په چین کې سیاسي پناه واخله چې درښتیا پاچا شې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بســــــــــــــــــــــــــمل
انسانان خو لا څه کوې چې آن چرګان هم یو رښتیني او زړور مشر ته اړ دي
نه نه زه مشر نه یم په وچ زوریې راوستی یم


دکابل ارګمشره؟!
نه خوزه ډېر وخت لرم نه به ستا اوقدرمنو لوستونکو وخت نیسم بس دا یو څو خبرې مې ومنه چې رښتینی پاچا درڅخه جوړ کړم .
داخپل استعدادخودې ښه سم درته مالوم دی چې د ... داوربشو په بېلېدولا نه پوهېږې اوکه پوهېدای نو په دا خپله نږدې یوه لسیزه واکمني کې به دې د کوم سیاسي خوځښت بنسټ ایښی و دا خو لا پرېږده چې د کوم پوځي دلګي په جوړېدو لا هم بریالی نه شوې چې کم ترکمه خو یې ستا دادڅلورودېوالونو امنیت په ډاډه ډول سره درته نیولای وای هر چایو یو شغال د زمري په نوم درباندې ومانه اوتاهم ورته خږښ يې.
که له دې خبروبلې خواته پام واړوو نوهلته هم ستاپه خوله څوک پیاز لانه خوري وزیر، والي او ولسوال خو څه چې آن علاقدار دې هم په غږ نه دی .
تا پخپله د ارګ په ماڼۍ کې وېلي چې تنها دسواد زده کړې وزیره زما په خوښه ده دانور ټول راباندې تپل شوي دي اوس نو ځواب راکړه چې ته ولسمشر یې او که دېوال چې هر څوک به ستا پرمخ چاپکې (څپیاکې) تپي؟
۴۴هیوادونه دنظم، دیموکراسي اوعدالت په نوم ستا تر څنګ ولاړ دي خو ته نه په دې بریالی شوې چې خپل ولس ته امن راولې نه په دې بریالی شوې چې په دا خپله پوډري اومافیایي ادره کې سمون راولې تر څو دا مرور ولس درپخلا اوبیا زړه درنږدې کړي، آن ستا دعدلې وزیر لا اعطراف کوي چې دکرزي لوړ پوړي چارواکي په فساد او دمخدره توکو په کاراوبار کې لاس لري خو موږ ورته ځکه څه نه شو وېلای چې خدای مه کړه په دا ننني جنتي افغانستان کې به بې امني راشي له اسمانه به ټکه را پرېوزي دادجنت منارې به یوه په بله پسې را ونړیږي .
هغه دکورنیوچارووزیرجلالي هم دهمدې جنت دنړېدو اندېښنه لرله چې په خپل ټول کش اوفش سره یې دوه غله هم نه شوای بربنډولای دا ځکه چې هغه غله د ښکېلاکګرو لخوا بېمه شوي وو او دي .
ښاغلیه ؟!
که جلالي خوله پټه نیولې وه او ولس ته یې حقیقت نه وېل هغه خو صرف یو وزیر و حیران خو تا ته یو چې ته هم ځان ولسمشر ګڼې هم له ولس څخه هر څه پټوې دا ته به تر کله ګونګی یې؟
ستا په دا تور دور کې خو داستاخپل قام په لمبو کې پولۍ پولۍ څه چې خونړي ریچارد هولبروک دا ستا دقام په هره کورنۍ کې یو تن د ترهګر په نوم نړیوالو ته وروښود آیا داستا د هغو هڅومېوه ده چې په اسلام آباد کې د امریکاسفارت ته هغه په اصطلاح دجهاد په کلونوکې ورغلې ظاهرأ دې د دې نېت کړی وچې ته امریکایانوته دافغان ولس تاریخ ، توره او خصوصیات وروښیې خو برج دې جوړاوه درنه کادانه شوه که څنګه ؟

بس را شل دې کړه نارینه؟؟
ډېره ښه توره دې وکړه دنورو خوڅه چې آن دخپل ځان ازادي او استقلال دې لا هم وبایلود رایې وستې په څلورو دېوالونو کې یې حصارکړې خو بیا هم ستا نفس په ارګ کې تنګ نه شو افرین دا ستا په همت ؟!
رښتیا هم چې دمجددي په سره لوی شوی .
لږ خو دا دخپلو نیکونو تاریخ ته وګوره لږ خو دا د مظلومو خلګو نارو سورو ته غوږ شه .
ستاپه توردوران کې له ګران افغانستان څخه کاروان سرای جوړ شوهر غل اوغداردلته راغلی او زموږ په بېګناه ولس زده کړې کوي ستا له لاسه زموږ له هیواده دخونرېزي او وسلو ازمویلولابراتوار جوړ شوی دی .
ستاله برکته زموږ مملکت ته لکه دملانصرالدین کلایو دېوال او یوقلپ ورپاته دی هره خوایې خلاصه ده ته لا په ارګ کې ویده یې چې دپېرنګیانو صدراعظم یایې دبهرنیو چارو وزیر بې له دې چې وېزه او پاسپورټ ولري په هلمند کې غومبر وهي همداسې دامریکا دزړې کلا پېری (خونخور او منفور ریچارد هولبروک) بیا مزار ته د عطا دشیطاني لپاره تللی وې تر څوچې ته پرې خبرېږې هغه له واشنګټن څخه هم تېر شوی وي داهم ستا واکمني شوه ؟
اوس نوته یو ځل په دا خپله مبارکه خوله موږ ته واکمني تعریف ګړه چې څه ته وايي؟


ته په خپله وایې چې خبر یم په الوتکو کې وسلوال کسان د هیواد شمال ته نقل کیږي، نوچې خبر یې دا اقدام به څه وخت کوې؟
مخکې مې هم ولیکل چې ډېروخت نه لرم بس زړه مې درباندې سوځي تا ته به یوه داسې نسخه درکړم چې داټول داغونه به دې پاک شي دافغانستان په تاریخ کې به یو رښتینی اواتل مشر ونومول شې خوکه ته زماومنې هغه دا چې دتمساح اوښکې نورې مه بهوه بیړه وکړه له دې چانس څخه ګټه پورته کړه :

۱ ــ چین ته خو روان یې نو چې ځې هسې یو څو تنه دمیرویس جان اوخپلې مېرمنې په ګډون درسره بوزه .
۲ ــ په چین کې په دالمړۍ ورځ دا نور کسان درڅخه بېل کړه .
۳ ــ بس په همدې ګاونډي چین کې سیاسي پناه وغواړه چې د رښتیا پاچا شې .
دالاي لامه تر امریکا پورې رسېدلی شي دا تابه څه بلا ووهي چې په دا خپل ګاونډ کې پناه واخلې؟
باوروکړه چې له چین سره کومه خواخوږي نه لرم اونه چین زموږ په ولس دزړه له نېته زړه سوی کړی دی خوبیا هم له دانوروګاونډیانوڅخه نسبتأبې غرضه ښکاري، هم د نړۍ په کچه یوغښتلی او هم داسیا یولوی قوي هیواد ګڼل کیږي .
ته خو چندان په خبره نه پوهېږې اوس مې هم لا شک درباندې راځي چې دازمانسخه به عملي کړې دا ځکه چې ضمیر دې غلامي او ټیټ ژوند منلی دی خیر په هر صورت لږ همت وکړه پناه واخله او یو پینځه کسان هلته په چین کې د سولیز مقاومت په نوم سره راټول کړه تر څو د انګرېزانو او امریکایانو د زاړه رباب تارونه یو پر بل پسې وشکیږي .
دا خبره ما دازادي رادیو د ازادي په څپوپروګرام کې هغه وخت هم وکړه کله چې تېر کال په کندوز کې زموږ تر ۱۵۰ زیات بې ګناه وروڼه اوخویندې د تېلو د دوو ټانکرونو د تښتولو په دسیسه کې بمبارد شول .
ښاغلي الکوزي په ازادي رادیو کې له ما څخه وپوښتل چې د دې ډول بمباریو په مقابل کې څه کول په کار دي؟
ماورته په زغرده ووېل چې باید دافغان مقاومت یوڅو تنه چین یا کوم بل امریکا ضد هیوادته ځانونه ورسوي فعالیت شروع کړي تر څو امریکایانو اوپېرنګیانو ته وېره پیداشي نوبه له واره په خپله یرغلیزه ستراتیژي کې بدلون راوړي .
وه بې نوم او نشانه مشره ؟!
دچین او امریکا مناسبات تر بل هر وخته وران او لا نور به هم پسې وران شي،امریکایانو دګوادر په بندر کې نه تنها چې چنايي انجنیران ووژل بلکې چین ته یې سخت اقتصادي ګوزارونه هم ورکړل ددې ترڅنګ امریکا په پاکستان کې داسیا دکنترول لپاره دسفارت په نوم یو لوی څارګریز مرکز جوړوي چې دابه نه تنهاچین ته خورا خطرناک وي بلکې دټولې اسیا د نا ارامي سبب به هم وګرزي اوس نوباور وکړه چې ستا پناه غوښتنه او بیا په چین کې دسولیزمقاومت په نوم خوځښت به د نړیوالو په تېره بیا دامریکا په ستراتیژي کې ژور بدلون راولي افغان ولس په تېره بیاپښتانه به ددې ظالمانوله
ناخوالوڅخه خلاص کړي په سیمه کې به یو بل ډول حالت حکم فرما شي .
ظالمه ستا څه کمیږي؟
نوم به نوم وګټې ولس به ولس درخپل او په راتلونکې کې به تا د یو اتل په نوم ومني اوس خو دافغانستان په تاریخ کې تر بل هر واکمن څخه ته زیات ګناهکار بلل کېږې داځکه چې هر څه له خپل ولس څخه پټوې دمصلحت په نوم دې په هیواد داسې بده ورځ راوسته چې موږ په بهر کې لا پورته نه شو کتلای هو!
دا به درسره ومنو چې تا به دچرګ سر هم نه وي غوڅ کړی خو دا نه شو منلی چې ته مجرم نه یې دا ځکه چې تا دا لوی لوی قاتلان نه تنها چې وساتل بلکې داسې دې پسې چاغ کړل چې کله دې په لغته وهي کله په لکۍ او کله هم ښکر درته برابر کړي لنډه دا چې په حقوقي لحاظ ته دهغوی جرمي ملګری یې .
اوس نوکه ته په دې وېرېږې چې په چین کې به ازادي ونه لرې، په خپل سربه ازاد ونه شې ګرزېدای نو زه به دا تاجناب علي ته ووایم چې همدا اوس خو هم په خونه کې حصار یې کوم وخت تا په شهر نو او یا باغ بالا کې په خپل سر ازاد قدم وهلی دی ؟
کله دې دقسیم فهیم  غازي لوبغالي راځغلوي اوکله بیا دامرالله صالح دطالب په نوم سناریو درته جوړه دعیدګاه جماعت مخې ته جشن درباندې برغنډ برغنډ کړي ته په سلګیوسلګیوددفاع له قهرمان؟! وزیر سره جوړه راغورځې ایله په ایله ارګ ته ټوپۍ ورسوې .

بیا نو دکامرې مخ ته سترګه برتوې او وایې چې (بااطمنان باشـــــيم؟!) تا باید داسې وېلي وای چې ( مابااطمنان ګریختیم ) .
مقصدپه تاباندې ازادقدم وهل حرام دي نه یې نن وهلی شې نه سبااو آن د ژوند ترپایه به همداسې لاس او پښې تړلی ګرزې خوکه دازما نسخه عملي کړې زه په ضمانت سره ډاډ درکوم چې وروسته له یو څو کلونو به آن په خپلو کلیو او بانډو کې هم ازاد وګرزې .
بس نوتښته ټوپۍ ورپرېږده پښې سپکوه هله ژرشه پناه واخله له ارګمشري څخه تېر اویو تاریخي ولسمشر شه .

یادونــــه :
داسې اوازي دي چې ته هغه پخوانی کرزی نه یې ماناد هغه اصلي حامدکرزي په څېر یې تراشلی یې دا هم وېل کیږي چې ملا عمر، ګلبدین حکمتیار،اسامه او نور لوړ پوړي طالب او القاعده مشران د هغه پخواني کرزي په ګډون په امریکا کې بندیان دي،اوس به مالوم شي که په چین کې دې پناه واخیسته نو په رښتیا هغه پخوانی کرزی یې اوکه بېرته ارګ ته راغلې نوکېدای شي چې کوم بل تراشل شوی کرزی واوسې لکه دا خلګ چې وایي .

Nederst på formularen