ډيرو درنو او قدرمنو عزيزانو !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{jcomments off}ديپلوم انجينر عبدالکبير کاکړ

د نوي هجري ـ لمريز کال د رارسيدو له امله خپلې مبارکۍ او نيکې هيلې ، تاسو عزيزانو او ستاسو په وسيله د افغانستان ټولو خلکو ته ، په ځانګړې توګه ستاسو ددرنې پاڼې لوستونکو او قلمي همکارانو ته تقديموم . هيله من يم چې راتلونکۍ پسرلۍ او نوۍ کال به زمونږه رنځيدلو خلکو ته د سولې او آرامۍ کال وي .زه ستاسو زيار او زحمت ته چې د روښانفکرانو د لا تنوير ، اتفاق ، اتحاد او ملي يووالي لپاره مو ګاللۍ دی د قدر او درنښت په سترګه ګورم ، ستايم ئې او ورته درناوۍ کوم .

سره له دې چې عقيدې ، ثليقې او د عمل لارې اوکړنې به بيلې وي ، مګر په يوه واحد او مشترک هدف کې ټول سره راټول يو او هغه زمونږه افغانيت دی . افغانيت او د افغانانو د ملي يووالي لپاره چې هرڅوک په ريښتينې توګه ، صادقانه او مخلصانه کار او فعاليت کوي زمونږ عزيز او د سترګو توردی .  آزاد دی وي افغانستان او ټينګه دې وي د افغاني وروڼو قومونو ترمنځ يووالۍ او دوستي .

په درنښت .

ديپلوم انجينر عبدالکبير کاکړ

د ماربورګ بيدنکوف د افغانانو د کلتوري اتحادئې رئېس .

د ۲۰۱۰ ميلادي کال د مارچ د مياشتې شپاړسمه نيټه .

 

دغو لاندينيو وزينو ويبسايټونو ته کاپي واستول شوه :

سپورغۍ ، د هيواد پيغام ، اصالت ، روزنه ، نارنج ګل ، هيواد ، ټول افغان ، او حزب وطن .