لوی لاس رامنځ ته کړي و. احمدي نژاد، چې ټاکل شوې وه، دوه ورځې وړاندې کابل ته راشي، خو سفر يې وځنډول شو او په هغه ورځ د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيټس له کرزي سره په کابل کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وينا وکړه. احمدي نژاد په خبرې ناسته كې وويل،چې د تروريزم پر وړاندې مبارزه دې د جګړې له لارې نه،بلکې د استخبارتي اطلاعاتو په اساس ترسره شي. هغه د استخباراتي اطلاعاتو د ګټې داثبات لپاره د ايران دولت د مخالفې ډلې جندالله مشر ريګي نيول کیدو ته اشاره وکړه. د نژاد په وينا، ايران د عبدالمالک ريګي د نيولو لپاره لشکر کشي ونه کړه او نه په کې څوک ووژل شو،د استخباراتي اطلاعاتو له لارې يې ونيوه، چې په دې اړه د افغانستان _ پاکستان اطلاعاتي همکاري هم مهمه وه.هغه وويل چې ريګي تروريست و، د ايران دولت تصميم ونيوه، چې هغه ونيسي او ونيول شو. نژاد،ديوې پوښتنې په ځواب کې، چې د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير ويلي، چې ايران په افغانستان کې دوه مخۍ رول لوبوي او که دغه لوبه ختمه نه کړي، نو بې ځوابه به پاتې نه شي، وويل چې هیواد يې د افغانستان په ناامنيو کې هيڅ رنګ نه لري. نژاد وويل چې هغوى خپله له ١٢٠٠٠ کيلومتره واټن نه دلته په کوم نيت راغلي ؟ دا يوه جدي پوښتنه ده د نژاد په وينا، هغوى تل تروريزم پلمه کړى دى حال دا، چې په خپله تروريستان حمايه کوي . د نژاد د څرګندونو له مخې، له تروريزم سره مبارزه ځکه نه بريالي کیږی
د ایران ولسمشرپه افغانستان کې د بهرنیوځواکونو په تیره بیا امریکايی پوځیانو له حضور سره مخالفت وکړ.ده وویل که دا پیسې چې امریکايي او نور لوېدیځ پوځیان یې پرخپلو پوځیانو لګوي ، په افغانستان کې په کرهڼه ، اوبه لګونې او نورو پرمختیايي پروژو مصرف کړي ، تردې به یې زیاته ګټه وکړي
د احمدي نژاد په وينا، بهرنيان په افغانستان کې په يوه کال کې له تروريزم سره په جګړه کې په نظامي برخه کې ١٠٠ مليارډه ډالره مصرفوي ، چې هم په کې افغانان او بهرنيان وژل کيږي  نوموړی وویل که چیری دکال ۲۰ملیارد ډالره افغانستان ته ور کړل شی نوډیر پرمختګ په وشی. داځکه چی هغو دوه مخی سیاست لری
خو دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزي له نړيوالو ځواکونو ننګه وکړه او ويې ويل، چې اړيکې يې له لوېديځ او امريکا سره ټينګې دي او دا ځکه چې د هغوى مقصد په افغانستان او سيمه کې سوله ده. کرزي زياته کړه،موږ په هيچاته اجازه ورنه كړو چې دافغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد كار واخيستل شي. نژاد، په پرونۍ خبرې غونډه كې د افغانستان پرمختګ او امنيت د ايران په ګټه وباله او زياته يې کړه، چې ددغو دوه هېوادونو ګډ ښمن نه غواړي چې په سيمه کې پرمختګ وشي. د ايران د بهرنيو چارو وزير، چې له احمدي نژاد سره په دې سفرکې ملګرى و، ټاکل شوې وه، چې د ايران او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ يو تړون لاسليک شي، خو د نامعلوم دليل له امله لاسليک نه شو.دا د احمدي نژاد درېم سفر دى چې له كابله ليدن كوي.د ایران ولسمشر وروسته له دې کابل ته راغی چې د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس دامریکی دبهرنیو چارو وزیر یوه ورځ وړاندی په افغانستان کې د ایران په لاسوهنې اندېښنه وښووله خو په عین حال کې یې وویل چې د ایران مداخله محدوده ده خو ایران که وغواړي تردې زیات ورانی کولی شي .پای رحمت اله  روان