د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۵) شپيګل د شپيـګـل او ونـيـزه مـجـلـه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
شپيګل  Der Spiegel   په الماني ژبه  هينداري ته وايي  چي دانعکاس ممثله ده ، شپيګل په جرمني او اروپا کي د خورا مشهورو  او مطرحو مجلو څخه شمېرل کيږي  چي هره هفته په هامبورګ کي خپريږي  . د شپيګل د مجلې  لومړنۍ ګڼه په ۱۹۴۷ ميلادي کال د جنوری پر ۴ مه د هانوفر (Hanover) په ښار کي خپره سوه .

دغه مجله تر دې دمخه ياني د ۱۹۴۶ دنومبر څخه بيا د ۱۹۴۷ تر جنوری پوري په آلمان کي د انګرېزي اشغالګر دولت په ملاتړ   د  Diese Woche  په نامه چې د " دغه اوونۍ » ((This Week مانا ورکوي خپرېدله . خو دانګرېزانو تر وتلو وروسته دغه مجله د روډلف آګسټين په واک کي چي د آلمان د پياوړو ايډېټورانو څخه وو، ولوېده . دهماغه وخت راهيسي د غه مجله د Der Spiegel  شپيګل په نامه واوښته . آګسټين تر خپل مرګه پوري چي د ۲۰۰۲ د نوامبر پر اوومه وفات سو ددې مجلې د چلوونکې په توګه  وظيفه  اجرا کوله .

د شپيګل مجله د ۱۹۵۰ راهيسي د اګسټين  او جان جار تر مالکيت لاندي راغله  . جارا په ۱۹۶۲ کي  خپل سهم پر ريچارډ ګرونر خرڅه کړه . په کال ۱۹۶۹ کي آګسټن د ګرونر اسهام په ۴۲ مليونه مارکه رانيول او په دې توګه د شپيګل يوازنی سهم لرونکئ سو .

په ۱۹۷۱ کي د ګرونر جار شرکت يوځل بيا د مجلې په سلو کي  ۲۵ سهمونه را نيول . په ۱۹۷۴ کي اګسټين په  شپيګل کي بنيادي جوړښت راووست او خپلو کارګرانو ته يې يو فرصوت ورکړ چي د مجلې سهم لرونکي سي او د مجلې په اداره کي برخه واخلي .

په کال ۱۹۵۲ کي د اشپيګل ادارې و هامبورګ ته کوچ وکړ، څرنګه چي د ښه هرکلي سره مواجه سوه  د خپل خبري، تحريريه  او ګرافيک  د  کدرو په تغير او تبديل کي يې لاس وواهه او د مطالبو او زیاتو موضوعګانو  ته يې پاملرنه وکړه . دهغه راهيسي شپيګل دا نوښت هم وکړ چي تر ممکنه حده پوري د هري  موضوع سره مربوطه  عکس هم ملګری کړي .

شپيګل د خپل سبک او مطالبو د اوډلو او وړاندي کولو د لحاظه زیاتره  د امريکا  و ټايم او نيوزويک مجلو  ته ورته ده ، خو د مطالبو و حجم او د مقالو  و ژورتيا ته يې چي څوک ګوري نو هغه بيا د امريکا د اټلانتيک مونتلي (Atlantic Monthly) او د انګلستان د مشهوري مجلې  اکونوميسټ   ( Economist)  سره   مقايسه کېدای سي .

د خبر او ګزارش په تهيه کولو کي ويل کيږي چي ددې مجلې چلوونکي د حقيقي ماجرا د ريښو په پيداکېدو پسې ګرزي .  په جرمني او اروپا کي د شپيګل دغه  شاني چلند و هغې ته  زيات وزن او اتبار ور کړی دئ .  ددې مجلې خبريالان د نړۍ د کاميابه خبريالانو په کتار کي راځي چي وايي دوی په هر ه توګه  چي وي  په دې لټه کي دي چي په خبر کي حقانيت او واقعيت پيدا او هغه منعکس کړي . نن  دغه مجله  په المان او اروپا کي تر ټولو با رسوخه  او يوه  اثر ناکه  مجله ده .

د المان د پخواني صدر اعظوم هيلموټ کهول په مالي اختلاس کي د لاس د پيداکولو هڅي ، د المان د مسیحي ډ يموکراټ په انتخاباتو کي دمالي دغلبازيو رسوايي او د آلمان د وسلو جوړلو  فابريکو لخوا  تر پردې  شا پټ  قراردادونه،  دا ټوله داسي خبرونه وه چي د لومړي ځل د پاره د شپيګل د مجلې دلاري و ميدان ته را ووتل . که څه هم په سرمايه داري هيوادو کي دغه شاني افشاګرۍ او د اختلاس جنجالونه ددې سیسټم ورځنۍ عامي خبري دي . دوی د يوه سره په همداسي رسوائيو کي ژوند کوي او په همداسي رسوائيو کي را پورته کيږي او بيا وهل کيږي، خو بيا هم زياتره  داشاني لانجې د خپلو سیاسي حريفانو د بدنامولو او د صحنې څخه د هغوی د ايسته کولو په خاطر  په کار اچول کيږي .  خو دشپيګل لخوا ددغه شاني  بدکرداره سياسي اعمالو  رسوا کول و کال ۱۹۵۰ ته را ګرځي  چي  په هغه وخت کي د آلمان  فډرال پارلمان ناچاره سو د هغه تهمتو د ثبوت  د پاره چي شپيګل طرحه کړي وه  د تحقيق يو ټيم و ټاکي . په هغه کال کي شپيګل ادعا کړېوه چي د پارلمان ځيني غړو د رشوت په اخيستلو سره په بن کي د غربي آلمان ددولت   د ځای پر ځای کېدو دپاره د يوه ځای د ټاکلو او هغه بيا د پایتخت په نامه  تعینولو کي  نقش درلود .
د شپيګل دغه شاني کارنامې ددې باعث سوې چي هغه ته «د ډيموکراسۍ د تهاجمي وسلې » لقب ورکړي .

سره ددې چي د شپيګل  دغه شاني رويه و مجلې او د هغې چلوونکو ته   زياتي ستونزي را وزېږولې ، د مثال په توګه په کال ۱۹۶۲ کي د المان په پوځ کي د مالي مشکلاتو د خبر خپرېدل  ددې باعث سوه  چي ددې مجلې چلوونکئ او د تحریریه هيئت څلور غړي د دولتي اسنادو د خپرېدو په تور ۱۰۴ ورځي په زندان کي تېري کړي، خو ددې سره  سره شپيګل و خپل کاري سبک ته دوام ورکړ او نن په نړۍ کي تر ټولو  سنګينه او د يوې  قوي مجلې په حيث مطرح ده  .

د شپيګل  ومجلې ته په دوه لحاظه  زياته پاملرنه کيږي . يو داچي د خبر په چټک خپرېدو او د خبر ددقيقي تجزيې له رويه برلاسې ده  او بل داچي  ددې مجلې په ليکنو او نګارش کي دمجلې ډير هوښيار ،کيندلی او منتقدانه لوری د ټولو خوښيږي  .

که څه هم په نړۍ کي د الماني ژبي هیوادونه لږ دي خو بيا هم شپيګل د نړۍ د پر تيراژ ه مجلو په کتار کي راځي او مطالب يې په ټوله اروپا اونړۍ کي څېړل کيږي . هغه مهم انتقادونه چي پر شپيګل باندي کيږي دادي چي دغه مجله يوازي په الماني ژبه خپريږي . ځيني بيا په دې عقيده دي چي آګسټين  اوټو كوهلر د شپيګل د وتلو ليکوالانو څخه دي  د المان د نازيانو او د اس اس د مامورانو سره نيژدې اړيکي درلودلې . خو ددې انتقادو سره سره شپيګل د خپل دقيقو خبرو او ګزارشو په خاطر د نړۍ د مقبوله مجلو په حيث  خپل وزن  ساتلی دئ .

د شپيګل مجله  زياتره ۳۰۰ مخونه لري او دغه عنوانونه  يې په متن  کي  تر سترګو کيږي : ۱/مهم خبرونه، ۲/ دالمان خبرونه چي د آلمان سياسي، اجتماعي او اقتصادي خبرونه  په بر کي نيسي . ۳/ اقتصاد او تجارت،۴/رسنۍ چي د ټلوېزون انټرنټ او سينما څخه شامل دي،۵/ ټولنيزي، ۶/ بهرني چي نړۍ وال خبرونه تر خپل پوښښ لاندي را ولي .

د شپيګل په تحریریه هيئت کي سل تنه ورزيده ژورنالیستان او ليکوالان  فعالیت کوي، د نړۍ په شلو هيوداو کي دفتر و ديوان لري چي دهغه ځايه څخه  مستقيماً خپل خبرونه او ګزارشونه تهيه کوي . د ۱۹۸۸ راهيسي شپيګل يوه ټلويوزوني شبکه هم فعاله کړېده او په ۱۹۹۴ کي يې د سپون (SPON) په نامه د شپيګل آن لاين لينک پر ليکه کړی دئ .  د کال ۲۰۰۴ د اکتوبر پر يوېشتمه د شپيګل انګريزي نسخه د شپيګل انټرنېشنل په نامه په خپرونو پيل وکړ . شپيګل ان لاين لومړنۍ خبري منبع وه چي د لندن د کال ۲۰۰۵ د جولای د اومي په  چاودنه کي يې د القاعدې لاس مطرح کړ . دم درحاله د هفتې تر يو ميليون زيات تيراژ لري چي دا  په المان کي تر ټولو لوی رقم  دئ . .
د http://www.spiegel.de/  لينک،  په جرمني ژبه د  شپيګل   آن لاين رسمي ويب پاڼه  ده .



مأخذونه :
http://www.spiegel.de/international/
http://en.wikipedia.org/wiki/Der_Spiegel

 

تیره برخه دلته ولولۍ